په کندهار کې د دوشنبې په ورځ په يوه چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور زخميان شوي وو.
په کندهار کې د طالبانو د والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې طالب والي ملا شيرين په دې غونډه کې وويل: « له هر مسوول کس څخه په دنیا او اخرت کې پوښتنه کيږي؛ خو بریالی کس هغه دی، چې ورسپارل شوی مسووليت په ښه ډول تر سره کړي.»
د کندهار د طالبانو والي خپلو امنيتي مسوولينو ته امر کړی، چې امنيتي ځواکونو ته لازمې اسانتياوې، تجهيزات او امکانات ورکړي؛ څو وکولای شي، چې په دې ولایت کې امنيت په ښه توګه تامين کړي.
دا غونډه د سې شنبې په ورځ د غبرګولي مياشتي په لومړۍ نېټه په دغه ولایت کې له چاودنې وروسته جوړه شوه.
ملا شيرين د دې ډلې امنيتي مسوولينو ته وويل: «امنيتي ځواکونو ته پوره پاملرنه وکړئ، خپلې تېروتنې سمې کړئ او د امنيت د تامين لپاره ګزمې تنظيم کړئ.»
د دې خبرپاڼې له مخې؛ په کندهار کې د طالبانو د والي مرستيال حیات الله مبارک امنیه قوماندان ته وویل، چې د امنيتي حوزو مسوولين دې په ټولو حوزو کې د خپلو ځواکونو شتون وڅېړې او هغوی دې خپلو دندو ته متوجه کړي.
هغه وويل، چې مکافات او مجازات د یوه نظام د پرمختګ لامل کيږي.
هغه وويل: «هغه کسان چې خپله دنده په سمه توګه ترسره کوي د ستايلو او مکافاتو مستحق دي او د ناکامۍ پر مهال بايد مجازات شي.»
کندهار د وسله والو طالبانو اصلي مرکز بلل کېږي او دا ولایت په دې وروستيو کې د ګڼو چاودنو شاهد دی.
په تازه پېښه کې سيمه ييزو سرچينو ويلي، چې د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت په مرکز کې په یوه چاودنه کې طالبانو ته تلفات اوښتي؛ خو طالبانو په دې چاودنه کي د یوه ملکي کس د وژل کېدو او درېيو نورو د زخمي کېدو خبر ورکړی و.