• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، تېر کال یې ۱۳۰ زره کسانو ته د کار جوازونه ورکړي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند سمیع الله ابراهیمي اعلان وکړ، چې دغه وزارت په ۱۴۰۲ کال کې له ۱۳۰ زرو څخه زیاتو کسانو ته د کار جوازونه ورکړي دي. ښاغلي ابراهیمي وویل، چې دغه جوازونه د افغانستان او بهرنیو هېوادونو وګړو ته صادر شوي دي.

د افغانستان ملي راډيو د يکشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۰مه د طالبانو تر کنټرول لاندې د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزارت د وياند سميع الله ابراهيمي له خولې ليکلي، چې دغه وزارت تېر کال نږدې ۴۴ زره کسانو ته د حرفوي او تخنيکي زده کړو زمينه برابره کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د اسد په څوارلسمه واک ته له رسېدو وروسته په دولتي ادارو او بیا په نادولتي ادارو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه او د ښځو د کارموندنې پر وړاندې یې سخت محدودیتونه وضع کړل.

د کډوالو نړۍوال سازمان د تېر کال په پای کې په افغانستان کې د بیکارۍ د زیاتیدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې په سلو کې ۷۰ افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

ایراني چارواکی: په افغانستان کې د یوه ټولکډونه حکومت د جوړولو شرط اوس هم په خپل ځای دی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۱

د ایران د پارلمان غړی او په کابل کې د دغه هېواد پخوانی سفیر ابوالفضل ظهره وند وايي، چې د ایران لپاره اساسي موضوع د یوه ټولکډونه حکومت جوړول دي. ښاغلي ظهره وند وویل، چې په افغانستان کې د ټولکډونه حکومت شرط د ابراهیم رییسي په حکومت کې تعقیب شوی او دا شرط اوس هم په خپل ځای دی.

خو ابوالفضل ظاهره وند وايي چې په ایران کې څوارلسم حکومت جوړېږي او موږ باید انتظار وباسو او وګورو چې د افغانستان په اړه به د نوي حکومت تګلاره څه وي.

په ایران کې د قدس خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۰ مه) راپور ورکړ، چې د پارلمان غړي او په کابل کې د ایران پخواني سفیر ویلي چې موږ دا مهال په یوه خلا کې ژوند کوو.

هغه په ​​تهران کې د روسیې، چین، پاکستان او ایران د استازو د غونډې په اړه وویل: د تهران غونډه باید د طالبانو په رسمیت پېژندلو او د طالبانو له خوا د څو دریځونو د خپلولو په برخه کې د جدي لاسته راوړنو لامل نه شي. په دې مسله کې به جدي مرسته ونه کړي.»

د افغانستان لپاره د تماس ډلې دوهمه غونډه د شنبې په ورځ (د غبرګولي۱۹مه) په تهران کې جوړه شوه. په دې غونډه کې د روسیې، چین او پاکستان استازو ګډون کړی و. په دې غونډه کې د طالبانو هېڅ استازي ګډون نه دی کړی.

د افغانستان لپاره د ایران اسلامي جمهوریت ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، چې طالبانو ته مشوره "مداخله" نه ده.

ښاغلي قمي وویل، چې په افغانستان کې باید یو داسې حکومت جوړ شي، چې له مختلفو طبقو او "ښه خلکو" سره وي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي هم د تهران په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون په اړه وویل: دوی خپل واک درلود.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۹مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې دغه ډله د تهران غونډې ته بلل شوې وه، خو ګډون یې نه دی کړی.

هغه وویل، طالبان تمه لري چې د افغانستان په اړه غونډې "د معمول او جوړ شوي میکانیزم له لارې" ترسره شي.

د چین او پاکستان مشرانو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه وکړه

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۰۶ GMT+۱

د چین او پاکستان مشرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده. په دغې خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتل شوي چې له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه وکړي او منځلاري سیاستونه غوره کړي.

د چين او پاکستان مشرانو د غبرګولي په ۱۸مه نېټه د جمعې په ورځ په بېجينګ کې سره وکتل.

شي‌جين پينګ شهباز شريف ته ویلي؛ چې چين د تل په څېر د پاکستان او د دغه هېواد د ملي حاکميت ټينګ ملاتړ کوي.

د دواړو هېوادونو په ګډه خبرپاڼه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې چین او پاکستان د افغانستان د مسلې په اړه د اړیکو او همغږۍ پر پیاوړتیا هوکړه کړې ده.

د خبرپاڼې په یوه بله برخه کې له طالبانو غوښتل شوي چې له ترهګرۍ سره پرېکنده مبارزه وکړي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د ترهګرو فعالیتونو لپاره وکارول شي.

دغه راز دواړو لوریو په افغانستان کې د شته ننګونو د هواري لپاره د نړیوالې ټولنې د همږغۍ د هڅو غوښتنه وکړه.

له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار په داسې حال کې کیږي، چې څه موده وړاندې یو شمېر چینايان په پاکستان کې په نښه او ووژل شول.

د اسیا ویک رسنیو په دې وروستیو کې راپور ورکړی چې په پاکستان کې د چین پر ګټو د بریدونو په مخنیوي کې د اسلام اباد له پاتې راتللو وروسته، چینايي ډیپلوماټانو ګام پورته کړی دی.

دغې چینايي رسنۍ لیکلي چې بیجینګ په افغانستان کې پانګونه په دې شرط کړې چې په پاکستان کې پر خپلو ګټو د بریدونو مخنیوی وکړي.

لانګ وار ژورنال: القاعدې له خپلو ملاتړو غوښتي چې د پوځي روزنې لپاره افغانستان ته ولاړ شي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۵۰ GMT+۱

د لانګ وار ژونال خبري وېبپاڼې د سیف العدل چې د القاعدې اوسنی مشر بلل کیږي د یوې مقالې په حواله لیکلي، چې دغې ډلې په ټوله نړۍ کې له خپلو پلویانو غوښتي چې د نظامي زده کړو او تجربې ترلاسه کولو لپاره افغانسان ته کډه شي.

د دغه راپور پر بنسټ، سیف العدل د سالم الشریف له پټ نوم څخه په ګټې اخیستنې په دغه عنوان «غزه؛ وجودي جګړه، نه سرحدي جګړه.» مقاله لیکلې ده.

په مقاله کې چې د القاعدې اوسني مشر ته منسوب شوي راغلي:« د امت هغه وفادار خلک چې غواړي بدلون راولي، د هغه ځای له وضیعت څخه دې زده وکړي او د طالبانو له تجربو ګټه پورته کړي.»

سیف العدل دغه راز په ټولو اسلامي هیوادونو کې پر مسلمانو ټولنو غږ وکړ؛ چې د «یهودو او غربي صهیونیسټانو» په ګټو بریدونه وکړي او ټینګار یې وکړ چې دا بریدونه باید دردناک وي، ځکه چې د هغه څه د ترسره کولو لپاره چې زموږ لپاره او موږ ته اړتیا وه، ډیر ناوخته دی.

د لانګ وار ژورنال د راپور له مخې د القاعدې اوسنی مشر په ایران کې اوسیږي.

په افغانستان کې د القاعده شتون

د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د ۱۴۰۱ کال د زمري په اتمه په کابل کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو. خو طالبانو په افغانستان کې د الظواهري شتون او د هغه وژل رد کړي دي.

همدارنګه القاعده د نوي مشر له ټاکلو سره سره، د ایمن الظواهري د وژل کېدو په اړه چوپه خوله پاتې ده.

که څه هم طالبانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون او له هغوی سره د دغې ډلې اړیکې رد کړې دي، خو د تېر کال په سلواغه میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه راپور کې وویل، چې طالبانو له القاعدې سره خپلې اړیکې ساتلې او القاعده ډلې په افغانستان کې اته نوي روزنیز کمپونه جوړ کړي دي.

د معلومات له مخې په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې د القاعدې څلور کمپونه جوړ شوي او دغېډلې په پنجشیر کې د وسلو یو زیرمتون هم جوړ کړی.

د امنیت شورا په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو او القاعدې ترمنځ اړیکې لا هم نږدې دي او دغه ډله توانیدلې چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې ځان په یوه «دوامداره» حالت کې وساتي.

د راپور له مخې، د القاعدې جګپوړي چارواکي په افغانستان کې دي او یادهډله لا هم د دغه هېواد ترڅنګ نورو ته ګواښ پېښوي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا لیکلي، چې طالبان هڅه کوي له القاعدې سره خپلې اړیکې کمې وښیې.

د راپور له مخې، القاعده په هلمند، هرات، فراه او کابل ولایتونو کې هم تاسیسات لري.

طالبان: په کابل کې مو پر ۱۸۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه یووړل

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ وايي، د کابل ولایت په درېیو ولسوالیو او د ښار په یوه ناحیه کې یې د ۱۶ ورځینو عملیاتو په پایله کې پر ۱۸۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي.

په کابل کې د طالبانو امنیه قومانداني وايي؛ د کابل ولایت په درېیو ولسوالیو او د ښار په یوه ناحیه کې د یادې ډلې د مشر ملا هبت الله له لوري د کوکنارو د نه کرل کېدو له فرمان څخه سرغړونه شوې او خلکو پر خپلو ځمکو کوکنار کرلي وو.

د طالبانو امنیه قوماندانۍ د یکشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۰مه) د کابل په ولایت کې د کوکنارو د کښت له منځه وړلو ویډیوګانې خپرې کړې دي.

د دغې ډلې د کابل امنیه قوماندانۍ د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر حافظ موسی کلیم وايي؛ د کابل سروبي، ده سبز او قره باغ ولسوالیو او د کابل ښار په ۲۱مه ناحیه کې یې ۱۶ ورځني عملیات کړي چې په پایله کې یې ۱۸۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې.

نوموړی وايي، یادو کسانو په خپلو کورونو په انکړ او داسې ځایونو کې کوکنار کرلي وو چې ډیر تګ راتګ ورته نه کېده.

همدارنګه د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي:«په کابل کې د کوکنارو د کښت له منځه وړولو ترڅنګ یې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۵۰۰ تنه په نشه روږدي کسان راټول کړي او د درمنلې په موخه یې روغتون ته لیږدولي.

د معلوماتو له مخې د تېر جمهوري حکومت پر مهال له کابل څخه د کوکنارو د کښت په اړه هیڅ کوم راپور نه و ورکړل شوی، خو اوس داسې ښکاري چې ان په پلازمېنه کابل کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله له لوري د کوکنارو د منعې له فرمان څخه خلک سرغړونه کوي.

واک ته د طالبانو له رسېدو څو میاشتې وروسته د طالبانو د مشر ملا هبت الله له لوري په افغانستان کې د کوکنارو کښت د نه کرل کېدو او د پير و پلور د منع په اړه فرمان ورکړل شو.

خو تېره میاشت په بدخشان کې د کوکنارو د له منځه وړولو پر مهال د سیمې د خلکو او طالبانو ترمنځ اخ و ډب رامنځه شو او په یو شمېر سیمو کې کروندګر د طالبانو له لوري د کوکنارو د له منځه وړلو سخت مخالفت کوي.

کندهار کې طالب چارواکي: د ځانمرګو یوې ځانګړې قطعې پر ډیورنډ کرښه ګرځنده ګزمه وکړه

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۵۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې کندهار کې ملي ټلویزیون خبر ورکړی، چې په یاد ولایت کې د ځانمرګو بریدګرو ځانګړې قطعې په کندهار کې د دغو ځواکونو د رییس ارکان په مشرۍ پر ډیورنډ کرښه ګرځنده ګزمه کړې. تر دې وړاندې د طالبانو د کندهار والي په دغه ولایت کې د امنیت پر ښه والي ټینګار کړی و.

په کندهار کې د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون ویلي، چې په دغه ولایت کې د طالبانو ۲۰۵ البدر قول اردو د ځانمرګو ځانګړې قطعې، د یادو ځواکونو د رییس ارکان حفیظ الله بدري په مشرۍ پر ډیورنډ کرښه ګرځنده ګزمه کړې او بېرته راګرځېدلي.

د دغه ټلویزیون د خبر له مخې د ځانمرګو یادې قطعې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دغې قطعې اړوند لا له وړاندې د ځای پر ځای شویو ځواکونو (البدر ځواک) د ثقیله ټولي له وسلو او ځواکونو څخه لیدنه کړې او د هغوی مسوولانو ته یې سپارښتنې کړې دي.

له کندهار څخه د ملي ټلویزیون سیمه ییزې څانګې له یاد خبر سره د ځانمرګو ځواکونو د قطعې یو انځور هم خپور کړی دی.

خو طالبانو نور جزیات نه دې ورکړي چې د ځانمرګو ځانګړې قطعې د کندهار په کومه ولسوالۍ کې په څه موخه پر ډیورنډ کرښه یاده ګزمه ترسره کړې ده.

د سوېلي پښتونخوا او کندهار ولایت تر منځ د ډیورنډ کرښه سلګونه کیلومټره اوږدوالی لري، طالبانو تېر کال ویلي و چې د امنیت ټینګښت په موخه ۶۰۵ کیلومټره په اوږدوالي سړک او ۱۳۰ نوي پوستې جوړوي.