• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هغه ستورمزلی چې د ځمکې د سیارې لومړی انځور یې اخیستی و، د الوتکې غورځېدو په پېښه کې مړ شو

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۴۵ GMT+۱

ويليم انډرز د اپولو ۸ پخوانی ستور مزلی، چې په ۱۹۶۸ کال کې يې له فضا څخه د ځمکې د سيارې لومړۍ انځور اخيستی و او د «ځمکې راختلو» په نوم پېژندل شوی و د الوتکې غورځېدو په پېښه کې مړ شو. کارپوهان په دې باور دي، چې انډرز د دې انځور د ځمکې سيارې سره د انسان چلند بدل کړ.

۹۰ کلن ستورمزلی، چې د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) یې په یوازې توګه الوتنه کوله هغه مهال مړ شو، چې الوتکه یې د واشنګټن ایالت د سن خوان ټاپوګانو په اوبو کې ولوېده.

د ناسا مدير او پخواني سناتور بيل نلسون وویل؛ انډرز د اکتشاف او کشف رښتنې څهره وه، هغه زياته کړه: « انډرز د سپورمۍ څنډ ته سفر وکړ او له موږ سره یې مرسته وکړه، چې نوي څه وګورو.»

په ۱۹۶۸ کال کې د اپولو ۸ ماموریت لومړنی انساني فضایي الوتنه وه، چې د ځمکې له ټیټ مدار څخه ووتله، سپوږمۍ ته لاړه او بیرته راستانه شوه.

انډرز د دې فضايي سفر په ترڅ کې د ځمکې څخه خپل مشهور عکس اخیستی، چې د فضا کارپوهان يې د ځمکې په اړه د بېلابيل پوهاوي لومړنۍ څرک ګڼي.

د ناسا یو متقاعد ستور مزلي مارک کلي د ښاعلي انډرز د مړينې په اړه وویل، چې هغه «د ځمکې او د خپل ځان په اړه زموږ نظر د تل لپاره بدل کړ.»

ویلیم انډرز په ۱۹۳۳ کال کې په هانک کانک کې زیږیدلی او په ۱۹۶۳ کې د ناسا سره کار پیل کړی و.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

ډي - ۸ هیوادونو پر امریکا غږ کړی چې په م.م. کې د فلسطین پر وړاندې د ویټو کارول ودروي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۶ GMT+۱

د پرمختللو هیوادونو یا ډي-۸ ډلې د شنبې په ورځ له امریکا وغوښتل چې په ملګرو ملتونو کې د یو خپلواک دولت په توګه د فلسطین د بشپړ غړیتوب پر وړاندې خپل د ویټو حق ونه کاروي.

فلسطین اوس مهال د ملګرو ملتونو غړیتوب نه لري او یوازې یو څارونکی دولت دی، او دغه د څارنې حق ورته په ۲۰۱۲ کال د ملګرو ملتونو له خوا ورکړل شوی و.

ډي – ۸ ډلې په استانبول کې د دغو هیوادونو د وزيرانو کچې له غونډې وروسته په يوه اعلاميه کې له ټولو هېوادونو غوښتي چې اسراييل ته د وسلو او مهماتو ورکول بند کړي. بنګله دېش، مصر، اندونيزيا، ايران، ماليزيا، نايجريا، پاکستان او ترکيه د ډي – ۸ ډلې غړي هیوادونه دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ تیره میاشت د ملګرو ملتونو د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین د غوښتنې ملاتړ وکړ او د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې وړاندیز وکړ چې "په دې مسله له سره غور وکړي".

په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطینانو فشار په غزه کې د اسراییلو او حماس تر منځ تر څو میاشتنۍ جګړې ته وروسته ډیر شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې اسراییل په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې د میشت ځایونو جوړول پراخ کړي، هغه څه چې ملګري ملتونه له خوا ناقانوني بلل کیږي.

په داسې حال کې چې د اسراییل له خوا په غزه کې د وژل شوو فلسطینیانو شمیر له ۳۶ زره کسانو اوښتی، او د روانې جګړې له امله په دغه سیمه کې یو بشري ناورین رامنځ ته شوې، د بشري حقونو ډلو او نورو منتقدینو امریکا، اسراییلو ته د وسلو د ورکولو او په پراخه کچه د اسراییلو د چلند د دفاع له امله ملامته کړې ده.

د شنبې په ورځ د اسرایلو پوځ وویل، چې دوی څلور یرغمل شوي ژوندي ژغورلي چې د اکټوبر د اوومې په برید کې د حماس له خوا نیول شوي وو. د اسراییلو په وینا د حماس په دغه برید کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰ نور یرغمل شوي وو.

د فلسطین د روغتیا وزارت یو چارواکي د شنبې په ورځ وویل، چې د غزې په مرکزي سیمو نصیرات او نورو سیمو د اسراییلو په بریدونو کې لږ تر لږه ۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

غزه تړانګه کې څلور اسراييلي برمته شوي 'خوشي شول'

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۴۲ GMT+۱

د اسراییل پوځ وايي، ځواکونو یې په ځانګړو عملیاتو سره په غزه تراړه کې څلور یرغمل شوي کسان خوشي کړي دي. اسراییل د ژغورل شوو کسانو نومونه "نو عا ارګماني، الموګ میر، اندري کوزلوو او شلومي زیو" اعلان کړي دي.

د اسراييل د دفاع وزير يوف ګالانت وويل، د يرغمل شويو کسانو د خلاصون عمليات د حماس له ځواکونو سره له سختې جګړې وروسته ترسره شول.

په ورته وخت کې، هغه ټینګار وکړ چې "موږ به د حماس لخوا د ۱۲۰ برمته شویو د خوشي کولو لپاره خپلو عملیاتو ته دوام ورکړو."

یو شمېر اسراییلي رسنیو د خوشي شویو کسانو انځورونه خپاره کړي چې خپلو کورنیو ته ستنېږي.

د اسراییل پوځ د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې شامل شو

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۰۱ GMT+۱

ملګرو ملتونو د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) د اسراییل پوځ د دغه سازمان د شرم په نوملړ کې شامل کړ. د ملګرو ملتونو د شرم په نوملړ کې هغه هېوادونه او سازمانونه شامل دي، چې په جګړه کې ماشومانو ته زیان اړوي.

اسراییل د نړۍ لومړنی ډیموکراټیک هېواد دی، چې په دغه نوملړ کې شاملېږي.
د اسراییل د ټلویزیون ۱۳مې شبکې راپور ورکړ، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونی ګوترېش په دغه سازمان کې اسراییلي پلاوی ته خبر ورکړ چې د دغه هېواد دفاعي ځواکونه د ملګرو ملتونو د شرم په نوملړ کې شامل شوي او د اسراییل نوم د افغانستان، سوریې، یمن او سومالیې تر څنګ په دغه نوملړ کې شامل شوی دی.
د لاحې نړۍوالې محکمې هم د مې په ۲۴مه د اسراییل د رژیم د مشرانو له هغې ډلې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د جنګ وزیر یواف ګالانټ د نیولو خبر ورکړی و.

تر دې وړاندې ځینو نړۍوالو بنسټونو له هغې ډلې د بښنې نړۍوال سازمان هم د اسراییل پر پوځ نیوکې کړې وې او د شرم په نوملړ کې یې دغه رژیم د نوم پر شاملولو ټینګار کړی و.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر دغې پرېکړې سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي:« د ملګرو ملتونو سازمان په دې کار سره خپل نوم په دغه تور نوملړ کې شامل کړی دی.»
نتنیاهو د اسراییل له امنیتي ځواکونو ننګه کړې او هغه یې د نړۍ تر ټولو با اخلاقه پوځ یاد کړی او ویلي یې دي، چې د ملګرو ملتونو دغه شرموونکې پرېکړه د اسراييل په پوځي وضعیت کې ستونزې نه شی رامنځته کولای.
پر غزې د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه د ۷۵۰۰ ماشومان وژل شوي دي.
په ملګرو ملتونو کې د اسراييل استازي ګېلارډ اردان د جمعې په ورځ (د غبرګولي په ۱۸ مه) هغه فلم ښکاره کړ، چې د ملګرو ملتونو د یوه چارواکي سره یې د ټیلیفون په لیکه خبرې کړې وې.

هغه ټینګار وکړ، چې د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې یې د خپل هېواد د نوم شاملولو به تړاو رسمي خبر تر لاسه کړی دی.
اسراييلي استازي د ملګرو ملتونو د سرمنشي دغه پرېکړه «ظالمانه او له تېروتنو ډکه» بللې او ویلي یې دي، چې د اسراییل پر ځای دې د انټونیو ګوترېش نوم په دغه تور نوملړ کې ولیکل شي.
نوموړي اسراییلي پوځ د نړۍ تر ټولو د «با اخلاقه» پوځ په نوم یاد کړ.
د جګړې پر مهال د ماشومانو پر ضد د هېوادونو او سازمانونو نوملړ د هغه نړۍوال راپور برخه ده، چې سرمنشي یې د امنیت شورا ته وړاندې کوي.
په دغه نوملړ کې د ماشومانو پر ضد شپږ سرغړونې راځي؛ په دغو سرغړونو کې وژنه، د بدن د غړو پرې کول، جنسي تېري، انسان تښتونه، په پوځي چارو کې د ماشومانو ګومارنه، له مرستو د ترلاسه کولو مخنیوی او پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه شامل دي.
په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازی وایي، چې په دغه نوملړ کې د حماس او د فلسطین د اسلامي جهاد د ډلو نومونه هم زیات شوي دي.
تر دې وړاندې د عدالت نړۍوالې محکمې پر رفح د اسراییل د بریدونو د درولو امر کړی و او غوښتنه یې کړې وه، چې نړۍوالو مرستندویانو ته دې غزې ته د تګ اجازه ورکړل شي.
د عدالت نړۍوالې محکمې د جمعې په ورځ (د غبرګولي په څلورمه نېټه) په خپلې غونډه کې چې د سویلي افریقا په غوښتنه جوړه شوې وه له اسراییل څخه غوښتي و، چې پر رفح بریدونه ودروي.
د غویي میاشتې په وروستۍ ورځ د نړۍوالې محکمې مشر څارنوال کریم خان، د دغې محکمې له قاضیانو غوښتي و چې د حماس او اسراییل مشران دې د جنګي جرمونو په تور ونیسي.
په دغه نوملړ کې بنیامین نتانیاهو او یواو ګالانټ «د وژنو، د جګړې د وسیلې په توګه د لوږې رامنځته کول، بشري مرستو ته د خلکو د لاسرسي مخنیوی او په لوی لاس د ولسي خلکو په نښه کولو» په تور تورن پېژندل شوي وو.

د جرمني رسنیو ویلي، چې یو ځل بیا د دغه هېواد پر پولیسو د یو افغان له خوا د چاقو برید شوی

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۷ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۱۵ GMT+۱

د جرمني رسنیو ویلي، چې یو ۲۲ کلن افغان ځوان د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د روګن ټاپو په یو پولیس د چاقو برید کړی.

د بیلډ په نوم یوې جرمني رسنۍ لیکلي، چې برید کوونکی نیول شوی او په روغتون کې بستري دی او پولیس ته په دې برید کې کوم زیان نه دی اوښتی.

تر اوسه د دغه برېدګر د هویت په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

تېره اوونۍ یو بل افغان کډوال سلیمان عطايي د مانهایم په ښار کې د اسلام د مخالفانو پر غونډې برید وکړ. په دې برید کې یو پولیس ووژل شو او یو شمېر نور کسان ټپیان شول.

د جرمني د سترالسوند ښار چارواکو وویل، چې د چهارشنبې په ماښام د بس چلوونکي پولیسو ته ویلي، چې یو افغان ځوان بس په لغته وواهه او انتخاباتي پوسټرونه یې په چاقو څیري کړل.

پولیسو ویلي، کله چې دوی سیمې ته ورسیدل، بریدکوونکي لومړۍ د دوی په امر چاقو وغورځاوه، خو څو دقیقې وروسته یې پر دوی برید وکړ.

تېره اوونۍ د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې د یوه افغان بریدګر له خوا برید، د جرمني د چارواکو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ شو.

د مانهایم له برید وروسته، د جرمني صدراعظم له دغه هیواد څخه د افغانستان او سوریې هیوادونو د «جدي جنایتکارانو» د اېستلو خبرداری ورکړ. اولاف شولتز وویل: «دا رقم مجرمین باید وشړل شي - حتی که له سوریې او افغانستان څخه راغلي وي.»

امریکا له اوکراین سره ۲۲۵ میلیونه ډالر نوره مرسته هم کوي

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۷ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۲۶ GMT+۱

د امریکا ولسمشر په پاریس کې له خپل اوکرایني سیال سره په کتنه کې، له کییف سره د واشنګټن د ۲۲۵میلیونو ډالرو نوې مرستې خبر وکړ.

جوبایډن ویلي، چې په دې مرستو کې تر ډیره مهمات شامل دي. دا مرستې د توغندیو د سیستم د پیاوړتیا او د اوکراین دفاعي قابلیت د زیاتولو لپاره برابریږي.

جو بایډن تېره میاشت اوکراین ته د امریکا د ۶۱ میلیارد ډالرو په ارزښت مرستې تصویب کړې وې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ په پاریس کې له زلنسکي څخه له دې امله بخښنه غوښتې چې د امریکا مرستې ورته په ځڼډ رسیدلي دي.

جوبایډن د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۸مه) له ولادیمیر زلنسکي سره په لیدنه کې ویلي، چې د مرستو دغه بسته له اوکراین سره د امریکا د ملاتړ ژمنتیا ښيي.

ولادیمیر زلنسکي له اوکراین څخه د امریکا دوامداره ملاتړ ډیر مهم بللی دی.

د امریکا او اوکراین د ولسمشرانو په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشران د نرماندي د جګړې د ۸۰مې کلیزې په مراسمو کې د ګډون لپاره فرانسې ته تللي دي.