• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خبریالانو مرکز: د طالبانو له خوا د تمدن ټلویزیون د تړلو هڅه یوه سیاسي پریکړه ده

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو عدلیې وزارت له خوا د تمدن ټلویزیون د تړلو هڅه یوه سیاسي پریکړه او د رسنیو د قانون خلاف کار دی.

دغه مرکز د دغه ټلویزیون د فعالیت د بندولو لپاره د طالبانو هڅې په افغانستان کې د رسنیو د زیاتېدونکي محدودولو نښه بولي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي: «طالبانو پریکړه وکړه چې تمدن ټلویزیون د یوې ګوندي رسنۍ په توګه وتړي، خو څو شیبې وروسته د طالبانو د ځینو لوړ پوړو چارواکو له ټلیفوني تماس وروسته دوی له دې پریکړې لاس واخیست. "

د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي، چې طالب چارواکو د دې رسنیو کارکوونکو ته ویلي، چې د دغې ډلې وروستۍ پرېکړه به په راتلونکو دوو ورځو کې اعلان شي.

تر دې وړاندې، تمدن ټلویزیون اعلان وکړ، چې د طالبانو د عدلیې وزارت د دغې رسنۍ د بندېدو موده د شنبې تر ورځې وځنډوله.
دغې شبکې مخکې ویلی وو، چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو پلاوي د پنجشنبې په ورځ د دغې رسنۍ د نشراتو د بندولو لپاره د دوی پر دفتر چاپه ووهله.

تمدن ټلویزیون په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دې رسنۍ د نشراتو د بندولو او د طالب چارواکو له اړېکې نیولو وروسته د طالبانو راغلي پلاوي اعلان وکړ، چې د تمدن ټلویزیون د نشراتو بندېدل د شنبې تر ورځې وځنډول شول.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو پلاوی په کابل کې تمدن ټلویزیون ته تللی، څو نشرات یې بند کړي.
د دغې رسنۍ پر صفحې هم لیکل شوي وو، چې نشرات به یې ترڅو شېبو پورې بند شي.
سرچینو زیاته کړې؛ طالبان پرته له دې چې دې رسنۍ ته له مخکې خبر ورکړي، پر دغې رسنۍ د پنجشنبې په ورځ چاپه ووهله تر څو نشرات یې بند کړي.

د ویلو ده، چې طالبانو په ۱۴۰۱ کال کې هم پر تمدن ټلویزیون چاپه وهلې وه، چې وروسته بیا دغې ډلې وویل، چې تېروتنه شوې ده.
د راپورونو له مخې؛ په هغه وخت کې طالبانو له نیم ساعته وحشت رامنځته کولو وروسته له دغه رسنۍ څخه ووتل.
تمدن یو خصوصي ټلویزیون دی، چې په ۱۳۸۵ کال کې د اصف محسني له لوري تاسیس شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې په مزارشریف کې د چاودنې او اور لګېدنې خبر ورکوي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۱۷ GMT+۱

د بلخ ولايت د مرکز مزارشريف يو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته د ويډيوګانو په لېږلو سره په دغه ښار کې د چاودنې او اور لګېدو خبر ورکړی.

ځايي اوسېدونکي وايي، دغه پېښه د حضرت علي زيارت ته څېرمه رامنځته شوې ده.

طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د انځورونو له مخې چې موږ ته رالیږل شوي، په یوې ودانۍ کې اورلګیدنه لیدل کیږي. سرچينې زياته کړې، چې پېښه د پنجشنبې په ورځ په ځايي وخت شاوخوا اته بجې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د چاودنې نوعیت او د دې پېښې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته.

شننه؛ په افغانستان کې د افراط او اعتدال دیالېکتیک

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۴۱ GMT+۱
•
عبدالغفور لېوال

د ټولنې د قانونمندۍ له مخې هر تفکر، اعتقاد، روایت او ټولنیز اصل په طبیعي توګه د اعتدال په حالت کې وي، مګر دا چې له بهر څخه یو بل ځواک پرې اغېز وکړي او افراط یا تفریط ته یې بوځي. د دې اصل له مخې اعتدال کورنی او طبیعي او افراط پردي او بهرنی وي.

له بهره راغلي دیني‌ضد روایت پسې له بهره راغلي تکفیري چلند اعتدال له منځه یووړ، ځکه په دواړو؛ چپي تفریط او ښي‌اړخي افراط کې بهرنیو سیاسي – استخباراتي پانګونه وکړه او ټولنه یې په شدت سره استقطاب ته ورټېل‌وهله.

نننی افغانستان یوازې له مذهبي افراطیت څخه نه کړیږي، بهرنیو اوږدمهالیو لاسوهنو په افغانستان کې سکتاریستي (قومي – مذهبي – ژبنی – سیمه ییز او نور)، فکري او په ایډیولوژیک مقیاس ګڼو تمایلاتو ته افراطي تګلوری ورکړی دی.

هر افراط خپله برخه عصبیت زېږولی او په دې عصبیت کې د سپکاویو، ښکنځلو، پوچو ویناوو، تخریبونو او پېغورونو اصطلاحات، مفاهیم او روایتونه داسې هره خوا شیندل شوي دي، چې د افغانستان ټوله فضا یې مسمومه کړې ده.

اوسمهالو واکمنو د انلاین ښکنځلمارو ټولي او کنډکونه ګومارلي دي، پر فیسبوک، تویتر (X) او نورو جالپاڼو لا خبره نه وي شوې، چې حتی د څو ثانیو په ترڅ کې له څو مستعارو ای ډي ګانو د ښکنځلو باران وشي، په دې سپکاویو کې دومره بېړه او سرسري چلند کیږي، چې ډېرځله یې خپل پلویان هم ښکنځلي وي. استدلال یې هم همدا دی، چې د جمهوریت پرمهال هم دولتي فیسبوک چلوونکیو ښکنځلې کولې. دا داسې یو استدلال دی، لکه اوسني واکمن چې ووایي: په جمهوریت کې ځینو لمونځ نه کاوه نو ځکه یې موږ هم نه کوو. اخلاقي چلند نسبي ارزول کیږي، خو رعایت يې مطلق دی.

موږ ویلی شو، چې احمد تر محمود زیات اخلاقي دی، خو محمود ویلی نه شي، چې دی ځکه بداخلاق دی، چې مقصود بداخلاق دی.

بله ډله افراط قومي دی، د ټولو قومونو افراطيون سپکاوی کوي. پخوا استدلال کېده، چې په افغانستان کې د بیان ازادي سمه ونه پېژندل شوه او د بیان د ازادۍ په نامه د ارزښتونو سپکاوی پیل شو، سرې کرښې ماتې شوې او هیڅه له سپکاوي بچ پاتې نه‌شول. فکر کېده که یو څه قانونمنده واکمني راشي دا افراط به کنترول شي.

قانونمنده واکمني رانه‌غله، بلکې د دین له آدرس او له یو سیاسي – استخباراتي تفسیر څخه رازېږېدلې استبدادي واکمني راغله، چې تر هرچا او هروخت ډېره دوی په سپک چلند او ښکنځلو داسې فضا ولړله، چې خلکو د جمهوریت دورې ګډوډۍ ته دعاګانې وکړې.

ښکېلاک د افغانستان ټول ارزښتونه همداسې سپک کړل، له چپي افکارو رانیولې، تر دیني، لېبرال، دیموکراسۍ او ان ملتپال تفکر پورې. دا دی اوس یې په دین پورې تړلي القاب او ټایټلونه هم له بنسټ څخه راولړزول. په ټولنیزو رسنیو کې د شیخ، ملا، حافظ، قاري، مولوي ... او داسې نورو درنو القابو شاته پټې شوې خولې وګورئ او ولولئ، چې څه لیکي؟ څه وايي؟

د افغانستان خلکو په دودیزه توګه دغو نومونو ته درناوی درلود او دا دی مردارو سیاست‌لوبو له دوی سره هم دا کانه وکړه، که د سیاستونو او عصبیتونو دغه دوړې کېناستلې، یادو لقبونو او دریځونو ته به هغه درناوی لس سلنه پاتې نه وي، چې پخوا به خلکوورته کاوه.

د خراسانیانو، فدرالیانو، افغانستانیانو او فرهنګي ایران هستوګنو او بیا د دوی په وړاندې د دوی د افراطي مخالفانو راپنځولي مکالمات خو لا پرځای پرېږدئ.

100%

اصلي پوښتنه دا ده، چې د دغو افراطي چلندونو او ترې رازېږېدلیو عصبیتونو مخه څنګه نیول کېدلای شي؟

موږ هرې برخې تهد « منځګړوال/ وسطیت او اعتدال» حالت بریدونه باید وپېژنو او درناوی یې وکړو.اعتدال د ټولنې یوه مهمه فرهنګي اړتیا ده. موږ یوه پراخ ملي او فرهنګي کارستان ته اړیو، چې خپلې ټولنې ته اعتدال راستون کړو.

له یوه سپین‌ږیري مې واورېدل: تر انقلابونو روسته له پاکیستان څخه نوې نخرې راغلې، موږ هماغه ظاهرشاهي اسلام غواړو. د دغه سپینږیرې خبرې او په تېره بیا ظاهرشاهي اسلام اصطلاح حیران کړم. باور لرم، چې د هغه هدف دا نه و، چې پخواني پاچا محمدظاهرشاه کوم ځانګړی اسلام دود کړی و، نه. د سپین‌ږیري هېوادوال هدف تر بهرنیو لاسوهنو وړاندې زموږ د ټولنې له ارزښتونو سره موافق معتدل، طبیعي او له مینې و محبت څخه ډک اسلام او د هغه افغاني تعبیر و تفسیر و، چې ټولو ته ګران او منلی و.

له ظاهرشاهي اسلام سره د چپیانو تفریطي او له پاکیستان و عربو راستنو شویو ښي اړخو افراطي چلند دواړو په دې برخه کې عامه عصبیت رامنځ ته کړ.

یوه پراخه فرهنګي هڅه په کار ده، چې موږ د پاچا په دوره کې د دیني تفسیر او تعبیر له رمز و راز څخه خبر شو. یو مهال مې په افغانستان کې مائویست تفکر ته د متمایلو لیکوالو لیکنې لوستې، چې په افغانستان کې د شعله‌یانو په نامه هم پېژندل کیږي، داسې باور شته، چې د ستم ملي ډلګۍ هم له دې جریان څخه بېله شوې وه، ستم ملي ډله په ضد ملي تفکر او هڅو تورنه ده، دا چې دوی څه ډول فکر کاوه هغه بېل بحث دی، خو عجیبه دا ده، چې د دغه سیاسي جریان د پلویانو په لیکلو کې مې د پښتونستان، واحد تاریخي افغانستان او تر ډيورند پورې غاړه پښتنو او بلوڅو د حقونو لپاره د مبارزې او حق‌غوښتنې داسې علمي او مستدل څه ولوستل، چې حیران شوم.

د هغه سپین‌ږیري خبره بیا رایاده شوه. د ظاهرشاه په زمانه کې زموږ ملي تفکر هم ډېر سره ورته وو. یو دلیل یې دا و، چې هغه مهال افراط عامه عصبیت نه و راپنځولی.

موږ باید د ملي مسایلو په اړه هم تر عامه عصبیت پخوانۍ زمانې ته ورستانه شو. په دې اړه که ستونزې هم وي، ښايي په معقول، معتدل او منطقي دیسکورس حل شي.

د بنسټي حللارې په توګه موږ یوه پراخ فرهنګي کار ته اړ یو، چې د افراط او اعتدال تر منځ پولې روښانه کړي او موږ ته د ملي ګټو پربنسټ او د ټولو افغانانو د خیرښېګڼې، انساني حقونو او هوساینې په نیت ځینې سرې کرښې وکاږلای شي، چې هیڅوک یې د ماتولو حق ونه لري. په دې برخه کې موږ یوه ټولنیز قرارداد ته اړ یو، داسې قوانینو ته چې ټول یې باید ومنو.

دغه ملي – فرهنګي مبارزه ځانګړي ادبیات غواړي، چې د عامه عصبیت دوړې کینوي او د عامه ذهنیتونو فضا رڼه کړلای شي.

په دې برخه کې بهرنیو لاسوهنو ته (نه!) ویل لومړیتوب دی. له افغانستان، ملي او عقیدوي ارزښتونو سره معتدل چلند او له دې مسایلو سره د عاطفي پیوندونو ایجاد د هنر، ادبیاتو او نورو فرهنګي فعالیتونو له لارې شونی دی.

موږ یوې «درېیمې لارې» ته اړ یو. د اعتدال، وسطیت او فرهنګي راویښېدنې لارې ته.

لوستي، لیکوال، هنرمندان او هرهغه افغان چې خلک یې خبرې اوري په دې برخه کې مسئولیت لري.

همدا نن یې ښايي پیل کړو.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

کابل کې د تمدن ټلویزیون د نشراتو بندېدل د شنبې تر ورځې وځنډېدل

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۴۱ GMT+۱

تمدن ټلویزیون اعلان وکړ، چې د طالبانو د عدلیې وزارت د دغې رسنۍ د بندېدو موده د شنبې تر ورځې وځنډوله. دغې شبکې مخکې ویلی وو، چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو پلاوي د پنجشنبې په ورځ د دغې رسنۍ د نشراتو د بندولو لپاره د دوی پر دفتر چاپه ووهله.

تمدن ټلویزیون په خپل اېکس کې لیکلي، چې د دې رسنۍ د نشراتو د بندولو او د طالب چارواکو له اړېکې نیولو وروسته د طالبانو راغلي پلاوي اعلان وکړ، چې د تمدن ټلویزیون د نشراتو بندېدل د شنبې تر ورځې وځنډول شول.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د عدلیې وزارت یو پلاوی په کابل کې تمدن ټلویزیون ته تللی، څو نشرات یې بند کړي.
د دغې رسنۍ پر صفحې هم لیکل شوي وو، چې نشرات به یې ترڅو شېبو پورې بند شي.
سرچینو زیاته کړې؛ طالبان پرته له دې چې دې رسنۍ ته له مخکې خبر ورکړي، پر دغې رسنۍ د پنجشنبې په ورځ چاپه ووهله تر څو نشرات یې بند کړي.


طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د یادې رسنۍ د نشراتو د پرې کولو علت هم روښانه نه دی.
د ویلو ده، چې طالبانو په ۱۴۰۱ کال کې هم پر تمدن ټلویزیون چاپه وهلې وه، چې وروسته بیا دغې ډلې وویل، چې تېروتنه شوې ده.
د راپورونو له مخې؛ په هغه وخت کې طالبانو له نیم ساعته وحشت رامنځته کولو وروسته له دغه رسنۍ څخه ووتل.
تمدن یو خصوصي ټلویزیون دی، چې په ۱۳۸۵ کال کې د اصف محسني له لوري تاسیس شو.

عبدالمنان عمري: له مسکو کومه هیله نه لرو، ګټې دوه اړخیزې وي او خواست پکې نه وي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۰۳ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر وايي، له روسیې کومه هیله نه لري او له دوی سره د مسکو اړیکي د دوه اړخیزو ګټو له مخې دي. عبدالمنان عمري په مسکو کې د سن پترزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په ځنډه کې د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه.

د دې غونډه په څنډه کې د روسیې د سپوتنیک اژانس یوه خبریال له ښاغلي عمري وپوښتل چې د طالبانو «اسلامي امارت له مسکو څه خواست یا هیله لري.»

نوموړي په ځواب کې وویل: «تل ګټې دوه اړخیزې وي، په دوه جانبه ګټو کې درخواست نه وي او دوه جانبه باید خپلې ګټې په نظر کې ونیسي او د هغو ګتو له مخې پرمخ ولاړ شي.»

د دغه طالب چارواکي‌دا څرګندونې په داسې مهال دي چې تر بل هر وخت د مسکو او طالبانو ترمنځ اړیکي نږدې شوي دي.

د روسیې ولسمشر د تېرې اونۍ د څرګندونو په تکرار سره یو ځل بیا له خپل حکومت وغوښتل چې د طالبانو له حکومت سره اړیکي جوړ کړي.

د ولادیمیر پوتین په خبره، «طالبان پر افغانستان واکمن دي او دا واقعیت باید ومنل شي.»

هغه زیاته کړه:"موږ تل په دې باور یو چې باید واقعیت ومنو. طالبان په افغانستان کې په واک کې دي... موږ باید د طالبانو له حکومت سره اړیکي جوړ کړو."

ولادیمیر پوتین اونۍ وړاندې هم په تاشکند کې د طالبانو په یادولو سره وویل:«دا خلک د هېواد او د هغې د خاورې کنټرول په لاس لري او د افغانستان اوسني واکمنان دي.

ولادیمیر پوتین بیا له روسیې وغوښتل چې د طالبانو له «حکومت» سره اړیکي جوړ کړي

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۷ GMT+۱

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون بیا پر مسکو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د طالبانو له «حکومت» سره اړیکي جوړ کړي. نوموړي دا خبرې د سن پترزبرګ د نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې خبريالانو ته وکړې. دې غونډه کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر په مشرۍ پلاوی هم ګډون کړی دی.

د ولادیمیر پوتین په خبره، «طالبان پر افغانستان واکمن دي او دا واقعیت باید ومنل شي.»

هغه زیاته کړه:"موږ تل په دې باور یو چې باید واقعیت ومنو. طالبان په افغانستان کې په واک کې دي... موږ باید د طالبانو له حکومت سره اړیکي جوړ کړو."

ولادیمیر پوتین اونۍ وړاندې هم په تاشکند کې د طالبانو په یادولو سره وویل:«دا خلک د هېواد او د هغې د خاورې کنټرول په لاس لري او د افغانستان اوسني واکمنان دي.»

نوموړي له طالبانو سره د اړيکو په اړه د منځنۍ اسيا په ګډون له سيمه ييزو شريکانو سره مشورې ته اشاره وکړه او ويې ويل: «موږ به د خپلو شریکانو او ملګرو نظرونه په پام کې ونيسو او په دې برخه کې به همغږي اوسو.»

خو ولادیمیر پوتین په پرونیو خبرو کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې د ټولو افغان توکمونو په ګډون پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي.

د پوتین د تېرې اونۍ خبرې یوه ورځ وروسته له هغه وې، چې د روسیې بهرنیو چارو وزیر د ترهګرو سازمانونو له لېست څخه د طالبانو د نوم د اېستلو خبره وکړه.

سرګي لاروف په تاشکند کې وویل، چې طالبان د افغانستان ریښتوني واکمنان دي.

د روسیې د لوړ پوړو چارواکو په ورته څرګندونو سره ځینې په دې نظر دي چې ښايي مسکو د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم وايي، د روسیې له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندلو امکان تر بل هر وخت ډېر دی.