• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د تبلیغانو په چارو کې د طالبانو د لاسوهنې له امله د جلال اباد مرکز له ۵ میاشتو راهیسې تړلی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۵۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۰۰ GMT+۱

ځايي سرچینې وايي په ننګرهار کې د تبلیغانو د عمومي مشر په ټاکلو کې د طالبانو د لاسوهنې له امله په جلال اباد کې د تبلیغانو مرکز له پنځو میاشتو راهیسې تړلی دی. د دې مرکز د مشر له مړینې وروسته طالب چارواکو پخپله خوښه یو مشر ورته ټاکلی چې ځايي تبلیغان یې نه مني.

په ننګرهار سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د افغانستان تبلیغي جومات عمومي امیر خان زمان له وفات طالبانو د عبدالباري په نوم شخص د افغانستان د تبلیغانو د عمومي امیر په توګه ټاکلی.

خو ځیني هغه تبلیغان چې د طالبانو له دې ټاکنې سره مخالفت لري، افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د دې مشر په ټاکلو کې د تبلغانو له شوراګانو سره هیڅ ډول مشوره نه ده شوې.

دوی زیاتوی د افغانستان، بنګلدیش، هند لپاره د تبلیغانو عمومي مشران د هند اسلامي علماوو شورا لخوا ټاکل کیږي، خو د دوی پر وینا اوس پاکستان غواړي د افغانستان تبلیغان د پاکستان ریونډ تبلیغي مرکز پورې وتړي او هغوي په خوښه په افغانستان امیر وټاکل شي.

د طالبانو د پرېکړې مخالف تبلیغان وايي د هند عالماوو شورا یې د مشر ټاکلو په اړه طالبانو ته یو مکتوب لېږلی و خو طالبانو د دې مکتوب پرضد عمل وکړ او هغه یې رد کړ.

100%

دوی زیاتوي د څو میاشتو په موده کې د طالبانو استخباراتو یو شمېر د تبلیغانو نوموتي مشران نیولي، چې د دوی د پرېکړې مخالفت یې کړی دی.

د څو میاشتو روانو ننداریو سره طالبان دې ته اړ شول چې په جلال اباد کې د تبلیغانو لوي مرکز وتړي.

هر جعمه په سلکونه تبلیغان په دغه لوي مرکز کې راټولېدل.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

سېلاب خیریه بنسټ په ننګرهار کې د ۱۳۰ زلمیانو او پېغلو لپاره ډله ییز واده وکړ

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۱۲ GMT+۱

سېلاب خیریه بنسټ نن د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ۱۳۰ زلمیانو او پېغلو ډلیز واده وکړ. د دغه بنسټ مشر سید احمد سېلاب وايي، ننګرهار د افغانستان په کچه واحد ولايت دی چې خسرګنۍ خپلو زومانو ته ولور او ټول لګښتونه وبښل.

سید احمد سېلاب زیاتوي، چې هر زوم ته يې د کور لپاره شاوخوا دوه سوه اجناس اخيستي دي چې ټولې اړتياوې پرې پوره کيږي.

دې مراسمو کې څو خسرانو وویل، له کالونو راهیسې يې لورڼه ورکړې وې، خو زومانو يې د ولور او د واده د لګښت توان نه درلود، خو د سېلاب خیریه په غوښتنه يې خپلو زومانو ته ولورونه او نور لګښتونه وبښل.

دوی له والدينو وغوښتل چې له ولور او نورو ناوړه دودونو څخه ډډه وکړي.

سېلاب خیریه بنسټ پر ننګرهار سربېره نورو ولایتونو کې کې هم ورته ډله ییز ودونه کړي دي.

دغه بنسټ د هغو ځوانانو سره مرسته کوي، چې ولور او نورو مراسمو ترسره کولو توان ونه لري.

ندامحمد نديم د نړۍ د لوړو زدکړو او پوهنې وزيرانو په غونډه کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زدکړو وزیر د عالي تحصیلاتو او پوهنې وزیرانو په نړیواله څلور ورځنۍ ناسته کې د ګدون لپاره د روسیې کازان ښار ته ورسېد. طالبان وايي، ندامحمد نديم به په دې ناسته کې د بېلابيلو هېوادونو له وزيرانو او په روسيه کې له افغان محصلينو سره وګوري.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت ویاند ضياء الله هاشمي ند دې سفر اړوند پر خپله اېکس پاڼه په يوه ويډيو کې ويلي، چې دغه غونډه د روسيې په کازان کې جوړيږي، چې د نړۍ د لوزړو زدکړو او پوهنې وزیران پکې ګډون کوي.

هاشمي زياتوي، چې په دې ناسته کې به طالب وزير ندامحمد نديم د نړۍ د لوړو زدکړو له وزيرانو سره پر لیدونو سربېره د روسيې د عالي تحصیلاتو له مرکزونو او هلته د افغان محصلینو سره د هغوی د ستونزو د اورېدو او حل په موخه هم وګوري.

ندا محمد ندیم تېر کال هم په دغه غونډه کې ګډون کړی و.

تر دې مخکی د طالبانو د پوهنې وزارت هم ويلي و، چې د دغه وزارت سرپرست حبیب الله اغا د پوهنې په نړیواله څلور ورځنۍ غونډه کې د ګدون لپاره روسیې ته رسېدلی دی.

په تېرو څلورو ورځو کې دا د طالبانو دريم وزیر دی، چې روسیې ته په سفر ځي؛ تر دوی وړاندې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري هم په اقتصادي غونډه کې د ګډون لپاره د روسیې سن پترزبورګ ته تللی.

خو د طالبانو د پوهنې او لوزړو زدکړو وزیران پر داسې مهال په یوه نړیواله غونډه کې برخه اخلي، چې شاوخوا درې کاله کېږی د لوړو زدکړو او د شپږم ټولګي پورته د ټولو نجونو لپاره پر زدکړو یې بندیز لګېدلی دی.

د افغان کرېکټ لوبډلې بری؛ غني او کرزي ولس ته مبارکي ور کړه خو طالبان خاموش دي

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۱

د حامد کرزي او اشرف غني په ګډون پخوانیو افغان چارواکو د کرېکټ شل اوره نړیوال جام کې د افغان لوبډلې د دویم پرلپسې بري مبارکي افغان ولس ته ورکړه. دا اول ځل دی چې افغان لوبډله نوی زیلنډ ماتوي، خو د څو ګړیو تېرېدو سره هم کوم طالب چارواکي افغان ملت د دې بري مبارکي نه ده ور کړې.

حامد کرزي په خپل ټولنیز رسنۍ اېکس کې د مبارکۍ ترڅنګ لیکلي چې په راتلوونکي سیالیو کې افغان لوبډلې ته د نورې بریا هیله کړې ده.

اشرف غني بیا په اېکس کې لیکلی« ټولو هېوادوالو ، پېغلو او ځوانانو او په تېره د ملي لوبډلې اتلانو ته مبارکي وایم.»

پر پخوانیو ولسمشرانو سربېره د ملي روغې جوړې عالي شورا پخواني مشر عبدالله عبدالله په خپلو ټولنیزو شبکو کې د یادښتونو د خپرولو سره افغانستان ولس ته د نوي زیلنډ پر وړاندې د افغان لوبډلې د دې بریا مبارکي ورکړې

د مالې پخواني وزیر عمر زاخېلوال، ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل تو د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخیل او ځینې نورو افغان سیاستوالو په خپلو ټولنیزو شبکو کې افغان ولس ته د کرېکټ وروستۍ بریا مبارکي ویلې ده.

د کرېکټ له دې بریا ساعتونونه تیریږي خو د طالبانو له لوی ویاند ذبیح الله مجاهد نیولې تر نورو طالب چارواکو تر اوسه هیڅ کومه یوه غبرګون نه دی ښودلی.

د افغان لوبډلې لوی بری

افغانستان د ۲۰۲۴ کال په نړیوال شل اوره جام کرېکټ سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان د نوي زیلنډ کرېکټ لوبډلې ته ماته ور کوي.

دا په روان جام کې د یوګانډا تر ماتولو وروسته د افغان لوبډلې دویمه پرلپسې بریا ده.

افغانستان به خپله درېیمه لوبه د جون پر ۱۴مه نېټه له پاپ اونیوګېني یا پي‌اېن‌جي سره او څلورمه هغه به د جون میاشتې پر ۱۸مه له ویسټ انډيز سره کوي.

د افغان لوبغاړو ځلېدل

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی رحمان الله ګربز د نوي زیلنډ خلاف د لوبې غوره لوبغاړی شو.

نوموړي د افغانستان لپاره په دوو لوبو کې د یوګانډا او نوي زیلنډ پر وړاندې ۱۵۶ منډې وکړې او د نړیوال جام د غوره توپ وهونکو په کتار کې ونومول شو.

د امریکا له لوري ارون جونز او ابراهیم ځدراڼ په ګربز پسې دي.

د افغان کرکټ د ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي د ۲۰۲۴ کال په کرېکټ نړیوال جام د نهو ویکټو اخیستو سره د غوره توپ اچوونکو د جدول په سر کې دی.
راشد خان ارمان په ۶ وېکټو دوهم او د سریلانکا نووان توشارا د ۵ وېکټو په اخیستو دریم ځای لري.

ایران: د نیواکګرو له امله افغانستان وروسته پاتې او له اقتصادي ستونزو سره مخ دی

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۵۹ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، «د نیواکګرو د نیواک له امله افغانستان وروسته پاتې او له اقتصادي ستونزو سره مخ دی.» علي باقري دا خبره د افغانستان په هکله د مسکو فارمټ د تماس ډلې غونډې ته کړې ده، چې په تهران کې د روسیې، چین، ایران او پاکستان د چارواکو ترمنځ نن جوړه ده.

علي باقري نن په خپل پیغام کې زیاته کړې، چې له افغانستان درې کلونه کېږي چې نیواکګر وتلي، خو له امله یې د افغانستان ګاونډیان هم له ستونزو سره مخ دي.

هغه په دې برخه کې مشخص ټکی نه دی په ګوته کړی، خو د طالبانو په واکمنېدو سره په تر یو میلیون ډېر افغانان ایران ته کډوال شول.

نوموړی د افغانستان شتمني کنګل کېدل همد دغه هېواد د پرمختګ خنډ بولي.

په تهران کې د مسکو فارمټ په چوکاټ کې د تماس ډلې یو ورځنۍ غونډه د افغانستان په هکله د ملګرو ملتونو په مشرۍ د دوحې ناستې په درشل کې ده.

د تهران غونډې ګډونوال غواړي د افغانستان په اړه سیمه‌ ییز متحدین د دوحې ناستې ته حپر دریځونه سره همغږي کړي.

طالبان وايي، د تهران ناستې ته بلل شوي وو، خو دوی نه دي ورغلي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: په سن پترزبرګ کې له طالبانو سره دوه اړخیزه ناسته نه ده پلان شوې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۳۴ GMT+۱

د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر خبر ورکړ، د سن پترزبرګ د اقتصادي فورم په څنډه کې د روسیې او طالبانو ترمنځ دوه اړخیزه غونډه نه ده پلان شوې. الکساندر پانکین وویل: «موږ به یوازې د هغه ګردي مېزکې په غونډه کې برخه اخلو، چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر هم پکې حضور ولري.»

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د سن پترزبورګ په اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته تللی دی.

الکساندر پانکین د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د روسیې او طالبانو ترمنځ به دوه اړخیزه ناسته وشي، وویل: «نه، موږ به د کار د وزیر او د پلاوي د مشر په شتون کې په یوه غونډه کې خبرې وکړو.»

عبدالمنان عمري سن پترزبورګ ته د خپل سفر په ترڅ کې وویل، دا ډله چمتو ده، چې له روسیې سره د امنیتي اړیکو پر پراخولو خبرې وکړي.

هغه زیاته کړه طالبان دې ته انتظار باسي، چې د روسیې د ترهګريزو سازمانونو له نوملړ یې نوم لرې شي.

روسیې له دې مخکې ویلي و، چې د دغه هېواد د ترهګرو سازمانونو له لېست د طالبانو د نوم پر ایستلو غور کوي.

الکساندر پانکين د تاس خبري اژانس سره په مرکه کې وړاندي وکړ، چې د طالبانو ډله دي يوازي د افغانستان په نوم ياد شي.

د ده په وینا دا يو حقیقت دی، چې طالبان پر افغانستان کنټرول لري.