• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: افغانستان ته د ایران صادرات نږدې نیمايي کم شوي دي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۳۷ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۲۳:۴۲ GMT+۱

د افغانستان او ایران د سوداګرۍ خونې د مشرتابه پلاوي غړی وايي، افغانستان ته د ایران صادرات نږدې نیمايي کم شوي دي. حسین محمدیان زیاتوي، پنځه کاله مخکې دا صادرات درې میلیارد ډالره و، خو د طالبانو واکمنېدو سره ګام په ګام کم او تېر کال یو میلیارد او ۶۸۰ میلیون ډالرو ته ټیټ شوي دي.

ښاغلی محمدیان د ایران له ایلنا خبري اژانس سره په خبرو کې زیاتوي، په ایران کې هم ځینې عوامل د دې صادراتو پر کمښت تاثیر لري، لکه د قرارداد سپارل او د ډالري ژمنو ختمېدل.

دغه ایرانی چارواکی د طالبانو او پاکستان اړیکو ته په اشاره وايي، چې تهران له دې ډلې سره ښه اړیکي لري او که ځینې لارې چارې وسنجول شي، نو ډېر ژر به افغانستان ته د ایران تجارت تر درې میلیارد ډالرو ورسېږي.

حسین محمدیان وايي چې په مقابل کې تېر کال له افغانستان هم دغه هېواد ته د ۱۵۰ میلیون ډالرو صادرات شوي دي.

د ښاغلي محمدیان په خبره، د ایران او افغانستان ترمنځ د صادراتو په کچه کې لوی توپیر په اوږدمهال کې د تهران په تاون دی.

نوموړی وايي، په دې برخه کې افغان سوداګر هم دا ګیله لري چې چین، پاکستان او اروپا ته صادرات لری، خو ایران اجازه نه ور کوي.

د محمدیان په خبره، ایران کې د افغانستان کرنیز او کاني محصولایت ښه بازار لرلی شي، خو د دغه هېواد د ګمرک قیودات، سټنډرډ اداره او د کرنې وزارت یې خنډ دي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

رنګین دادفر سپنتا: جرمني دې له نورو مخکې د طالبانو ملاتړي له خپل هېواده وشړي

۱۶ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۵ جون ۲۰۲۴، ۰۴:۳۶ GMT+۱

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر رنګین دادفر سپنتا په مانهایم کې د یو افغان بریدګر د برید په غبرګون کې ویلي، چې د طالبانو هم فکره کسان دې له جرمني واېستل شي.

نوموړي د هغه هېواد له حکومته وغوښتل، هغه خلک چې «د طالباني فکرونو» او «جنسیتي توپیر » ملاتړ کوي ډېر ژر دې له خپل هېواده افغانستان ته وشړي.

د مانهایم په ښار کې د یو افغان بریدګر له‌خوا شوي برید په جرمني کې د کډوالو په اړه تاوده بحثونه راپورته کړي دي. په داسې حال کې چې ښي اړخي ګوندونه له دغه فرصته په ګټې اخیستنې سره غواړي جرمني ته د کډوالو د ورتګ او اوسېدلو مخه ونیسي، د جرمني د کورنیو چارو وزیرې ویلي چې د مجرمو او خطر ناکو افغان کډوالو د اېستلو په اړه پر یو یو لړ لارو چارو غور کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر د سه شنبې په ورځ په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یو داسې اقلیت هم په جرمني کې اوسېږي چې د طالبانو له اېډیولوژۍ سره همغږي دي.
نوموړي لیکلي: «یو ډېر کوچنی اقلیت شته، چې باید وپېژندل شي. دغه خلک د طالبانو له اېډیولوژۍ سره همغږي دي، د جنسیتي توپیر ملاتړ او د هغې له مخې عمل کوي. دغه کسان دې ژر تر ژره افغانستان ته وشړل شي.»
داسې ښکاري، چې ښاغلی سپنتا په جرمني کې د کډوالو ضد د منفي بحثونو او هلته د کډوالو لپاره د شرایطو له سختېدو له امله اندېښمن دی.

هغه د هغو کډوالو د خوندیتوب غوښتنه وکړه، چې د طالبانو له لاسه تښتېدلي دي.

هغه وویل، چې د طالبانو مخالفین په تېره بیا مېرمنې د دې وړ دي چې د هغوی ساتنه او پالنه وشي.
یو شمېر جرمني ګوندونه د مجرمو افغانانو د ستنولو غوښتونکی دي.

اوس‌مهال جرمني افغان او سوری کډوال د دوی په هېوادونو کې د سیاسي او امنیتي وضعیت له امله نه باسي.
د افغانستان د هرات ولایت اوسېدونکي سلیمان عطایي د جمعې په ورځ په مانهایم ښار کې د اسلام پر نیوکه کوونکې ډلې برید وکړ او د یو پولیس په ګډون یې شپږ تنه پر چړې ټپیان کړل. پولیس افسر بیا وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
ښاغلي سپنتا د افغان کډوالو د اېستلو په اړه د جرمني سیاست‌والو په غبرګون کې ویلي، چې باید داسې پرېکړې د «قانون» او «انساني کرامت» په رڼا کې وشي.
دغه برید په اروپا کې د پارلماني ټاکنو په درشل کې شوی. ښی اړخي افراطي ګوندونه هڅه کوي له دغې پېښې څخه سیاسي ګټه پورته کړي.

د افغانستان د پخواني شاه ظاهر شاه زوی شهزاده احمد شاه مړ شو

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۴ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۱۳ GMT+۱

د افغانستان د وروستي باچا محمد ظاهر شاه زوی شهزاده احمدشاه د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

د هغه وراره نادر نعیم هم د احمدشاه ظاهر مړینه تایید کړه.

د ظاهر شاه لمسي محمد نادر نعیم د سي شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه د خپل ماما د مړینې خبر خپور کړ.

نادر نعیم لیکلي، چې شهزاده احمدشاه د محمد ظاهر شاه دویم زوی و او د خپل مشر ورور اکبر ظاهر له مړینې وروسته د افغانستان د ولیعهد په توګه ټاکل شوی و.

په روزګان کې يو سیمه ییز خبريال په کورنۍ شخړه کې وژل شوی دی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۴ جون ۲۰۲۴، ۲۱:۱۲ GMT+۱

د روزګان څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، چې په دې ولایت کې د شمع راډيو مسوول او خبريال احسان الله پښتون د تره زامنو سره د کورنۍ شخړې پر مهال وژل شوی. ځايي طالبانو ويلي، چې په شخړه کې يې د خبريال د وژنې په تړاو څلور کسان نيولي دي.

د روزګان څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې د سې شنبې په ورځ ناوخته د دې ولایت د مرکز ترینکوټ په سفيدخار سېمه کې د همدې دوو کورنيو تر منځ د ځمکې پر سر لفظي جنجال په شخړې اوښتی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په پېښه کې د شمع محلي راډيو مسوول او خبريال وژل شوی او دوه کسان نور ټپيان شوي دي.

د وژل شوي خبريال احسان الله پښتون نږدې ملګري وايي، چې هغه په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

نوموړي د واښو په لور څو ځايه وهل شوی و.

د روزګان د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رياست په يوې خبرپاڼه کې د خبريال پر وژلو خواشیني ښودلې او ويلي يې دي، چې د پېښې ځای ته د رسېدو سره سم یې څلور کسان نيولي دي.

ځايي طالبان وايي، چې نيول شوي کسان به تر پوښتنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري.

د افغانستان په ډېرو سېمو کې زيات مهال د ځمکو او اوبو پر سر دا ډول کليوالۍ شخړې رامنځته کيږي، چې زيات مهال د مرګ ژوبلې لامل هم ګرځي.

سراج الدین حقاني په خپل لومړني بهرني سفر متحده عربي اماراتو ته تللی

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۴ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۴۰ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خپل لومړني سفر متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته یې د اماراتو له مشر محمد بن زاید بن سلطان ال نهیان سره لیدلي دي.

په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د سې شنبې په ورځ په ایکس پانې لیکلي، چې نوموړی له یوه پلاوي سره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.

په دغه سفر کې د طالبانو د چارواکو په منځ کې د دغې ډلې د استخباراتو مشر هم د پلاوي غړیتوب لري.

سراج الدین حقاني د طالبانو له هغو مشرانو څخه دی، چې لا هم د متحده ایالاتو په تور لېست کې شامل دی او د سلګونو ځانمرګو بریدګرو د روزونکي په توګه یادیږي.

نوموړي په خپلې یوې وینا کې ویلي، چې په افغانستان کې له زرو زیات ځانمرګو بریدونو د تنظیم او روزنې چارې ترسره کړي دي.

تر اوسه د دغه سفر په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

طالبانو د دولتي ادارو د ښځینه کارکوونکو تنخوا پنځه زره افغانۍ ټاکلې ده

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۴ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د چارو ادارې خپلې مالي برخې ته په یوه لیک کې لیکلي، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله د دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو تنخوا پنځه زره افغانۍ ټاکلې ده. طالبانو د افغانستان د واک تر نیولو وروسته د دولتي ادارو ښځینه کارکونکي له دندو ګوښه کړل او د معاشونو د ورکولو ادعا کوي.

په دغه ليک کې د طالبانو د چارو د ادارې د عمومي مشر نورالحق انور له قوله ليکل شوي، چې د سې شنبې د ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) څخه به د ټولو ښځينه کارکوونکو تنخواوې په مساوي ډول ورکول کېږي.

په دغه مکتوب کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې راغلي، چې « د پخوانيو دولتي ادارو ټولو ښځينه کارکوونکو ته چې اوس لوړ معاش ورکول کیږي، ټول معاشونه په بودیجوي او غيري بودیجوي واحدونو کې ټولو ته یو شان پنځه زره افغانۍ ټاکل شوي دي.»

100%

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ د دولتي ادارو ښځینه کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړل.

دې ډلې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی.

طالب چارواکو ادعا کړې، چې دوی له دندو څخه د ښځينه کارکوونکو د ګوښه کېدو وروسته هم تنخواوې ورکوي.