د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبغاړو د سویلي اسیا په سیالیو کې ۵ مډالونه وګټل

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبډلې د سویلي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو د ۱۴ پړاو په لومړۍ ورځ د طلا د دوو مډالونو په ګډون پنځه مډاله ترلاسه کړل.

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبډلې د سویلي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو د ۱۴ پړاو په لومړۍ ورځ د طلا د دوو مډالونو په ګډون پنځه مډاله ترلاسه کړل.
دغه سیالۍ په مالدیف کې ترسره شوي او د افغانستان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې د فزیک او بدن جوړونې په برخو کې دوه د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
افغان لوبغاړو نن شنبه په دغو سیالیو کې برخه واخیسته.
د سویلي اسیا د بدن جوړونې په سیالیو کې د افغان لوبغاړو له ډلې مسلم شاه فقیري د ۲۱ کلنو ځوانانو په ډله کې د مثبت ۷۵ کیلو ګرامو په وزن کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
نصیب الله عظیمي د فزیک په ډله کې د ۱۷۵سانتي متره قد په ګروپ کې، د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
فراموز اکرمزاده د بدن جوړونې په برخه کې په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د سپینو زرو مډال او
وحیدالله صدیقي د فزیک په کټګورۍ کې د ۱۷۰ سانتي متره قد په ګروپ کې، د سپینو زرو مډال وګټه.
بل خوا شاهد شهیم د فزیک په کټګورۍ کې، د ۱۶۰ سانتي متره قد په ګروپ کې، د برونزو مډال ترلاسه کړ.
د افغانستان د بدن د ښکلا فدراسیون د خبرپانې له مخې، د افغانستان ملي لوبغاړي به سبا یکشنبه د بدن د ښکلا او فټنس سیالیو په اوو بېلابېلو څانګو کې د سویلي اسیا د نورو هیوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.


د افغان چارو لپاره د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي په تهران کې د مسکو فارمټ په چوکاټ کې د افغانستان لپاره د تماس ډلې د ناستې په پای کې ویلي، « که افغانستان غواړي له اوسني بحراني وضعیت څخه ووځي باید له ښه کسانو او له بیلابیلو پاړکو حکومت جوړ کړي.»
په تهران کې د افغانستان لپاره د تماس ډلې دویمه ناسته چې د ایرن، روسیې، چین او پاکستان په ګدون جوړه شوې وه، د شنبې په ورځ پای ته ورسیده.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي ټینګار کړی چې له «صالحو خلکو د بېلا بېلوپاړکو حکومت جوړول» طالبانو ته سپارښتنه او وړاندیز دی، خو د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې په مانا نه ده.
ښاغلي قمي ویلي، د تهران د ناستې ګډونوال لاهم افغانستان د خپل بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې لري او له دغه هیواد څخه د امنیتي ګواښونو په اړه اندیښمن دي.
د هغه په وینا د سیمې هیوادونه په دې باور دي چې باید له افغانتسان سره د ترهګرۍ د مبارزې او نورو برخو کې همکاري وشي، ځکه چې دغه هیواد په سخت وضعیت کې دی او له ډیرو ستونزو سره مخامخ دی.
نوموړي په مسکو او کندهار کې تروریستي بریدونو او په پاکستان کې پر چینايي وګړو چاودنې ته په اشارې څرګنده کړه چې ترهګري د افغانستان، ګاونډیو هېوادونو او سیمې ته زیان رسوي.
د هغه په وینا، تهران کې د نن ورځې خبرې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د امنیت د تامین او د سرحدونو د ټینګولو په هکله وې.
په ورته وخت کې ښاغلي قمي ټینګار وکړ چې ایران هوډ لري چې له افغانستان سره ګډه پوله په فزیکي توګه لا غښتلې کړي.
هغه وويل: "د هېواد د لوړ پوړو چارواکو د ټينګار له مخې پلان لرو چې يوه عصري او مجهز سرحدي دیوال جوړ کړو او د جوړېدو چارې يې پيل شوې هم دي."
نوموړی ټینګار کوي، چې د افغانستان وضعیت د سیمې پر حالاتو هم اغیز کوي او که دغه هیواد کې د کډوالۍ یا ترهګرۍ موضوع لا هم روانه وي، نو دا د سیمې هیوادونو ته د تشویش وړ خبره ده.
هغه وویل، چې افغانستان نن یو سرپرست حکومت لري، خو دا د دغه هیواد ټولې ستونزې نه شي حل کولای.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی ویلي، چې په افغانستان کې د اوسنیو ستونزو اصلي لامل په دغه هیواد کې د امریکا حضور و او امریکایان باید د دغه هیواد د اوسني وضعیت په اړه ځوابګویه اوسي او په دغه هیواد کې نوې ستونزې جوړې نه کړي.
ښاغلي قمي ویلي، چې د تهران په ناسته کې یې د ګډون لپاره طالبانو ته هم بلنه ورکړې وه، خو هغوی له ګډون څخه ډډه کړې ده او دا چې په دغه ناسته کې شوې پریکړې به له ملګرو ملتونو سره هم شریکې کړي.

د بدخشان لپاره د طالبانو د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په یمګان ولسوالۍ کې د یوې غونډۍ د ښویېدو له امله یوه ښځه وژل شوې او څلور کسان ټپیان شوي دي.
د باختر اژانس د خبر له مخې، د بدخشان ولايت د طبيعي پيښو سره د مبارزې رييس وويل، چې دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه، چې د يمګان ولسوالۍ د واني کلي يوشمير اوسيدونکي ددغې غونډۍ په لمن کې په کار بوخت وو.
د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو او طبیعي پېښو له امله سلګونه هېوادوال مړه شوي دي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو د همدې کال د غبرګولې میاشتي په لومړيو کې خبر ورکړ، چې د بدخشان په راغستان ولسوالۍ کې د ځمکې ښویدنې له امله ۱۵ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي او تر ۲۰ډېر نور کورونه د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

ځايي سرچینې وايي په ننګرهار کې د تبلیغانو د عمومي مشر په ټاکلو کې د طالبانو د لاسوهنې له امله په جلال اباد کې د تبلیغانو مرکز له پنځو میاشتو راهیسې تړلی دی. د دې مرکز د مشر له مړینې وروسته طالب چارواکو پخپله خوښه یو مشر ورته ټاکلی چې ځايي تبلیغان یې نه مني.
په ننګرهار سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د افغانستان تبلیغي جومات عمومي امیر خان زمان له وفات طالبانو د عبدالباري په نوم شخص د افغانستان د تبلیغانو د عمومي امیر په توګه ټاکلی.
خو ځیني هغه تبلیغان چې د طالبانو له دې ټاکنې سره مخالفت لري، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د دې مشر په ټاکلو کې د تبلغانو له شوراګانو سره هیڅ ډول مشوره نه ده شوې.
دوی زیاتوی د افغانستان، بنګلدیش، هند لپاره د تبلیغانو عمومي مشران د هند اسلامي علماوو شورا لخوا ټاکل کیږي، خو د دوی پر وینا اوس پاکستان غواړي د افغانستان تبلیغان د پاکستان ریونډ تبلیغي مرکز پورې وتړي او هغوي په خوښه په افغانستان امیر وټاکل شي.
د طالبانو د پرېکړې مخالف تبلیغان وايي د هند عالماوو شورا یې د مشر ټاکلو په اړه طالبانو ته یو مکتوب لېږلی و خو طالبانو د دې مکتوب پرضد عمل وکړ او هغه یې رد کړ.

دوی زیاتوي د څو میاشتو په موده کې د طالبانو استخباراتو یو شمېر د تبلیغانو نوموتي مشران نیولي، چې د دوی د پرېکړې مخالفت یې کړی دی.
د څو میاشتو روانو ننداریو سره طالبان دې ته اړ شول چې په جلال اباد کې د تبلیغانو لوي مرکز وتړي.
هر جعمه په سلکونه تبلیغان په دغه لوي مرکز کې راټولېدل.

سېلاب خیریه بنسټ نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ۱۳۰ زلمیانو او پېغلو ډلیز واده وکړ. د دغه بنسټ مشر سید احمد سېلاب وايي، ننګرهار د افغانستان په کچه واحد ولايت دی چې خسرګنۍ خپلو زومانو ته ولور او ټول لګښتونه وبښل.
سید احمد سېلاب زیاتوي، چې هر زوم ته يې د کور لپاره شاوخوا دوه سوه اجناس اخيستي دي چې ټولې اړتياوې پرې پوره کيږي.
دې مراسمو کې څو خسرانو وویل، له کالونو راهیسې يې لورڼه ورکړې وې، خو زومانو يې د ولور او د واده د لګښت توان نه درلود، خو د سېلاب خیریه په غوښتنه يې خپلو زومانو ته ولورونه او نور لګښتونه وبښل.
دوی له والدينو وغوښتل چې له ولور او نورو ناوړه دودونو څخه ډډه وکړي.
سېلاب خیریه بنسټ پر ننګرهار سربېره نورو ولایتونو کې کې هم ورته ډله ییز ودونه کړي دي.
دغه بنسټ د هغو ځوانانو سره مرسته کوي، چې ولور او نورو مراسمو ترسره کولو توان ونه لري.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر د عالي تحصیلاتو او پوهنې وزیرانو په نړیواله څلور ورځنۍ ناسته کې د ګدون لپاره د روسیې کازان ښار ته ورسېد. طالبان وايي، ندامحمد نديم به په دې ناسته کې د بېلابيلو هېوادونو له وزيرانو او په روسيه کې له افغان محصلينو سره وګوري.
د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ویاند ضياء الله هاشمي ند دې سفر اړوند پر خپله اېکس پاڼه په يوه ويډيو کې ويلي، چې دغه غونډه د روسيې په کازان کې جوړيږي، چې د نړۍ د لوزړو زدکړو او پوهنې وزیران پکې ګډون کوي.
هاشمي زياتوي، چې په دې ناسته کې به طالب وزير ندامحمد نديم د نړۍ د لوړو زدکړو له وزيرانو سره پر لیدونو سربېره د روسيې د عالي تحصیلاتو له مرکزونو او هلته د افغان محصلینو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او حل په موخه هم وګوري.
ندا محمد ندیم تېر کال هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و.
تر دې مخکی د طالبانو د پوهنې وزارت هم ويلي و، چې د دغه وزارت سرپرست حبیب الله اغا د پوهنې په نړیواله څلور ورځنۍ غونډه کې د ګدون لپاره روسیې ته رسېدلی دی.
په تېرو څلورو ورځو کې دا د طالبانو دريم وزیر دی، چې روسیې ته په سفر ځي؛ تر دوی وړاندې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري هم په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې سن پترزبورګ ته تللی.
خو د طالبانو د پوهنې او لوزړو زدکړو وزیران پر داسې مهال په یوه نړیواله غونډه کې برخه اخلي، چې شاوخوا درې کاله کېږی د لوړو زدکړو او د شپږم ټولګي پورته د ټولو نجونو لپاره پر زدکړو یې بندیز لګېدلی دی.