په جرمني کې یو افغان ځوان پر یوې مېرمنې د چاقو د برید په تور ونیول شو

د جرمني پولیسو د سې شنبې په ورځ وویل، چې په فرانکفورت ښار کې یوه ۱۹ کلن افغان د یوې ۴۱ کلنې جرمنۍ ښځې د وژلو په تور نیول شوی دی.

د جرمني پولیسو د سې شنبې په ورځ وویل، چې په فرانکفورت ښار کې یوه ۱۹ کلن افغان د یوې ۴۱ کلنې جرمنۍ ښځې د وژلو په تور نیول شوی دی.
جرمنۍ مېرمن پارک کې پر یوې څوکۍ ناسته وه، چې دغه افغان ځوان پرې برید وکړ او سخته یې ټپي کړه.
د عامه څارنوالۍ دفتر او د فرانکفورت پولیسو په یوې ګډې اعلامیه کې ویلي، چې دوشنبې له غرمې وروسته، دغه ځوان د ماین رود سیمه کې په دغې ښځې له شاه برید کړی دی.
د پولیسو په وینا، یاده ښځه د لارویانو د مداخلې په پایله کې د افغان بریدګر له منګولو وژغورل شوه. برید کوونکی له برید وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلی و. پولیس وايي چې ځوان په بوټو کې پټ شوی و چې وروسته ونیول شو.
د فرانکفورت د عامه څارنوالۍ دفتر د برید کوونکي د نیولو حکم د وژنې د هڅې او د خطرناکو جسمي صدمو په تور صادر کړی دی.
پولیسو ویلي، چې د پیښې د لامل او انګیزې په اړه یې پلټنې پیل کړي دي.
دا په وروستیو ورځو کې د یوه افغان کډوال له خوا پر جرمن اتباعو دویم برید دی. ۲۵ کلن افغان سلیمان عطايي د جمعې په ورځ (د جوزا ۱۱مه) په مانهایم کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې برید وکړ چې یو پولیس یې وواژه او پنځه ملکیان یې ټپیان کړل.

د برېښنا شرکت ویاند وايي، د برېښنا شرکت اجراییوي رییس د دغې پروژې د پلې کېدو په برخه کې د څېړنو او اسانتیاوو د برابرولو په موخه کندوز او بغلان ولایتونو ته سفر کړی او د دغو ولایتونو له سیمه ییزو چارواکو سره یې هم خبرې کړې دي.
د برېښنا شرکت ویاند، حکمت الله میوندي ویلي، تر سروې او د قراردادي شرکتونو له مسوولینو سره تر خبرو وروسته به په افغانستان کې د کاسا زر پروې چارې پیل شي.
میوندي زیاتوي: دوی خپلې لومړنۍ سروې پیل کړې دي. له سروې وروسته به له برېښنا شرکت سره یوه ګډه ناسته کیږي او له ناستې وروسته به یوه ورځ مشخصه کیږي چې دوی کار پیل کړي.
تر دې مخکې، د افغانستان بانک ویلي و چې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې له عملي کېدو سره د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت بیخ بنایي پروژې جوړې شي.
د کاسا زر پروژه له منځنۍ اسیا د شېرخان بندر له لارې د افغانستان شمال ته ننوځي او له کندوز، بغلان، پنجشېر، کاپیسا، کابل لغمان او ننګرهار له لارې پر تورخم پښتونخوا ته اوړي.
د دې پروژې هوکړه لیک د ۲۰۲۰ م کال په پای کې د یادو څلور واړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شوی دی.

د افغانستان فوټبال فدراسيون وایي، چې له ۲۰ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله به د منځنۍ اسيا د «کافا اتلولۍ» په سياليو کې برخه واخلي. د فوټبال دغه سيالۍ د همدې کال د جولای مياشتي له ۵ څخه تر ۱۲مي نېټې پوري د قرغزستان په کوربه توب تر سره کيږي.
د افغانستان فوټبال فدراسيون نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه خبر کې ويلي؛ دوی چمتو دي، چې لوبډله یې په دې سيالیو کې برخه واخلي.
د همدې فدراسيون د خبر له مخې؛ په دې سيالیو کې افغانستان، ایران، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوبډلې برخه لري.
د یادوني وړ ده، چې د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د دویم کواليفای پړاو د راتګ او د ۲۰۲۷ کال اسيايي جام ته د لارموندنې لپاره نن سې شنبه شپه د کوېټ لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.
په دغو سیالیو کې څلور ورځې وړاندې افغان لوبډلې د اسيا د اتلې لوبډلې قطر سره لوبه مساوي پای ته ورسوله.

د افغان سیاستوال احمدشاه دراني خبرداری ورکړی، چې که چېرې د دوحې هوکړه عملي نه شي نو د افغانستان ترڅنګ به سیمه او نړۍ ناامنه شي. دغه افغان سیاستوال ټینکار کوي، چې د افغانستان حالت یوازې د دوحې تړون او د خلکو ارادې په عملي کېدو پورې تړلی دی.
احمد شاه دراني په یوه ځانګړي غږیز او لیکلي اختریز پېغام چې رسنیو ته لېږل شوې او افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته هم یو غږیزه وینا رسېدلې ویلي، چې په کابل کې دې ملګري ملتونه خپل نیمکړی ماموریت تکمیله کړي.
احمد شاه درانی چې مستقیم د طالبانو نوم نه اخلي؛ خو وايي د ده په اند داسې مفکوره موجوده ده، چې افغانستان په زور نیول شوی دی او څلویښت میلیونه انسانان یې د جګړې غنیمت ګڼلي دي، چې د دراني په ټینکار دا یو ناقص فکر دی ځکه د دې هېواد خلک د خپل وطن د دفاع اصلي قربانیان دي؛ خو بیا امتیازات څو ډلو اخیستي دي.
دغه افغان سیاستوال په دې اند دی، چې په افغانستان کې روان وضعیت یو تدریجي مرګ دی او دغه حالت باید تغیر وکړي او روان ناراضیته حالت د یو هېواد لپاره ډېر خطرناک وخت دی؛ خو خلک یې له وېرې نه شي په ډاکه کولی، چې افغانان اوس مهال له داسې یو حالت سره مخامخ دي.
که څه د احمد شاه درانی په خپلو خبرو کې مستقیم د طالبانو له نوم اخیستو څخه ډډه کوي؛ خو وايي، چې د قدرت انحصار ، کاذب غرور، د اساسي قانون نشتوالی، د مدیریت تشه او د حکومت واک له څرنګوالي څخه مشخص تعریف نشتوالی، خپلوي، په ټولنه کې ارمتیا او اطمنان نه شتون، فساد زیاتېدول، تعلیم یافته خلکو تېښته او د ظرفیت نه شتون افغانستان له یو خطرناک کړکېچ سره مخامخ کړی دی.
احمد شاه درانی په دې باور دی، چې اوس مهال د افغانستان تعلیمي بنسټونه له منځه تللي او اقتصادي حالت د خرابېدو لور ته وران دی.
د دراني په خبره؛ په دې وروستیو کې په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي پېښو رامنځته کېدو سره دا حالت نور هم پېچلی شوی او دغه وضعیت د دې ښکارندويي کوي، چې هېواد د یو ناسم مسیر پر لور روان دی.
احمد شاه درانی د خبرو په لړ کې ټینکار کوي، چې له دغه حالته له وتلو څخه یوازینۍ حل لاره دا ده، چې ټولې خواوې په کډه کار وکړي او د خلکو ترڅنک ودریږي او د سیاسي جوړ جاړي په وسیله افغانستان په سمې خوا یوسي.
درانی همدراز زیاتوي، چې د څو لسیزو راهسې افغانستان د دسیسو ښکار دی، چې د هېوادونو او ډلو له خوا د کورنیو، نبایتي جګړو او یو اړخیزه تصمیم نیونې قرباني و.
احمد شاه درانی یو له هغو اشخاصو دی، چې د جمهوریت پر مهال یې په اړه د موقت حکومت د مشرۍ اوازې خپرې شوې وې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزير د عالي تحصیلاتو او پوهنې وزیرانو په نړۍواله څلور ورځنۍ ناسته کې ويلي، چې دوی د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او له نورو هم ورته هیله لري. ندا محمد نديم او د پوهنې وزير حبيب الله اغا د روسيې د کازان په دې غونډه کې ګډون کړی.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د رسنيو دفتر د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۲مه) پر اېکس پاڼه د کازان په غونډه کې د طالب وزير ندا محمد نديم د خبرو يوه برخه نشر کړې.

دغه طالب وزير ويلي، چې دوی له نړۍ سره « د اسلام د لارښوونو سره سم مثبت تعامل ته چمتو او لېوال دي.»
نديم که څه هم د کوم هېواد نوم یاد نه کړ؛ خو زياته يې کړه، چې ځيني هېوادونه اوس هم د خپلو «شمو اهداف» څخه لاس نه دی اخیستی او د دوی په کورنيو چارو کې مداخله کوي.
په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته ډېر وخت د دې ډلې مشران پر پاکستان نيوکې کوي، چې د دوی په کورنيو چارو کې مداخلې کوي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزير ندا محمد نديم د خپلو خبرو په یوې بله برخه کې ويلي، چې دوی د «داعش او نورو تخريب کوونکو کړيو» د له منځه وړلو سره هم مبارزه کړې ده.
نوموړی په دې اړه زياتوي: « موږ د خوارجو لکه داعش او ورته مخربو کړيو سره په کلک عزم مبارزه کړې او کوو يې او په ټول هېواد کې مو د دوی ځالي له منځه وړي دي.»
د طالبانو د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د عالي تحصیلاتو او پوهنې وزیرانو په نړۍواله څلور ورځنۍ ناسته کې د ګدون لپاره د روسیې کازان ښار تللي.
د طالبانو لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې، چې د دوی دغه دوو مسوولینو په یاده غونډه کې د ګډون تر څنګ په روسيه کې له افغان محصلينو سره هم کتلي او هلته یې د عالي تحصیلاتو له مرکزونو او نندارتون څخه هم ليدنې کړي دي.


سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په غور کې د طالبانو د والي ساتونکی «ملا حمید شمرغک» پر یوې ښځې د «جنسي تېري» پر مهال وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه پېښه د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ٢١مه) د فيروزکوه ښار د کډوالو په ښارګوټې کې رامنځته شوې او په دې ډزو کې يوه ښځه هم وژل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې ملا حميد شمرغک د غور د چهارسدې ولسوالۍ اوسېدونکی او د غور لپاره د طالبانو د والي ملا احمد شاه دین دوست نږدې خپلوان او د هغه ساتونکی و.
افغانستان انټرنشنل ته د ورکړل شویو تصویرونو له مخې؛ د مړو جسدونه په وینو لړلي دي.
په دې عکسونو کې لیدل کېږي، چې د طالبانو د والي ساتونکي شخصي کالي اغوستي.
ځايي سرچينې وايي، چې دغه دوه تنه د دوشنبې په ورځ ماسپښين شاوخوا يوه بجه د همدې ښځې د خاوند له خوا په ډزو وژل شوي دي.
دوی وايي؛ برید کوونکی نیول شوی دی.
طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېر کال هم د ملا قدوس په نوم د طالبانو یوه غړي د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د «سربند صادسیاه» کلي کې تر هغه وروسته، چې پر یوې ښځې د جنسي تېري هڅه یې له مقاومت سره مخ شو او نوموړی یې په ډزو سره وواژه.
د ۱۴۰۱ کال د جوزا په میاشت کې باوري سيمه ييزو سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې په غور ولایت کې د طالبانو د څارنوالۍ مشر په خپل ساتونکي د جنسي تېري په تور نیولی او له نیول کېدو وروسته له محاکمې پرته له زندانه خوشې شو.
هغه مهال سرچینو ویلي و، چې «طالبانو عین الدین صمیم مهاجر د خلکو له غبرګون او د دغې ډلې د بدنامۍ له وېرې» خوشې کړ.
د تېر کال په اوږدو کې پر طالبانو د جنسي تېري ډېر راپورونه ورکړل شوي.
خو طالبانو تر اوسه د دې ډلې کوم غړی چې په جنسي تیري تورن وي نه دی محاکمه کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان وخت نا وخت په بېلابېلو ولایتونو کې خلک په عام محضر کې د جنسي اړیکو په تور په دُرو وهي.
