د بشري حقونو څار سازمان: د دوحې ناسته ښه فرصت دی، چې د افغان ښځو تر څنګ ودرېږو

د بشري حقونو څار سازمان وایي، د دوحې درېیمه ناسته یو ښه فرصت دی چې نړۍوال د افغان ښځو ترڅنګ ودرېږي. دغه سازمان ویلي، په دوحې ناسته کې باید له هر هغه څه ډډه وشي چې په کې له بشري حقونو سرغړونې کېږي او یا هم په کې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره لېوالتیا لېدل کېږي.