• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: خیریه بنسټونو له سېلاب ځپلو سره څه باندې ۵۶ میلیونه افغانۍ مرستې کړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، په افغانستان کې خیریه بنسټونو د بغلان او تخار له سیلاب ځپلو سره د ۵۶ میلیونه او ۱۳۲ زره افغانیو مرستې کړې. د طالبانو تر واک لاندې ملي تلویزیون ویلي، دغه خیریه بنسټونه د طالبانو په عدلیې وزارت کې ثبت دي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون په ایکس پاڼه د دغې ډلې عدلیې وزارت له قوله لیکلي چې، د افغانستان په شمال کې د وروستیو سېلابونو له امله په زیامنو شویو دوو ولایتونو بغلان او تخار کې خیریه بنسټونو له سېلاب ځپلو کورنیو سره څه باندې ۵۶ میلیونه افغانۍ مرستې کړې.

پر طالبانو تور دی چې د نړېوالو مرستو تر واک لاندې ساتلو لپاره یې سلګونه خیریه بنسټونه جوړ کړي او د دوی د کورنیو غړي او یا یې خپلوان مشري او مدیریت کوي.

واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته نړېوالې ټولنې طالبانو ته وویل چې بشري مرستې به د دوی له لارې نه بلکې د خیریه بنسټونو له لارې ورکوي. چې له هغه وروسته طالب مشرانو د نورو په نومونو خیریه بنسټونه ورته جوړ کړل.

د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د تېرې غوايي میاشتې په وروستیو کې د زورورو سېلابونو له امله په سلګونو خلک مړه، سلګونه کورنه ویجاړ او په زرګونو جرېبه کرنیزې ځمکې اوبو ویجاړې کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د جرمني بهرنیو چارو پخوانی وزیر وايي، طالبانو سره دې د شړل کېدونکو کډوالو په اړه خبرې وشي

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۰۵:۰۳ GMT+۱

سیګمار ګابریل د جرمني له حکومته وغوښتل چې له طالبانو سره د مجرمو کډوالو د ایستلو لپاره خبرې اترې وکړي. د جرمني بهرنیو چارو پخواني وزیر د یکشنبې ورځ په بیلډ ورځپاڼه کې په مقاله کې لیکلي، چې له طالبانو باید «ضمانت واخیستل شي، چې شړل شوي پناه غوښتونکي نه ځوروي او نه یې وژني.»

د جرمني په مانهایم ښار کې د یوه افغان کډوال له برید وروسته چې یو پولیس یې وواژه او پنځه نور یې ټپیان کړل، د جرمني لومړي وزیر وویل چې خطرناک جنایت کوونکي او ترهګر په جرمني کې ځای نه لري.

د جرمني بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلي: «له طالبانو سره باید خبرې وشي، چې افغانستان ته د مجرمانو ایستل لازمي شي.» دغه پخواني جرمني چارواکي ویلي چې هیوادونه باید د ایستل شویو پناه غوښتونکو د منلو په بدل کې اقتصادي مرستې وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له جرمني سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرو ته چمتووالی ښودلی و. د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کډوال باید د سیمې هېوادونو ته ونه ایستل شي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ او له کابل سره د ډیپلوماتیکو اړیکو نشتوالي ته په پام سره ځینو جرمني سیاستوالو غوښتل چې د پاکستان په ګډون د سیمې له هېوادونو سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه خبرې وکړي.

د جرمني بهرنیو چارو پخواني وزیر وویل: «د یهودو ضد نیونازیانو او د ازادۍ او ډیموکراسۍ ضد اسلامپالو تر منځ یوه ټلواله رامنځته شوې چې باید مقابله ورسره وشي.»

هغه وویل چې د جرمني لومړی وزیر یو ښه چانس لري چې شته ممنوعیت مات کړي او له جرمني څخه د خطرناکو مجرمانو د ایستلو لپاره قانوني لاره برابره کړي.

د بشردوستانه قوانینو او ملحوظاتو له مخې، د جرمني حکومت نه شي کولای رد شوي پناه غوښتونکي او هغه کسان چې په جرمونو تورن وي، وباسي. خو ښي اړخي ګوندونه وايي چې دغه پناه غوښتونکي باید په هر ډول چې وي له هېواده وایستل شي.

اوس مهال له جرمني څخه د افغان کډوالو ایستل په دې دلیل درول شوي چې په افغانستان کې طالبان واکمن دي،ان هغه کسان چې جرم یې هم کړی وي.

په جرمني کې ځینو سیاسي بهیرونو اندېښنه ښودلې چې له طالبانو سره هر ډول خبرې اترې به دغې ډلې ته د مشروعیت په معنا وي.

ټام ویسټ: د ازبکستان له دوو چارواکو سره مې د افغانستان په ګډو ګټو خبرې وکړې

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۰۵ GMT+۱

د افغانستان په چارو د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ وايي، د ازبکستان د امنیت شورا له مرستیال او د افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر له ځانګړي استازي سره یې په واشنګټن کې لیدلي. ټام ویسټ وايي، دوی د افغانستان په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانکړي استازي ټام ویسټ نن دوشنبه د (غبرګولي ۲۱مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د افغانستان په اړه یې د ازبکستان له دوو لوړپوړو چارواکو سره خبرې کړي.

هغه وړاندې لیکي چې، د ازبکستان د امنیت شورا له مرستیال عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر له ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف سره یې د افغانستان پر حالاتو، ګډو ګټو او پرتو حل لارو باندې خبرې کړې دي.

ټام ویسټ دا نه دي ويلي چې مشخصې په کومو موضوع ګانو خبرې شوې خو وړاندې تر دې ازبکستان له طالبانو سره د ټرانزیټ او اوسپنې پټلۍ په برخو کې د همکارۍ ژمنې کړې وې.

ازبکستان د منځنۍ اسیا یو له هغو هیوادو څخه دی چې له طالبانو سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې وړاندې تللی او تازه یې د افغاني توکو په ټرانزیټ کې افغانستان ته ۴۰ میلیونه ډالر کمښت ورکړی.

تېره اوونۍ یوې ډلې ازبکستاني سوداګرو د طالبانو د بلخ له والي یوسف وفا سره په مزارشریف کې کتلي وو، چې موخه یې په افغانستان په زراعتي او ساختماني برخو کې د ازبکستاني پانګوالو پر پانګونه خبرې یادې شوې وې.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وايي، دوی د نړۍ له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي وايي، چې دا مهال افغانستان د دې ډلې تر واک لاندې د نړۍ له ۸۰ هېوادونو سره سوداګریزې اړیکې لري.

ښاغلي عزیزي هند، چین او پاکستان د افغانستان د سترو سوداګریزو شریکانو په توګه یاد کړل.

د طالبانو تر کنټرول لاندي د افغانستان ملي راډيو ټلویزيون د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۰مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ د وزیر له قوله لیکلي، چې د دغې ډلې په هڅو سره له دغو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخېږي.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې امنیت، له سوداګرو ملاتړ او په افغانستان کې د پانګونې زمینه برابرول د سوداګرۍ د پراختیا او د نړۍ له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو اصلي لاملونه دي.

نورالدین عزیزي په داسې حال کې له ۸۰ هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراخېدو خبره کوي، چې د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د ۱۴۰۳ کال د وري میاشتي په لومړیو کې اعلان وکړ، چې په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان صادرات د تېر کال په پرتله شپږ سلنه کم شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان: په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان مري

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۱۰ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي؛ هره ورځ په ټول افغانستان کې ۲۴ مېندې او ۱۶۷ کوچنیان د مېندوارۍ او زیږون پورې اړوند د مخنیوي وړ ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دغې ادارې خبرداری ورکړی، چې که د مرستو بودیجه کمه شي، دا شمېره به نوره هم زیاته شي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د جدي ګواښونو سره د مبارزې لپاره اضافي ۳۵۲ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

دغه بنسټ له ۲۰۲۴ څخه تر ۲۰۲۵ کاله پوري بايد ټوله ۴۲۳ ميليونه ډالره بوديجه بشپړه کړي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د راپور له مخې؛ په ۲۰۲۳ کال کې په افغانستان کې ۴۲۸ ثابت او ګرځنده روغتیايي مرکزونه د بودیجې د سخت کمښت له امله تړل شوي دي.

د دغه سازمان په وینا؛ د روغتیایي مرکزونو تړل کیدل د څه باندې درې میلیونو خلکو روغتیایي پاملرنې ته د لاسرسي په برخه کې ویجاړونکي اغیزې لري، چې په دې کې له پنځو کلونو څخه د کم عمر له ۶۰۰ زره څخه ډېر ماشومان او څه باندې ۲۴۰ زره مېندواره او شیدې ورکونکي مېرمنې شاملې دي.

دا مهال په ټول افغانستان کې ۳۱۰روغتیايي مرکزونه د بودیجې د نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي.

افغان وګړي د ساري ناروغیو، وچکالۍ او وروستیو سېلابونو له امله د خوړو له کمښت او خوارځواکۍ سره مخ دي.

له دې جملې يې ښځې او ماشومان ډېرو زیان منونکو دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان همدا ډول خبرداری ورکړی، چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بندیز به په افغانستان کې د ښځو وضعیت لا پسې خراب کړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام: په څلورو مياشتو کې مو له ۳ ميليونه افغانانو سره نغدي مرسته کړې

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۱۸ GMT+۱

د خوړو نړۍوال پروګرام د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې یې ۳ میلیونه افغانانو سره نغدي مرسته کړې ده. یاد سازمان وايي، چې په دغو مرستو سره يې د خوراکي توکو د چمتو کولو او د سيمه ييز بازار د پياوړتيا لپاره زمينه برابره کړې ده.

د خوړو نړۍوال پروګرام د نغدي مرستې د اندازې په تړاو څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان د تېرې دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې په راتلونکو اوو میاشتو کې د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې له کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۴.۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا لري.

ملګري ملتونه وايي، چې تر اوسه یې په زلزله ځپلو سیمو کې له ۶۵ زره ډېرو خلکو سره مرسته کړې ده.

د رسمي شمېرو له مخې؛ په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د سېلابونو له امله څه باندې ۶۰ زره کسان اغېزمن شوي، نږدې ۸ زره کورونه ویجاړ شوي او تر ۵ زره ډېرې کورنۍ بې ځایه شوي دي.

سېلابونو او طبیعي پېښو په ټول هېواد کې خوراکي او نغدي مرستو ته د افغانانو اړتیا زیاته کړې ده.