سرچینې: په غور کې د طالبانو د والي ساتونکی پر یوې ښځې د جنسي تېري پر مهال وژل شوی

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په غور کې د طالبانو د والي ساتونکی «ملا حمید شمرغک» پر یوې ښځې د «جنسي تېري» پر مهال وژل شوی دی.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په غور کې د طالبانو د والي ساتونکی «ملا حمید شمرغک» پر یوې ښځې د «جنسي تېري» پر مهال وژل شوی دی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه پېښه د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي ٢١مه) د فيروزکوه ښار د کډوالو په ښارګوټې کې رامنځته شوې او په دې ډزو کې يوه ښځه هم وژل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې ملا حميد شمرغک د غور د چهارسدې ولسوالۍ اوسېدونکی او د غور لپاره د طالبانو د والي ملا احمد شاه دین دوست نږدې خپلوان او د هغه ساتونکی و.
افغانستان انټرنشنل ته د ورکړل شویو تصویرونو له مخې؛ د مړو جسدونه په وینو لړلي دي.
په دې عکسونو کې لیدل کېږي، چې د طالبانو د والي ساتونکي شخصي کالي اغوستي.
ځايي سرچينې وايي، چې دغه دوه تنه د دوشنبې په ورځ ماسپښين شاوخوا يوه بجه د همدې ښځې د خاوند له خوا په ډزو وژل شوي دي.
دوی وايي؛ برید کوونکی نیول شوی دی.
طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تېر کال هم د ملا قدوس په نوم د طالبانو یوه غړي د دغه ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې د «سربند صادسیاه» کلي کې تر هغه وروسته، چې پر یوې ښځې د جنسي تېري هڅه یې له مقاومت سره مخ شو او نوموړی یې په ډزو سره وواژه.
د ۱۴۰۱ کال د جوزا په میاشت کې باوري سيمه ييزو سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې په غور ولایت کې د طالبانو د څارنوالۍ مشر په خپل ساتونکي د جنسي تېري په تور نیولی او له نیول کېدو وروسته له محاکمې پرته له زندانه خوشې شو.
هغه مهال سرچینو ویلي و، چې «طالبانو عین الدین صمیم مهاجر د خلکو له غبرګون او د دغې ډلې د بدنامۍ له وېرې» خوشې کړ.
د تېر کال په اوږدو کې پر طالبانو د جنسي تېري ډېر راپورونه ورکړل شوي.
خو طالبانو تر اوسه د دې ډلې کوم غړی چې په جنسي تیري تورن وي نه دی محاکمه کړی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبان وخت نا وخت په بېلابېلو ولایتونو کې خلک په عام محضر کې د جنسي اړیکو په تور په دُرو وهي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په نيمروز او کندوز کې یې ۳۲کسان د غلا، قاچاق، قمار وهلو، له جواز پرته د وسلو ګرځولو، عامه نظم ګډوډولو او «اخلاقي فساد» په تور نیولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې په نیمروز ولایت کې ۱۲تنه د خوراکي او غیر خوراکي توکو د قاچاق، درې تنه د غلا او یو کس د خلګو د ځورونې په تور نیول شوي دي.
دغه وزارت همداراز په کندوز کې د غلا، قمار، عامه نظم ګډوډولو، له جواز پرته د وسلو ګرځولو او د «اخلاقي فساد» په تور د ۱۶کسانو د نیولو خبر هم ورکړی.
په افغانستان کې د طالبانو واک ته له رسېدو سره، د بېکارۍ او بې وزلۍ له امله جنايي جرمونه او د غلا پېښې زياتې شوې دي.
پر همدې مهال د طالبانو د خلکو په خپل سر نیولو، په زندانونو کې د بندیانو له حقونو د سرغړونې او شکنجې راپورونه هم ورکړل شوي دي.
د نړۍ د نفوسو د سروې له مخې افغانستان په ۲۰۲۳کال کې د جرمونو د کچې له مخې په نړۍ کې څلورم ځای لري.

د لانګ وار ژورنال خپرونې لیکلي، د داعش خراسان ډله په سویلي او مرکزي اسیا کې د خپلو همکارو ډلو په ملتیا توانېدلې چې په اسیا او اروپا کې د «عملیاتو د ترسره کولو وړتیا» بیامومي.
د دغې مقالې د لیکوال په وینا، داعش ډله نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولو اسیایي او اروپايي هېوادونو لپاره په یو جدي ګواښ بدله شوې ده.
د لانګ وار ژورنال لیکوال جاناتان سایه په هغې مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۲۱مه) خپره شوه، لیکلي طالبانو هم منلې چې داعش ډله په افغانستان کې د پراخېدو په حال کې ده.
د امریکا له وتلو وروسته، سلګونه داعشیان له زندانونو خوشې شول او خپلو لیکو ته یې د نورو ځواکونو پر جلب او جذب هم کار وکړ.
هغه وویل، چې د داعش خراسان څانګه غواړي د خپلو وړتیاوو ننداره وړاندې کړي.
داعش یو غږیز پیغام چې ۵۶ دقیقې دی خپور کړی او پر طالبانو یې نېوکه کړې، چې له ایران سره یې ځان تړلی.
په دغه پیغام کې ویل شوي، چې طالبان له ایران او شیعه مذهبو څخه د اسلامي دولت په بریدونو کې ساتنه کوي.
د راپور له مخې، ایران له طالبانو سره د داعش پر وړاندې مبارزه کې همکاري کوي.

د دیني چارو د نړۍوالې څېړنې شورا په یوه څېړنه کې لیکلي، چې کندهاري طالبان د نجونو د زدهکړو په برخه کې د حقاني شبکې او د پکتیکا طالبانو پرتله سخت دریځه او محافظه کاره چلند کوي. د دغه پاکستاني بنسټ په وینا، طالبان د افغانستان د پرمختګ له وېرې د نجونو د زدهکړو مخه نیسي.
دا څېړنه د «طالبانو پېژندګلوي: نظر او ستراتیژي» نومېږي او په تېر یوه کال کې یې د طالبانو تګلارې او نظرونه څېړلي دي.
د دې څېړنې لیکوالانو افغانستان ته سفر کړی او په کندهار کې د دغې ډلې له والي او ملا هبت الله د سلاکار ملا شیرین، څېړونکو او د مدني ټولنو د غړو په ګډون یې له لسګونو طالب چارواکو سره مرکې کړې دي.
د دغو څېړونکو د راپور یوه کاپي افغانستان انټرنشنل ته هم ورکړل شوې ده.
د دیني چارو په اړه د نړۍوالې څېړنې د دغې شورا لیکوالان په دې باور دي، چې کندهاري طالبان د نجونو له زدهکړې سره مخالف دي؛ ځکه دوی وېره لري چې په عامه ځایونو کې د ښځو د اوسېدو اجازه به "افغانستان د عصري کېدو او پرمختګ پر لور وخوځوي."
په دې څېړنه کې ویل شوي کندهاري طالبان په دې باور دي، چې «ښځو ته امتیاز ورکول د دیموکراسۍ او اسلامي شریعت ترمنځ سرحدونه له منځه وړي.»
دغه څېړنه وايي: «په لوی کندهار کې چې دودیزه او مذهبي اېډیالوژي په کې حاکمه ده، د اختلاف وړ واړه غږونه د لاسته راوړنو د له لاسه ورکولو د وېرې له امله ډېر ژر غلي کېږي.»
طالبان سره متحد نه دي
د دیني چارو په اړه د نړۍوالو څېړنو شورا لیکلي، چې طالبان یو څو اړخیزه تحریک دی او په دې ډله کې سیمهییز وېش له ورایه څرګند دی.
همدارنګه د طالبانو د ډلې د اېډیالوژۍ په اړه د دوی چلند هم سره توپیر لري.
په راپور کې ویل شوي، چې طالبان په درېیو برخو وېشل شوي دي: افراطي، معتدل، قومي او سیمهییز؛ لکه د کندهار او پکتیا د طالبانو ترمنځ شخړه او په پای کې په جنګي او سیاسي ډلو وېشل شوي.
که څه هم په طالبانو کې دننه د مخالفت اوازې اورېدل کېږي؛ خو دغه پاکستاني څېړنیزه اداره په دې باور ده، چې پر دې ډلې د طالبانو د مشر کنټرول «باثباته او له ننګونو سره نه دی مخ شوی.»
کلیوال او ښاري طالب
د دغه پاکستاني بنسټ لیکوالان په دې باور دي، چې د کندهاري طالبانو مشران په کلیو کې اوسېدل او د حقاني شبکې مشران د پاکستان په ښارونو کې اوسېدل او دې کار د ښځو د زدهکړې او د باندې نړۍ سره د طالبانو د اړیکو په ګډون نورو برخو کې پر هغوی اغېزې کړې دي.
دغه بنسټ وايي، چې د جګړې پر مهال کندهاري طالبان د پاکستان په لرې پرتو سيمو لکه چمن، قلعه عبدالله، قلعه سيف الله، کچلاک او د کوټې ښار په څنډو کې اوسېدل او يو شمېر يې په غرونو کې اوسېدل، چې له عصري او ښاري ژوند لکه د ښځو د تعلیم سره بلد نه وو.
په دې څېړنه کې ویل شوي، چې د پکتیکا طالبان چې په عمده توګه په کابل، خوست، پکتیا او پکتیکا او د لوګر په ځینو برخو کې ژوند کوي، د پاکستان په ښارونو لکه اسلام اباد، بنو، پېښور او دېره اسماعیل خان کې د ژوند کولو تجربې لري. د ښځو د تعلیم په څېر مسلو ته نسبتا ښکاره او څرګند نظر لري.
په دې څېړنه کې دا هم ویل شوي، چې د پکتیا طالبانو د القاعده، تحریک طالبان پاکستان له بهرنیو وسلهوالو سره د نږدې اړیکو او په ښارونو کې د اوسېدو له کبله یوه نسبتاً معتدله ډله ګڼل کېږي، چې له نړۍ سره د اړیکو ساتلو پلوي کوي.
د دیني چارو په اړه د نړۍوالو څېړنو شورا په دې څېړنه کې لیکلي، چې د کندهاري طالبانو په ډله کې دیني عالمان او جهادي قومندانان شامل دي چې په کندهار، هلمند، فراه، ارزګان او نیمروز ولایتونو کې ژوند کوي.
د دې څېړنې د متن له مخې، کندهار د دغې ډلې د واک مرکز دی او د کندهار طالبان د طالبانو په حکومت کې د پام وړ نفوذ او واک لري.
هبت الله ته نږدې کړۍ
د دیني چارو په اړه د نړۍوالو څېړنو شورا د طالبانو د ډلې مشر هبت الله اخندزاده ته د نږدې کسانو په اړه معلومات خپاره کړي دي.
د دې څېړنې پر بنسټ، د امربالمعروف وزیر خالد حنفي، د علومو اکاډمۍ رئیس فریدالدین محمود، د بلخ والي یوسف وفا، د کندهار والي ملا شیرین، د عدلیې وزیر عبدالحکیم حقاني، د عدلیې وزیر نور محمد ثاقب د حج او اوقافو وزیر او د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده له نږدې سلاکارانو څخه دي.
د دیني چارو په اړه د نړۍوالو څېړنو شورا وايي، دغه کسان د طالبانو مشر ته په مهمو مسایلو په تېره بیا د شرعي او بهرنیو چارو په اړه مشورې ورکوي.
پنځه زره کسیزه ځانمرګي قطعه
د دې څېړنې په یوه برخه کې ویل شوي، چې ملا هبت الله اخندزاده د خپلو ځانمرګو ځواکونو لپاره یوه پنځه زره کسیزه قطعه جوړه کړې ده.
دا شورا لیکي: «د طالبانو مشر د هغو کسانو لپاره ډېر درناوی لري، چې په خپله خوښه د ځانمرګو له قطعې سره یوځای کېږي.»
د امریکا او د افغانستان د پخواني حکومت پر ضد د جګړې له پای ته رسېدو سره، سره د طالبانو ځانمرګي ځواکونه لا هم فعال دي.
په راپور کې لیکل شوي، چې د طالبانو مشر د وژل شویو جنګیالیو د کورنیو ملاتړ له نږدې څاري او هغوی یې د شهیدانو او معلولینو وزارت تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د دې کار موخه نه یوازې د دغو کورنیو وضعیت ته پاملرنه؛ بلکې د طالبانو په ډله کې د وفادارۍ ریښې پیاوړې کول هم دي.
پر امنیتي بنسټونو د طالبانو انحصار او ولکه
په دې څېړنه کې ویل شوي، چې طالبان یوازې خپلو غړو او خپلوانو ته په امنیتي بنسټونو کې اجازه ورکوي.
طالب جنګیالیو ته ویل شوي، چې د وخت په تېرېدو سره به په پوځ او پولیسو کې استخدام شي.
په څېړنه کې ویل شوي، چې د طالبانو په پوځ او پولیسو کې د هغو کسانو د شاملېدو چانس ډېر کم دی چې د طالبانو غړي نه وي.
د دوحې د دفتر بې اعتباره کېدل
په دې څېړنه کې ویل شوي، چې یو شمېر طالبان په دوحه کې د سیاسي دفتر غړو ته د شک په سترګه ګوري او دغه بې باوري د طالبانو د قوماندانانو او د دوحې د دفتر د غړو ترمنځ چې په تېرو څو کلونو کې د بهرنيو چارواکو سره په سیاسي مذاکراتو او تعاملاتو بوخت دي، د واټن لامل شوی دی.
دغه بنسټ د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي ته نږدې د یوه شنونکي په حواله لیکلي، د طالبانو قوماندانان او جنګیالي داسې احساس کوي چې د دوحې د دفتر غړي ارام او لوکس ژوند کوي.
دغه راز له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو هم دوی ته ډېر کرېډېټ ورکړل شوی دی.
په داسي حال کې چې طالب قوماندانان فکر کوي، چې له افغانستانه د امریکا په وتلو کې اصلي رول دوی لوبولی دی.
ظاهراً داسې ښکاري، چې د سیمې هېوادونه د طالبانو په رسمیت پېژندلو ته لېواله دي؛ خو د دیني چارو د نړۍوالې څېړنیزې شورا په وینا، حقیقت دا دی چې دغه هېوادونه هم په دې برخه کې او له طالبانو سره په اړیکو کې له احتیاطه کار اخلي.
د دې څېړنې له مخې، د نړۍوالې ټولنې انتخاب له طالبانو سره غیر رسمي تعامل دی.
دا تعامل په عمده توګه افغانستان ته د بشردوستانه مرستو رسولو په موخه ترسره کېږي.
د سلفیانو ځپل
په دې څېړنه کې ویل شوي، چې طالبانو له سلفیانو سره سخت چلند کړی دی.
دا ډله په هیڅ توګه سلفیان نه زغمي او د داعش په ملاتړ یې تورن کړي دي.
دا ځپل تر دې حده رسېدلي، چې د سلفیانو فعالیتونه په جوماتونو، مدرسو او غونډو کې هم بند شوي دي.
د دغه څېړنې لیکوالان په دې باور دي، چې پر سلفیانو فشار د داعش سره یوځای کېدو ته لاره هواروي.
په دې څېړنه کې د ازبک ملیشو د ځپلو یادونه هم شوې ده.
د طالبانو یوه قوماندان ویلي، چې طالبانو په ننګرهار او کونړ کې د ښځو په ګډون د ازبکستان د اسلامي تحریک ۳۰۰ غړي وژلي دي.
د ازبکستان اسلامي غورځنګ د ازبکستان لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي، هغه هېواد چې غواړي افغان طالبان قانع کړي چې د سوداګرۍ او سیاسي اړیکو په پراخولو سره ازبک ملیشې وځپي.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې داعش له ځپلو کېدو سره، سره د طالبانو واکمنۍ ته جدي ګواښ دی.
د غیر پښتنو شتهوالی سمبولیکه بڼه لري
د پاکستان د یوي موسسي د دې څېړنې پر بنسټ، كه څه هم طالبانو د تاجك، هزاره او ازبك له ډلې څخه ځيني كسان په دولتي پوستونو ګومارلي؛ خو د هغوى شتهوالی سمبوليكه بڼه لري.
د بامیان په څېر په غیر پښتنو ولایتونو کې د واک جوړښت هم د پښتنو طالبانو په لاس کې دی.

د دیني چارو د څېړنو نړۍوالې شورا (IRCRA) په خپله نوې څېړنه کې لیکلي، چې طالبان یوه متحده ډله نه ده. د دغه پاکستاني سازمان په وینا؛ د طالبانو مشران او غړي په خپل منځ کې ایډیالوژیکي، قومي، سیمه ییز او تنظیمي توپيرونه او اختلافات لري.
د مذهبي چارو په اړه د پاکستان د نړۍوالې څېړنیزې شورا نوې څېړنه ښيي، چې افراطي طالبان او هغه کسان، چې د نسبتا د معتدل دریځ ملاتړ کوي، له ایډیالوژیک پلوه سره توپیر لري.
دا څېړنه ښیي، چې د پښتنو طالبانو تر منځ ښکاره اختلافات موجود دي.
په څېړنه کې د کندهاري او پکتیکا طالبانو ترمنځ توپیر د بېلګې په توګه یاد شوی دی.
دغه بنسټ دا هم ویلي، چې د سیاسي مشرانو او طالب وسله والو تر منځ د اړيکو بيلوالۍ او بې باوري به د دوی ترمنځ د تنظیمي اختلافاتو لامل شي.
د دغه څېړنې د متن پر بنسټ طالبان هڅه کوي، چې دغه اختلافات پټ او کم وښوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی وايي؛ ډېرو افغان سوداګرو او پانګوالو خپل شرکتونه او د خپلو پانګو یوه لویه برخه ایران ته انتقال کړې ده. خان جان الکوزي وويل، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ وروسته خلک له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.
د ایران تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) راپور ورکړ، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال ویلي؛ کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د افغانستان د لوېدیځ ولایتونو ډېرو سوداګرو خپلې سرمایې ایران ته انتقال کړي دي.
تر دې مخکې د ایران د بهرنیو پانګوالو د ټولنې مشر حسین سلیمي ویلي وو، چې افغان اتباع په ایران کې د پانګونې لپاره لومړی ځای لري.
خو د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزیر وايي، چې دا ډله په افغانستان کې د اقتصادي ځان بسیاینې او بهرنۍ پانګونې د جلبولو په لټه کې ده.
دغه ډله ټینګار کوي، چې په افغانستان کې یې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لپاره د پانګونې زمینه برابره کړې او هڅه کوي چې افغان سوداګر خپلې پانګې افغانستان ته انتقال کړي.
