• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي، د هوا په ښه کېدو سره به د سالنګ لویې لارې د رغونې چارې بیا پیل کړي

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۷:۴۸ GMT+۱

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت وايي، چې د سالنګ لویې لارې د بیا رغونې پاتې چارې به د هوا په ښه کېدو سره پیل کړي. د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د دوشنبې ورځ د (غبرګولي اومه) د یاد وزارت په حواله خبر ورکړی، چې د سالنګ لویې لارې د بیارغونې قرارداد له دریو شرکتونو سره نوی شوی.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت د روان کال په غوايي میاشت کې دېته ورته خبرپاڼه خپره کړې وه.

هغه مهال یاد وزارت ویلي وو، چې د هوا په ښه کېدو سره به د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شي.

طالبانو تېر کال ویلي وو، چې د سالنګ لویه لاره یې رغولې ده.

لوړپوړو طالب چارواکو د سالنګ لاره د ۱۴۰۲ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیسته.

له هغه وروسته يو شمېر افغانانو افغانستان انټرنشنل ته د يوې ويډيو په لېږلو سره وويل. چې طالبانو د سالنګ لويې لارې د بيارغونې چارې نه دې بشپړې کړې.

سالنګ د افغانستان یوه له مهمو لویو لارو څخه ده چې د هېواد څو شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

یونېسف: هره ورځ ۲۲ زره سېلاب ځپلو ته د څښاک پاکي اوبه رسوو

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي، په افغانستان کې د ورستیو سېلابونو له امله د اوبو رسولو شبکي ویجاړي شوي دي او دوی هره ورځ ۲۲ زره کسانو ته د څښاک پاکي اوبه ورکوي. دغه اداره وايي، له سېلابونو وروسته دغه خلک له ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف د یک شنبې په ورځ د (غبرګولي شپږمه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ چې په افغانستان کې د ورستیو سېلابونو له امله د اوبو رسولو شبکې ویجاړې شوې او د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري .

دغه اداره وايي، ډیری کورنۍ د څښاک، پخلي او ځان مینځلو لپاره د پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

یونېسف وايي، هره ورځ د دغو سېلاب ځپلو کسانو لپاره د اوبو ټانکرونه لیږدوي او د هر کس لپاره ۱۵ لېټره اوبه ورکوي.

د ماشومانو د ملاتړ صندوق مسوولانو،په اېکس پاڼه د یوه انځور په خپرولو سره ویلي؛ هره ورځ ۲۲ زره کسانو ته پاکي اوبه رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ورستیو سېلابونو راوتلو له امله په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسان مړه، سلګونه د اوسېدو کورونه ویجاړ شوي، زرګونه کسان زیانمن شوي او په خوراکي توکو سربېره د څښاک پاکو اوبو او درملو ته لاسرسی نه لري.

پاکستاني چارواکي وايي، د ټي‌ټي‌پي ۱۱ غړي یې پر چینايي انجنیرانو د برید په تړاو نیولي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۵:۵۷ GMT+۱

پاکستاني چارواکو ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان ۱۱غړي یې پر چینايي انجنیرانو د شوي ځانمرګي برید په تړاو نیولي دي. ‏د پاکستان دوو لوړپوړو چارواکو د یکشنبې په ورځ لاهور کې رسنیو ته ویلي چې له نیول شوې ډلې ځينې اسناد هم په لاس ورغلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې دغه خبر د پاکستان د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې ادارې مشر رای طاهر او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړ.

رای طاهر د یکشنبې ورځ د (غبرګولي شپږمه) رسنیو ته ویلي، «هغه ګرځنده ټیلیفون چې ځانمرګي بریدګر له خپلو سیمه ییزو ملګرو سره د اړیکې لپاره کارولی و د نورو شکمنو کسانو د نیولو لامل شو.»

ښاغلی طاهر زیاتوي چې، څېړنې او اسناد دا ډاګیز کوي چې «وسله والو په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو څخه امر اخيست.»

ټي‌ټي‌پي تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو دفاع وزارت هغه مهال ویلي و چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي او ویلي یې و، د خیبرپښتنخوا هغه سیمه چې چینايي وګړي پکې په نښه شوي، د پاکستاني پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده. او د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې یې له مسوولیت څخه د هغوی تېښته بللې وه.

محسن نقوي: د دوه اړخیزو ښو اړیکو د ساتلو لپاره باید طالبان د ټي‌ټي‌پي مشران راوسپاري

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۴:۲۸ GMT+۱

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ وویل چې پاکستاني طالبان په دغه هیواد کې د پنځو چینايي انجینرانو د وژنې مسوول دي. محسن نقوي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د«دوستانه اړیکو د ساتلو لپاره» دې د نور ولي محسود په ګډون د ټي‌ټي‌پي مشران پاکستان ته ور وسپاري.

د مارچ په ۲۶مه د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د چینايي انجینرانو پر کاروان یوه ځانمرګي بریدګر د پنځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ کسان ووژل.

پاکستاني طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر په لاهور کې په یوه خبري غونډه کې طالبانو ته په وینا کې وویل: «موږ د طالبانو له موقت حکومت څخه غواړو چې د نور ولي محسود په ګډون د تحریک طالبان پاکستان مشران ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري. چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې وساتل شي.»

د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو د مشرانو او غړو د شړلو او پاکستان ته د ورسپارلو په اړه د اسلام اباد غوښتنه رد کړې ده. دغه راز طالبانو د ټي ټي پي د هرکلي ترڅنګ په خيبرپښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو د وسله والو فعاليتونو مسووليت هم رد کړی او دغه ډله يې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.

نقوي وويل، په بشام کې پر چينايي وګړود بريد تر شا د تحريک طالبان پاکستان لاس و او په تړاو يې ترهګر نيول شوي دي.

هغه وویل: «موږ په دې قضیه کې داسې اسناد لرو چې منکرېدل ترې ناشوني دي.»

نقوي خبرداری ورکړ چې «ترهګر د افغانستان د موقت حکومت (طالبانو) له کمزورۍ ګټه پورته کوي او له ډیورنډ کرښې هاخوا د پاکستان امنیت ته ستونزې جوړوي.»

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی د دواړو هېوادونو تر منځ پر ډیورنډ کرښه څارنه ګړندۍ کړې ده.

سرچینې وايي، نامعلومو وسله والو په بلخ کې د یوه سوداګر وړوکی زوی تښتولی دی

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۳:۳۹ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، ناپېژاندو وسله والو چې طالبانو ته ورته دي د یکشنبې ورځ په مزارشریف کې د یوه سوداګر حاجي عبدالله پنبه پلورونکي زوی، تښتولی دی. انسان تښتوونکي د دغه ماشوم له تښتولو وروسته په کراره له دغې سیمې په موټر کې تښتېدلي.

د یوه کور د امنیتي کمرې له خوا د ثبت شوې ویډیو له مخې، درې تنو ناپېژانده وسله والو یو ماشوم چې پر لاره روان وپه زوره خپل موټر ته پورته کړ او ویې تښتاوه.

تر اوسه پورې د دې پېښې په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي، خو د یوه غږیز فایل له مخې د طالبانو د امنیتي ځواکونو یو مسوول د ښاري ناحیو مشرانو ته وايي چې تښتونکو د طالبانو په څېر جامې اغوستې دي.

هغه وويل چې په ښار کې د طالبانو د موټرو د پلټنې امر هم صادر شوى دى.

د مزارشریف ښار يو شمېر اوسیدونکو وايي، د طالبانو له دې دعوې سره سره چې وايي بشپړ امن یې راوستی، بیا هم دوی او د دوی د ماشومانو امن خوندي نه دی.

طالبانو په غور ولایت کې ۶ کسان په دُرو وهلي دي

۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۶ می ۲۰۲۴، ۱۶:۱۸ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس ليکلي، چې دغلې ډلې د غور استیناف محکمې له حکم وروسته ۶ کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي. دغه اژانس ويلي، چې یاد کسان د «نامشروع اړيکو، اخلاقي فساد او له کور څخه د تښتې په جرمونو تورن وو».

د طالبانو تر واک لاندي باختر خبري اژانس نن یکشنبه ويلي، چې د غور ولایت استیناف محکمې د دې ولایت په یوه ورزشي لوبغالي کې د طالب مسولينو او خلګو په شتون کې ۶ کسانو په دُرو وهلي دي.

د دوی د معلوماتو له مخي، د طالبانو ولايتي مسولينو پنځه کسان ۳۹ او یو کس يې ۲۷ دُرې وهلی.

طالبانو د دغو کسانو د هويت په اړه جزيات ندي ورکړي.

په تېرو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له‌ خوا خلکو ته د تعزیري سزا ورکړه ډېره شوې ده، چې دغه کړنې د نړۍوالو بشري بنسټونو غبرګونونه هم راپارولي دي.