• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان فوټبال ملي لوبډله سبا شپه د اسيا د اتلې لوبډلې پر وړاندي لوبه تر سره کوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۱۵ GMT+۱

د افغانستان د فوټبال ملې لوبډله به سبا د کابل پر وخت د شپې ۸ نيمې بجې د ۲۰۲۶ نړۍوال جام د دویم کواليفای پړاو د راتګ او د ۲۰۲۷ کال اسيايي جام ته د لارموندلو لپاره د اسيا د اتلې لوبډلې قطر پر وړاندې لوبه تر سره کړي.

د سياليو د لومړي ګروپ دغه لوبه به د افغانستان په کوربه توب د سعودي عربستان په شهزاده عبدالله لوبغالي کې تر سره شي.

افغان لوبډلې په دې سياليو کې تر دا مهال څلور لوبې کړې دي، يوه یې ګټلې، يوه یې مساوي کړې او د دوو لوبو په ماتې خوړلو سره د څلورو نومرو په درلودلو په جدول کې درېيم ځای لري.

په دې ليست کې قطر، هند، افغانستان او کويټ لوبډلې برخه لري، د قطر لوبډلې د دولسو امتیازاتو په لرلو سره بل پړاو ته لاره پېدا کړې ده.

د هند لوبډله د افغانستان سره یو ډول ۴ امتیازه لري؛ خو د بهترو ګولونو په توپير سره د افغانستان څخه مخکې او په جدول کې دویم ځای لري.

د افغانستان لوبډلې د ګولونو توپير منفي ۱۰ او د هند لوبډلې بیا منفي ۳ دی.

کويټ لوبډله د درې امتيازاتو په درلودلو سره د جدول په اخر کې ده.

له قطر سره تر لوبې پنځه ورځې وروسته د غبرګولې په ۲۲ به د افغانستان ملې لوبډله د کوېټ په کوربتوب په صباح السالم لوبغالي کې د شپې په ۱۰:۱۵ بجې بله لوبه تر سره کړي.

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د تېرو څلورو لوبو پایلې:

افغانستان ١- ٨ قطر (قطر کوربه)

افغانستان ٠-٤ کویت (افغانستان کوربه)

افغانستان ٠-٠ هندوستان (افغانستان کوربه)

افغانستان ٢-١ هندوستان (هندوستان کوربه)

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

مجاهد: حقاني د امنیتي ارګانونو لپاره د اماراتو د ساختماني او صحي همکارۍ غوښتنه کړې

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۰۶ GMT+۱

د طالبانو ویاند وايي، چې د دوی د کورنیو چارو وزیر د اماراتو له چارواکو څخه د دې ډلې د امنیتي ارګانونو لپاره په ساختماني او صحي برخه همکاري وغوښته.

ذبیح الله مجاهد زیاتوي؛ سراج الدین حقاني «د امن شوي افغانستان د خوندیتوب او د سیمې د امن لپاره هلو ځلو کې د اماراتو د مرستې غوښتنه کړې.»

سراج الدین حقاني او د طالبانو د ملي امنیت لوی ریس عبدالحق وثیق د دې ډلې تر واکمنېدو را هیسې په لومړي ځل پرون په لومړني بهر سفر متحده عربي اماراتو ته لاړل.

دغو دوو مهمو امنیتي چارواکو پرون د کوربه هېواد له مشر محمد بن زاید بن سلطان ال نهیان سره ولیدل.

ذبیح الله مجاهد دغه سفر ته په اشاره نن په خپل اېکس کې وايي، چې ښاغلي حقاني له اماراتي چارواکو سره پر اتو مسالو خبرې کړې دي.

د نوموړي په خبره؛ دواړه لوري د خپلمنځي اړیکو پر پراختیا غږېدلي او همدارنګه ښاغلي حقاني د طالبانو د امنیتي ارګانونو سره په صحي او ساختماني برخه کې د اماراتو د همکاري غوښتنه هم کړې ده.

سراج الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت د ترافیک ډیجیټل کولو کې هم د متحده عربي اماراتو د همکارۍ خواست کړی دی.

هغه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې متحده عربي اماراتو د افغان بندیانو د خلاصون او د میکانیزم له مخې افغانانو ته د وېزو د ور کولو ژمنه هم کړې ده.

‏طالبان وايي؛ اماراتي‌چارواکو د افغانستان په بیارغونه او په دغه هېواد کې د پانګونې ژمنه هم کړې ده.

متحده عربي اماراتو لا د دې لیدنې او د بحث شویو موضوعاتو په هکله څه نه دي ویلي.

طالبان: په هرات ولایت کې مو تر ۶۰۰ ډېر سوالګر را ټول کړي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۳۶ GMT+۱

د سوالګرو د راټولولو د کمېسیون مشر او په هرات کې د طالبانو د پولیسو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د څانګې مدير وايي، دوی په دغه ولایت کې تر اوسه له ۶۰۰ زیات سوالګر راټول کړي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس لیکلي، چې مستحقو سوالګرو ته به میاشتني معاشونه ورکول کیږي.

په هرات کې د سوالګرو د راټولولو کميسيون رييس او د طالبانو دپوليسو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې د برخې مدير حيات الله روحاني باختر اژانس ته ويلي:«غيري حقیقي سوالګر که بيا د سوال پر مهال ونیول شي محکمې ته به معرفي شي.»

د دغه طالب چارواکي په خبره، د دوی له خوا یتیمانو او سوالګرو ماشومانو ته تخنیکي او مسلکي زدکړې ورکول کیږي.

تر دې مخکې د طالبانو د عدلیې وزارت د غوايي میاشتي په ورستيو کې ويلي و، چې د دې ډلې مشر د سوالګرو د راټولولو او د سوال کولو د مخنیوي قانون تصویب کړی دی.

د دې قانون له مخې، «مسلکي او منظمه سوالګري» جرم دی او عاملین به یې په بند محکوم شي.

په دې قانون کې د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو څخه ګټه اخيستل او استعمالول هم منعه شوی.

طالبانو تېر کال د مرغومي په میاشت کې ويلي وو، چې دوی د کابل ښار له بېلا – بېلو سېمو څخه تر ۴۸ زره ډېر سوالګر راټول کړي دي.

روسیه وايي د شانګهای همکاریو سازمان کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کوي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۳۲ GMT+۱

د افغانستان لپاره د روسیې استازی وايي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو صورت کې د شانګهای همکاریو تړون کې د افغانستان د غړیتوب ملاتړ کوي. ضمیر کابلوف وايي، دا اقتصادي تړون دی او افغانستان هم ور سره د یوځایېدو لپاره باید اقتصاد داسې برابر کړي چې د تړون غړو ته یې منل مناسب شي.

تر دې مخکې ښاغلي کابلوف دا هم ویلي و چې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارت ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي چې طالبان د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړ اېستل کېدلی شي.

چین، روسیه، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ازبکستان، ایران، هند او پاکستان د شانګهای تړون غړي دی.

افغانستان، مغولستان، بیلاروس، عراق او سریلانکا یې هم څارونکي غړ دي.

سیاسي بهیرونه او ښځې: د خلکو له استازو پرته د دوحې غونډه طالبانو ته امتیاز ور کول دي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د طالبانو مخالف ځينو ګوندونو، سياسي بهیرونو او ښځو په يوه ګډه اعلاميه کې د دوحې د دريمې ناستې په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړې دي. دغو جریانونو ویلي، چې په دې غونډّ کې د افغانانو د اصلي استازو له ګډون پرته هر ډول خبرې د طالبانو «ترهګرې ډلې» ته امتیازات ورکول دي.

دغو سياسي ګوندونو او جريانونو په يوه اعلاميه کې ټينګار کړی چې د تېرو څلورو لسيزو د ورته خبرو تجربو ښودلې، چې که اداره او د خلګو اراده د خپلو منل شویو استازو له خوا وړاندي نه شي « د ترهګرو حرکتونو سره تعامل به ستونزه هواره نه کړي او د بحران پايلې به لا زياتې کړي»

په اعلاميه کې راغلي، چې طالبانو د افغانستان حاکمیت «غصب» کړی دی او د منظم او رغېدونکي نړيوال تعامل زیاتوالی هغه وخت معنا لري، چې د ټولو خلکو ګټې په پام کې ونیول شي.

خبرپاڼه زیاتوي: « ګوندونه، سیاسي جریانونه، چې د ښځو په مسلو کې ښکیل دي، په هیواد کې د ظلم، ترهګرۍ، تبعیض او توکم پالنې په وړاندې د خلکو، توکمونو او ښځو د ارادې د توضیح په توګه باید په دې ناسته کې ګډون وکړي او د بین الافغاني تعامل په اړه بحث وکړي.»

دغو حرکتونو بیا ویلي، چې دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو هرکلی کوي، خو په دې شرط، چې «د هغه انتخاب او ماموریت باید د افغانستان په مسله کې د ښکیلو داخلي، سیمه ییزو او نړیوالو جریانونو سره په هر اړخیزه مشوره ترسره شي.

د طالبانو مخالفو سیاسي ګوندونو او د ښځو غورځنګونو ویلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د احتمالي استازې دنده دا ده چې «د بحران اصلي حل باید د خلګو بشری او اساسي حقونو پر بنسټ وي او نه د تعامل د ترلاسه کولو لپاره د خلګو د کړواونو د هيرولو په لاره کې د اتعطاف او تروریزم سره.»

په اعلاميه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په ټاکلو کې هر ډول «يو اړخيزتوب» به د هغه د کار اغېزمنتيا او له هغه سره د کورنيو او نړيوالو جريانونو پر همکاريو اغېز وکړي.

په اعلاميه کې د طالبانو د حکومت د نږدې دريو کلونو «ظالمانه کړنو» ته اشاره شوې او ويل شوي دي: « له دې ډلې سره د تړلو دروازو تر شا هر ډول یو اړخیز تعامل د ارادې، بشري حقونو او ټولو هغو کړاوونو او ناخوالو له پامه غورځول دي، چې په دريو لسیزو کې د افغانستان خلک له دغې ډلې سره مخامخ شوي دي.»

د دوحې دریمه ناسته به د افغانستان لپاره د هېوادونو د استازو په حضور کې د چنګاښ په ۱۰مه او ۱۱مه جوړه شي.

ملګرو ملتونو د دې غونډې هدف «له افغانستان سره په منظم ډول د نړیوالو اړیکو زیاتوالی» یاد کړی.

دغې غونډې ته طالبان هم بلل شوي او په تېرو څو ورځو کې د دې ډلې د بهرنیو چارو وزارت دوحې ته د خپل استازي د ټاکلو په اړه د رايي ټولو خبر ورکړی دی.

ایرانی چارواکی: افغانستان ته د ایران صادرات نږدې نیمايي کم شوي دي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ خونې د مشرتابه پلاوي غړی وايي، افغانستان ته د ایران صادرات نږدې نیمايي کم شوي دي. حسین محمدیان زیاتوي، پنځه کاله مخکې دا صادرات درې میلیارد ډالره و، خو د طالبانو واکمنېدو سره ګام په ګام کم او تېر کال یو میلیارد او ۶۸۰ میلیون ډالرو ته ټیټ شوي دي.

ښاغلی محمدیان د ایران له ایلنا خبري اژانس سره په خبرو کې زیاتوي، په ایران کې هم ځینې عوامل د دې صادراتو پر کمښت تاثیر لري، لکه د قرارداد سپارل او د ډالري ژمنو ختمېدل.

دغه ایرانی چارواکی د طالبانو او پاکستان اړیکو ته په اشاره وايي، چې تهران له دې ډلې سره ښه اړیکي لري او که ځینې لارې چارې وسنجول شي، نو ډېر ژر به افغانستان ته د ایران تجارت تر درې میلیارد ډالرو ورسېږي.

حسین محمدیان وايي چې په مقابل کې تېر کال له افغانستان هم دغه هېواد ته د ۱۵۰ میلیون ډالرو صادرات شوي دي.

د ښاغلي محمدیان په خبره، د ایران او افغانستان ترمنځ د صادراتو په کچه کې لوی توپیر په اوږدمهال کې د تهران په تاون دی.

نوموړی وايي، په دې برخه کې افغان سوداګر هم دا ګیله لري چې چین، پاکستان او اروپا ته صادرات لری، خو ایران اجازه نه ور کوي.

د محمدیان په خبره، ایران کې د افغانستان کرنیز او کاني محصولایت ښه بازار لرلی شي، خو د دغه هېواد د ګمرک قیودات، سټنډرډ اداره او د کرنې وزارت یې خنډ دي.