• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان د چین په همکارۍ درېیمه مخابراتي سپوږمکۍ فضا ته وتوغوله

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۴:۲۰ GMT+۱

د پاکستان د فضايي ماموریت ادارې (سپارکو) ویلي، چې یاده سپوږمکۍ د چین د شي چانګ له فضايي مرکز څخه توغول شوې ده.

د سپارکو ویاند پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان له سپوږمکۍ څخه به تر ټولو ګړندۍ د انټرنټ اسانتياوې برابرې شي او دغه سپوږمکۍ به له ځمکې څخه د ٣٦٠٠٠ کيلومترو په لوړوالي فضا ته واستول شي.

د سپارکو ویاند په اعلامیه کې زیاته کړې، چې له ځمکې څخه فضا ته د سپوږمکۍ په رسولو کې ښايي له درېیو څخه تر څلورو ورځو پورې وخت ونیسي، چې دغه سپوږمکۍ به د برېښنايي سوداګرۍ، برېښنايي حکومتولۍ او اقتصادي فعالیتونو په وده کې مهم رول ولوبوي.

د پاکستان دولتي تلویزون د یو شمېر پاکستاني چارواکو په حواله ويلي، چې دغه سپوږمکۍ ایم ایم یو پاک سیټ نومیږي، چې د پنځلس کلونو لپاره په فضا کې د کار ظرفیت لري او د ټیلفون، تلویزوني خپرونو او براډبېنډ د خدماتو په ښه کولو کې به مرسته وکړي.

پاکستان دا مهال په فضا کې دوه سټلایټونه لري، چې یو یې په ۲۰۱۱ کال کې فضا ته توغول شوی و، چې ماموریت به یې په ۲۰۲۶ کال کې بشپړ شي او دویم یې په ۲۰۱۸ کال کې فضا ته توغولی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان پاکستاني پلاوي ته: په سیمه کې امنیت د ځان او د ټولو په خیر بولو

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال سره په خبرو کې ویلي، په سیمه کې امنیت د ځان او هم د نورو لپاره په ګټه بولي. طالبان وايي، د محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي له محمد نبي عمري سره په لیدنه کې په امنیتي برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

کابل ته نن د دغه پلاوي له تلو سره همهاله پاکستاني پوځ یو ځل بیا ویلي، چې د دغه هېواد ضد وسلوال د افغان خاورې په کارولو سره پاکستان کې بریدونه کوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت هم وایي، د محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي هم له ښاغلي عمري سره لیدنه کې د بشام پېښې په یادولو سره په امنیتي برخه کې د طالبانو د حکومت د مرستې هیله وکړه.

تېر مارچ کې د پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د موټربم له امله پنځه چینايي انجینران ووژل شول.

پاکستان وايي، دا برید تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پلان کړی و، خو طالبان تل ورته تورونه ردوی.

له پاکستاني پلاوي سره په نننۍ لیدنه کې هم ښاغلي عمري ویلي: «افغانستان هسې چې ځان لپاره امن غواړي، نورو ته هم ښې هیلې لري. موږ د «شر» په سیاست باور نه لرو. نیت او عمل مو داسې دی چې په سیمه کې امن د ځان او ټولو په خیر بولو.»

نوموړی دا هم ویلي چې طالبان هیچا ته هم اجازه نه ور کوي‌چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي او له نورو هم ورته هیله لري.

طالب چارواکي پاکستان تورنوي چې د داعش په ملاتړ او روزلو سره د افغانستان ناامنول غواړي، خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.

د پاکستان د ولسمشر د جعلي بانکي حساب په تړاو قضیه په محکمه کې ثبت شوه

۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۹ می ۲۰۲۴، ۱۵:۱۸ GMT+۱

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري د جعلي بانکي حساب قضیه ثبت شوې او نن یې په بانکي محکمه کې قضیه اورېدل شوې ده.

د بانکي چارو محکمې د اصف علي زرداري قضیه اورېدلې او له محکمې وروسته د پاکستان د ولسمشر وکیل ویلي؛ تر هغې چې اصف زرداري ولسمشر وي، پر ضد يې دوسيه نه اورېدل کېږي.

په دغه قضیه کې د پاکستان د ملي جرګې د غړې فریال تالپور نوم هم شته، خو نوموړې محکمې ته لیک استولی چې د جرګې په غونډو کې مصروفه ده.

د بانکي چارو محکمې بیا د اصف علي زرداري قضیه د جولايي تر نهمې نېټې پورې ځنډولې؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې د ولسمشر زرداري قضیه به د هغه د ولسمشرۍ تر پایه ځنډوي او که نه.

نواز شریف یو ځل بیا د مسلم لیګ ن ګوند مشر وټاکل شو

۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۸ می ۲۰۲۴، ۱۷:۳۲ GMT+۱

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف له شپږو کلونو وروسته نن بیا د دغه هېواد د مسلم لیګ نواز ګوند مشر وټاکل شو. د مسلم لیګ د پخواني مشر او د نواز شریف د ورور شهباز شریف تر استعفا وروسته نوموړي دې مشرۍ ته ځان کاندید کړ.

نواز شریف د پاکستان په څلورو صوبو او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر، ګلګت بلتستان او اسلام اباد کې هم د ګوند مشرۍ ته اسناد جمع کړي وو.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې؛ نوموړی په ټولو سیمو کې له سیال پرته د مسلم لیګ نواز ډلې مشر وټاکل شو.

د نواز شریف د مشرۍ لپاره په لاهور کې ګوندي غونډه کېږي او هلته به نوموړی په رسمي ډول د ګوند مشر اعلان شي.

د ۲۰۱۷ کال په جولای کې د پاناما دوسیې له امله د پاکستان سترې محکمې په حکم پسې نواز شریف پر لومړي وزارت سربېره له ګوندي مشرۍ هم لرې شو.

سرچینې: په خیبرپښتونخوا کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو پر پوسته برید پنځه عسکر وژلي

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۸:۴۶ GMT+۱

ځايي سرچینې وايي، د خیبرپښتونخوا خیبر ولسوالۍ د تيرا په ادم خيلو کې د ایف سي ځواکونو پر پوسته په یوه وسله وال برید کې پنځه عسکر وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. ویل کیږي په جګړه کې پنځه وسله وال هم وژل شوي دي.

په سیمه کې سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې دغه مخامخ جګړه تېره شپه د (غبرګولي شپږمه) د خیبر ولسوالۍ د تېرا په ادم خيلو کې د پاکستان پوله ساتو ځواکونو یا ایف سي پر پوسته د یوې ډلې وسله والو لخوا شوې چې په پایله کې یې د ایف سي پنځه عسکر وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

په دغې جګړه کې تر اوسه پورې د شپږو وسله والو د وژل کېدو خبره هم کیږي.

د دغه برید مسوولیت د ټي ‌ټي پي وسله والې ډلې منلی او ادعا یې کړې چې د پاکستان پوځ ګڼ عسکر یې وژلي او ټبیان کړي دي.

په پاکستان کې د لشکر اسلام وسله والې ډلې هم په یوه بیان کې ویلي چې له ټي ټي پي سره یې په ګډه دغه برید کړی او پاکستاني پوځ ته یې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه پورې پاکستاني پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي خو د دغه پوځ د خواله رسنیو ځینو ادرسونو د جګړې خبره کړې او د مرګ ژوبلې شمېرې یې نه دي خپرې کړې.

ځینې نور نا تایید شوي خبرونه وايي، چې په دغه برید کې د پاکستان د پوځ ۱۱ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خیبرپښتونخوا په خیبر دره کې اوس همد لشکر اسلام منګل باغ وسله واله ډله فعالیت کوي، دغه ډله په سیمه کې په سخت دریځۍ او ترهګرۍ پیژندل شوې ډله یادیږي.

پاکستاني چارواکي وايي، د ټي‌ټي‌پي ۱۱ غړي یې پر چینايي انجنیرانو د برید په تړاو نیولي دي

۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۷ می ۲۰۲۴، ۰۵:۵۷ GMT+۱

پاکستاني چارواکو ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان ۱۱غړي یې پر چینايي انجنیرانو د شوي ځانمرګي برید په تړاو نیولي دي. ‏د پاکستان دوو لوړپوړو چارواکو د یکشنبې په ورځ لاهور کې رسنیو ته ویلي چې له نیول شوې ډلې ځينې اسناد هم په لاس ورغلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې دغه خبر د پاکستان د ترهگرۍ پر ضد د مبارزې ادارې مشر رای طاهر او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړ.

رای طاهر د یکشنبې ورځ د (غبرګولي شپږمه) رسنیو ته ویلي، «هغه ګرځنده ټیلیفون چې ځانمرګي بریدګر له خپلو سیمه ییزو ملګرو سره د اړیکې لپاره کارولی و د نورو شکمنو کسانو د نیولو لامل شو.»

ښاغلی طاهر زیاتوي چې، څېړنې او اسناد دا ډاګیز کوي چې «وسله والو په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو څخه امر اخيست.»

ټي‌ټي‌پي تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو دفاع وزارت هغه مهال ویلي و چې، د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي او ویلي یې و، د خیبرپښتنخوا هغه سیمه چې چینايي وګړي پکې په نښه شوي، د پاکستاني پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده. او د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې یې له مسوولیت څخه د هغوی تېښته بللې وه.