شل اوره نړیوال جام کې پاکستان نن له کاناډا سره لوبه لري

پاکستان نن د کرېکټ شل اوره نړیوال جام سیالیو کې خپله دريمه لوبه له کاناډا سره لري. پاکستان په خپلو لومړيو دوو لوبو کې ماتې خوړلې او کاناډا په دوو لوبو کې يوه ګټلې او بله يې بایللې ده.

پاکستان نن د کرېکټ شل اوره نړیوال جام سیالیو کې خپله دريمه لوبه له کاناډا سره لري. پاکستان په خپلو لومړيو دوو لوبو کې ماتې خوړلې او کاناډا په دوو لوبو کې يوه ګټلې او بله يې بایللې ده.
د پاکستان او کاناډا کريکټ لوبډلو ترمنځ دغه لوبه په نيورياک کې د پاکستان پر وخت د ماښام ۷ بجې پيليږي.
د نړيوال شل اوره جام سياليو کې پاکستان په خپله لومړۍ سيالۍ کې له امریکا او په دويمه کې له هند ماتې خوړلې.
د کاناډا کريکټ لوبډلې بيا په لومړۍ سیالۍ کې له امریکا ماته خوړلې خو خپله دويمه لوبه یې له ايرلينډ ګټلې ده.
د پاکستان او کاناډا لوبډلو ترمنځ دا د نړیوال شل اوره جام ۲۲مه سيالۍ ده، چې تر سره کيږي.


د دیني چارو د څېړنو نړۍوالې شورا (IRCRA) په خپله نوې څېړنه کې لیکلي، چې طالبان یوه متحده ډله نه ده. د دغه پاکستاني سازمان په وینا؛ د طالبانو مشران او غړي په خپل منځ کې ایډیالوژیکي، قومي، سیمه ییز او تنظیمي توپيرونه او اختلافات لري.
د مذهبي چارو په اړه د پاکستان د نړۍوالې څېړنیزې شورا نوې څېړنه ښيي، چې افراطي طالبان او هغه کسان، چې د نسبتا د معتدل دریځ ملاتړ کوي، له ایډیالوژیک پلوه سره توپیر لري.
دا څېړنه ښیي، چې د پښتنو طالبانو تر منځ ښکاره اختلافات موجود دي.
په څېړنه کې د کندهاري او پکتیکا طالبانو ترمنځ توپیر د بېلګې په توګه یاد شوی دی.
دغه بنسټ دا هم ویلي، چې د سیاسي مشرانو او طالب وسله والو تر منځ د اړيکو بيلوالۍ او بې باوري به د دوی ترمنځ د تنظیمي اختلافاتو لامل شي.
د دغه څېړنې د متن پر بنسټ طالبان هڅه کوي، چې دغه اختلافات پټ او کم وښوي.

د پاکستان پوځ ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا صوبې په لکي مروت کې د دغه هېواد ۷ پوځیان د دوی پر موټر د ښخ شوی ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. دغه موټر هغه مهال په نښه شو، چې د پنجاب سرحدي سيمې څخه د لکي مروت سلطانخېلو کلي ته روان و.
د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ تایید کړه، چې د موټر ټول سپاره کسان وژل شوي دي.
د پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي دي، چې پولیسو د برید په اړه پلټنې پیل کړي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
په همدې حال کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په خیبر پښتونخوا کې یو له ډېرو فعالو اورپکو ډلو څخه ده.
په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتلو وروسته پر پاکستاني امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه زیات شوي دي.
پاکستان تور لګوي، چې افغاني طالبان د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو ته خوندي پټنځایونه ورکوي؛ خو افغان طالبانو تل دا ادعا رد کړې ده.

د پاکستانۍ رسنۍ د راپور له مخې په دغه هیواد کې د بهرنیو وګړو په نوم ۵۳ زره شناختي کارټونه ثبت شوي، چې له ډلې یې په خیبرپښتونخوا کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ شکمن بانکي حسابونه هم څېړل شوي. راپور کاږي چې په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه هم له سره کتنه کیږي.
د پاکستان جیونیوز رسنۍ د راپور له مخې په پاکستان کې ۵۳ زره بهرنیانو ته شکمن شناختي کارډونه ورکړل شوي دي.
یادې رسنۍ د خیبرپښتونخوا ایالت د کورنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي؛ چې په خیبر پښتونخوا کې د «ناقانونه» کډوالو په نوم ۵۹۵ شناختي کارډونه ثبت شوي او د ۷۵۰۰ جعلي شناختي کارډونو پر ضد یې قضیې ثبت کړي.
د راپور له مخې د خیبرپښتونخوا دغه چارواکي ویلي، چې د یادو کسانو سیمکارټونه بند شوي او د ملکیتونو او سوداګرۍ په وړاندې به یې قانوني چلند وشي.
په راپور کې ویل شوي چې د بهرنیانو په نوم ۳۴۹بې نومه ملکیتونه او کاروبارونه هم پيژندل شوي او د څیړنې لپاره یې قضیه د خیبرپښتونخوا د عوایدو فډرالي بورډ ته سپارل شوې ده.
د خیبرپښتونخوا ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنيو «ناقانونه» تاجک وګړو د ایستلو پریکړه یې هم کړې، او په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه به هم له سره کتنه کوي.
د دې تر څنګ د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونو په یادو دوو ایالتونو کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ شکمنو بانکي حسابونو پلټنه هم بشپړه کړې ده.
د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت له یاد هېواد څخه د «ناقانونه» کډوالو د ایستلو د دویم پړاو د ګړندي کولو په اړه له اړوندو ادارو سره هم ناستې کړې دي چې دا بهیر چټک کړي.

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر ویلي، چې په لوبډله کې یې ستر بدلون ته اړتیا ده او په خبره یې چې په لوبډله کې به نویو استعدادونو ته د لوبېدلو موکه ورکړي. محسن نقوي د کرېکټ په لوبډله کې دغه بدلون ته د جراحۍ عملیاتو نوم ورکړی.
محسن نقوي د هند په وړاندې په ستره لوبه کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې پر ماتې د خواشینۍ په څرګندولو سره له لوبې وروسته خبریالانو ته وویل، چې دغه ماتې په هر لحاظ مایوسه کوونکې وه، او د پاکستان کرېکټ دا مهال تر ټولو د ټیټې کچې لوبډله څرګنده شوې.
د پاکستان کرېکټ بورډ مشر له هغه وروسته په خپله ډله نیوکې کړې چې دغې لوبډلې د خپل سیال هیواد هند سره له سختې سیالۍ وروسته لوبه وبایلله.
هغه وویل، داسې ښکاري چې د کرېکټ ملي لوبډله په کوچنۍ جراحۍ نه رغیږي، او په دغه لوبه کې له خورا بدې کارکردګۍ وروسته ډاډه شو چې په لوبډله کې یوې سترې جراحۍ ته اړتیا ده.
محسن نقوي له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، چې ولس به یې په دې برخه کې ډېر ژر يو لوي بدلون وويني.
شنونکي وايي، پاکستاني توپ وهونکي ونه توانېدل چې د هند پر وړاندې د ۱۲۰ منډو هدف پوره کړي. فخر زمان، افتخار احمد، شاداب خان او عماد وسیم هڅه وکړه خو هڅې یې بې ځایه وې او لوبه یې کاواکه کړه.
هند دغه لوبه په شپږو منډو وګټله او د پاکستان لپاره یې سوپر اته ته رسېدل تقریبا ناشوني کړل، که امریکا ایرلنډ ته ماتې ورکړي، د پاکستان لپاره د نړیوال جام سفر پای ته رسولی شي.
محسن نقوي وويل چې د پاكستان كرېكټ لوبډله بهد نړۍ يوه غوره لوبډله كړي، ځکه چې د بایللو ټول لاملونه ورته معلوم دي او تر ټولو اوس ښه ور څرګنده شوه چې په لوبډله کې کوم بدلونونه راولي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په یوه ورځ له پاکستان او ایرانه له درې نیمه زره ډیر کډوال راستانه شول چې ۲۶ تنه یې بې سرپرسته ماشومان دي. د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې په یادو کډوالو کې کورنۍ او یو شمېر یې مجرادان وو.
د طالبانو د کډوالو او رستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۱مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې تېره ورځ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې ۲۷۷۴ تنه افغان له ایران څخه په زور او خپله خوښه راستانه شول.
د کډوالو وزارت وايي، له ایران څخه په تازه راستنو شویو کډوالو کې ۲۶ تنه یې بې سرپرسته ماشومان وو چې د کورنیو موندلو په مخه یې په دغه ولایت کې وارچایلډ موسسې ته سپارلي دي.
یاد وزارت زیاتوي چې له ایران څخه د راستنو شويو کډوالو له جملې۶۴ اړمنو کورنیو سره د یاد وزارت له لوري د مرستو ترڅنګ یو شمېر نورو کډوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې شوي دي.
همدارنګه د کډوالو وزارت وايي، د غبرګولي په ۲۰ نېته ۹۱۱ تنه افغان کډوال د تورخم او سپین بولدک له لارو د پاکستان حکومت له لوري په زور راستانه کړل شول.
دغه وزارت وايي، ۱۲۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۱۱ تنو ته رسیږي د تورخم او ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۰ تنو ته رسیږي د سپین بولدک له لارې راستنې شوې دي.
طالبان وايي د پاکستان له لوري په زور راستانه شوي ټول کډوال یې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړېوال سازمان دفترونو ته د مرستو ترلاسه کولو په موخه ورپيژندلي دي.
افغانستان ته په داسې حال هره ورځ سلګونه افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو په زور ستنیږي چې په دغه هیواد کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته زرګونو افغانانو د اوزګارتیا له امله پر ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته تګ پیل کړی.