• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کندهار کې د طالبانو والي بیا له خپلو ځواکونو وغوښتل د امنیت لپاره ګزمې زیاتې او منظمې کړي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۴ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۴۸ GMT+۱

د کندهار ولایت مقام کې په يوه لویه امنيتي غونډه کې د طالبانو والي له خپلو ځواکونو وغوښتل، چې د دغه ولایت په ټولو سیمو کې ګزمې زياتي او منظمي کړي. ملا شيرن په دې غونډه کې امنيتي او استخباراتي ادارو ته هم سپارښتنه وکړه، چې د «حاضرو مجاهدينو دندې دوامداره کنټرول» کړي.

د کندهار لپاره طالبانو د والي دفتر نن په خپله اعلامیه کې زیاتوي چې په دې غونډه کې د دغه ولایت لپاره د دوی امنيه قومندان، د استخباراتو مشر، د امنيت امر، د حوزو امرین، ولسوالان او د ولسواليو امنيه قومندانو ګډون کړی و.

په غونډه کې د کندهار والي ملا شيرین له ټولو په يو ځل بيا جدي غوښتنه وکړه، چې د امنيت لا ټينګښت ته پاملرنه زياته او غفلت ونه کړي.

هغه ويلي: «تاسي باید تر دې هم د امنيت ټينګښت ته پاملرنه ولرئ، شپه او ورځ خپل مسوليت په ښه توګه ادا کړي، په دنده کې غفلت ونه کړي او خپل پيرې او ګزمې منظمي او دوامداره تر سره کړي.»

په کندهار کې د کابل بانک مخ ته د طالبانو پر ځواکونو د داعش له برید وروسته د دغه ولایت د امنیت په هکله د طالب چارواکو غونډې ډېرې شوې دي.

د کندهار د د امنيت خونديتوب لپاره په تېرو دريو اونيو کې دا د ملا شيريندا دريمه امنيتي غونده ده.

نوموړي دوې ورځي مخکې د دې ډلې له کورنيو چارو له وزارت هم غوښتي و، چې د امنيت په برخه کې د کندهار «ځانګړو او ملي قطعو» ته په لوړه کچه پاملرنه زياته او اړتياوې یې پوره کړي.

په کندهار کې د طالبانو ځانګړې قطعات د دغه ډلې د مشر ملا هبت الله اخونزاده د ځانګړو غونډو پر امنیت سربېره ځانګړي علملیات کوي

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له ۵۱ زره ملایانو ۱۸ زره د ماسټرۍ ازموینه کې بریالي اعلان کړل

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۴ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۴۸ GMT+۱

د طالبانو لوړو زدکړو ورارت د هغو ۵۱ زره ملایانو د ازموینې نتیجې اعلان کړې چې د ماسټرۍ لپاره یې امتحان و رکړی و. له دې کسانو ۱۸ زره بریالي او د ماسټرۍ مستحق بلل شوي دي. طالبانو دا زموینه ۲ میاشتې مخکې کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، پکتیا، هرات او کندوز کې د زونونو په کچه واخیسته.

د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست نن دا نتیجې اعلان کړې دي.

په دغه ازموینه کې یوازې د طالبانو د ډلې غړو کډون کړی و، چې تر ډېره په پاکستان کې له مدرسو فارغ شوي دي.

طالبان په دې کار سره غواړي د مدرسو د اسنادو ارزیابۍ په صورت کې خپل کسان په دولتي ادارو کې وګوماري او د پوهنتون د ماسټرۍ معادل معاش ور کړي.

د ۵۱ زره ملایانو تر ازموینې وروسته د طالبانو د ازموینې ملي اداره کې سرچینو وویل، چې د لوړو زدکړو وزیر مولوي ندا محمد ندیم دا ازموینه په خپل سر اخیستې ده.

د دوی په خبره، نوموړي د ازموینې ملي ادارې هغو مکتوبونو ته توجو نه ده کړې، چې ترې غوښتي یې وو، له ۵۱ زره ملایانو د ماسټرۍ اسنادو یا عالمیه مرحلې د ارزولو ازموینه د ازموینې ملي ادارې کار دی.

دې اداره کې سرچینې وايي، چې له ۵۱ ملایانو بایومټریک نه و شوی او نه هم د دوی د مدرسو اسناد څېړل شوي و، چې په ازموینه کې د کډون وړتیا لري او کنه.

ضمیر کابلوف:‌د افغانستان په هکله د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته په تهران کې جوړېږي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۴ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، د دغه هېواد په هکله د مسکو فارمټ راتلونکې ناسته په تهران کې څلور ورځې وروسته جوړېږي. د روسیې دولتي خبري اژانس تاس نن د ضمیر کابلوف له قوله وايي، د مسکو فارماټ په راتلونکې غونډه کې به د روسیې، چین، پاکستان او ایران استازي ګډون وکړي.

ضمیر کابلوف دا هم وايي چې له طالب چارواکو سره د دوحې د دریمې ناستې په تړاو هم غږېدلی دی.

د مسکو فارمټ وروستۍ ناسته د تېر سپټمبر پر ۲۹ د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوه چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متفي هم پکې برخه درلوده.

په دې غونډه کې د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغزستان، پاکستان، روسیې، ترکمنستان او ازبکستان، سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو او ترکیې ځانګړو استازو او لوړ پوړو چارواکو حضور درلود.

د غونډې ګډونوالو د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د یوه ټولګډي یا همه شمول حکومت پر جوړولو او د ښځو د حقونو پر تامین په ټینګار سره پای ته ورسېده.

د مسکو فارمټ غونډې پر ۲۰۱۷ کال د روسیې په نوښت د جمهوریت په وخت کې پیل شوې او تر اوسه یې پنځه ناستې شوې دي.

په دايکنډي کې د يوه ملکي مامور زندۍ شوی مړی په خپل کور کې موندل شوی دی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۵۵ GMT+۱

په دايکنډي کې د طالبانو تر واک لاندي د احصايې او معلوماتو د امر علي جان حسن نژاد کورنۍ وايي، چې د شنبې په ورځ د هغه زندۍ شوی مړی په خپل کور کې موندل شوی دی. د علي جان حسن نژاد لور نجيبه حسن نژاد وايي، چې پلار يې په دې وروستيو کې د خپل خونديتوب په اړه اندېښمن و.

د نجيبې حسن نژاد په خبره، چې پلار يې له هغې سره په خپلو وروستيو ټېلیفوني خبرو کې د خپل « ژوند د خونديتوب» په اړه اندېښنه ښودلې وه.

نجيبه حسن نژاد وايي، چې علي جان حسن نژاد د نيلي نوجوي کارېز په سېمه کې په خپل شخصي کور کې يوازې اوسېده او مېرمن او ماشومان يې د دایکندي ښار په بل کور کې اوسېدل.

د دغه ملکي مامور د کورنۍ په خبره؛ د حسن نژاد مېرمنې د یوې تلیفوني اړیکې له لارې د هغه د ځړولو په اړه خبره شوه؛ خو مخکې له دې چې د پېښې ځای ته ورشي طالبانو د هغه جسد له «اجازې پرته» روغتون ته انتقال کړی و.

اغلې نجیبې وویل، چې طالبانو د حسن نژاد کورنۍ ته خبر ورکړ، چې هغه «ځان وژنه» کړې ده.

په ورته وخت کې د حسن نژاد کورنۍ دا پېښه يوه «مرموزه وژنه» یادوي او د بشري حقونو له بنسټونو غواړي، چې په دې اړه څېړنې وکړي.

علي جان حسن نژاد له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د دایکنډي په دولتي ادارو کې کار کړی او په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم هغه خپل کار ته دوام ورکړ.

د حسن نژاد مشر زوی، چې په ایران کې د يوه پوهنتون محصل دی افغانستان انټرنشنل ته وویل: «پلار یې په دایکنډي کې د طالبانو د نږدې درې کلنې واکمنۍ پر مهال د دغې ډلې له خوا دوه ځله نیول شوی و.»

د نجيبې حسن نژاد په وينا؛ په وروستي ځل په ۱۴۰۱ کال کې علي جان د طالبانو له خوا شل ورځې بندي و او د ځايي مشرانو په منځګړيتوب او د «پيسو په ورکړې» سره خوشې شو.

د هلمند د تاریاکو بازار؛ اعتراض کوونکي وايي، شل کاله دا بازار د طالبانو د عاید سرچینه وه

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۱۶ GMT+۱

د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د نشه يي توکو پلورنکي د اعتراض په ډول راټول شوي او له طالبانو څخه یې د هغه بازار د بیا پرانيستلو غوښتنه کړې، چې شل کاله د طالبانو د عایدو سرچینه بلل کېده. اعتراض کوونکي وايي، چې که يې غوښتنه ونه منل شي د اعتراض په ډول به کندهار او کابل ته هم لاړ شي.

دغه اعتراض کوونکي نن دوشنبه د هملند په مرکز لښکرګاه کې د غازي محمد ایوب خان په مسجد جامع کې راټول شوي وو.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې اعتراض کوونکو د نشه يي توکو د لېږد رالېږد لارې او په سنګين ولسوالۍ کې د (شرافت په نوم) د تارياکو د لوی بازار د بیا پرانيستلو غوښتنه کوله.

اعتراض کوونکو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې طالب مشران د تاریاکو د پلور په برخه کې خپلو پلویانو او ځايي قوماندانانو ته غږ نه کوي او یوازي يې د ملکي خلکو پر وړاندي دغه بنديز عملي کړی.

دوی زياتوي: « په شرافت بازار کې د تاریاکو پلور او په دې ولایت کې دغه کروندې تېر شل کاله د طالبانو د عاید سرچينې وې او د دوی په ملاتړ د تاریاکو کروندې زياتي شوې خو اوس يې بندول انصاف نه دی.»

د اعتراض کوونکو له جملې څخه د تاریاکو یوه پلورنکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخیستل شي وویل: « اوس هم د طالبانو قوماندانانو په سیمه او کورنو کې تاریاک کرلي؛ خو څوک يې د له منځه وړلو هڅه نه کوي.»

دغه اعتراض کوونکو د هلمند د سنګين او مارجې ولسوالۍ د طالبانو له استخباراتي او نورو مسولينو سره هم کتلي او غږونه يې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ليږلي دي.

د دوی په خبره، چې د ولسواليو ځايي طالب مسولينو ورته ويلي، چې «تارياک دې پر عمومي لارو نه وړي او د انتقال او پلور په پر مهال دې پر فرعي لارو تګ راتګ کوي.»

د دوی په خبره؛ ځايي طالب مسولينو ورته ويلي، چې پر تاریاکو بنديز يې د مشرتابه امر دی او باید عملي شي.

تېره اونۍ له هلمند څخه افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سرچينو ويلي، چې طالبانو د خلکو له نيوکو يو کال وروسته په سنګين ولسوالۍ کې د تارياکو تر ټولو لوی «شرافت بازار» وتاړه.

سرچينې وایي، چې ځایي طالبانو د خپل مشر د فرمان د عملي کولو لپاره خلکو ته بيا - بیا خبرداری ورکړی، چې له دې کاره لاس واخلي.

خو د شرافت بازار د تړلو پرمهال ځايي طالب استخباراتو خلکو ته ويلي، چې دوی د تاریاکو د پلټنو لپاره د خلکو په کورنو کې د تلاشۍ اجازه نه لري او کولی شي، چې تاریاک په خپلو کورنو کې پټ وساتي.

هلمند د افغانستان يو له هغو ولایتونو څخه دی، چې کروندګرو یې ۴ فصله تاریاک ټولوي.

پر طالبانو نیوکې دا دي، چې دغه ډله په ځینې جنوبي ولایتونو کې د کوکنار کښت اړولو کې توپیري چلند کوي.

له هلمند څخه راپورونه وايي، چې سیمه ییزو طالبانو په کورونو کې کوکنار کرلي دي، چې ځايي طالب چارواکي یې په تخریبولو کې ناکام دي.

طالبان د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې سره د بشري مرستو لپاره ګډه کمېټه جوړوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۴۸ GMT+۱

د طالبانو اقتصاد وزارت وايي، چې د دوی وزير په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې له مشر سره په ليدنه کې د بشري او پراختيایي مرستو لپاره د يوې کمېټې پر جوړېدو خبرې کړې دي.

وزارت د کمېټې جوړېدو موخه د بشري مرستو لېږد، پراختيايي پروژې پلي کېدل او د همکاريو چټکتيا ښودلې ده.

د طالبانو اقتصاد وزارت د دوشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د دوی وزير دین محمد حنيف په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختيايي پروګرام له مشر سټيفن روډريګز سره په ليدنه کې د کارموندنې لپاره د زمينې برابرولو، د خلکو اقتصاد پياوړتيا او د پراختيايي همکاريو د ډېرېدو او چټکتیا غوښتنه کړې.

وزارت په اعلامیه کې د سټيفن له قوله ليکلي، نوموړي د «کوچنيو او منځنيو تشبثاتو د ملاتړ، د سوداګريزو او بانکي فعالیتونو د پراختيا، اوبولګولو او کرنيزو تاسيساتو د جوړولو او کروندګرو ته د کوکنارو کرکيلي د بديل کښت برابرولو په برخه کې د همکارۍ ډاډ وړاندې کړ.»

اعلامیه زياتوي، چې په افغانستان کې د ملګرو متلونو پراختيایي پروګرام او د دوی اقتصاد وزارت ګډه تخنيکي کمېټه به لومړيتوبونو او اړتياو ته په کتو په بېلابيلو برخو کې خپل فعاليت پيل کړي.

څه موده مخکي د ملګروملتونو پرمختايي ادارې ويلي وو، چې د طالبانو په حاکمیت کې د نورو اقتصادي بنديزونو سره - سره پر ښځو د کار بندیز لګېدلی او افغان مېرمنو شخصي کاروبار ته مخه کړې؛ خو پانګه او د خپل تولید لپاره بازار نه لري.

په افغانستان کې د طالبانو واک ته په رسېدو يو شمېر بهرنيو ادارو خپل فعاليتونه بند کړي؛ خو د ملګرو ملتونو اداره په بېلابېلو برخو په خاص ډول بشري برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکوي.