• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کرېکټ نړېوال جام؛ اسټرالیا انګلستان او ویسټ اینډیز یوګنډا ته ماتې ورکړه

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د کرېکټ په شل اوریز نړېوال جام کې په لومړینو دوه لوبو کې اسټرالیا انګستان ته او ویسټ اینډیز یوګنډا ته ماتې ورکړه. نن د ورځې په ورستیو کې راتلونکې دوو لوبو کې هند د پاکستان او عمان د سکاټلنډ په وړاندې لوبیږي.

د ۲۰۲۴ کال د نارینه شل اوریز کرېکټ نړېوال جام کې د یکشنبې د (غبرګولي ۲۰مه) څلور لوبې پلان شوې چې دوه ترسره شوې او دوه نورې د ورځې په اوږدو کې کیږي.

نن یکشنبه د نړېوال جام ۱۷مه لوبه د اسټرالیا او انګلستان د لوبډلو تر منځ د کینسنګټون اوال بارباډوس په لوبغالي کې تر سره شوه.

د یادې لوبې پچه د انګلستان لوبډلې وګټله او د اسټرالیا په وړاندې یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د انګلستان لوبډلې د شل اورونو به لوبولو او شپږ لوبغالو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.

یاد هدف د اسټرالیا لوبډلې د لوبې د وروستي اور په وروستي بال په څلوریزې وهلو د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.

همدارنګه ۱۸مه لوبه له سي ګروپ څخه د ګوربه ویسټ اینډیز او یوګنډا هېوادونو د لوبډلو تر منځ په پرویدنس لوبغالي کې ترسره شوه.

د یادې لوبې پچه ویسټ اینډيز لوبډلې وګټله او د یوګنډا په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د ویسټ اینډیز لوبډلې په شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ګنډا لوبډلې ته ۱۷۳ منډو هدف ورکړ.

خو ویسټ اینډیز په ۱۲م اور کې د یوګنډا ټوله لوبډله وسوځوله.

یوګنډا د ویسټ اینډیز په وړاندې د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او یواځې یې ۳۹ منډې جوړې کړې.

د نړېوال جام په دوام نن ورځ ۱۹مه لوبه، هند د پاکستان په وړاندې او ۲۰ لوبه کې عمان د سکاټلنډ په وړاندې لوبیږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبغاړو د سویلي اسیا په سیالیو کې ۵ مډالونه وګټل

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۵۵ GMT+۱

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبډلې د سویلي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو د ۱۴ پړاو په لومړۍ ورځ د طلا د دوو مډالونو په ګډون پنځه مډاله ترلاسه کړل.

دغه سیالۍ په مالدیف کې ترسره شوي او د افغانستان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې د فزیک او بدن جوړونې په برخو کې دوه د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

افغان لوبغاړو نن شنبه په دغو سیالیو کې برخه واخیسته.

د سویلي اسیا د بدن جوړونې په سیالیو کې د افغان لوبغاړو له ډلې مسلم شاه فقیري د ۲۱ کلنو ځوانانو په ډله کې د مثبت ۷۵ کیلو ګرامو په وزن کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

نصیب الله عظیمي د فزیک په ډله کې د ۱۷۵سانتي متره قد په ګروپ کې، د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.

فراموز اکرمزاده د بدن جوړونې په برخه کې په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د سپینو زرو مډال او

وحیدالله صدیقي د فزیک په کټګورۍ کې د ۱۷۰ سانتي متره قد په ګروپ کې، د سپینو زرو مډال وګټه.

بل خوا شاهد شهیم د فزیک په کټګورۍ کې، د ۱۶۰ سانتي متره قد په ګروپ کې، د برونزو مډال ترلاسه کړ.

د افغانستان د بدن د ښکلا فدراسیون د خبرپانې له مخې، د افغانستان ملي لوبغاړي به سبا یکشنبه د بدن د ښکلا او فټنس سیالیو په اوو بېلابېلو څانګو کې د سویلي اسیا د نورو هیوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.

‏د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام؛ افغانستان نیوزیلنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۰۰ GMT+۱

افغانستان د ۲۰۲۴ کال په نړۍوال شل اوریز جام کرېکټ سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د نوي زیلنډ ته کرېکټ لوبډلې ته ماته ور کوي. دا په روان نړیوال جام کې د افغان لوبډلې دویمه پرلپسې بریا ده.

د لوبې پچه نیوزیلنډ ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

دغه لوبه نن سهار د افغانستان پر وخت په څلورو بجو د ویسټ انډیز په پراوېډینس لوبغالي کې پیل شوه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۱۵۹ منډې جوړې کړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیوزیلنډ یوازې وتوانېدو، چې ۷۵ منډې جوړې کړي او په ۱۵م اوور کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
په افغان لوبډله کې رحمان الله ګوربز ۸۸ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې بیا راشد خان او فضل الحق فاروقي څلور څلور وېکټې واخیستې.

د دغې بریا سره افغانستان په خپل ګروپ کې د څلورو امتیازونو په ګټلو سره تر ټولو مخکښ دی.
په دغو سیالیو کې افغانستان څلور ورځې وړاندې خپله لومړنۍ لوبه له یوګانډا څخه د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله.

افغانستان به خپله درېیمه لوبه د جون پر ۱۴مه نېټه له پاپ اونیوګېني یا پي‌اېن‌جي سره او څلورمه هغه به د جون میاشتې پر ۱۸مه له ویسټ انډيز سره کوي.

د اسیا د والیبال لوبو کې پاکستان ویتنام ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۷ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۱

د اسیا د نارینه والیبال کپ سیالیو کې پاکستان ویتنام ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د بحرین په عیسی ټاون کې د روانو سیالیو لړۍ کې د پاکستان او ویتنام ترمنځ د سیالۍ په لومړي رونډ کې پاکستان ۲۵، ۱۹ امتیازونه په ترلاسه کولو سره ماتې وخوړه خو په دویم رونډ کې یې ۲۷، ۲۵ امتیازونو ترلاسه کړل او دغه رونډ یې وګټله.

درېیم رونډ هم پاکستان په ۲۵، ۲۳ امتیازونو سره وګټه خو څلورم رونډ بیا ویتنام په ۲۵، ۲۱ امتیازونو سره په خپله ګټه پای ته ورسوه او سیالي یې مساوي کړه، خو په پنځم او وروستۍ رونډ کې پاکستان د ۱۵ ، ۱۲ امتیازونو په ګټلو سره، دغه لوبه په خپلې ګټې پای ته ورسوله او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

د شنبې په ورځ به په نیمه پایلوبه کې سویلي کوریا له پاکستان سره مخامخ شي.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ د امریکا د متحده ایالاتو د کرېکټ لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۵۱ GMT+۱

د نړۍوال شل اوریز جام په لړ کې نن پنجشنبه د امریکا د متحده ایالاتو د کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان ملي لوبډلې ته په لومړي ځل ماتې ورکړه.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبې په پیل کې توپ وهنه پیل کړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه.

د متحده ایالاتو د کرېکټ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۵۹ منډې پوره کړې او لوبه مساوي شوه.

د کرېکټ د شل اوریزو لوبو د اصولو له مخې د دواړو لوبډلو تر منځ سوپر اور لوبه پیل شوه.

امریکا په سوپر اور کې پاکستان ته د ۱۹ منډو هدف وټاکه چې پاکستان یوازې ۱۳ منډې وکړې او لوبه د امریکا متحده ایالاتو وګټله.

دغه لوبه د امریکا د تکزاس ایالت د ډالاس په لوبغالي کې ترسره شوه.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې له پاکستان سره مخامخ کیږي او لوبه ترې ګټي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا شپه د اسيا د اتلې لوبډلې پر وړاندي لوبه تر سره کوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله به سبا د کابل پر وخت د شپې ۸ نيمې بجې د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د دویم کواليفای پړاو د راتګ او د ۲۰۲۷ کال اسيايي جام ته د لارموندلو لپاره د اسيا د اتلې لوبډلې قطر پر وړاندې لوبه تر سره کړي.

د سياليو د لومړي ګروپ دغه لوبه به د افغانستان په کوربه توب د سعودي عربستان په شهزاده عبدالله لوبغالي کې تر سره شي.

افغان لوبډلې په دې سياليو کې تر دا مهال څلور لوبې کړې دي، يوه یې ګټلې، يوه یې مساوي کړې او د دوو لوبو په ماتې خوړلو سره د څلورو نومرو په درلودلو په جدول کې درېيم ځای لري.

په دې ليست کې قطر، هند، افغانستان او کويټ لوبډلې برخه لري، د قطر لوبډلې د دولسو امتیازاتو په لرلو سره بل پړاو ته لاره پېدا کړې ده.

د هند لوبډله د افغانستان سره یو ډول ۴ امتیازه لري؛ خو د بهترو ګولونو په توپير سره د افغانستان څخه مخکې او په جدول کې دویم ځای لري.

د افغانستان لوبډلې د ګولونو توپير منفي ۱۰ او د هند لوبډلې بیا منفي ۳ دی.

کويټ لوبډله د درې امتيازاتو په درلودلو سره د جدول په اخر کې ده.

له قطر سره تر لوبې پنځه ورځې وروسته د غبرګولې په ۲۲ به د افغانستان ملې لوبډله د کوېټ په کوربتوب په صباح السالم لوبغالي کې د شپې په ۱۰:۱۵ بجې بله لوبه تر سره کړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د تېرو څلورو لوبو پایلې:

افغانستان ١- ٨ قطر (قطر کوربه)

افغانستان ٠-٤ کویت (افغانستان کوربه)

افغانستان ٠-٠ هندوستان (افغانستان کوربه)

افغانستان ٢-١ هندوستان (هندوستان کوربه)