• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نړېوال شل اوریز جام؛ ویسټ اینډیز له یوګنډا او سکاټلنډ له عمان څخه لوبه وګټله

۲۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۰ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۱۰ GMT+۱

د شل اوریز نړېوال جام په دوام تېره ورځ ویسټ اینډیز د ۱۳۴ منډو په توپير له یوګنډا او سکاټلنډ د اوو ویکېټو په توپير له عمان څخه لوبه وګټله. نن دوشنبه په نړېوال جام کې یوازې یوه لوبه د سوېلي افریقا او بنګله دیش هېوادونو ترمنځ ترسره کیږي.

د ۲۰۲۴ کرېکټ د نارینه‌و شل اوریز نړېوال جام کې تېره ورځ په پرویدنس لوبغالي کې د کوربه ویسټ اینډیز او یوګنډا هېوادونو ترمنځ لوبې ترسره شوې.

د لوبې پچه ویسټ اینډیز لوبډلې وګټله او د یوګنډا په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د ویسټ اینډیز لوبډلې په شل اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې جوړې کړې.

د ویسټ اینډیز لوبډلې په توپ وهنه کې جانسون چارلز ۴۴، انډري راسل ۳۰ ناسوځیدلې او رومن پاول ۲۳ تر منډې جوړې کړې.

په دغې سیالۍ کې د یوګنډا لوبډلې برایان ماسابا دوه، الپش رامنجاني او دینیش ناکراني د ویسټ اینډیز یو یو لوبغاړی وسوځول.

خو د لوبې په دویمه پاڼۍ کې د ویسټ اینډیز لوبډلې د غوره توپ اچونې په پایله کې د یوګنډا ټوله لوبډله د لوبې په دولسم اور کې د ۳۹ منډو په جوړېدو سره وسوځېدله.

او یاده سیالۍ یې ۱۳۴ منډو په توپير له یوګنډا څخه وګټله.

په دغه سیالۍ کې د ویسټ اینډیز توپ اچونکي اکلیل حسین پنځه، الزاری جوزف ۲ او انډري راسل د یوګنډا لوبډلې یو لوبغاړی وسوځاوه.

د ویسټ اینډیز او یوګنډا لوبډلو ترمنځ سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه اکلیل حسین ته ورکړل شوه.

همدارنګه د تېرې شپې دویمه لوبه سکاټلنډ د اوو ویکیټو په توپیر له عمان څخه وګټله.

د دغې لوبې پچه عمان لوبډلې وګټله او د سکاټلنډ په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

عمان په شل اورونو کې د اوو ویکیټو په زیان سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې.

خو سکاټلنډ لوبډلې د عمان لوبډلې له لوري ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۴ اور کې د درېیو لوبغاړو په زیان سره پوره کړ او لوبه یې د اوو ویکېټو په توپير له عمان لوبډلې څخه وګټله.

د یادې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه د سکاټلنډ لوبډلې توپ وهونکي برانډون مک مالن ته ورکول شوه، نوموړي په ۳۱ توپونو ۶۱ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

نن په نړېوال جام کې یوازې یوه لوبه د سوېلي افریقا او بنګله دیش هېوادونو د لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

نړۍوال شل اوریز جام؛ د هند کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۴۰ GMT+۱

د نړۍوال شل اوریز جام د سیالیو په لړ کې نن یکشنبه هند له پاکستان سره مخامخ شو، چې په پایله کې هند وتوانید چې خپل سیال پاکستان ته ماتې ورکړي.

دغه لوبه چې د امریکا په نیویارک ایالت کې سهار پیل شوې وه، لومړی هند توپ وهنه پیل کړه، چې په ټاکلو اورونو کې یې ۱۲۰ منډې هدف وټاکه.

پاکستان د خپلې توپوهنې په نوبت کې د ټولو اورونو په کولو سره په دې ونه توانید چې له هند څخه یاده لوبه وګټي.

له دې وړاندې پاکستان له امریکا څخه ماتې خوړلې وه، چې د کرېکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له یوه نیمه دایمي غړې لوبډلې څخه ماته ګڼل کیږي.

د افغانستان د کراټې لوبډلې د تهران د اسيايي لوبو په سياليو کې دویم مقام تر لاسه کړ

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱

د افغان د تجربه لرونکو کراټې ۱۳ کسيزې لوبډلې، چې د اسيا د تجربه لرونکو کراټې په سيالیو کې يې برخه اخيستي وه؛ څلور د سرو زرو، څلور د سپينو زرو او د پنځه برونزو مډالونو په ګټلو سره یې د سياليو دويم مقام تر لاسه کړ.

دغه سيالۍ د ایران په پلازمینه تهران کې د «محمد علي سنتکاران» جام تر لانامه لاندي تر سره شوې.

د افغانستان د تجربه لرونکو کراټې لوبغاړو پایلې:

د سرو زرو مډالونه:

عزيزالله راضي، علي احمد رضايي، سيد محمد يعقوب موسوي او فولاد اسماعيلي

د سپين زرو مډالونه:

حيدر محمدي، کاظم علي خاني، غلام نبي جعفري او سيد علي رضایي

د برونزو مډالونه:

غلام سخي خاوري، خداداد مبارز، عبدالمحبور سروري، علی ابراهیمي او انظر گل یوسفي

د یادوني وړ ده، چې د افغانستان ۱۱ لوبغاړو نن د سویلي اسيا د ۱۴م پړاو سيالیو کې د فزيک او بدن جوړونې په برخو کې درې د سرو زرو، پنځه د سپينو زرو او درې د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو درېيم مقام ګټلی و.

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبغاړو د سویلي اسیا په سیالیو کې درېيم مقام تر لاسه کړ

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۳ GMT+۱

د افغانستان د بدن جوړونې فدراسيون وایي، چې لوبغاړو یې د سويلي اسيا په ۱۴م پړاو سيالیو کې درېيم مقام تر لاسه کړ. په دې سیالیو کې هندوستان تر ټولو د زياتو نمرو په تر لاسه کولو لومړۍ او مالديف دویم مقامونه تر لاسه کړي دي.

د افغانستان د بدن جوړونې ملي فدراسيون د یکشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې لوبغاړو يې د سويلي اسيا په څلوارلسم پړاو سيالیو کې د ۳۷۰ نمرو په تر لاسه کولو درېيم مقام ګټلی.

د فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ په دې سياليو کې د سويلي اسيا د اوو هېوادونو ۱۷۱ لوبغاړو برخه اخيستې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان څخه ۱۱ لوبغاړو د فزيک او بدن جوړونې په برخو کې ګډون کړی و، چي درې د سرو زرو، پنځه د سپينو زرو او درې يې د برنزو مډالونه ترلاسه کړل.

د کرېکټ نړېوال جام؛ اسټرالیا انګلستان او ویسټ اینډیز یوګنډا ته ماتې ورکړه

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د کرېکټ په شل اوریز نړېوال جام کې په لومړینو دوه لوبو کې اسټرالیا انګستان ته او ویسټ اینډیز یوګنډا ته ماتې ورکړه. نن د ورځې په ورستیو کې راتلونکې دوو لوبو کې هند د پاکستان او عمان د سکاټلنډ په وړاندې لوبیږي.

د ۲۰۲۴ کال د نارینه شل اوریز کرېکټ نړېوال جام کې د یکشنبې د (غبرګولي ۲۰مه) څلور لوبې پلان شوې چې دوه ترسره شوې او دوه نورې د ورځې په اوږدو کې کیږي.

نن یکشنبه د نړېوال جام ۱۷مه لوبه د اسټرالیا او انګلستان د لوبډلو تر منځ د کینسنګټون اوال بارباډوس په لوبغالي کې تر سره شوه.

د یادې لوبې پچه د انګلستان لوبډلې وګټله او د اسټرالیا په وړاندې یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د انګلستان لوبډلې د شل اورونو به لوبولو او شپږ لوبغالو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.

یاد هدف د اسټرالیا لوبډلې د لوبې د وروستي اور په وروستي بال په څلوریزې وهلو د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

همدارنګه ۱۸مه لوبه له سي ګروپ څخه د ګوربه ویسټ اینډیز او یوګنډا هېوادونو د لوبډلو تر منځ په پرویدنس لوبغالي کې ترسره شوه.

د یادې لوبې پچه ویسټ اینډيز لوبډلې وګټله او د یوګنډا په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د ویسټ اینډیز لوبډلې په شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ګنډا لوبډلې ته ۱۷۳ منډو هدف ورکړ.

خو ویسټ اینډیز په ۱۲م اور کې د یوګنډا ټوله لوبډله وسوځوله.

یوګنډا د ویسټ اینډیز په وړاندې د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او یواځې یې ۳۹ منډې جوړې کړې.

د نړېوال جام په دوام نن ورځ ۱۹مه لوبه، هند د پاکستان په وړاندې او ۲۰ لوبه کې عمان د سکاټلنډ په وړاندې لوبیږي.

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبغاړو د سویلي اسیا په سیالیو کې ۵ مډالونه وګټل

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبډلې د سویلي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو د ۱۴ پړاو په لومړۍ ورځ د طلا د دوو مډالونو په ګډون پنځه مډاله ترلاسه کړل.

دغه سیالۍ په مالدیف کې ترسره شوي او د افغانستان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې د فزیک او بدن جوړونې په برخو کې دوه د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

افغان لوبغاړو نن شنبه په دغو سیالیو کې برخه واخیسته.

د سویلي اسیا د بدن جوړونې په سیالیو کې د افغان لوبغاړو له ډلې مسلم شاه فقیري د ۲۱ کلنو ځوانانو په ډله کې د مثبت ۷۵ کیلو ګرامو په وزن کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

نصیب الله عظیمي د فزیک په ډله کې د ۱۷۵سانتي متره قد په ګروپ کې، د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

فراموز اکرمزاده د بدن جوړونې په برخه کې په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د سپینو زرو مډال او

وحیدالله صدیقي د فزیک په کټګورۍ کې د ۱۷۰ سانتي متره قد په ګروپ کې، د سپینو زرو مډال وګټه.

بل خوا شاهد شهیم د فزیک په کټګورۍ کې، د ۱۶۰ سانتي متره قد په ګروپ کې، د برونزو مډال ترلاسه کړ.

د افغانستان د بدن د ښکلا فدراسیون د خبرپانې له مخې، د افغانستان ملي لوبغاړي به سبا یکشنبه د بدن د ښکلا او فټنس سیالیو په اوو بېلابېلو څانګو کې د سویلي اسیا د نورو هیوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.