• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هغه وخت چې ملا عمر ساز منع کړی و؛ خو برهاند الدین رباني او احمد شاه مسعود پکې ګډون کاوه

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۵:۲۷ GMT+۱

د ساز په یو پروګرام کې د افغانستان د پخواني ولسمشر برهان الدین رباني او د طالبانو د مخالفو ځواکونو د قوماندان احمد شاه مسعود د ګډون نالیدلې ویډیو د خواله رسنیو د کارونکو پام خپل کړی دی.

جنرال عبدالمالک چې په دې ناسته کې ګډون درلود، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د ۱۳۷۶ کال د دوبي په وروستیو کې د بغلان په کیان دره کې د طالبانو د مخالفو مشرانو په ناستو کې دا ویډیو شوې ده.

دا ناسته هم د افغانستان د اسماعیلیه ټولنې د مشر سید منصور نادري په کور کې وه او په داسې حال یې موسیقي غږوله چې د طالبانو مشر او بنسټګر ملا محمد عمر د موسيقي پر اوېدلو، نشرولو او تولیدولو بندیز لګولی و.

پخواني افغان خبریال بشیر بختیار چې دا ویډیو کړې، له افغانستان انټرنشنل سره یې خبرو کې وویل، چې د طالبانو ضد دا مشران پر شمال د دې ډلې د ژر پېښېدونکي برید د مخنیوي او د ملي جنبش ګوند د متحدولو لپاره سره جرګه شوي وو.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې پر افغانستان د طالبانو بیا واکمنېدو سره هم د دې ډلې امر بالمعروف او نهی له منکر وزارت د موسیقي پر تولید بندیز لګولی دی.

تېرو درېیو کلونو کې بیا بیا داسې ویډیووې نشر شوې چې پکې د طالبانو له خوا د افغان هنرمنانو د نیولو، ځورولو او شکنجه کولو صحنې ښودل کېږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالب چارواکی وايي، چې د دوی د ځواکونو په نوم غلو په ښار او کلیو کې کورونه لوټ کړي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۱ GMT+۱

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيه قوماندنۍ امنيتي چارو مرستيال وايي؛ نور د دې ډلې ځواکونه د شپې د چا پر کور چاپه یا یې تلاشي نه شي کولی.

محمد طاهر مبارز زیاتوي؛ دا پرېکړه یې ځکه کړې، چې په کليو، بانډو او ښارونو کې د دوی د ځواکونو په نوم نا مسووله وسله والو او غلو د خلکو کورونه لوټ کړي.

ښاغلي مبارز نن په جلال اباد کې خبري غونډې ته وویل، چې په ورته پېښو کې ښکېل کسان نیول شوي دي او طالبانو ته لارښوونه شوې، چې د شپې پر مهال نه د چا کور تالاشي کړي او نه د چا د کور دروازه وټکوي.

نوموړي د ننګرهار له اوسېدونکو هم وغوښتل، که له دې وروسته یې د طالبانو په نوم څوک پر کور چاپه اچوي؛ نو ژر تر ژره دې نږدې امنيتي ارګانونو ته خبر ورکړي.

په تېر دوو کلونو کې کله - کله دې ډلې په غلا او انسان تښتتونو کې د خپلې ډلې د غړو د نیولو او وژلو اسناد خپاره کړي دي؛ خو له سره بیا هم ورته پېښې روانې دي.

نږدې دوه اونۍ وړاندې په جلال اباد ښار کې یوه کرولا وتښتول شوه او د روانې اونۍ په لومړیو کې هم په مزار شریف ښار کې د یو سوداګر زوی په رڼا ورځ وتښتول شو.

صالح: طالبانو له خپل ځانه دا پوښتنه کړې چې د امریکا د ډالري کڅوړو په بدل کې یې څه پلورلي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۳:۴۸ GMT+۱

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبانو کله هم له ځانه دا پوښتنه کړې، چې د امریکا د ډالري کڅوړو په بدل کې یې څه پلورلي دي؟ صالح نن په خپل اېکس کې د دې پوښتنې په کولو سره زیاته کړې ده، چې د دې پوښتنې ځواب «د دوحې د خاینانه تړون په یوه پټه برخه کې ثبت شوی دی.»

د نوموړي په خبره، که دا مسله د دوحې د تړون یوه پټه برخه نه ده، نو ولې يې د محرم نوم ورکړی دی؟
ښاغلي صالح دا روښانه کړې نه ده، چې طالبان د څه شي په پلورلو سره د امریکایانو ډالري کڅوړې ترلاسه کوي.
په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته چې دغه هېواد له اقتصادي کړکیچ سره مخ شو، نږدې هره اوونۍ شاوخوا د ۴۰ میلیونه ډالرو بکسې د بشري مرستې په نوم افغانستان ته رسېږي.
اوس امرالله صالح دا هم لیکلي او پوښتنه یې کړې، چې امریکا د دې پر ځای چې هره اونۍ طالبانو ته پیسې ورکوي، ولې دغه پیسې په هرو شپږو میاشتو یا حداقل په میاشت کې نه ورکوي.
د نوموړي په خبره، د امریکا دا چلند د افغانستان په فرهنګ کې سپکاوی دی او دا کار دوی له قصده کوي.
د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال وایي، چې طالبان هره اونۍ یا په هرو لسو ورځو کې د د سي ای اې الوتکې ته په تمه وي، چې د دوی مستمره ورته ولېږدوي.
نوموړي دا ادعا هم کړې ده، چې امریکا د عراق د کردستان له سلیمانیه ښار څخه طالبانو ته دغه پیسې لېږدوي.

تر امرالله صالح مخکې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د تېر اپرېل پر ۲۲ طالبانو ته خطاب کې وویل، چې د امريکایي ډالرو او کڅوړو اخيستل زهر دي او تر شا شيطاني موخې لري.

د ښاغلي حکمتيار په خبره، د «عمومي ګومان له مخې دا کڅوړې د هېواد د فضا د پېرلو بيه ده.»
دا ادعا په داسې حال کې کیږي، چې طالبان وایي افغانستان ته بهرنۍ پیسې د نړیوال بانک له لارې د بشري مرستو په موخه راځي او بهرنۍ ادارې یوازې په کال کې د طالبانو اقتصاد وزارت ته راپور ورکوي.
د یو شمېر راپورونو له مخې، پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د مرستو د رسولو د دغې لړۍ له پيل څخه تر اوسه لږ تر لږه د درې میلیاره ډالرو بشري مرستې شوې دي.
که څه هم ددغو مرستو په اړه ضد و نقیض خبرې شته خود پام وړ موضوع دا ده، چې د طالبانو حکومت او د دوی تر واک لاندې د افغانستان بانک د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د ساتلو په موخه سلګونه میلیونه ډالره په ازاد بازار کې پلورلي دي.

طالبان پاکستاني پلاوي ته: په سیمه کې امنیت د ځان او د ټولو په خیر بولو

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۹ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال سره په خبرو کې ویلي، په سیمه کې امنیت د ځان او هم د نورو لپاره په ګټه بولي. طالبان وايي، د محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي له محمد نبي عمري سره په لیدنه کې په امنیتي برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

کابل ته نن د دغه پلاوي له تلو سره همهاله پاکستاني پوځ یو ځل بیا ویلي، چې د دغه هېواد ضد وسلوال د افغان خاورې په کارولو سره پاکستان کې بریدونه کوي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت هم وایي، د محمد خرم اغا په مشرۍ پلاوي هم له ښاغلي عمري سره لیدنه کې د بشام پېښې په یادولو سره په امنیتي برخه کې د طالبانو د حکومت د مرستې هیله وکړه.

تېر مارچ کې د پښتونخوا د شانګلې په بشام کې د موټربم له امله پنځه چینايي انجینران ووژل شول.

پاکستان وايي، دا برید تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې پلان کړی و، خو طالبان تل ورته تورونه ردوی.

له پاکستاني پلاوي سره په نننۍ لیدنه کې هم ښاغلي عمري ویلي: «افغانستان هسې چې ځان لپاره امن غواړي، نورو ته هم ښې هیلې لري. موږ د «شر» په سیاست باور نه لرو. نیت او عمل مو داسې دی چې په سیمه کې امن د ځان او ټولو په خیر بولو.»

نوموړی دا هم ویلي چې طالبان هیچا ته هم اجازه نه ور کوي‌چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي او له نورو هم ورته هیله لري.

طالب چارواکي پاکستان تورنوي چې د داعش په ملاتړ او روزلو سره د افغانستان ناامنول غواړي، خو اسلام اباد دا تورونه ردوي.

سرچینې: طالبانو د حمید خراساني او د هغه د ساتونکو معاشونه بند کړي

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۱:۱۵ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې له دوو میاشتو راهیسې طالبانو د بدري قطعې په نوم د خپل یوه قوماندان حمید خراساني او ساتونکو معاشونه یې بند کړي دي. حیمد خراساني ته نږدې سرچینې وايي چې د «ایران او پاکستان د سفارتونو له شکایت وروسته د هغه معاش نه دی ورکړل شوی.»

خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د «ناصر بدري قطعې» قوماندان ته نږدې سرچینې زیاتوي چې طالبانو د ایران او پاکستان د سفارتونو په فرمایش حمید خراساني او د هغه ډلې ته ستونزې جوړوي.

ورته مهال حمید خراسان په خپله ایکس پاڼه ځینې هغه سیاسي لیکنې ړنګې کړې دي، چې د ایران او پاکستان په هکله یې خپرې کړې وې، او تر دې مخکې حمید خراساني پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني پوله ساتو سره په نښتو کې د ګډون لپاره د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ ته هم تللی و.

حمید خراساني ته نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته دا هم ویلي چې د طالبانو دغه قوماندان چمتو دی چې خپله وسله پر ځمکه کیږدي او د دې ډلې له لیکو ووځي خو طالبان یې نه وسله ترې اخلې او نه هم معاش ورکوي.

سرچینه زیاتوي چې په «حقیقت کې طالبان غواړي چې خراساني څخه د امارت د قوانینو خلاف داسې کړنه ترسره شي چې طالبانو ته د هغه د نیولو لپاره یوه پلمه جوړه شي.»

حمید خراساني د پنجشیر ولایت اوسېدونکی او د دغې ډلې یو سیمه ییز قوماندان دی.

حمید خراساني د جمهوریت په وروستیو وختونو کې له طالبانو سره یو ځای شو او په دې درېو کلونو کې یې له طالبانو سره اړیکې له ډیرو لوړو ژورو ډکې وې.

هغه په سر کې د پنجشیر ولایت د امنیت امر او وروسته د پکتیا ولایت داحمد ابا ولسوالۍ د ولسوال په توګه وګمارل شو او ډیر ژر له دندې ګوښه شو، په دې موده کې چې هغه د «ناصر بدري قطعې» مشر و، په کابل او شمالي سیمو کې یې په پراخو نیونو کې لاس درلود.

ضمیر کابلوف: روسیه او چین په افغانستان کې د اغېز زیاتولو لپاره سیالي نه لري

۱۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳۰ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۰ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، مسکو له بېجینګ سره په دغه هېواد کې د اغېز یا نفوذ پر سر سیالي نه لري. د ضمیر کابلوف په خبره، روسیه چین خپل ستراتیژیک ملګری او په افغانستان کې د غربی هېوادونو پر ځای د بېجینګ ښکېلتیا د ځان په ګټه بولي.

د تاس خبري اژانس د پنجشنبې ورځې د راپور له مخې، ښاغلي کابلوف دا خبرې د یوه تلوېزون ژوندۍ خپرونه کې کړې دي.

روسیه او چین د طالبانو له واکمنېدو مخکې هم له دې ډلې سره روابط درلودل او د دوی په واکمنېدو سره دا اړیکي نور هم پراخ شول.

چین د جمهوریت پر مهال د مس عینک کان تړون لاسلیک و، خو د طالبانو واکمنېدو سره یې د نورو کانونو تړونونه هم له له دې ډلې سره وکړل.

ضمیر کابلوف په تازه خبرو کې د مس عینک کان یادولو سره وايي: «چین د مسو په دغه ستر کان کې ځانګړې ګټې لري، چې پخواني شوروي کشف کړی و، دلته موږ له دوی سره کومه سیالي نه لرو.»

که څه هم د چین په څېر روسیه له طالبانو سره د سوداګریزو اړیکو پراخول غواړي، خو تر اوسه یې د افغانستان د طبیعي زېرمو برخه کې پانګونه نه ده کړې.

ضمیر کابلوف وايي که د دغه هېواد دولتي یا خصوصي سوداګري برخه په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي، نو بهرنیو چارو وزارت به په دې برخه کې د خپلو ګټو لپاره مسوولیت ادا کړي.

د ضمیر کابلوف تازه څرګندونې د روسیې د ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر تر خبرو وروسته دي.

ولسمشر پوتین وړمه ورځ وویل، چې له طالبانو سره اړیکي جوړول اړتیا ده.

د رود روسیې د ملي امنیت شورا مرستیال مشر وايي، چې دغه هېواد پر افغانستان له واکمنو طالبانو سره پوره اړیکو جوړولو ته نږدې شوی دی.
طالبانو هم په مقابل کې ویلي چې له روسیې سره د اړیکو لپاره جدي هوډ لري.