د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د زرګونه امریکایي ډالرو د قاچاق مخه یې نیولې ده

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې طالبانو د ۲۷ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې طالبانو د ۲۷ زره امریکایي ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.
مفتي عبدالمتین قانع د چهارشنبې په ورځ ( د غبرګولي دویمه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې یو تن یې چې غوښتل یې ۲۷زره امریکایي ډالر په ناقانونه توګه پاکستان ته قاچاق کړي د تورخم بندر شاو خوا کې نیولی دی.
همدا راز ښاغلي قانع وایي، چې د خوست امنیه قوماندانۍ امنیتي منسوبینو درې تنه چې غوښتل یې د پېسو په بدل کې یو کور ته لاسي بمونه وغورځوي نیولي دي.
ښاغلی قانع وویل: «له نیول شویو کسانو درې کړۍ لاسي بمونه ترلاسه شوي او د هغه کس د نیولو هڅې رواني دي چې دوی ته یې ددغه ناوړه کار لپاره پیسې ورکړې وې.»


د مدني فعال نور اغا ابراهیمي د کورنۍ یو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نوموړی د کابل په خوشحال خان مېنه کې د طالب استخباراتو له خوا نیول شوی دی.
د سرچینې په خبره، چې نور اغا ابراهیمي نن چهارشنبه د کابل په خوشحال خان مېنه کې دوه بجې د طالبانو له خوا نیول شوی او نامعلوم ځای ته لېږدول شوی دی.
د طالبانو له خوا د کابل له نیولو لس ورځې وروسته نوموړی په کابل کې د لومړي ځل لپاره د طالبانو له خوا ونیول شو، چې وروسته بېرته خوشې شو.
پر نوموړي تور و، چې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت جبهې لپاره کار کوي؛ خو له پلټنو وروسته بېرته خوشې شو.
نور اغا ابراهیمي دویم ځل لپاره یو ځل بیا د مقاومت جبهې سره د همکارۍ په تور د طالبانو له خوا ونیول شو، چې نېږدې څلور میاشتې وروسته بېرته راخوشې شو.
د نوموړي د کورنۍ غړي وايي، چې نن د درېیم ځل لپاره نوموړی د طالبانو د استخباراتو له لوري نیول شوی؛ خو تر اوسه یې ځای نه دی معلوم.
نور اغا ابراهیمي د جمهوریت پر مهال مدني او سیاسي فعالیت کاوه او د هغه پلار وصیل ابراهیمي د جمهوري دولت د لومړي مرستیال د مشاور په توګه دنده سرته رسولې ده.

په کندهار کې له چاودنې وروسته په دغه ولایت کې د طالبانو د والي دفتر د حوزو د امرينو، د ولسوالیو د امنیتي او استخباراتي مسوولینو په موجودیت کې د لا زیات امنیت د تامین په موخه د یوې ځانګړې غونډې د جوړولو خبر ورکړ.
په کندهار کې د دوشنبې په ورځ په يوه چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور زخميان شوي وو.
په کندهار کې د طالبانو د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب والي ملا شيرين په دې غونډه کې وويل: « له هر مسوول کس څخه په دنیا او اخرت کې پوښتنه کيږي؛ خو بریالی کس هغه دی، چې ورسپارل شوی مسووليت په ښه ډول تر سره کړي.»
د کندهار د طالبانو والي خپلو امنيتي مسوولينو ته امر کړی، چې امنيتي ځواکونو ته لازمې اسانتياوې، تجهيزات او امکانات ورکړي؛ څو وکولای شي، چې په دې ولایت کې امنيت په ښه توګه تامين کړي.
دا غونډه د سې شنبې په ورځ د غبرګولي مياشتي په لومړۍ نېټه په دغه ولایت کې له چاودنې وروسته جوړه شوه.
ملا شيرين د دې ډلې امنيتي مسوولينو ته وويل: «امنيتي ځواکونو ته پوره پاملرنه وکړئ، خپلې تېروتنې سمې کړئ او د امنيت د تامين لپاره ګزمې تنظيم کړئ.»
د دې خبرپاڼې له مخې؛ په کندهار کې د طالبانو د والي مرستيال حیات الله مبارک امنیه قوماندان ته وویل، چې د امنيتي حوزو مسوولين دې په ټولو حوزو کې د خپلو ځواکونو شتون وڅېړې او هغوی دې خپلو دندو ته متوجه کړي.
هغه وويل، چې مکافات او مجازات د یوه نظام د پرمختګ لامل کيږي.
هغه وويل: «هغه کسان چې خپله دنده په سمه توګه ترسره کوي د ستايلو او مکافاتو مستحق دي او د ناکامۍ پر مهال بايد مجازات شي.»
کندهار د وسله والو طالبانو اصلي مرکز بلل کېږي او دا ولایت په دې وروستيو کې د ګڼو چاودنو شاهد دی.
په تازه پېښه کې سيمه ييزو سرچينو ويلي، چې د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز کې په یوه چاودنه کې طالبانو ته تلفات اوښتي؛ خو طالبانو په دې چاودنه کي د یوه ملکي کس د وژل کېدو او درېيو نورو د زخمي کېدو خبر ورکړی و.

د ایټالیا د فلورانس پوهنتون او د وینټو مرستندویه موسسې مسوولانو د بامیان لپاره د طالبانو له والي سره په لیدنه کې د اړمنو او څمڅو کې اوسېدونکو کورنیو لپاره د ۱۰۰ کورونو د جوړولو ژمنه وکړه.
دغه کورونه د باميان په مرکز کې د ۳۰۰زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړيږي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د راپور له مخې؛ د وينټو موسسه د کورونو د جوړولو تر څنګ د باميان په مرکز کې د زرګران ښارګوټي د بيا جوړولو پلان هم لري.
په دې پلان کې د ښار دننه د څاګانو، کوڅو او سړکونو جوړول شامل دي.
د کور جوړولو پروژه به د ایټالیا د حکومت په مالي مرسته او د بامیان ولایت د طالبانو د ښار او کور جوړونې ریاست تر څارنې لاندې پلې شي.

د ترکیې د پېښو او بېړنیو حالاتو مدیریت چارواکو ویلي، چې د افغانستان خلکو ته خپل «د مهربانۍ اورګاډی» چې له ۶۰۰ ټنو څخه ډېر د مرستې محموله او ۴۳ واګونو پکې شته لېږي. دا اورګاډی به په ۱۵ ورځو کې افغانستان ته ورسیږي.
دغه ریل ګاډی د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو، د دغه هېواد د پېښو او بېړنیو حالاتو د مدیریت او د نا دولتي سازمانونو د استازو په شتون سره د سې شنبې په ورځ له انقرې څخه د افغانستان په لور روان شو.
د اناتولي خبري اژانس لیکلي، چې په افغانستان کې له وروستیو سېلابونو وروسته د ترکیې د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو مدیریت د ۱۷ نورو نا دولتي سازمانونو په همکارۍ ۶۰۰خیمې او ۶۱۹ ټنه د خوراکي توکو، حفظ الصحې او کمپلو په ګډون د مرستو رسولو مواد دغه هېواد ته استولي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو مرستیال وزیر منیر کارالو اوغلو وویل، چې د سېلاب ځپلو افغان کورنیو د اړتیاو د پوره کولو لپاره د دغه هېواد روغتیايي مرستې تېره اونۍ هم د الوتکې له لارې افغانستان ته رسېدلې دي.
د ترکیې د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو د مدیریت مشر اوکای ممیش وویل، چې دغه مرستې د طالبانو د چارواکو په غوښتنه له سېلاب ځپلو سره شوې دي.
د اناتولي خبري اژانس لیکلي، چې په ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې له داخلي ناکراریو او پرله پسې زلزلو وروسته ترکیې د مهربانۍ ۱۹ اورګاډي چې ۸ زره او ۲۴۱ ټنه بشري مرستې پکې شاملې وې، افغانستان ته استولي دي.
په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله سلګونه کسان مړه شوي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ وویل؛ یوازې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله ۶۰زره کسان اغېزمن شوي دي.

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د طالبانو له خوا د امریکا د نغدو مرستو کارول د منلو وړ نه بولي. مایکل مکال د بایډن له ادارې وغوښتل، چې طالبانو ته د امریکايي مالیه ورکونکو د پیسو د انتقال د مخنیوي لپاره سمدستي اقدامات وکړي.
د دغه امريکايي سناتور په اعلاميه کې چې د سې شبنې په ورځ د (غبرګولي لومړۍ) نېټه خپره شوه، ويل شوي، چې تېر کال يې د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا له ځانګړي پلټوونکي ادارې (سيګار) څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره د امریکا له مرستو څخه د طالبانو د مالي ګټو په اړه راپور ورکړي.
سیګار په یوه نوي راپور کې اعلان کړی، چې د امریکا متحدو ایالتونو تر لسو میلیونو ډالرو زیاته مالیه طالبانو ته ورکړې ده.
په دې راپور کې راغلي، چې که په افغانستان کې مرستندويه موسسې طالبانو ته پېسې ور نه کړي، ښايي د هغوی بانکي حسابونه او دفترونه وتړل شي او نومونه يې د هغو سازمانونو له لېست څخه وایستل شي، چې په افغانستان کې د فعالیت اجازه لري.
ښاغلي مکال د دې راپور په ځواب کې وويل، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو راهيسې امریکا د طالبانو له خوا د رامنځته شوي بشري ناورين د مخنيوي لپاره له ۲،۸ ميليارده ډالره مرسته کړې ده.
دغه امریکايي سناتور وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د مالي مرستو په تخصیص سره دا د حیرانتیا خبره نه ده، چې د امریکايي مالیه ورکوونکو ۱۰.۹ میلیونه ډالره پیسې طالبانو ته ورکړل شوې دي.
د خپلواکو څارونکو سازمانونو او رسنیو ډېری راپورونه دا په ګوته کوي، چې طالبان ممکن د خپلو نظامي فعالیتونو او مالي شبکو د ملاتړ لپاره مالي مرستې وکاروي، چې د افراطیت ملاتړ کوي.
امریکايي چارواکو په تېره بیا جمهوري غوښتونکو مخکې له دې اندېښنه ښودلې وه، چې طالبان به افغان ولس ته د امریکا له بشري مرستو ناوړه ګټه پورته کړي.