ملګري ملتونه وايي، چې په غزه کې د بېکارۍ کچه ۸۰٪ ته نږدې شوې ده

د ملګرو ملتونو د کار ادارې د جمعې په ورځ وویل، چې د غزې په تړانګه کې د تیر اکتوبر راهیسې د اسراییل د جګړې له امله د بیکارۍ کچه نږدې ۸۰٪ ته رسیدلې ده.

د ملګرو ملتونو د کار ادارې د جمعې په ورځ وویل، چې د غزې په تړانګه کې د تیر اکتوبر راهیسې د اسراییل د جګړې له امله د بیکارۍ کچه نږدې ۸۰٪ ته رسیدلې ده.
د کار نړیوال سازمان، په خپله څلورمه ارزونه کې د کارموندنې په برخه کې د جګړې د اغیز په اړه وویل، چې په غزه کې بې روزګاري ۷۹.۱٪ ته رسیدلې، په داسې حال کې چې په لویدیځه غاړه کې بیکارۍ نږدې ۳۲٪ ته رسیدلې ده.
د عربي هیوادونو لپاره د کار د نړیوال سازمان سیمه ایز مشر، روبا جرادات وویل: "په دې کې هغه فلسطینیان شامل نه دي چې د دندې موندلو څخه یې لاس اخیستی دی."
هغه ټینګار وکړ: "وضعیت ډیر خراب دی."

په غزه کې د اسراییلو ځمکنی او هوایی بریدونه د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا د اسراییلو په سویل کې د پوځي عملیاتو په ځواب کې پیل شو چې د اسراییلو د شمیرو له مخې شاوخوا ۱۲ سوه کسان په کې وژل شوي او ۲۵۳ نور یرغمل کړل شوي وو.
د غزې په تړانګه کې د روغتیایی چارواکو په وینا، د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې ۳۶ زره او ۵۰۰ کسان وژل شوي او د غزې د ۲.۳ میلیون څخه نږدې نیمايي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

جرادات وویل: "د بېکارۍ د دې لوړې کچې سره، خلک به ونه شي کولی د ځان او خپلو کورنیو لپاره خواړه برابر کړي."
هغه وايي: "دا د دوی په روغتیا هم اغیزمنه کوي .... حتی که دوی پیسې ولري، داسې روغتونونه شتون نلري چې هلته د دوی درملنه وشي."

نیویارک ټایمز په سوډان کې د ډیموکراسۍ پلوه فعالانو په حواله راپور ورکړی، چې د سوډان په جنوب ختیځ الجزیره ایالت کې پر یوه کلي د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۱۰۴ کسان وژل شوي دي. د سوډان پوځ ویلي، چې دا برید د چټک ملاتړ ځواکونو کار و او "سخت ځواب" به ورکړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) په یو خبره پاڼه کې اعلان وکړ، چې په دغه برید کې چې تېره چهارشنبه شوی، لږ تر لږه ۳۵ ماشومان وژل شوي او ۲۰ ټپیان شوي دي.
د یونیسف مشرې کاترین رسل په یوه بیان کې ویلي چې هغه د هغو راپورونو له امله خواشینې شوې چې وايي په برید کې ماشومان وژل شوي او ټپیان شوي دي.
هغې له ښکېلو غاړو وغوښتل چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
د سوډان د پوځ قومندان عبدالفتاح البرهان د پنجشنبې په ورځ دغه کلي ته ورغی او له ټپي کلیوالو سره یې په خبرو کې وویل چې د دغه هیواد پوځ به د خلکو د وژلو په غبرګون کې د چټک ملاتړ ځواکونو ته سخت ځواب ورکړي.
تر دې مخکې د الجزیره والي الطاهر ابراهیم الخیر دغه برید یو «بشپړ جنګي جنایت» بللی و او د مجرمینو د محاکمې غوښتنه یې کړې وه.
الخیر د سوډان له رسمي خبري اژانس سره په مرکه کې دغه برید د جګړې له اصولو سره په ټکر کې وباله او د نړیوالو د غندلو پر اړتیا یې ټینګار وکړ.
هغه وویل، ملېشې د هېوادوالو پر وړاندې خپلې ورځنۍ جګړې ته دوام ورکوي. "هغوی خلک تر ټولو سخت شکنجه کوي او د دوی ټول ملکیتونه یې لوټ کوي."
د تېر کال په وري میاشت کې د سوډان د پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو د ملیشو تر منځ د جګړې په پایله کې تر ۵۰ ډېر کسان ووژل شول، چې پخوا یې له حکومت سره تړاو درلود.
د نيويارک ټايمز د راپور له مخې، د وژل شويو کسانو لوړه شمېره او د جنازې هغه تصويرونه چې د پنجشنبې په ورځ په ټولنيزو رسنيو کې خپاره شول، د رسنيو له خوا هم تاييد شوي او دا بريد د نړيوالو د غندلو لامل شوی دی.
د نیویارک ټایمز په وینا، د چهارشنبې د برید یوې ویډیو وښودله چې د چټک ملاتړ ځواکو پنځه کاروان له واد النورا څخه شاوخوا نیم مایل په سړک کې ولاړ دي.
په دې ویډیو کې لیدل کیږي چې وسله وال د موټرو شاته ولاړ دي او د پنځو دقیقو لپاره په خلاصو میدانونو کې د ماشینګڼو سره د کلي پر لور ډزې کوي.
د ډیموکراسۍ پلوه ډلو د ملي شبکې څنګې یانې د سیمه ییز مقاومت کمیټې چې دا برید یې قتل عام بللی، د پنجشنبې په ورځ ویډیوګانې او انځورونه خپاره کړل چې لږترلږه ۵۰ کفن شوي جسدونه په کلي کې د ښخولو لپاره اېښودل شوي.
د واد النورا په کلي باندې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له برید وروسته د شاوخوا پنځوسو کسانو جسدونه ښخ کړل شول.
نیویارک ټایمز په خپل راپور کې لیکلي، دغه ویډیوګانې او عکسونه د ټایمز او سوډان وټنس پروژې تایید کړې، چې د شخړو څارنه کوي او د احتمالي جنګي جرمونو اسناد په ګوته کوي.
په سوډان کې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکې مشرې کلیمنټین نیکوتا سلامي د بیانیې خپرولو سره په واد النورا کې د وژل شویو خلکو انځورونه زړه بوږنوونکي وبلل.
د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کیمرون په ایکس ټولنیزه میډیا یوه مقاله خپره کړې، چې پکې راغلي چې د چټک ملاتړ ځواکونه باید دا بریدونه ودروي او لیکلي یي دي چې نړۍ دا برید ګوري او عاملین به یې حساب ور کړي.
سوډان له شاوخوا یو کال راهیسي د ملي اردو او د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم د ملېشو تر منځ د جګړې له امله په لویه کورنۍ جګړه کې ښکېل دی.
دغه هېواد د سور سمندرګي په څنډو کې پروت دی، چې په منځني ختیځ کې د جګړې پر مهال د نړۍ د قدرتونو ترمنځ د سیالۍ مهم ځای ګڼل کېږي.
د ایران اسلامي جمهوریت او سوډان تېر کال له اووه کلن ځنډ وروسته د دواړو هېوادونو د اړیکو د بیا پیل اعلان وکړ.
مهر خبری اژانس د غبرګولي په دریمه نیټه خبر ورکړ، چې د سوډان د بهرنیو چارو وزیر حسین عواد علی او د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علی باغیری کني وویل چې د دواړو هېوادنو د سفارتونو د کار له بیا پیلولو سره موافقه کړې ده.
د روان کال د وري په میاشت کې د سوډان د پوځ یوې جګپوړې سرچینې اعلان وکړ، چې د سوډان له کورنۍ جګړې یو کال وروسته د ایران له خوا جوړې شوې بې پیلوټه الوتکې له پوځ سره مرسته وکړه چې د جګړې ډکر ته په خپله ګټه تغیر ورکړ.

د فرانسې ولسمشر پرون وویل، چې د پوځي همکارۍ د نوي تړون پر بنسټ به اوکراین ته مېراژـ۲۰۰ جنګي الوتکې واستوي. د دغه تړون له مخې به فرانسه د روزنیزو کورسونو لپاره اوکرایني پیلوټان او د اورګاډي چلوونکي روزي.
ایمانویل مکرون وویل چې په فرانسه کې به ۴۵۰۰ اوکرایني سرتیري هم روزل او د خپل هیواد د دفاع لپاره به سمبال شي.
د فرانسې ولسمشر دا ونه ویل چې اوکراین ته به څومره جنګي الوتکې ورکړي، خو دا یې ومنله چې د اوکرایین پیلوټانو لپاره د روزنې کورسونه به له پنځو تر شپږو میاشتو پورې دوام وکړي، چې د دوبي په پای کې پیلیږي.
دغه ژمنې فرانسې ته د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په سفر کې شوې دي.
له بلې خوا مکرون ویلي، د اوکراین ولسمشر او د دفاع وزیر خپلو ټولو لویدیځو متحدینو ته په یوه رسمي لیک کې د اوکراین په خاوره کې د دغه هېواد د ځواکونو د سملاسي روزنې غوښتنه کړې ده.
په همدې حال کې، داسې ګنګوسې وې چې په فرانسه کې له ولادیمیر زیلینسکي سره له لیدنې وروسته به ایمانویل مکرون ډیر ژر اوکراین ته د فرانسوي روزونکو لیږل اعلان کړي، خو تر اوسه یې په دې اړه څه نه دي ویلي.
له بلې خوا ولسمشر مکرون ټینګار وکړ، چې له اوکراین سره د همکارۍ په اړه د فرانسې پرېکړې د دغه هېواد له متحدینو سره په مشوره شوې دي.
په دې وروستیو ورځو کې یوشمېر لویدیځو هېوادونو اوکراین ته اجازه ورکړې، چې په خپلو مرستندویه وسلو سره د روسیې په خاوره کې پر هدفونو بریدونه وکړي.
له دې پرېکړې وروسته ولادیمیر پوتین لوېدیځو هېوادونو ته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا کار له "اور سره لوبې" دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په پښتونخوا کې روانه ناامني د پاکستان او چین له اقتصادي دهلېز سره تړلې بولي او وايي امریکا د دې پلان مخالفه ده. منظور پښتین وایي «پاکستان د دې پروژې پر سر د یوه وسلوال په وژلو له چین پیسې اخلي او په مقابل کې د دوو نورو د روزلو سره له امریکا پیسې اخلي.»
ښاغلي پښتین پرون دا خبرې په فیسبوک کې ژوندۍ وینا سره وکړې.
هغه د پښتنو روان بد اقتصادي حالت او ناامنۍ په یادولو سره وویل، «پاکستان تل د خپلې ډالري پالیسي له مخې دغه سیمه ناامن ساتلې ده.»
منظور پښتین په خپلو خبرو کې د پاکستان او چین د اقتصادي کورېډور یا سیپېک یادولو سره وویل: «ډالري پالیسي دا ده چې پر دې خاوره روډ جوړېږي چین یې جوړوي، خو د امریکا نه دی خوښ، ځکه وايي که دا روډ جوړ شي، یوه لویه کاروباري منصوبه به د چین اړخ ته لاړه شي چې د امریکا پر اقتصاد اثر غورځوي.»
د نوموړي په خبره، «پاکستان دلته د دې پروژې لپاره یو ټوپک یو وسلوال وژنه له چین یې پیسې اخله، چې ستا سیپېک ته امنیت ور کوم او دوه جوړوه، له امریکا یې پیسې اخله چې وګوره زه خو د سیپېک پر خلاف لګیا یم. دوی تل د پښتنو په وینو او امکاناتو ډالر ګټلي.»
ښاغلي پښتین پاکستان له پښتنو سره په دوه ګوني چلن تورن کړ او ویې ویل، چې کله له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه را کړه ور کړه ډېرېږي، اسلام اباد په یوه بله پلمه لارې بندې کړي، خو له هند سره د پنجاب کرتاپور لار یې هیڅکله هم بنده نه کړه.
هغه زیاته کړه چې د پښتنو د تجارت مخه ځکه نیول کېږی «چې څومره دا قام غریب کېږی، نو په پنځه زره روپۍ به استعماري خلکو نوکرۍ ته مجبور وي او پر دې خاوره به کار کولو ته ور سره مجبور وي.»
د پښتون ژغورنې مشر په خپله وینا کې د پښتونخوا او بلوچستان په تېره د قبایلي سیمو ناامني او د وسلوالو بریدونه هم یاد کړل.
پاکستان په پښتونخوا کې د روانې ناامنۍ لامل تحریک طآلبان پاکستان بولي او وايي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو سره دا ډله ځواکمنه او په پاکستان کې یې بریدونه ډېر شوي دي.
پاکستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته له دې ډلې سره خبرې هم پیل کړې او ویل کېدل چې دې وسلوالو ته ځینې قبایلي سیمې په واک ور کوي.
منظور پښتین هغو خبرو ته په اشاره وویل: «موږ ځکه د دې مذاکراتو مخالف و چې د کامیابېدو ګرنټي یې نشته او که ناکام شول تاوان یې پښتنو ته رسېږی.»
د هغه په خبره، دا خبرې وروسته بې نتیجې پای ته ورسېدې او اوس ور سره مختلفو سیمو کې ناامني زیاته شوې ده.
منظور پښتین وویل، چې تر دې ناکامو خبرو وروسته د پلان له مخې په سیمه کې وسلوال زیات شول.
ښاغلی پښتین وايي، که څه هم اوس د پوځ مشر تابه دا پرېکړې پر ځینو مشرانو اچوي، خو د پاکستان د پوځ عمومي پالیسي همدا ده چې پښتنې سیمې نارامنه وي.

د نړۍوال شل اوریز جام په لړ کې نن پنجشنبه د امریکا د متحده ایالاتو د کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان ملي لوبډلې ته په لومړي ځل ماتې ورکړه.
د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبې په پیل کې توپ وهنه پیل کړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه.
د متحده ایالاتو د کرېکټ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۵۹ منډې پوره کړې او لوبه مساوي شوه.
د کرېکټ د شل اوریزو لوبو د اصولو له مخې د دواړو لوبډلو تر منځ سوپر اور لوبه پیل شوه.
امریکا په سوپر اور کې پاکستان ته د ۱۹ منډو هدف وټاکه چې پاکستان یوازې ۱۳ منډې وکړې او لوبه د امریکا متحده ایالاتو وګټله.
دغه لوبه د امریکا د تکزاس ایالت د ډالاس په لوبغالي کې ترسره شوه.
د یادونې وړ ده، چې د امریکا د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې له پاکستان سره مخامخ کیږي او لوبه ترې ګټي.

د ایتلاف مشرانو او سرچینو ویلي، چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي په ایتلاف کې سیمه ییزو ګوندونو د پنجشنبې په ورځ د خپلو ایالتونو او فدرالي کابینې پوستونو او مالي سرچینو غوښتنه کړې ده.
مودي د چهارشنبې په ورځ د ملي دیموکراتیک ایتلاف (ان ډي اې) مشر وټاکل شو. دا کار وروسته له هغه وشو چې د مودي بهارتیا جنتا ګوند (بي جی پي) د هند په پارلماني ټاکنو کې خپل بشپړ اکثریت له لاسه ورکړ او د سیمه ییزو ګوندونو - په ځانګړي توګه د تیلوګو دسم ګوند او جنتا دل ګوند ملاتړ ترلاسه کړ.
ملي دیموکراتیک اتحاد د پارلمان له ۵۴۳ څوکیو څخه ۲۹۳ ګټلي دي. خو د مودي (بي جي پي) یوازې ۲۴۰ څوکۍ ګټلي دي.
همدا راز، د تیلوګو دسم ګوند په سویلي ایالت اترا پردیش کې هم سیمه ییزې ټاکنې وګټلې او ټاکل شوې چې نایډو به هلته وزیر وټاکل شي.
د د تیلوګو دسم ګوند یوه لوړ پوړې چارواکي رویټرز ته وویل: «موږ لا هم په خبرو اترو بوخت یو، څه چې موږ غواړو روښانه کړو هغه داده چې نایډو غوړي له مرکز (فدرالي حکومت) سره خورا ښې اړیکي وساتي، ځکه چې زموږ لومړیتوب د دولت پراختیا او ګټې دي.»
د تیلوګو سم ګوند د یوه ویاند او د ملي دیموکراتیک ایتلاف د پنځو سرچینو په حواله، دواړه ګوندونه خپلو ایالتونو ته د ځانګړي حیثیت ورکولو لپاره له اوږدې مودې راهیسې غوښتنې کوي.
ځانګړی حالت ایالتونو ته اجازه ورکوي چې په ساده شرایطو کې د فدرال پراختیایي مالي سرچینې ترلاسه کړي.
د ملي دیموکراتیک ایتلاف څخه سرچینې وویل، چې له جنتا دل ګوند څخه کمار هم په بیهار کې د فدرالي کابینې پوستونو سره د نوي صنعتي پروژو ملاتړ غواړي.
