• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سراج الدین حقاني د حج لپاره سعودي عربستان ته لاړ

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۷ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۱

یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د حج لپاره سعودي عربستان ته تللی دی. د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې سراج الدین حقاني او ځینې نورو طالب چارواکو ته د حج د سفر اجازه ور کړه.

پر حقاني سربېره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې مولوي عبدالکبیر، عبدالحق وثیق او نور محمد ثاقب ته هم حج ته د تلو معافیت ورکړی دی.

دغې کمیټې ویلي چې یوازې سعودي عربستان ته د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره دغو چارواکو د سفر اجازه ور کړل شوې ده.

محمد جلال چې د طالبانو د رسنیو فعال دی، خپل اېکس ټولنیزې شبکې کې د دې ډلې د کورنیو چارو د وزیر عکس خپور کړی او لیکلي یې دي: "سراج الدین حقاني به سږ کال حج وکړي."

په انځور کې سراج الدین حقاني لیدل کېږي، چې د حج لپاره یې ځانګړی احرام اغوستی دی.

تر دې مخکې امریکا له هېوادونو غوښتي وو، چې د هغو طالب چارواکو د سفر بندیزونه په پام کې ونیسي، چې د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر ویلي، حکومتونه باید د دغو طالب چارواکو د سفر اجازه واخلي او دې پروسې ته درناوی وکړي.

د طالبانو د ځینو جګپوړو چارواکو پر سفري له بندیز سره، د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رییس د سې شنبې په ورځ په یوه رسمي سفر ابوظبۍ ته لاړ او هلته یې د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر په ګډون له لوړ پوړو اماراتي چارواکو سره وکتل.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

د ملي امنیت پخوانی مشر: طالبان له داعش سره له مبارزه مالي او سیاسي ګټه پورته کوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۴۱ GMT+۱

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس ادعا کوي، چې طالبان له داعش سره د مبارزې په پلمه له ځینو هېوادونو څخه په میلیونونو ډالر ترلاسه کوي.

رحمت الله نبیل وايي، چې د سیمې ځینې هېوادونه د داعش د ګواښ له امله طالبانو سره جوړجاړی کوي.

ښاغلي نبیل د چهارشنبې په ورځ په خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبانو په کابل کې پر چینايي اتباعو د داعش د ځانمرګو او ترهګریزو بریدونه، په مسکو او ایران کې د داعش ډلې بریدونو څخه د وسیلې په توګه کارولي دي. رحمت الله نبیل زیاته کړه، چې له دغو بریدونو وروسته «د چین، روسیې او ایران» اړیکې له طالبانو سره ترینګلې شوي او نوي پړاو ته داخلې شوي دي.

تر دې مخکې هم له افغانستان سره د امریکا پر مالي مرستو او د طالبانو له خوا د بشري مرستو د ناسمې استفادې له امله نیوکې شوې دي. منتقیدینو دغه مرستې د طالبانو د مالي ملاتړ په توګه تعبیروي. خو دا لومړی ځل دی چې د پخواني حکومت یوه امنیتي څېره ادعا کوي چې طالبان له ځینو هېوادونو مالي مرستې ترلاسه کوي.

نبیل په خپل اېکس لیکلي: «طالبان د داعش سره د مبارزې په پلمه له ځینو هېوادونو څخه په میلیونونو ډالر اوپراتیفي پیسې ترلاسه کوي.»

د ښاغلي نبیل په باور، طالبان د داعش‌ـخراسان ته منسوبو بریدونو او د دغې ډلې د پراخېدو په اړه له رپوټونو د ځان په ګټه کار اخلي..

د ملي امنیت پخواني رییس وویل، چې افغانستان کې د داعش خراسان شتون «منل شوی واقعیت» دی او باید د دغې ترهګرې ډلې او د هغې پر خطرونو جدي فکر وشي.

تر اوسه کوم هېواد طالبان په رسمیت نه پېژني، خو د سیمې یو شمېر هېوادونو لکه چین، روسیې، ایران، پاکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړې توګه قزاقستان له طالبانو سره نږدې اړیکې ټینګې کړي دي.

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال: له افغانستان سره به سوداګري ۳ میلیارده ډالرو ته لوړه کړو

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۱۱ GMT+۱

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سریک ژومانگارینرویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره د سوداګریزو همکاریو په برخه کې جدي کار کوي.

د هغه په ​​وينا، له لوژستيکي ستونزو سربیره قزاقستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه په کال کې له يو ميليارد څخه درې ميليارد ډالرو ته لوړه کړي.

د روسيې انټرفکس خبري اژانس په وینا، د قزاقستان د لومړي وزير مرستيال د دغه هېواد د ملي شورا د غونډې په څنډه کې خبريالانو ته وويل: "اوسمهال له افغانستان سره د سوداګرۍ اندازه څه باندې يو ميليارد ډالره ده، زموږ هدف دا دی چې دا اندازه درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړو."

د ښاغلي ژومانگارینپه وینا، قزاقستان غواړي افغانستان ته د اوړو، غنمو او نورو توکو صادرات زیات کړي.

قزاقستان په پام کې لري چې د یوې نوې لارې په پرانیستلو سره له افغانستان سره سوداګري پراخه کړي. له الماتا څخه د ايټاليا د سوداګرۍ او پانګونې د اژانس د ګزارش له مخې، ښاغلي ژومانگارینوويل، چې هېواد يې هڅه کوي چې د ترکمنستان له لارې د افغانستان له لوېديځ سره يوه لنډه سوداګريزه لاره پرانيزي.

هغه زیاته کړه: "لویدیځ افغانستان ته لاسرسی به موږ ته اجازه راکړي چې خپل صادرات دې هیواد ته زیات کړو."

اوس مهال دغه هېواد له افغانستان سره د ازبکستان له لارې سوداګري کوي. ژومانگارینټینګار وکړ چې له دغه هیواد سره د سوداګرۍ زیاتول د لوژیستیکي مشکلاتو له حل وروسته شونې ده.

همدارنګه د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال اعلان وکړ چې "د سوداګرۍ او لوژستیک لومړنی کنفرانس به د جون په پای کې د اکتاو په ښار کې جوړ شي او د افغانستان استازي به په کې ګډون وکړي."

هغه دا هم وویل، چې د افغان سوداګرو یوه لویه ډله به د اګست له لومړۍ نیټې څخه تر پنځمې نیټې پورې دغه هیواد ته راشي او غواړي چې په الماتا کې یو لوی سوداګریز نندارتون جوړ کړي.

د امنیت شورا سراج الدین حقاني او دریو نورو طالب چارواکو ته حج ته د تللو اجازه ورکړه

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۰۰ GMT+۱

د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې، سراج الدین حقاني، مولوي عبدالکبیر، عبدالحق وثیق او نور محمد ثاقب ته د سفر اجازه ورکړه.

دغې کمیټې ویلي، چې د دغې کار لامل سعودي عربستان ته د حج د مراسمو د ترسره کولو لپاره د دغو چارواکو سفر دی.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ یې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، د رییس الوزرا د دفتر سیاسي مرستیال، د حج او اوقافو وزیر او د طالبانو د استخباراتو مشر ته د سفر اجازه تصویب کړې وه.

تر دې مخکې امریکا له هېوادونو غوښتي وو چې د هغو طالب چارواکو د سفر بندیز ته درناوی وکړي چې د امنیت شورا د بندیزونو په لېست کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیس میلر پرون ویلی و، چې حکومتونه باید د دغو طالب چارواکو د سفر لپارهه اجازه ترلاسه کړي او دې پروسې ته درناوی وکړي.

د طالبانو د ځینو جګپوړو چارواکو پر سفر د بندیز سربیره، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د سه شنبې په ورځ ابوظبي ته په رسمي سفر تللی او هلته یې د متحده عربي اماراتو د لومړي وزیر په ګډون له لوړ پوړو اماراتي چارواکو سره کتي وو.

اشرف غني: جنګسالارانو، جګړو او ناامنۍ د منابعو د موندنې او سپړنې په برخه کې خنډونه جوړول

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۰۱ GMT+۱

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د طبیعي زېرمو په اړه په یو پوډکاسټ کې ویلي، چې جنګسالاران، جګړه، ناامني او د بشري ظرفیت نشوالي د منابعو د موندنې او سپړنې کار کې خنډونه جوړول.

محمد اشرف غني د یادو مواردو ترڅنګ، ټرانسپورټ هم یو له دغو خنډونو څخه یاد کړی او ویلي یې دي: «معادن درانه دي او درانه شیان ټرانسپورټي سیستمونو ته اړتیا لري. بې له دې نه چې افغانستان د ریلپټلۍ باندې پانگه واچوي او د ریلپټلۍ په گډه له گاونډیو هیوادو سره جوړه کړي، دغه ستونزه نه حل کېږي.»

ښاغلي غني دې ته په اشارې سره چې د کانونو د سپړنې لپاره برېښنا هم اړینه ده ویلي، ځمکې، اوبه او امنیت هم د منابعو د موندنې او سپړنې لپاره مهم دي. «جنگسالاران راغلل چې لويې دښتې يې تر خېټو لاندې واچولې، دولتي املاک يې ونیول. د جمهوریت وخت کې دا جنګسالاران وو چې ناامنیتي یې جوړوله او خپل افراد یې استخدامول.»

لیکوال او خبریال داوود جنبش چې د دغه پوډکاسټونو لړۍ کوربتوب کوي له ولسمشر څخه وپوښتل چې، هغه پلان او نقشه کې څه شامل و چې د هغه په وخت کې د افغانستان د زیرمو د کیندنې او کارولو لپاره جوړه شوې وه؟

ښاغلي غنې یې په ځواب کې لومړۍ د ریل پټلۍ یاده کړي، چې له ترکمنستان څخه اقینې او حیرتانو ته غزیدلې ده، بیا یې د ټاپي پروژه یاده کړه، چې د تاپي په کورېدور باندې بدله شوه، درېیمه یې د ځمکې د مدیریت لپاره د اراضي ادارې جوړول او بیا یې د ښار جوړونې وزارت سره يوځای کیدل یاد کړل.

هغه وویل، چې د مس عینک او حاجي ګک کانونو د برېښنا، اوبو او امنیت لپاره یې قراردادونه او د اصلاحاتو رامنځ ته کولو لپاره پلان جوړ کړی و.

ښاغلي غني وویل: «د وطن د یوه سپين ږيري او خدمتګار په توګه زما وظيفه دا وه چې د هر کار لپاره بنست کېږدم او داسې تهداب کیږدم، چې د افغانستان راتلونکی خوندي کړي او په ډېرو سختو شرايطو کې مې هيلې له لاسه نه دي ورکړي، په امید مې پانګونه کړې ده. اړینه خبره داده چې افغانان په دې باور شول چې موږ راتلونکی لرلی شو، د سوکالۍ پر لور تللی شو او ځان مدیریت کولی شو.»

د خبریالانو مرکز: د طالبانو له خوا د تمدن ټلویزیون د تړلو هڅه یوه سیاسي پریکړه ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو عدلیې وزارت له خوا د تمدن ټلویزیون د تړلو هڅه یوه سیاسي پریکړه او د رسنیو د قانون خلاف کار دی.

دغه مرکز د دغه ټلویزیون د فعالیت د بندولو لپاره د طالبانو هڅې په افغانستان کې د رسنیو د زیاتېدونکي محدودولو نښه بولي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: «طالبانو پریکړه وکړه چې تمدن ټلویزیون د یوې ګوندي رسنۍ په توګه وتړي، خو څو شیبې وروسته د طالبانو د ځینو لوړ پوړو چارواکو له ټلیفوني تماس وروسته دوی له دې پریکړې لاس واخیست. "

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې طالب چارواکو د دې رسنیو کارکوونکو ته ویلي، چې د دغې ډلې وروستۍ پرېکړه به په راتلونکو دوو ورځو کې اعلان شي.

تر دې وړاندې، تمدن ټلویزیون اعلان وکړ، چې د طالبانو د عدلیې وزارت د دغې رسنۍ د بندېدو موده د شنبې تر ورځې وځنډوله.
دغې شبکې مخکې ویلی وو، چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو پلاوي د پنجشنبې په ورځ د دغې رسنۍ د نشراتو د بندولو لپاره د دوی پر دفتر چاپه ووهله.

تمدن ټلویزیون په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دې رسنۍ د نشراتو د بندولو او د طالب چارواکو له اړېکې نیولو وروسته د طالبانو راغلي پلاوي اعلان وکړ، چې د تمدن ټلویزیون د نشراتو بندېدل د شنبې تر ورځې وځنډول شول.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو پلاوی په کابل کې تمدن ټلویزیون ته تللی، څو نشرات یې بند کړي.
د دغې رسنۍ پر صفحې هم لیکل شوي وو، چې نشرات به یې ترڅو شېبو پورې بند شي.
سرچینو زیاته کړې؛ طالبان پرته له دې چې دې رسنۍ ته له مخکې خبر ورکړي، پر دغې رسنۍ د پنجشنبې په ورځ چاپه ووهله تر څو نشرات یې بند کړي.

د ویلو ده، چې طالبانو په ۱۴۰۱ کال کې هم پر تمدن ټلویزیون چاپه وهلې وه، چې وروسته بیا دغې ډلې وویل، چې تېروتنه شوې ده.
د راپورونو له مخې؛ په هغه وخت کې طالبانو له نیم ساعته وحشت رامنځته کولو وروسته له دغه رسنۍ څخه ووتل.
تمدن یو خصوصي ټلویزیون دی، چې په ۱۳۸۵ کال کې د اصف محسني له لوري تاسیس شو.