ګلبدین حکمتیار: د دوحې درېیمه ناسته د بن د ناکامې تجربې تکرار دی

د افغانستان د اسلامي حزب مشر د دوحې درېیمه ناسته د بن د ناکامې تجربې تکرار وبلله. ګلبدین حکمتیار وایي، چې ددې ناستې موخه د یوه بل بينن سيوان او اخضر ابراهيمي ټاكل دي، څو د هغو هېوادونو تر منځ چې د افغانستان په چارو کې ښکېل دي، همغږي رامنځته کړي.