• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستاني بنسټ څېړنه: په افغانستان کې طالبان یوه متحده ډله نه ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۷ GMT+۱

د دیني چارو د څېړنو نړۍوالې شورا (IRCRA) په خپله نوې څېړنه کې لیکلي، چې طالبان یوه متحده ډله نه ده. د دغه پاکستاني سازمان په وینا؛ د طالبانو مشران او غړي په خپل منځ کې ایډیالوژیکي، قومي، سیمه ییز او تنظیمي توپيرونه او اختلافات لري.

د مذهبي چارو په اړه د پاکستان د نړۍوالې څېړنیزې شورا نوې څېړنه ښيي، چې افراطي طالبان او هغه کسان، چې د نسبتا د معتدل دریځ ملاتړ کوي، له ایډیالوژیک پلوه سره توپیر لري.

دا څېړنه ښیي، چې د پښتنو طالبانو تر منځ ښکاره اختلافات موجود دي.

په څېړنه کې د کندهاري او پکتیکا طالبانو ترمنځ توپیر د بېلګې په توګه یاد شوی دی.

دغه بنسټ دا هم ویلي، چې د سیاسي مشرانو او طالب وسله والو تر منځ د اړيکو بيلوالۍ او بې باوري به د دوی ترمنځ د تنظیمي اختلافاتو لامل شي.

د دغه څېړنې د متن پر بنسټ طالبان هڅه کوي، چې دغه اختلافات پټ او کم وښوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی: افغان سوداګرو خپله ډېره پانګه ایران ته لېږدولې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۳ GMT+۱

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی وايي؛ ډېرو افغان سوداګرو او پانګوالو خپل شرکتونه او د خپلو پانګو یوه لویه برخه ایران ته انتقال کړې ده. خان جان الکوزي وويل، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) راپور ورکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ویلي؛ کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د افغانستان د لوېدیځ ولایتونو ډېرو سوداګرو خپلې سرمایې ایران ته انتقال کړي دي.

تر دې مخکې د ایران د بهرنیو پانګوالو د ټولنې مشر حسین سلیمي ویلي وو، چې افغان اتباع په ایران کې د پانګونې لپاره لومړی ځای لري.

خو د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزیر وايي، چې دا ډله په افغانستان کې د اقتصادي ځان بسیاینې او بهرنۍ پانګونې د جلبولو په لټه کې ده.

دغه ډله ټینګار کوي، چې په افغانستان کې یې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه برابره کړې او هڅه کوي چې افغان سوداګر خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې څه باندې ۹ میلیونه ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۵۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي وايي، چې په افغانستان کې ۲۳.۷ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري، چې ۹.۲ میلیونه یې ماشومان دي. اوچا د خوراکي توکو ناامني، سیاسي حالات، طبیعي پېښې او د ساري ناروغیو خپرېدل په افغانستان کې د بې وزلۍ لاملونه ګڼلي دي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ٢١مه) خبر ورکړ، چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې، چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړى، د هېواد تر نيمايي زيات وګړي بشري مرستو ته اړتيا لري.

د اوچاد راپور په یوه برخه کې راغلي: "د طالبانو د چارواکو له خوا د ښځو او نجونو د اساسي حقونو او ازادیو په اړه د محدودیتونو لګولو بشري مرستو او خدمتونو ته د لاسرسي مخه نیولې ده."

اوچا وايي، چې په افغانستان کې له ۱۲ میلیونو ډېر خلک د خوراکي توکو له کموالي سره مخ دي، ۴۸ سلنه وګړي یې د بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي او ۳.۴ میلیونه وګړي د چاودېدونکو توکو په یو کیلو مترۍ کې ژوند کوي.

د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې د بشري مرستو د رسولو لپاره د اړتیا وړ ۶۱۳ میلیونو ډالرو یوازې ۲۰،۱ سلنه یې تر لاسه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږي کوونکي وايي، له پنځو کلونو کم عمره ۲ میلیونه ماشومان او ۷۰۰ زره مېندواره او شیدې ورکوونکي ښځې به د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ وي.

په لسګونو زره نجونې د بې سوادۍ او د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي سره مخ دي

اوچا د طالبانو له خوا په افغانستان کې د میلیونونو نجونو پر زده کړو بندیز ته په اشارې سره وویل: "هغه ۳۰۰ زره ماشومان چې اوسمهال په ټولګیو کې په زده کړو بوخت دي له لومړنیو زده کړو به بې برخې شي او د بې سوادۍ، کم عمره ودونو او جنسیت له خطر سره مخ شي."

دغه بنسټ ټینګار کړی، چې که اړینې بودیجې تر لاسه نه شي، په میلیونونو ماشومان د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له ستونزې سره مخ دي، نږدې دوه میلیونه وګړي به د خوندیتوب له خطر سره مخ شي او که ملاتړ یې ونi شي ۴.۵ میلیونه وګړي به له حقوقي، رواني او ټولنیزو برخو بې برخې شي.

په خيبر پښتونخوا کې د ماين په يوه چاودنه کې ۷ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۶:۳۴ GMT+۱

د پاکستان پوځ ویلي، چې د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا صوبې په لکي مروت کې د دغه هېواد ۷ پوځیان د دوی پر موټر د ښخ شوی ماین په چاودنه کې وژل شوي دي. دغه موټر هغه مهال په نښه شو، چې د پنجاب سرحدي سيمې څخه د لکي مروت سلطانخېلو کلي ته روان و.

د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ تایید کړه، چې د موټر ټول سپاره کسان وژل شوي دي.

د پوځ یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي دي، چې پولیسو د برید په اړه پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

په همدې حال کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په خیبر پښتونخوا کې یو له ډېرو فعالو اورپکو ډلو څخه ده.

په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتلو وروسته پر پاکستاني امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه زیات شوي دي.

پاکستان تور لګوي، چې افغاني طالبان د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو ته خوندي پټنځایونه ورکوي؛ خو افغان طالبانو تل دا ادعا رد کړې ده.

بامیان کې یو انستیتیوت د والي د وینا پر مهال د محصلینو د شپېلک وهلو له امله تړل شوی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۱

د بامیانو یوې سرچینې د افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې طالبانو «باران د روغتیايي علومو انستیتوت» دروازه تړلې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې دغه انسټيټيوټ وروسته له هغه وتړل شو، چې محصلينو د فراغت په مراسمو کې د طالبانو د والي عبدالله سرحدي د وينا پر مهال شپېلک وهلی.

په بامیان کې سیمه ییزو سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو لېږلې، چې د دغه روغتیايي انسټیټیوټ دروازې وتړل شوې.

دوی وايي، چې په بامیان کې د امربالمعروف ریاست او د طالبانو استخباراتو د دغه صحي علومو د انستیتوت رییس هم نیولی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو والي د يکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) د دغه انسټيټيوټ د محصلينو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

وروسته د باران روغتیايي علومو د انستیتوت یو شمېر محصلینو په بامیان کې د طالبانو د والي عبدالله سرحدي د وینا پر مهال تشويقي چکچکي او شپېلي وهلي، چې د طالبانو د غوسې لامل شو.

ندا محمد نديم: ملا هبت الله لارښونه کړې چې خالي بستونو کې د تحصلي بنسټونو فارغان ونیسئ

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير د تاتارستان په کازان ښار کې له افغان محصلينو سره په ليدنه کې ويلي، چې «ملاهبت الله ټولو ادارو ته لارښوونه کړې، چې په خالي بستونو کې د هېواد د تحصيلي بنسټونو فارغان جذب کړي.»

ندا محمد نديم او د پوهنې طالب وزير مولوي حبیب الله اغا دوې ورځې مخکې د عالي تحصیلاتو او پوهنې وزیرانو په نړۍواله څلور ورځینۍ ناسته کې د ګدون لپاره د روسیې کازان ښار ته تللي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن دوشنبه په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د دوی د لوړو زده کړو او پوهنې وزيرانو د دې نړۍوال کنفرانس په څنډه کې د تاتارستان په کازان ښار کې له افغان محصلينو سره په لیدلي.

اعلاميه زياتوي، چې د لوړو زده کړو وزير له افغان محصلينو غوښتي، چې « خپل ديني او ملي ارزښتونو وساتي، د کوربه هېواد قوانينو، مقرراتو او فرهنګي ارزښتونو ته هم پاملرنه وکړي.»

په اعلاميه کې راغلي، چې د دوی وزير به په دې نړۍوال کنفرانس کې وینا هم وکړي.

محصلينو خپلې ستونزې هم شريکې او طالب وزيرانو ورته د حل ژمنې ورکړي دي.

د طالبانو د پوهنې او لوزړو زدکړو وزیران پر داسې مهال په یوه نړۍواله غونډه کې برخه اخلي، چې شاوخوا درې کاله کېږی د لوړو زدکړو او د شپږم ټولګي پورته د ټولو نجونو لپاره پر زدکړو یې بندیز لګېدلی دی.