• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان: د پاکستان وروستۍ ټاکنې تر ټولو لویه غلا وه

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۲ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند بنسټګر د دغه هېواد د تېرې فېبرورۍ ټاکنې «تر ټولو لویه غلا» بولي. بندي عمران خان نن بیا ویلي، چې دغه ټاکنې د نوموړي په مشرۍ ګوند ګټلې وې؛ خو ترې «غلا» شوې.

عمران خان له اډیا جېل څخه عالي محکمې ته د ویډیو لېنک له لارې خبرو کې دا هم وویل، چې په انفرادي سلول یا کوټنۍ کې ساتل کېږي.

تېر اګسټ کې له بندي کېدو راهیسې، دا لومړی ځل دی چې د ښاغلي خان خبرې په پرانیستې محاکمه کې اورېدل کېږي.

هغه قاضیانو ته په وینا کې زیاته کړه: «زما ګوند قرباني شوی، له انساني حقونو لویه سرغړونه شوې، د فېبرورۍ د اتمې ټاکنې له عمومي ماموریت تر ټولو لویه غلا وه.»

د عمران خان ګوند د پاکستان پوځ او کمېسیون په ټاکنو کې په درغلۍ تورنوي؛ خو دا دواړه لوري ورته ادعاوې او درغلۍ ردوي.

۷۱ کلن عمران خان د فساد او نورو لسګونو دوسیو له امله په جېل کې دی؛ خو نوموړی پخپله او ګوند یې دا تورونه سیاسي او له واک د دوی د لرې ساتلو لپاره بولي.

که څه هم د ټاکنو کمېسیون د پرېکړې له امله د عمران خان ګوند په تېرو ټاکنو کې د ګوند پر ځای د ازادو نوماندانو په توګه ګډون وکړ؛ خو تر نورو ګوندونو یې ډېرې څوکۍ وګټلې.

له دې سره بیا هم د اکثریت په جوړولو کې پاتې راغی او په مقابل کې یې د شهباز شریف په مشرۍ مسلم لیګ نواز ډلې له پیپلز او ایم قیو اېم ګوندونو سره ایتلافي حکومت جوړ کړ.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

په هند کې د سختې ګرمۍ څپه: ګڼ څاروي مړه شوي او خلک د اوبو له کمښت سره مخامخ دي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۲ GMT+۱

د هند په شمال کې د پنجشنبې په ورځ د سختې ګرمۍ څپې ژوند ستونزمن کړی، یو شمېر څاروي مړه شوي او ځینې له پښو لوېدلي، خلکو د اوبو د کمښت له امله د اوبو پر ټانګرونو راټول شوي او حکومتي کارکوونکو خپل کاري ساعتونه بدل کړل.

سره له دې، چې په نوې ډيلې د تودوخې کچه د تېرې ورځې په پرتله رالوېدلې؛ خو لا هم په ټول هېواد کې تودخې د ساڼټې ګرېډ په کچه ۴۷ درجو ته رسیږي.

تېره ورځ په نوي ډیلي کې تودوخه د سانټې ګرید په کچه ان ۵۲.۹ درجو ته رسیدلې وه.‌

100%

ډیلي، چې نږدې ۲۰ میلیونه نفوس لري، د چهارشنبې په ورځ د ګرمۍ له امله یې لومړنۍ مړینه ثبت کړه.

یو ۴۰ کلن کارګر د تودوخې له امله د کار پر مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ.

100%

ځایي چارواکو ویلي، چې په دې اړه هم څېړنې کوي چې د چهارشنبه په ورځ په مونګیش پور سیمه کې د سانټې ګریډ په کچه ثبت شوې ۵۲.۹ درجې تودوخه ریښتیا ده او یا که د کومې تخنیکې ستونزه له امله دومره لوړه ښودل شوې ده.

100%

پر ټلویزیون خپاره شوي تصویرونه ښيي، چې خلک د اوبو تر لاسه کولو لپاره د اوبو ټانکرونه څاري او کله پرې لانجې هم کوي؛ خو حکومت وايي،‌ چې د اوبو د کمښت لامل په یامونا سیند کې د اوبو د کچې ټیټېدل دي.

100%

ډېرې ښځې مجبورې شوې، چې د سیند په غاړه او یا له کوره بهر د کور پخلی وکړي،‌ ځکه چې کور لاپسې ګرموي.

۱۹ کلنه سیما چې د خپلې کورنۍ لپاره په ورځ کې دوه ځله پخلی کوي، وایي: "سږکال ګرمي بیخي ډېره ده. موږ هره ورځ دا پخلی کوو، نو اوس ورسره عادت شوي یو."

په سیمه ییز ټلویزیون خپرو شویو انځورونو کې لیدل کیږي، چې په اترپردیش ایالت کې یو پولیس د ګرمۍ له امله د بې هوښه شوی یو بندي د زړه د فعالیت د بیا پیلیدو لپاره له لومړنیو مرستو کار اخلي او ۴۵ دقیقې یې زړه ته مساج ورکوي.

ډېری خلک د ګرمۍ له امله د کور سودا پسې بهر نه وځي او په انلاین توګه یې راغواړي.

پاکستان د چین په همکارۍ درېیمه مخابراتي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د فضايي ماموریت ادارې (سپارکو) ویلي، چې یاده سپوږمکۍ د چین د شي چانګ له فضايي مرکز څخه توغول شوې ده.

د سپارکو ویاند پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان له سپوږمکۍ څخه به تر ټولو ګړندۍ د انټرنټ اسانتياوې برابرې شي او دغه سپوږمکۍ به له ځمکې څخه د ٣٦٠٠٠ کيلومترو په لوړوالي فضا ته واستول شي.

د سپارکو ویاند په اعلامیه کې زیاته کړې، چې له ځمکې څخه فضا ته د سپوږمکۍ په رسولو کې ښايي له درېیو څخه تر څلورو ورځو پورې وخت ونیسي، چې دغه سپوږمکۍ به د برېښنايي سوداګرۍ، برېښنايي حکومتولۍ او اقتصادي فعالیتونو په وده کې مهم رول ولوبوي.

د پاکستان دولتي تلویزون د یو شمېر پاکستاني چارواکو په حواله ويلي، چې دغه سپوږمکۍ ایم ایم یو پاک سیټ نومیږي، چې د پنځلس کلونو لپاره په فضا کې د کار ظرفیت لري او د ټیلفون، تلویزوني خپرونو او براډبېنډ د خدماتو په ښه کولو کې به مرسته وکړي.

پاکستان دا مهال په فضا کې دوه سټلایټونه لري، چې یو یې په ۲۰۱۱ کال کې فضا ته توغول شوی و، چې ماموریت به یې په ۲۰۲۶ کال کې بشپړ شي او دویم یې په ۲۰۱۸ کال کې فضا ته توغولی دی.

طالبان پاکستاني پلاوي ته: په سیمه کې امنیت د ځان او د ټولو په خیر بولو

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال سره په خبرو کې ویلي، په سیمه کې امنیت د ځان او هم د نورو لپاره په ګټه بولي. طالبان وايي، د محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي له محمد نبي عمري سره په لیدنه کې په امنیتي برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

کابل ته نن د دغه پلاوي له تلو سره همهاله پاکستاني پوځ یو ځل بیا ویلي، چې د دغه هېواد ضد وسلوال د افغان خاورې په کارولو سره پاکستان کې بریدونه کوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت هم وایي، د محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي هم له ښاغلي عمري سره لیدنه کې د بشام پېښې په یادولو سره په امنیتي برخه کې د طالبانو د حکومت د مرستې هیله وکړه.

تېر مارچ کې د پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د موټربم له امله پنځه چینايي انجینران ووژل شول.

پاکستان وايي، دا برید تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پلان کړی و، خو طالبان تل ورته تورونه ردوی.

له پاکستاني پلاوي سره په نننۍ لیدنه کې هم ښاغلي عمري ویلي: «افغانستان هسې چې ځان لپاره امن غواړي، نورو ته هم ښې هیلې لري. موږ د «شر» په سیاست باور نه لرو. نیت او عمل مو داسې دی چې په سیمه کې امن د ځان او ټولو په خیر بولو.»

نوموړی دا هم ویلي چې طالبان هیچا ته هم اجازه نه ور کوي‌چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي او له نورو هم ورته هیله لري.

طالب چارواکي پاکستان تورنوي چې د داعش په ملاتړ او روزلو سره د افغانستان ناامنول غواړي، خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.

امریکايي رسنۍ: پر رفح د اسراییل په برید کې د امریکا جوړ شوی بم کارول شوی

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۸ GMT+۱

امریکايي رسنیو ادعا کړې، چې د یکشنبې په شپه پر رفح د اسراییل برید کې د امریکا جوړ شوی بم کارول شوی دی. د راپور له مخې، د برید په ځای کې د مهماتو پاتې شوني د GBU-39 په نوم امریکايي جوړ شوي بم دي.

امریکايي رسنیو ادعا کړې، چې د دغه بم شمېره د امریکا په کولوراډو ایالت کې د وسلو یوې کمپنۍ ته ټاکل شوي کوډ پورې اړه لري.
تېره شپه د اسراییل پوځ د بې ځايه شويو فلسطينيانو پر پنډغالي بمباري وکړه، چې په پايله کې يې تر ۷۵ زيات فلسطينيان ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شوي دي.
فلسطیني چارواکو ویلي، چې د رفح په پنډغالي کې تر ۹۰۰ کیلوګرامه زیات وزن لرونکي بمونه کارول شوي دي.

له بل پلوه د اسراییل د ملي امنیت سلاکار ویلي، چې د غزې جګړه به لږ تر لږه اووه میاشتې نور هم دوام وکړي.

اسراییل د چهارشنبې په ورځ خپل ټانکونه په رفح د برید په موخه ولېږل او ویې ویل، چې جګړې به یې د حماس پر وړاندې ټول کال دوام وکړي.

د فلسطین د عامې روغتیا وزیر ویلي، چې رفح ته د مرستو رسېدو لپاره د هیڅ کومې لارې د خلاصېدو نښه نه لیدل کېږي.

د فلسطین د عامې روغتیا وزارت په خبره، د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړو له پیل راهیسې تراوسه لږ تر لږه ۳۶ زره او ۱۷۰ کسان وژل شوي دي.

د پاکستان د ولسمشر د جعلي بانکي حساب په تړاو قضیه په محکمه کې ثبت شوه

۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۹ می ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري د جعلي بانکي حساب قضیه ثبت شوې او نن یې په بانکي محکمه کې قضیه اورېدل شوې ده.

د بانکي چارو محکمې د اصف علي زرداري قضیه اورېدلې او له محکمې وروسته د پاکستان د ولسمشر وکیل ویلي؛ تر هغې چې اصف زرداري ولسمشر وي، پر ضد يې دوسيه نه اورېدل کېږي.

په دغه قضیه کې د پاکستان د ملي جرګې د غړې فریال تالپور نوم هم شته، خو نوموړې محکمې ته لیک استولی چې د جرګې په غونډو کې مصروفه ده.

د بانکي چارو محکمې بیا د اصف علي زرداري قضیه د جولايي تر نهمې نېټې پورې ځنډولې؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې د ولسمشر زرداري قضیه به د هغه د ولسمشرۍ تر پایه ځنډوي او که نه.