قطري چارواکي لا هم د طالبانو حکومت ته د افغانستان د جمهوري دولت خطاب کوي

د قطر د کار وزیر د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر سره وکتل او له دې ډلې سره یې د حکومت پر همکارۍ خبرې اترې وکړې.

د قطر د کار وزیر د سې شنبې په ورځ په دوحه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر سره وکتل او له دې ډلې سره یې د حکومت پر همکارۍ خبرې اترې وکړې.
د قطر د کار وزارت په خپله خبرپاڼه کې د طالبانو دغه چارواکي ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د کار او ټولنیزو چارو د وزیر خطاب کړی دی.
د قطر د کار وزارت د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي تمه) خپلې اېکس پاڼه کې لیکلي، چې د قطر د کار وزیر علي بن سعید بن صمیخ المري د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر عبدالمنان عمري سره وکتل.
په دې خبرپاڼه کې د طالبانو د اسلامي امارت پر ځای د «افغانستان اسلامي جمهوریت» کارول شوی دی.

طالبانو هم قطر ته د عمري د سفر په اړه نن یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي، چې د دغه سفر موخه د افغان کارګرانو ستونزې او قطر ته د ماهره او نیمه ماهره کارګرانو لېږل دي.
که څه هم قطر تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د دغې ډلې د واکمنۍ له پېل راهیسې یې له دوی سره قوي ډېپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې ټینګې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په بدخشان کې یې ۵۵۸ جریبه ځمکه له کوکنارو څخه پاکه کړې ده. په وروستیو اونیو کې طالبانو د بدخشان د خلکو د اعتراضونو د سرکوب او د کوکنارو د ځمکو د ویجاړولو لپاره سلګونه جنګیالي او پوځي تجهیزات درایم، ارګو او جرم ته لېږلي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دغه کوکنار په جرایم ولسوالۍ او شاوخوا سیمو کې له منځه وړل شوي دي.
طالبان په داسې حال کې په بدخشان کې د کوکنارو ویجاړولو ته دوام ورکوي، چې د بدخشان د درایم او ارګو ولسوالیو خلکو په پراخو لاریونونو لاس پورې کړی دی.
دوی وايي، چې په بدخشان کې د کوکنارو د کروندو د ورانولو په پلمه طالبان د خلکو کورونو ته ننوتي او ښځو ته یې سپکاوی کړی.

د طالبانو د کانونو او پټرولو وزارت وايي، چې د امو سیند د تېلو حوزې د قشقري تېلو ۶۰ زره ټنه خام تېل یې نن په بولۍ کې په ۳۳ میلیونو ډالرو وپلورل.
د دې وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دې بولۍ کې ۱۸ کورنیو کمپنیو ګډون درلود، خو په دوی کې یما پټرولیم شرکت تر نورو د ګرانې بیې له امله تړون وګاټه.
د دې بولۍ په مراسمو کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور او نورو طالب چارواکو هم ګډون درلود.
نوموړي په دغه غونډه کې له افغان پانګوالو غوښتي چې د تېلو او ګاز د زېرمو او د دوی چاڼخونو جوړولو کې پانګونه وکړي.
طالبانو د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې په سرپل کې د امو سیند تېلي حوزې اړوند د قشقري تېلي څاوو پر اېستلو پیل وکړ.
طالبانو د تېر کال د نومبر پر ۲۲ وویل، چې د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یې د دې څاګانو تېل پلورلي دي.
سرپل او فاریاب د تېلو درې زېرمې لري، چې قشقري، بازار کمی او زمردسای نومېږي او د رسمي شمېرو له مخې؛ ۸۷ میلیون بیلره تېل لري.
طالبانو په تېر مارچ کې وویل، چې د امو سیند تېلي حوزه کې د ورځې د تېلو استخراج ۱۳۵۰ ټنو ته رسېدلی دی.
پر تېلو سربېره طالبانو د اوسپنې، زمرودو، لاجوردو او نورو کاني ډبرو استخراج ته هم مخه کړې ده؛ خو د دې کانونو د قراردادونو او له هغه د تر لاسه شویو پیسو د مصرف په هکله مالومات له ولس سره نه شریکېږي.

د طالبانو د کانونو وزارت وايي، چې د «ساکو افغان» خصوصي شرکت له خپلو چینايي همکارانو سره لېواله دی، چې په لوګر ولایت کې د سمنټو د تولید لپاره سل میلیونه ډالره پانګونه وکړي. دغه وزارت ویلي، چې په دې پانګونې سره به څه باندې دوه زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د طالبانو د کانونو وزارت د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ۷مه) په يوې خبرپانه کې د شهاب الدین دلاور او د ساکو افغان شرکت د مشر رسول خان د ليدنې خبر ورکړی.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې طالبانو د لوګر د سمنټو په کان کې د پانګونې په برخه کې له دغه شرکت سره د اسانتیا او همکارۍ ژمنه کړې ده.
په دې وروستیو کې د طالبانو د کانونو وزارت ویاند همایون افغان ویلي وو، چې واک ته د دغې ډلې له رسېدو وروسته؛ چین، قطر، ترکیه، ایران او بریتانیا په افغانستان کې د کانونو په برخه کې له اوو میلیاردو ډالرو څخه زیاته پانګونه کړې ده.
وروسته له هغه چې طالبان د ۱۴۰۰م کال په دوبي کې پر افغانستان واکمن شول د خپلو مالي اړتياو د پوره کولو لپاره يې د عایداتو د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج تمرکز کړی دی.

د نيمروز د طالبانو د والي دفتر په يوې اعلامیه کې ويلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې يې ۷ زره کيلو نشه يي توکي او تيزابي مواد راټول کړي او نن يې وسوځول. د نشه يي توکو پر کښت، قاچاق او پلور د طالبانو د مشر د مخنيوي د فرمان سره - سره دا کچه لا هم صفر ته نه ده رسېدلې.
د نيمروز د طالبانو د والي دفتر نن سې شنبه په يوې اعلاميه کې ويلي، چې دغه نشه يي توکي د دوی د امنيه قوماندانۍ له لوري په بېلابيلو سېمو کې نيول شوي.
په اعلاميه د همدې نشه يي توکو په تړاو د نيول شويو کسانو اړوند څه نه دي ويل شوي.
بل لوري د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې په نيمروز ولایت کې نږدې دوه ټنه نشه يي توکي سوځول شوي دي.
د نيمروز د طالبانو والي محمد قاسم خالد يو ځل بيا خلکو ته د نشه يي توکو د کښتونو، قاچاق او پلور د مخنيوی خبردارۍ ورکړ.
نوموړي په تکراي ډول زياته کړه: « د مشرتابه مقام د حکم پر بنسټ د نيمروز په شمول په ټول هېواد کې د هر ډول نشه يي توکو کارول او قاچاق په مطلق ډول بند او له سرغړونکي سره يې قانوني چلند کيږي.»
که څه هم یو کال مخکي د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د نشه يي توکو د کښت، قاچاق، استعمال او پلور د مخنيوي لپاره فرمان وړاندي کړی؛ خو په ډېرو سېمو کې لا هم دا فرمان نه دی عملي شوی.
طالبانو د افغانستان په يو شمېر ولایتونو کې د نشه يي توکو د کښت د له منځه وړولو په وړاندې عمليات پيل کړي او نږدې هره ورځ په خپلو اعلامیو کې د نشه يي توکو د پلور په تړاو د يو شمېر کسانو د نيولو خبر ورکوي.
له هلمند څخه راپورونه وايي، چې سیمه ییزو طالبانو په کورونو کې کوکنار کرلي دي، چې ځايي طالب چارواکي یې په تخریبولو کې ناکام دي.
د بدخشان ارګو او درایم هغه ولسوالۍ دي، چې څه موده وړاندې پکې د کوکنارو اړولو له امله د خلکو او طالبانو تر منځ د جنجال موضوع د خبرونو سرټکی شوه.
ځايي خلک چې د کوکنارو اړولو مخالف دي وايي، چې طالبان د کوکنارو د کښت اړولو پرمهال د دوی شخصي حریم تر پښو لاندې کړی؛ خو طالبانو دا تورونه رد کړل.

په خوست کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د امریکا د استخباراتي ادارې له لوري تربیه شوي ۷۳ پخواني د کی پي اېف نظامیان د طالبانو د استخباراتو په زندان کې دي.
دغه پخواني نظامیان چې په جمهوریت کې پر کمپاین مشهور وو، د خپلو کورنیو د لېدو لپاره له امریکا څخه خوست ته تللي وو.
په خوست کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل؛ طالبانو د خوست ولایتي قواو پخواني نظامیان د تېرو دوو کلونو په موده کې نیولي دي.
د معلوماتو پر بنسټ؛ امریکا ته تللي دغه پخواني نظامیان د اسنادو تر لاسه کولو وروسته بېرته خوست ته تللي وو.
د دغو ځینې زنداني شویو پخوانیو نظامیانو کورنۍ وايي؛ د طالبانو له ویرې خپل غږ پورته کولی نه شي.
د خوست تڼویو ولسوالۍ دوو اوسېدونکو چې خپل د کورنۍ غړي یې بندیان وو ویلي، چې دا کسان د دوی د لېدلو لپاره له امریکا راغلي وو.
دوی زیاتوي: « کله چې دا کسان له امریکا څخه خوست ته راغلل، څو ورځې تېرې نه وې، چې د طالبانو استخباراتو کسانو د ولسوالۍ په بازار کې ونیول، ډېره موده یې هېڅ درک نه کېده؛ خو دوی مو د ځايي قومي مشرانو په هڅو او ضمانتونو خوشې کړل او بېرته امریکا ته ستانه شول.»
د امنیتي ستونزو له امله نه شو کولی، چې د دغو پخوانیو نظامیانو هویت په ډاکه کړو، خو دغه خوشي شوي کسان د خپلو زندان کېسه کوي او وايي؛ د بند په موده کې د طالبانو د استخباراتو له خوا سخت شکنجه شوي دي.
د تر لاسه شویو معلوماتو؛ پر بنسټ طالبانو په زندان کې د څېړونو پر مهال امریکانو د استبخاراتو له لوري تربیه شویو پخوانیو ځواکونو څخه یوه پوښتنه ډېره کوي: « په امریکا کې مېشت د خوست ولایتي قواوې او صفري قطعات څه پلان لري او په څه مصروف دي؟»
په خوست کې یو شمېر کورنۍ وايي؛ دغه پخواني نظامیان په خوست کې د طالبانو استخباراتو په ریاست کې ساتل کیږي او طالبان دوی ته اجازه نه ورکوي چې له خپلو کورنیو غړو سره وګوري او یا هم محکمې ته وړاندې کړي تر څو سرنوشت روښانه شي.
د دې راپور په اړه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال عبدالحق عمري د امریکا په ټیکساس ایالت کې مېشتو پخوانیو ځانګړو ځواکونو یو شمېر غړو سره خبرې کړي دي؛ خو د امنیتي ستونزو له کبله نه شو کولی چې د دغو کسانو نومونه په ډاکه کړو.
د خوست اوسېدونکي وايي؛ د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره سم دغه ډلې د هغو کسانو د څارلو او ځورولو پیل وکړ، چې د امریکا د استخباراتي سرپرستي لاندې د خوست ولایتي قواو کې دندې ترسره کړې وې، طالبانو یې کورونه تلاشي او وسلو تر څنګ یې شخصي موټرونه ورنه بوتلل.
په خوست په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو د استخباراتو مسولانو د کي پي اېف د پخوانیو غړو کورنۍ پر مرګ ګواښلي ترڅو د کورنۍ غړي له امریکا څخه راوغواړي او له ځینو کورنیو څخه د جزیې په شکل پیسې اخیستل شوي دي.
د خوست ځايي اوسیدونکي وايية « د کی پي اېف پخواني نظامیان او کورنۍ یې د طالبانو لپاره عایداتي سرچینه جوړه شوې ده او د ډالرو غوښتنه ورڅخه کوي کنه کورنۍ به وځوروي.»
یو شمیر خوست مېشتو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل؛ د طالبانو له خوا د کي پي اېف د پخوانیو غړو نیولو وروسته اوس څوک زړه نه ښه کوي چې افغانستان ته سفر وکړي.
په امریکا کې د کی پي اېف د پخوانیو ځواکونو یو غړي وايي، چې امریکاي چارواکو سره یې د زنداني شویو ملګرو د راخوشې کېدو په اړه خبرې روانې دي، تر څو په دغه برخه کې همکاري وکړي.
تر اوسه پورې طالبانو او امریکايي چارواکو پر رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د کی پي ایف دغه پخواني ځواکونه پر داسې مهال نیول کیږي، چې د طالبانو د بیا واک ته رسېدو سره سم د دغې ډلې مشر ملا هبت الله اخوندزاده د عمومي بښنې اعلان وکړ؛ خو د راپورونو پر بنسټ د کی پي اېف د غړو سربېره د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت یو شمېر پخواني سرتېري او کارکوونکي د دغې ډلې له خوا نیول شوي، شکنجه شوي او یا وژل شوي دي.
کی پي اېف یا د خوست ساتنې ولایتي قواوې
د خوست ولایتي قواوې چې په کی پي ایف ځواکونو مشهور دي، په دغه ولایت کې د امریکايي استخباراتو مرکز له لوري طرحه او جوړ شول.
د دې ځواک غړي یوازې د خوست اوسېدونکي وو، چې د امریکا له خوا په پرمختللو نظامي تجهیزاتو سمبال او لوړ معاش لرونکي افغان ځواکونه وو.
د معلوماتو له مخې؛ د دغه ځواکونو شمېر شاوخوا اووه زره ته رسېدو خو د استخباراتي او ملکي کارکونکو شمېر په اړه کره معلومات نه شته.
دا قطعه یوازې د خوست په مېدان کې مېشت د سي ای اې مرکز له خوا رهبري کېده، چې پر دوی د افغانستان هېڅ امنیتي ادارې واک نه درلودل.
طالبان د دغو ځواکونو پر وړاندې د جګړې په برخه کې ناتوانه وو او همدا لامل و، چې د تېر حکومت پرمهال خوست د افغانستان امنو ولایتونو په ډله کې شمېرل کېده.
د خوست ولایتي قواوو په دغه ولایت کې خونړي عملیات کړي دي.
دغه ځواک خوست په یو شمېر ولسوالیو او پر ډیورنډ کرښې په اوږدو کې نظامي اډې درلودلې.
د طالبانو د بیا ځلي واک ته رسېدو سره دغه ډلې د طالبانو پر ضد جګړه ونه کړه، بلکې د سقوط په شپو او ورځو کې د امریکا او د طالبانو تر منځه د یوې هوګړې له مخې پر امنه توګه له خپلو موټرو او تجهزاتو سره له خوست څخه کابل هوايي میدان ته د کاروان په ډول د طالبانو له خوا بدرګه شول، چې بیا وروسته د کابل په هوايي میدان کې د امریکا په شتون کې د میدان امنیت په برخه له امریکايي ځواکونو سره همکاري وکړه او بیا د تخلیې تر ختمېدو پورې ټول امریکا ته انتقال شول.
