طالبان د کانونو او پټرولیم وزیر: سترې ملي پروژې باید د کانونو له عوایدو تمویل شي

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي، چې د لویو ملي پروژو مالي لګښت باید د کانونو له عوایدو ولګول شي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور وايي، چې د لویو ملي پروژو مالي لګښت باید د کانونو له عوایدو ولګول شي.
د طالبانو له خوا د کانونو پر استخراج نیوکه کوونکي وايي، چې د کانونو په پروژو کې شفافیت نه شته او له هغو څخه د تر لاسه شویو عوایدو په کارولو سره ملي شتمنۍ لیلامیږي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د یکشنبې په ورځ «د غبرګولي ۲۰» په اېکس کې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو له خوا د فواید عامې وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ضیاالرحمن اریوبي د دغه وزارت له وزیر شهاب الدین دلاور څخه غوښتي، چې د افغانستان د کانونو له عوایدو څخه د ریل پټلۍ پروژې تمویل شي.
په دغې خبرپاڼې راغلي، چې شهاب الدین دلاور ویلي؛ طالبان هڅه کوي د کانونو عواید په ملي پروژو ولګوي.
طالبانو د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته د خپلو مالي اړتیاو د پوره کولو لپاره د دوامدار عاید د یوې سرچینې په توګه د کانونو او قیمتي ډبرو په استخراج باندې پانګونه وکړه.
دغه ډله د کانونو د استخراج ادعا کوي؛ خو د دغو قراردادونو د روڼتیا لپاره هېڅ میکانیزم نه شته.
د افغانستان پخوانی ولسمشر اشرف غني وايي، چې د طالبانو له خوا د کانونو استخراج نړیوال مشروعیت نه لري او معلومه نه ده چې عاید یې چیرته ځي.