د افغانستان د پخواني شاه ظاهر شاه زوی شهزاده احمد شاه مړ شو

د افغانستان د وروستي باچا محمد ظاهر شاه زوی شهزاده احمدشاه د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.

د افغانستان د وروستي باچا محمد ظاهر شاه زوی شهزاده احمدشاه د امریکا په ویرجینیا ایالت کې د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شو.
د هغه وراره نادر نعیم هم د احمدشاه ظاهر مړینه تایید کړه.
د ظاهر شاه لمسي محمد نادر نعیم د سي شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه د خپل ماما د مړینې خبر خپور کړ.
نادر نعیم لیکلي، چې شهزاده احمدشاه د محمد ظاهر شاه دویم زوی و او د خپل مشر ورور اکبر ظاهر له مړینې وروسته د افغانستان د ولیعهد په توګه ټاکل شوی و.

د روزګان څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وويل، چې په دې ولایت کې د شمع راډيو مسوول او خبريال احسان الله پښتون د تره زامنو سره د کورنۍ شخړې پر مهال وژل شوی. ځايي طالبانو ويلي، چې په شخړه کې يې د خبريال د وژنې په تړاو څلور کسان نيولي دي.
د روزګان څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې د سې شنبې په ورځ ناوخته د دې ولایت د مرکز ترینکوټ په سفيدخار سېمه کې د همدې دوو کورنيو تر منځ د ځمکې پر سر لفظي جنجال په شخړې اوښتی.
د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په پېښه کې د شمع محلي راډيو مسوول او خبريال وژل شوی او دوه کسان نور ټپيان شوي دي.
د وژل شوي خبريال احسان الله پښتون نږدې ملګري وايي، چې هغه په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.
نوموړي د واښو په لور څو ځايه وهل شوی و.
د روزګان د طالبانو اطلاعاتو او کلتور رياست په يوې خبرپاڼه کې د خبريال پر وژلو خواشیني ښودلې او ويلي يې دي، چې د پېښې ځای ته د رسېدو سره سم یې څلور کسان نيولي دي.
ځايي طالبان وايي، چې نيول شوي کسان به تر پوښتنو وروسته عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري.
د افغانستان په ډېرو سېمو کې زيات مهال د ځمکو او اوبو پر سر دا ډول کليوالۍ شخړې رامنځته کيږي، چې زيات مهال د مرګ ژوبلې لامل هم ګرځي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خپل لومړني سفر متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته یې د اماراتو له مشر محمد بن زاید بن سلطان ال نهیان سره لیدلي دي.
په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د سې شنبې په ورځ په ایکس پانې لیکلي، چې نوموړی له یوه پلاوي سره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
په دغه سفر کې د طالبانو د چارواکو په منځ کې د دغې ډلې د استخباراتو مشر هم د پلاوي غړیتوب لري.
سراج الدین حقاني د طالبانو له هغو مشرانو څخه دی، چې لا هم د متحده ایالاتو په تور لېست کې شامل دی او د سلګونو ځانمرګو بریدګرو د روزونکي په توګه یادیږي.
نوموړي په خپلې یوې وینا کې ویلي، چې په افغانستان کې له زرو زیات ځانمرګو بریدونو د تنظیم او روزنې چارې ترسره کړي دي.
تر اوسه د دغه سفر په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

د طالبانو د چارو ادارې خپلې مالي برخې ته په یوه لیک کې لیکلي، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله د دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو تنخوا پنځه زره افغانۍ ټاکلې ده. طالبانو د افغانستان د واک تر نیولو وروسته د دولتي ادارو ښځینه کارکونکي له دندو ګوښه کړل او د معاشونو د ورکولو ادعا کوي.
په دغه ليک کې د طالبانو د چارو د ادارې د عمومي مشر نورالحق انور له قوله ليکل شوي، چې د سې شنبې د ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) څخه به د ټولو ښځينه کارکوونکو تنخواوې په مساوي ډول ورکول کېږي.
په دغه مکتوب کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې راغلي، چې « د پخوانيو دولتي ادارو ټولو ښځينه کارکوونکو ته چې اوس لوړ معاش ورکول کیږي، ټول معاشونه په بودیجوي او غيري بودیجوي واحدونو کې ټولو ته یو شان پنځه زره افغانۍ ټاکل شوي دي.»

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ د دولتي ادارو ښځینه کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړل.
دې ډلې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی.
طالب چارواکو ادعا کړې، چې دوی له دندو څخه د ښځينه کارکوونکو د ګوښه کېدو وروسته هم تنخواوې ورکوي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف وايي، چې هېواد یې په منځنۍ اسیا کې له خپلو متحدینو سره د ترهګرو له لېست څخه د طالبانو د نوم د اېستلو په اړه خبرې اترې نه دي کړي.
ښاغلي کابلوف وویل، چې ازبکستان له طالبانو سره په فعاله توګه همکارۍ ته وده ورکوي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر استازي د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوې خبري غونډه کې له طالبانو سره د ازبکستان او ترکمنستان اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې دغه هېوادونه د بېلابېلو پلانونو په عملي کولو سره له طالبانو سره اړیکې پراخوي.
ضمیر کابلوف وايي؛ نه پوهېږي چې هېواد به یې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د اېستلو په اړه څه پرېکړه وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل، چې روسیه به طالبان د تروریستي سازمانونو له لېست څخه وباسي.
ښاغلي کابلوف ویلي وو، چې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړی، چې طالبان دې د منع شويو سازمانونو له لېسته واېستل شي.
له دغو څرګندونو وروسته د روسيې ولسمشر له طالبانو سره د اړيکو ټينګول يوه اړتيا وګڼله او ويې ويل، چې دغه ډله پر افغانستان او د دغې هېواد پر خاوره کنټرول لري.
په دې وروستیو کې د قزاقستان ولسمشر هم وویل، چې د طالبانو نوم یې د ترهګرو ډلو له لېست څخه اېستلی دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په کابل کې له ۵۵زره جریبه زیاته غصب شوې ځمکه بېرته تر لاسه کړې ده. طالبانو ویلي، چې د دغو ځمکو ډېره برخه د کابل ښار په ملاتره خېل ښارګوټي، نادرخان غونډۍ او ده کیپک تپه کې وه.
د طالبانو د عدلیې وزارت د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون په کابل کې د ښارګوټو د ارزولو په حال کې دی او غصب شوي ځمکې تر پېژندلو وروسته بېرته راګرځوي .
د دې اعلامیې له مخې؛ د میرویس، سید جمال الدین او ځاځي ښارګوټو د هستوګنې ځمکې تثبیت شوي او مالکان یې کولای شي د ودانیو جوړولو چارې پیل کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په کابل او ټولو ولایتونو کې د دولتي ځمکو د تفتیش، ثبت او بېرته راګرځولو بهیر دوام لري.
دغه کمیسیون د روان کال د غويي په میاشت کې اعلان وکړ، چې په یو نیم کال کې یې څه باندې دوه نیم میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې بېرته ترلاسه کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دغه ډلې د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره یو کمیسیون جوړ کړی.
طالبان وايي؛ دوی مسوليت لري، چې دغه ځمکې تصفيه او د ځمکو سیسټم تنظیم کړي.
