• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

‏د کرېکټ شل اوریز نړۍوال جام؛ افغانستان نیوزیلنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۸ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۰۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۹ جون ۲۰۲۴، ۰۰:۴۲ GMT+۱

افغانستان د ۲۰۲۴ کال په نړۍوال شل اوریز جام کرېکټ سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د نوي زیلنډ ته کرېکټ لوبډلې ته ماته ور کوي. دا په روان نړیوال جام کې د افغان لوبډلې دویمه پرلپسې بریا ده.

د لوبې پچه نیوزیلنډ ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.

دغه لوبه نن سهار د افغانستان پر وخت په څلورو بجو د ویسټ انډیز په پراوېډینس لوبغالي کې پیل شوه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۱۵۹ منډې جوړې کړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیوزیلنډ یوازې وتوانېدو، چې ۷۵ منډې جوړې کړي او په ۱۵م اوور کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
په افغان لوبډله کې رحمان الله ګوربز ۸۸ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې بیا راشد خان او فضل الحق فاروقي څلور څلور وېکټې واخیستې.

د دغې بریا سره افغانستان په خپل ګروپ کې د څلورو امتیازونو په ګټلو سره تر ټولو مخکښ دی.
په دغو سیالیو کې افغانستان څلور ورځې وړاندې خپله لومړنۍ لوبه له یوګانډا څخه د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله.

افغانستان به خپله درېیمه لوبه د جون پر ۱۴مه نېټه له پاپ اونیوګېني یا پي‌اېن‌جي سره او څلورمه هغه به د جون میاشتې پر ۱۸مه له ویسټ انډيز سره کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د اسیا د والیبال لوبو کې پاکستان ویتنام ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه

۱۸ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۷ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۱

د اسیا د نارینه والیبال کپ سیالیو کې پاکستان ویتنام ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته لار پیدا کړه.

د بحرین په عیسی ټاون کې د روانو سیالیو لړۍ کې د پاکستان او ویتنام ترمنځ د سیالۍ په لومړي رونډ کې پاکستان ۲۵، ۱۹ امتیازونه په ترلاسه کولو سره ماتې وخوړه خو په دویم رونډ کې یې ۲۷، ۲۵ امتیازونو ترلاسه کړل او دغه رونډ یې وګټله.

درېیم رونډ هم پاکستان په ۲۵، ۲۳ امتیازونو سره وګټه خو څلورم رونډ بیا ویتنام په ۲۵، ۲۱ امتیازونو سره په خپله ګټه پای ته ورسوه او سیالي یې مساوي کړه، خو په پنځم او وروستۍ رونډ کې پاکستان د ۱۵ ، ۱۲ امتیازونو په ګټلو سره، دغه لوبه په خپلې ګټې پای ته ورسوله او نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړه.

د شنبې په ورځ به په نیمه پایلوبه کې سویلي کوریا له پاکستان سره مخامخ شي.

د کرېکټ نړۍوال جام؛ د امریکا د متحده ایالاتو د کرېکټ لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

۱۷ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۶ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۵۱ GMT+۱

د نړۍوال شل اوریز جام په لړ کې نن پنجشنبه د امریکا د متحده ایالاتو د کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان ملي لوبډلې ته په لومړي ځل ماتې ورکړه.

د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبې په پیل کې توپ وهنه پیل کړه، چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې ۱۵۹ منډې هدف وټاکه.

د متحده ایالاتو د کرېکټ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۵۹ منډې پوره کړې او لوبه مساوي شوه.

د کرېکټ د شل اوریزو لوبو د اصولو له مخې د دواړو لوبډلو تر منځ سوپر اور لوبه پیل شوه.

امریکا په سوپر اور کې پاکستان ته د ۱۹ منډو هدف وټاکه چې پاکستان یوازې ۱۳ منډې وکړې او لوبه د امریکا متحده ایالاتو وګټله.

دغه لوبه د امریکا د تکزاس ایالت د ډالاس په لوبغالي کې ترسره شوه.

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د کرېکټ په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې له پاکستان سره مخامخ کیږي او لوبه ترې ګټي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا شپه د اسيا د اتلې لوبډلې پر وړاندي لوبه تر سره کوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله به سبا د کابل پر وخت د شپې ۸ نيمې بجې د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د دویم کواليفای پړاو د راتګ او د ۲۰۲۷ کال اسيايي جام ته د لارموندلو لپاره د اسيا د اتلې لوبډلې قطر پر وړاندې لوبه تر سره کړي.

د سياليو د لومړي ګروپ دغه لوبه به د افغانستان په کوربه توب د سعودي عربستان په شهزاده عبدالله لوبغالي کې تر سره شي.

افغان لوبډلې په دې سياليو کې تر دا مهال څلور لوبې کړې دي، يوه یې ګټلې، يوه یې مساوي کړې او د دوو لوبو په ماتې خوړلو سره د څلورو نومرو په درلودلو په جدول کې درېيم ځای لري.

په دې ليست کې قطر، هند، افغانستان او کويټ لوبډلې برخه لري، د قطر لوبډلې د دولسو امتیازاتو په لرلو سره بل پړاو ته لاره پېدا کړې ده.

د هند لوبډله د افغانستان سره یو ډول ۴ امتیازه لري؛ خو د بهترو ګولونو په توپير سره د افغانستان څخه مخکې او په جدول کې دویم ځای لري.

د افغانستان لوبډلې د ګولونو توپير منفي ۱۰ او د هند لوبډلې بیا منفي ۳ دی.

کويټ لوبډله د درې امتيازاتو په درلودلو سره د جدول په اخر کې ده.

له قطر سره تر لوبې پنځه ورځې وروسته د غبرګولې په ۲۲ به د افغانستان ملې لوبډله د کوېټ په کوربتوب په صباح السالم لوبغالي کې د شپې په ۱۰:۱۵ بجې بله لوبه تر سره کړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د تېرو څلورو لوبو پایلې:

افغانستان ١- ٨ قطر (قطر کوربه)

افغانستان ٠-٤ کویت (افغانستان کوربه)

افغانستان ٠-٠ هندوستان (افغانستان کوربه)

افغانستان ٢-١ هندوستان (هندوستان کوربه)

په ۲۰۲۴ نړۍوال جام کې د ګډون لپاره د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې ۲۳ لوبغاړي بلل شوي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۱۵ GMT+۱

د فوټبال فدراسيون د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې تمریناتو ته د ۲۳ لوبغاړو نوملړ اعلان کړ، چې په دې لېست کې د ځینو مشهورو لوبغاړو نومونه لا هم نه ليدل کيږي. د ۲۰۲۴ کال نړۍوال جام کې د ګډون په موخه د افغان ملي لوبډلې تمريناتي کمپ د ایران په مشهد ښار کې پيليږي.

داسي فکر کېده، چې د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې نړۍوال جام ته د لار موندلو وروسته به د لوبغاړو، تخنيکي کارکوونکو او فدراسيون ترمنځ اختلافات حل شي؛ خو ډېری لوبغاړي لکه؛ سید حسين موسوي، حميد رضا حسيني او یو شمېر نور چې د ملتونو جام او نړۍوال جام لپاره د کولیفایډ په سيالیو کې د اختلاف له امله په لوبډله کې نه وو اوس هم لوبډلې ته نه دي بلل شوي.

اعلان شوی نوملړ:

ګول ساتونکي: علي رضا جعفري، محمد جواد صفري، سیدرضا حسيني، علي احمد محسني او علي اصفر رسولي.

لوبغاړي: مهدي نوروزي (لوبډلمشر)، رضا حسين پور، علي فیاضي، فرزاد محمودي، بهمن ګرګيج، ناصر تيموري، حسين محمدي، محمد مرادي، علي اميري، سيد مجتبا حسیني، مهران غلامي، خدایداد ابراهيمي، علي جعفري، اکبر کاظمي، محمد رضا کريمي، نصرالله رستمي، اميد قنبري او ميثم فيضي شامل دي.

100%

افغانستان د نړۍوال جام په درېیم ګروپ کې د ارجنټاین، اوکراین او انګولا لوبډلو سره سيالۍ لري.

د نړۍوال جام په سیالیو کې به د افغانستان ملي لوبډله لومړۍ لوبه له انګولا، دویمه ارجنټاین او درېیمه لوبه به له اوکراین سره وکړي.

افغانستان فوټسال ملي لوبډله به خپله لومړۍ لوبه د سې شنبې په ورځ (۱۴۰۳ د وږي ۲۵مه) نېټه تر سره کړي.

افغانستان دویمه لوبه د همدې کال (د وږي ۲۸مه) په ګروپ کې د پیاوړي لوبډلې ارجنټاين او درېيمه به د شنبې په ورځ (د وږي ۳۱مه) له اوکراين سره کوي.

باید وویل شي، چې ارجنټاین د نړۍ د فوټسال په درجه بندۍ کې پنځم، اوکراین په دولسم، افغانستان په دېرشم او انګولا په ۴۷م ځای کې دي.

100%

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړۍوال جام به د ۱۴۰۳ کال د وږي میاشتې له ۲۴مې نېټې پيل او د تلې مياشتي تر ۱۵ نېټې به دوام وکړي.

په دې جام کې ۲۴ لوبډلې برخه لري او د ازبکستان په کوربه توب پيليږي.

دا څلورم ځل دی، چې د فوټسال نړۍوال جام په اسیا او په لومړي ځل په منځنۍ اسيا کې تر سره کیږي.

د کرېکټ نړېوال جام؛ نمېبیا له عمان څخه د ۱۱ منډو په توپیر لوبه وګټله

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۳ جون ۲۰۲۴، ۰۷:۰۵ GMT+۱

د کرېکټ په شل اوریز نړېوال جام کې نن عمان او نمېبیا لوبډلې سره مخ شوې، او نمېبیا د لوبې په ګټلو سره دوه امتیازه ترلاسه کړل. راتلونکي لوبه د سوېلي افریقا او سریلانکا هېوادونو تر منځ تر سره کیږي.

نن دوشنبه د (غبرګولي ۱۴مه) د ۲۰۲۴ کال د نارینه و شل اوریز کرېکټ جام سیالیو په دوام عمان د نمېبیا په وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شوی وو.

دغه سیالۍ په کینسګټون اووال باربوډاس لوبغالي کې تر سره شوه.

د لوبې پچه د نمېبیا لوبډلې وګټله او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

د عمان لوبډلې د ۱۹،۴ اورونو په لوبولو ۱۰۹ منډې جوړې کړې او خپلې ټولې ویکېټې یې له لاسه ورکړې او نمېبیا ته یې د ۱۱۰ منډو هدف ورکړ.

د نمېبیا لوبډلې د عمان د ۱۱۰ منډو هدف پوره کېدو هڅه وکړه خو یوازې یې ۱۰۹ منډې جوړې کړې او لوبه سوپر اور ته ولاړه.

نمېبیا په سوپر اور کې د عمان لوبډلې ته د ۲۱ منډو هدف ورکړ.

خو عمان ونه شو کولای چې په یوه اور کې د نمېبیا دغه هدف پوره کړي او لوبه یې بایلوده.

د کرېکت شل اوریز نړېوال جام دویمه سیالۍ نن د ورځې په ورستیو کې د سویلي افریقا او سریلانکا تر منځ تر سره کیږي.