• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمد نبي د شل اوریزو سیالیو د الراونډرانو په درجه بندۍ کې لومړی مقام خپل کړ

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۷ GMT+۱

د کرېکټ نړۍوالې شورا د شل اوریزو سیالیو د غوره الراونډرانو لېست خپور کړی او افغان لوبغاړي محمد نبي په کې لومړی مقام خپل کړی. محمد نبي تر دې وړاندې په درېیم مقام کې ځای درلود.

کرېکټ د نړۍوالې شورا له لوري د چهارشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۳مه) د شل اوریزو سیالیو د غوره الراونډرانو لېست خپور کړ.
د کرېکټ نړۍواله شورا وايي، د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو نړۍوال جام کې د افغانستان ښه لوبېدل د دې لامل شو چې افغان لوبغاړي د دغې شورا په درجه بندۍ کې ښه مقامونه خپل کړي.
همدارنګه د کرېکټ نړۍواله شورا وايي، په وېسټ اېنډیز او امریکا کې د نړۍوال جام د لوبو پر مهال اسیاسي لوبډلې هم د توپ اچونې او هم توپ وهنې په برخه کې خپله برلاسي وښوده.
یاده شورا وايي، ۳۹ کلن محمد نبي په تازه درجه بندۍ کې ستر ګټونکی دی، دغه مقام یې له هغه وروسته خپل کړ چې په ګیانا کې یې د نیوزیلنډ په وړاندې وروستۍ سیالۍ کې یې دوه وېکټې واخیستې.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام کې افغان لوبډله د رینکینګ له پلوه په ټولو شلو لوبډلو کې په لومړي مقام کې ځای لري.
د نړۍوال جام په دغه سیالیو کې فضل الحق فاروقي د ډېرو وېکټو تر لاسه کولو او رحمن الله ګربز د ډېرو منډو د جوړولو له امله په لومړي مقام کې ځای لري.

ترویج لرونکی

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده
۱

د پاکستان لومړی وزیر: د امریکا او ایران ترمنځ د سولې هوکړه شوې ده

۲

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په نوې مسوده کې طالبانو ته د «اړوندو چارواکو» اصطلاح کارېدلې

۳
ځانګړی

طالبانو د لوګر ولایت د ابچکان کلي اوسېدونکو زرګونه جریبه ځمکه د بل چا په نوم کړې

۴

طالبان وایي کابل کې یې پر درېیو نجونو د موټر برید عامل نیولی دی

۵

طالبان: کابل به سبا د شپږو اسیایي هېوادونو د استازو د غونډې کوربه وي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان له ۲۰ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د «کافا اتلولۍ» په سيالیو کې برخه اخلي

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۰۸ GMT+۱
د افغانستان له ۲۰ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله د «کافا اتلولۍ» په سيالیو کې برخه اخلي
100%

د افغانستان فوټبال فدراسيون وایي، چې له ۲۰ کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډله به د منځنۍ اسيا د «کافا اتلولۍ» په سياليو کې برخه واخلي. د فوټبال دغه سيالۍ د همدې کال د جولای مياشتي له ۵ څخه تر ۱۲مي نېټې پوري د قرغزستان په کوربه توب تر سره کيږي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون نن سې شنبه (د غبرګولي ۲۲مه) په یوه خبر کې ويلي؛ دوی چمتو دي، چې لوبډله یې په دې سيالیو کې برخه واخلي.

د همدې فدراسيون د خبر له مخې؛ په دې سيالیو کې افغانستان، ایران، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان لوبډلې برخه لري.

د یادوني وړ ده، چې د افغانستان د فوټبال ملی لوبډله د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د دویم کواليفای پړاو د راتګ او د ۲۰۲۷ کال اسيايي جام ته د لارموندنې لپاره نن سې شنبه شپه د کوېټ لوبډلې پر وړاندې لوبېږي.

په دغو سیالیو کې څلور ورځې وړاندې افغان لوبډلې د اسيا د اتلې لوبډلې قطر سره لوبه مساوي پای ته ورسوله.

شل اوره نړیوال جام کې پاکستان نن له کاناډا سره لوبه لري

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۱ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱
  شل اوره نړیوال جام کې پاکستان نن له کاناډا سره لوبه لري
100%

پاکستان نن د کرېکټ شل اوره نړیوال جام سیالیو کې خپله دريمه لوبه له کاناډا سره لري. پاکستان په خپلو لومړيو دوو لوبو کې ماتې خوړلې او کاناډا په دوو لوبو کې يوه ګټلې او بله يې بایللې ده.

د پاکستان او کاناډا کريکټ لوبډلو ترمنځ دغه لوبه په نيورياک کې د پاکستان پر وخت د ماښام ۷ بجې پيليږي.

د نړيوال شل اوره جام سياليو کې پاکستان په خپله لومړۍ سيالۍ کې له امریکا او په دويمه کې له هند ماتې خوړلې.

د کاناډا کريکټ لوبډلې بيا په لومړۍ سیالۍ کې له امریکا ماته خوړلې خو خپله دويمه لوبه یې له ايرلينډ ګټلې ده.

د پاکستان او کاناډا لوبډلو ترمنځ دا د نړیوال شل اوره جام ۲۲مه سيالۍ ده، چې تر سره کيږي.

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر وايي، چې په لوبډله کې یې ستر بدلون ته اړتیا ده

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۵۳ GMT+۱
د پاکستان کرېکټ بورډ مشر وايي، چې په لوبډله کې یې ستر بدلون ته اړتیا ده
100%

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر ویلي، چې په لوبډله کې یې ستر بدلون ته اړتیا ده او په خبره یې چې په لوبډله کې به نویو استعدادونو ته د لوبېدلو موکه ورکړي. محسن نقوي د کرېکټ په لوبډله کې دغه بدلون ته د جراحۍ عملیاتو نوم ورکړی.

محسن نقوي د هند په وړاندې په ستره لوبه کې د پاکستان کرېکټ لوبډلې پر ماتې د خواشینۍ په څرګندولو سره له لوبې وروسته خبریالانو ته وویل، چې دغه ماتې په هر لحاظ مایوسه کوونکې وه، او د پاکستان کرېکټ دا مهال تر ټولو د ټیټې کچې لوبډله څرګنده شوې.

د پاکستان کرېکټ بورډ مشر له هغه وروسته په خپله ډله نیوکې کړې چې دغې لوبډلې د خپل سیال هیواد هند سره له سختې سیالۍ وروسته لوبه وبایلله.

هغه وویل، داسې ښکاري چې د کرېکټ ملي لوبډله په کوچنۍ جراحۍ نه رغیږي، او په دغه لوبه کې له خورا بدې کارکردګۍ وروسته ډاډه شو چې په لوبډله کې یوې سترې جراحۍ ته اړتیا ده.

محسن نقوي له رسنیو سره په خبرو کې ويلي، چې ولس به یې په دې برخه کې ډېر ژر يو لوي بدلون وويني.

شنونکي وايي، پاکستاني توپ وهونکي ونه توانېدل چې د هند پر وړاندې د ۱۲۰ منډو هدف پوره کړي. فخر زمان، افتخار احمد، شاداب خان او عماد وسیم هڅه وکړه خو هڅې یې بې ځایه وې او لوبه یې کاواکه کړه.

هند دغه لوبه په شپږو منډو وګټله او د پاکستان لپاره یې سوپر اته ته رسېدل تقریبا ناشوني کړل، که امریکا ایرلنډ ته ماتې ورکړي، د پاکستان لپاره د نړیوال جام سفر پای ته رسولی شي.

محسن نقوي وويل چې د پاكستان كرېكټ لوبډله بهد نړۍ يوه غوره لوبډله كړي، ځکه چې د بایللو ټول لاملونه ورته معلوم دي او تر ټولو اوس ښه ور څرګنده شوه چې په لوبډله کې کوم بدلونونه راولي.

نړېوال شل اوریز جام؛ ویسټ اینډیز له یوګنډا او سکاټلنډ له عمان څخه لوبه وګټله

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۱۰ GMT+۱
نړېوال شل اوریز جام؛ ویسټ اینډیز له یوګنډا او سکاټلنډ له عمان څخه لوبه وګټله
100%

د شل اوریز نړېوال جام په دوام تېره ورځ ویسټ اینډیز د ۱۳۴ منډو په توپير له یوګنډا او سکاټلنډ د اوو ویکېټو په توپير له عمان څخه لوبه وګټله. نن دوشنبه په نړېوال جام کې یوازې یوه لوبه د سوېلي افریقا او بنګله دیش هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي.

د ۲۰۲۴ کرېکټ د نارینه‌و شل اوریز نړېوال جام کې تېره ورځ په پرویدنس لوبغالي کې د کوربه ویسټ اینډیز او یوګنډا هېوادونو ترمنځ لوبې ترسره شوې.

د لوبې پچه ویسټ اینډیز لوبډلې وګټله او د یوګنډا په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د ویسټ اینډیز لوبډلې په شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې.

د ویسټ اینډیز لوبډلې په توپ وهنه کې جانسون چارلز ۴۴، انډري راسل ۳۰ ناسوځیدلې او رومن پاول ۲۳ تر منډې جوړې کړې.

په دغې سیالۍ کې د یوګنډا لوبډلې برایان ماسابا دوه، الپش رامنجاني او دینیش ناکراني د ویسټ اینډیز یو یو لوبغاړی وسوځول.

خو د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د ویسټ اینډیز لوبډلې د غوره توپ اچونې په پایله کې د یوګنډا ټوله لوبډله د لوبې په دولسم اور کې د ۳۹ منډو په جوړېدو سره وسوځېدله.

او یاده سیالۍ یې ۱۳۴ منډو په توپير له یوګنډا څخه وګټله.

په دغه سیالۍ کې د ویسټ اینډیز توپ اچونکي اکلیل حسین پنځه، الزاری جوزف ۲ او انډري راسل د یوګنډا لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه.

د ویسټ اینډیز او یوګنډا لوبډلو ترمنځ سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه اکلیل حسین ته ورکړل شوه.

همدارنګه د تېرې شپې دویمه لوبه سکاټلنډ د اوو ویکیټو په توپیر له عمان څخه وګټله.

د دغې لوبې پچه عمان لوبډلې وګټله او د سکاټلنډ په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

عمان په شل اورونو کې د اوو ویکیټو په زیان سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

خو سکاټلنډ لوبډلې د عمان لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۴ اور کې د درېیو لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د اوو ویکېټو په توپير له عمان لوبډلې څخه وګټله.

د یادې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه د سکاټلنډ لوبډلې توپ وهونکي برانډون مک مالن ته ورکول شوه، نوموړي په ۳۱ توپونو ۶۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

نن په نړېوال جام کې یوازې یوه لوبه د سوېلي افریقا او بنګله دیش هېوادونو د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

نړۍوال شل اوریز جام؛ د هند کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۴۰ GMT+۱
نړۍوال شل اوریز جام؛ د هند کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه
100%

د نړۍوال شل اوریز جام د سیالیو په لړ کې نن یکشنبه هند له پاکستان سره مخامخ شو، چې په پایله کې هند وتوانید چې خپل سیال پاکستان ته ماتې ورکړي.

دغه لوبه چې د امریکا په نیویارک ایالت کې سهار پیل شوې وه، لومړی هند توپ وهنه پیل کړه، چې په ټاکلو اورونو کې یې ۱۲۰ منډې هدف وټاکه.

پاکستان د خپلې توپوهنې په نوبت کې د ټولو اورونو په کولو سره په دې ونه توانید چې له هند څخه یاده لوبه وګټي.

له دې وړاندې پاکستان له امریکا څخه ماتې خوړلې وه، چې د کرېکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له یوه نیمه دایمي غړې لوبډلې څخه ماته ګڼل کیږي.