• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بامیان کې یو انستیتیوت د والي د وینا پر مهال د محصلینو د شپېلک وهلو له امله تړل شوی

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۷ GMT+۱

د بامیانو یوې سرچینې د افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې طالبانو «باران د روغتیايي علومو انستیتوت» دروازه تړلې ده. د سرچينې د معلوماتو له مخې دغه انسټيټيوټ وروسته له هغه وتړل شو، چې محصلينو د فراغت په مراسمو کې د طالبانو د والي عبدالله سرحدي د وينا پر مهال شپېلک وهلی.

په بامیان کې سیمه ییزو سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو لېږلې، چې د دغه روغتیايي انسټیټیوټ دروازې وتړل شوې.

دوی وايي، چې په بامیان کې د امربالمعروف ریاست او د طالبانو استخباراتو د دغه صحي علومو د انستیتوت رییس هم نیولی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د طالبانو والي د يکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) د دغه انسټيټيوټ د محصلينو د فراغت په مراسمو کې ګډون او وينا وکړه.

وروسته د باران روغتیايي علومو د انستیتوت یو شمېر محصلینو په بامیان کې د طالبانو د والي عبدالله سرحدي د وینا پر مهال تشويقي چکچکي او شپېلي وهلي، چې د طالبانو د غوسې لامل شو.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ندا محمد نديم: ملا هبت الله لارښونه کړې چې خالي بستونو کې د تحصلي بنسټونو فارغان ونیسئ

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير د تاتارستان په کازان ښار کې له افغان محصلينو سره په ليدنه کې ويلي، چې «ملاهبت الله ټولو ادارو ته لارښوونه کړې، چې په خالي بستونو کې د هېواد د تحصيلي بنسټونو فارغان جذب کړي.»

ندا محمد نديم او د پوهنې طالب وزير مولوي حبیب الله اغا دوې ورځې مخکې د عالي تحصیلاتو او پوهنې وزیرانو په نړۍواله څلور ورځینۍ ناسته کې د ګدون لپاره د روسیې کازان ښار ته تللي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت نن دوشنبه په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د دوی د لوړو زده کړو او پوهنې وزيرانو د دې نړۍوال کنفرانس په څنډه کې د تاتارستان په کازان ښار کې له افغان محصلينو سره په لیدلي.

اعلاميه زياتوي، چې د لوړو زده کړو وزير له افغان محصلينو غوښتي، چې « خپل ديني او ملي ارزښتونو وساتي، د کوربه هېواد قوانينو، مقرراتو او فرهنګي ارزښتونو ته هم پاملرنه وکړي.»

په اعلاميه کې راغلي، چې د دوی وزير به په دې نړۍوال کنفرانس کې وینا هم وکړي.

محصلينو خپلې ستونزې هم شريکې او طالب وزيرانو ورته د حل ژمنې ورکړي دي.

د طالبانو د پوهنې او لوزړو زدکړو وزیران پر داسې مهال په یوه نړۍواله غونډه کې برخه اخلي، چې شاوخوا درې کاله کېږی د لوړو زدکړو او د شپږم ټولګي پورته د ټولو نجونو لپاره پر زدکړو یې بندیز لګېدلی دی.

طالبان د کانونو او پټرولیم وزیر: سترې ملي پروژې باید د کانونو له عوایدو تمویل شي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي، چې د لویو ملي پروژو مالي لګښت باید د کانونو له عوایدو ولګول شي.

د طالبانو له خوا د کانونو پر استخراج نیوکه کوونکي وايي، چې د کانونو په پروژو کې شفافیت نه شته او له هغو څخه د تر لاسه شویو عوایدو په کارولو سره ملي شتمنۍ لیلامیږي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ «د غبرګولي ۲۰» په اېکس کې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د فواید عامې وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ضیاالرحمن اریوبي د دغه وزارت له وزیر شهاب الدین دلاور څخه غوښتي، چې د افغانستان د کانونو له عوایدو څخه د ریل پټلۍ پروژې تمویل شي.

په دغې خبرپاڼې راغلي، چې شهاب الدین دلاور ویلي؛ طالبان هڅه کوي د کانونو عواید په ملي پروژو ولګوي.

طالبانو د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته د خپلو مالي اړتیاو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج باندې پانګونه وکړه.

دغه ډله د کانونو د استخراج ادعا کوي؛ خو د دغو قراردادونو د روڼتیا لپاره هېڅ میکانیزم نه شته.

د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني وايي، چې د طالبانو له خوا د کانونو استخراج نړیوال مشروعیت نه لري او معلومه نه ده چې عاید یې چیرته ځي.

روسیه: له طالبانو سره د نشه‌يي توکو، ترهګرۍ او له جرمونو سره د مبارزې لپاره په اړیکه کې یو

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۵۶ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده وايي، چې هېواد یې له طالبانو سره د نشه یي توکو له قاچاق، ترهګرۍ او سازمان شویو جرمونو سره د مبارزې لپاره په اړیکه کې دی. ماریا زاخارووا وویل، دا زمو په ګټه ده چې بدلونونو ته د خپلو ملي ګټو سره سم ځواب ووایو.

ماریا زاخارووا د سنټ پیټرزبورګ د اقتصادي غونډې په څنډه کې ټاس خبري اژانس ته وویل: «په دې غونډه کې د «طالبانو تحریک» پلاوي شتون ناببره نه دی، د ګټورو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا امکانات موجود دي.»

مېرمن زاخارووا وویل: «سترې سیمه ییزې پروژې شته دي چې افغانستان پکې ونډه لري.»

هغې د روسیې د ترهګریز سازمانونو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو د موضوع د بڼې د څېړلو او څرنګوالي په اړه هم ځواب ورکړ او ویې ویل؛ «د بېلابېلو برخو کارپوهان په دې اړه کار کوي.»

د سنټ پيټرزبورګ ٢٧ مه اقتصادي غونډه د جون له پنځمې تر اتمې پورې جوړه شوې وه او د طالبانو د کار او ټولنيزو چارو وزير عبدالمنان عمري په کې ګډون کړى و.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سې شنبې په ورځ (غبرګولي اتمه) له طالبانو سره د اړیکو ټینګول یوه اړتیا وګڼله.

پوتین وویل چې طالبان پر افغانستان واک لري.

ښاغلي پوتین د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل: «موږ به د خپل هر شریک او ملګري نظرونه په پام کې ونیسو او په دې مسله کې به همغږي ولرو.»

پاکستانۍ رسنۍ: پاکستان کې د ناقانونه کډوالو اسناد څېړل کیږي او د ایستلو لړۍ یې ګړندۍ کیږي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۰۹:۲۰ GMT+۱

د پاکستانۍ رسنۍ د راپور له مخې په دغه هیواد کې د بهرنیو وګړو په نوم ۵۳ زره شناختي کارټونه ثبت شوي، چې له ډلې یې په خیبرپښتونخوا کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ شکمن بانکي حسابونه هم څېړل شوي. راپور کاږي چې په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه هم له سره کتنه کیږي.

د پاکستان جیونیوز رسنۍ د راپور له مخې په پاکستان کې ۵۳ زره بهرنیانو ته شکمن شناختي کارډونه ورکړل شوي دي.

یادې رسنۍ د خیبرپښتونخوا ایالت د کورنیو چارو د وزیر له قوله لیکلي؛ چې په خیبر پښتونخوا کې د «ناقانونه» کډوالو په نوم ۵۹۵ شناختي کارډونه ثبت شوي او د ۷۵۰۰ جعلي شناختي کارډونو پر ضد یې قضیې ثبت کړي.

د راپور له مخې د خیبرپښتونخوا دغه چارواکي ویلي، چې د یادو کسانو سیمکارټونه بند شوي او د ملکیتونو او سوداګرۍ په وړاندې به یې قانوني چلند وشي.

په راپور کې ویل شوي چې د بهرنیانو په نوم ۳۴۹بې نومه ملکیتونه او کاروبارونه هم پيژندل شوي او د څیړنې لپاره یې قضیه د خیبرپښتونخوا د عوایدو فډرالي بورډ ته سپارل شوې ده.

د خیبرپښتونخوا ایالت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د بهرنيو «ناقانونه» تاجک وګړو د ایستلو پریکړه یې هم کړې، او په مدرسو کې د افغان طالبانو په اړه به هم له سره کتنه کوي.

د دې تر څنګ د خیبرپښتونخوا او بلوچستان ایالتونو د کورنیو چارو وزارتونو په یادو دوو ایالتونو کې د افغانانو په نوم ۲۳۴۳ شکمنو بانکي حسابونو پلټنه هم بشپړه کړې ده.

د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت له یاد هېواد څخه د «ناقانونه» کډوالو د ایستلو د دویم پړاو د ګړندي کولو په اړه له اړوندو ادارو سره هم ناستې کړې دي چې دا بهیر چټک کړي.

د بشري حقونو یوې ډلې د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې لخوا طالبانو ته د سفر اجازه وغندله

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۰۳ GMT+۱

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې لخوا طالبانو ته د سفر اجازه په کلکه وغندله. دغې ډلې ټینګار وکړ چې، د «د بشري حقونو او جنګي مجرمانو» د معافیت بهیر باید پای ته ورسیږي.

د بشري حقونو د مدافعانو ډله وايي، ځینې حکومتونه هڅه کوي، چې د بشري حقونو تر ټولو خطرناکو څېرو او جنګي مجرمانو ته معافیت ورکړي.

د بشري حقونو دغې ډلې د طالبانو د سفر له امله پر روسیې، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان نیوکه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې د پنج شنبې په ورځ سراج الدین حقاني او یو شمېر نورو طالب چارواکو ته د حج سفر لپاره له بندیزونو معافیت ورکړی.

پر حقاني سربېره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو کمېټې مولوي عبدالکبیر، عبدالحق وثیق او نور محمد ثاقب هم د حج سفر لپاره معاف کړي.

د طالبانو د پوهنې او لوړو زده کړو وزیران حبیب الله اغا او ندا محمد ندیم هم اوس په روسیه کې دي.

د بشري حقونو د مدافعانو ډلې د طالب چارواکو د سفر په اعتراض کې ویلي؛ چې طالبانو افغان نجونې او ماشومان له زرو ورځو راهیسې له خپلو بنسټیزو حقونو او زده کړو له حقه بې برخې کړي دي.

د بشري حقونو د مدافعانو دغې ډلې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې له کمېټې وغوښتل چې په دې اړه جدي ګامونه پورته وکړي.

د بشري حقونو دغې ډلې په افغانستان کې له بنسټونو او د بشري حقونو له خبريالانو غوښتي چې د "بشري حقونو او جنګي مجرمانو" د معافيت په اړه خپل دريځ روښانه کړي او د نړۍ له حکومتونو څخه وغواړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو نړيوال منل شوي د کنوانسیونونو سره سم د منځپانګو د ورته والي معيارونه عملي کړي.

د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې په یوه بلنه کې له رسنیو او د افغانستان له مدني ټولنو څخه هم غوښتل شوي چې د جنګي جرمونو او د بشري حقونو پر ضد د معافیت په بندولو کې ورسره همغږي شي.