سراج الدین حقاني په خپل لومړني بهرني سفر متحده عربي اماراتو ته تللی

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خپل لومړني سفر متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته یې د اماراتو له مشر محمد بن زاید بن سلطان ال نهیان سره لیدلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خپل لومړني سفر متحده عربي اماراتو ته تللی او هلته یې د اماراتو له مشر محمد بن زاید بن سلطان ال نهیان سره لیدلي دي.
په کابل کې د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ د سې شنبې په ورځ په ایکس پانې لیکلي، چې نوموړی له یوه پلاوي سره متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
په دغه سفر کې د طالبانو د چارواکو په منځ کې د دغې ډلې د استخباراتو مشر هم د پلاوي غړیتوب لري.
سراج الدین حقاني د طالبانو له هغو مشرانو څخه دی، چې لا هم د متحده ایالاتو په تور لېست کې شامل دی او د سلګونو ځانمرګو بریدګرو د روزونکي په توګه یادیږي.
نوموړي په خپلې یوې وینا کې ویلي، چې په افغانستان کې له زرو زیات ځانمرګو بریدونو د تنظیم او روزنې چارې ترسره کړي دي.
تر اوسه د دغه سفر په اړه نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.


د طالبانو د چارو ادارې خپلې مالي برخې ته په یوه لیک کې لیکلي، چې د دې ډلې مشر ملا هبت الله د دولتي ادارو د ټولو ښځینه کارکوونکو تنخوا پنځه زره افغانۍ ټاکلې ده. طالبانو د افغانستان د واک تر نیولو وروسته د دولتي ادارو ښځینه کارکونکي له دندو ګوښه کړل او د معاشونو د ورکولو ادعا کوي.
په دغه ليک کې د طالبانو د چارو د ادارې د عمومي مشر نورالحق انور له قوله ليکل شوي، چې د سې شنبې د ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) څخه به د ټولو ښځينه کارکوونکو تنخواوې په مساوي ډول ورکول کېږي.
په دغه مکتوب کې چې یوه کاپي یې افغانستان انټرنشنل ته هم رسېدلې راغلي، چې « د پخوانيو دولتي ادارو ټولو ښځينه کارکوونکو ته چې اوس لوړ معاش ورکول کیږي، ټول معاشونه په بودیجوي او غيري بودیجوي واحدونو کې ټولو ته یو شان پنځه زره افغانۍ ټاکل شوي دي.»

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک تر لاسه کړ د دولتي ادارو ښځینه کارکوونکي یې له دندو ګوښه کړل.
دې ډلې په غیر دولتي موسسو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی.
طالب چارواکو ادعا کړې، چې دوی له دندو څخه د ښځينه کارکوونکو د ګوښه کېدو وروسته هم تنخواوې ورکوي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازی ضمیر کابلوف وايي، چې هېواد یې په منځنۍ اسیا کې له خپلو متحدینو سره د ترهګرو له لېست څخه د طالبانو د نوم د اېستلو په اړه خبرې اترې نه دي کړي.
ښاغلي کابلوف وویل، چې ازبکستان له طالبانو سره په فعاله توګه همکارۍ ته وده ورکوي.
د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر استازي د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوې خبري غونډه کې له طالبانو سره د ازبکستان او ترکمنستان اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې دغه هېوادونه د بېلابېلو پلانونو په عملي کولو سره له طالبانو سره اړیکې پراخوي.
ضمیر کابلوف وايي؛ نه پوهېږي چې هېواد به یې د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د اېستلو په اړه څه پرېکړه وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل، چې روسیه به طالبان د تروریستي سازمانونو له لېست څخه وباسي.
ښاغلي کابلوف ویلي وو، چې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته خبرداری ورکړی، چې طالبان دې د منع شويو سازمانونو له لېسته واېستل شي.
له دغو څرګندونو وروسته د روسيې ولسمشر له طالبانو سره د اړيکو ټينګول يوه اړتيا وګڼله او ويې ويل، چې دغه ډله پر افغانستان او د دغې هېواد پر خاوره کنټرول لري.
په دې وروستیو کې د قزاقستان ولسمشر هم وویل، چې د طالبانو نوم یې د ترهګرو ډلو له لېست څخه اېستلی دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون په کابل کې له ۵۵زره جریبه زیاته غصب شوې ځمکه بېرته تر لاسه کړې ده. طالبانو ویلي، چې د دغو ځمکو ډېره برخه د کابل ښار په ملاتره خېل ښارګوټي، نادرخان غونډۍ او ده کیپک تپه کې وه.
د طالبانو د عدلیې وزارت د سې شنبې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون په کابل کې د ښارګوټو د ارزولو په حال کې دی او غصب شوي ځمکې تر پېژندلو وروسته بېرته راګرځوي .
د دې اعلامیې له مخې؛ د میرویس، سید جمال الدین او ځاځي ښارګوټو د هستوګنې ځمکې تثبیت شوي او مالکان یې کولای شي د ودانیو جوړولو چارې پیل کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په کابل او ټولو ولایتونو کې د دولتي ځمکو د تفتیش، ثبت او بېرته راګرځولو بهیر دوام لري.
دغه کمیسیون د روان کال د غويي په میاشت کې اعلان وکړ، چې په یو نیم کال کې یې څه باندې دوه نیم میلیونه جریبه غصب شوې ځمکې بېرته ترلاسه کړې ده.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، دغه ډلې د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره یو کمیسیون جوړ کړی.
طالبان وايي؛ دوی مسوليت لري، چې دغه ځمکې تصفيه او د ځمکو سیسټم تنظیم کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزارت یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې طالبانو په نېږدې درېیو کلونو کې خپلو غړو ته ۲۰۰۹ سیاسي او ۵۴۲۱ ځانګړي پاسپورټونه وېشلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت د پاسپورټونو د مقررې له مخې؛ د دولت د مافوق او خارجه رتبه کارکوونکو سربېره وکیلان، والیان او ډېپلوماټان دا حق لري، چې سیاسي پاسپورټ تر لاسه کړي او ځانګړي پاسپورټونه دویم، لومړی او فوق بستونو کارکوونکو ته ورکول کیږي.
یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وویل، چې سیاسي او ځانګړي پاسپورټونه د طالبانو د ریاست الوزرا د رییس، مرستیالانو، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، مرستیالانو، دفتر رییس او د چارو ادارې د مشر په حکمونو ورکړل شوي دي.
سرچینه زیاتوي: "په ۱۴۰۰ کال کې ۱۰۵ سیاسي پاسپورټونه وېشل شوي، په ۱۴۰۱ کال کې ۴۵۱ سیاسي پاسپورټونه وېشل شوي، په ۱۴۰۲ کال کې ۹۰۶ سیاسي پاسپورټونه ورکړل شوي او په روان کال کې تر اوسه پورې ۵۴۷ سیاسي پاسپورټونه د طالبانو غړو ته ورکړل شوي دي".
سرچینې وویل: "یوه لویه برخه سیاسي پاسپورټونه د طالبانو د کورنیو مشرانو غړو، ځینې دیني علماو، ځینو طالب سوداګرو او چارواکو ته ورکړل شوي دي".
یاده سرچینه وايي، چې تر اوسه ۵۴۲۱ ځانګړي پاسپورټونه هم وېشل شوي، چې لویه برخه مخصوص پاسپورټونه د طالب چارواکو د کورنیو غړو، دوستانو او ټیټ رتبه مامورینو ته ورکړل شوي دي.
همداراز د طالبانو تر کنټرول لاندې د چارو ادارې د بهرنیو اړیکو ریاست یوه کارشناس د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې په تېرو نېږدې درېیو کلونو کې د ارګ او چارو ادارې څخه د ۷۱۹ سیاسي پاسپورټونو او ۲۳۱۰ ځانګړو پاسپورټونو حکمونه ورکړل شوي دي.
دغه سرچینه وايي، چې له یو شمېر وزارتونو څخه دوی ته د ځانګړو او سیاسي پاسپورټونو وړاندیزونه ورغلي او دوی د حکم له اخیستو وروسته بهرنیو چارو وزارت ته لېږلي دي.
د چارو ادارې دغه کارشناس زیاته کړه: "موږ ته دا معلومات نه شته، چې وړاندیز شوي اشخاص د اړوند وزارتونو غړي دي او که نه؛ خو یوازې یې پروسس کوو او بهرنیو چارو وزارت ته یې لېږو."
د افغانستان د سیاسي او ځانګړي پاسپورټ لرونکي د ګاونډیو هېوادونو سربېره؛ چین، ترکیه، هندوستان، افریقايي هېوادونه، د سویلي اسیا هېوادونه او د نړۍ یو شمېر نورو هېوادونو ته بې وېزې سفر کولی شي.
همدا راز د سیاسي پاسپورټ لرونکي اشخاص کولی شي، چې په اسانۍ سره د یو شمېر اروپايي هېوادونو وېزې تر لاسه کړي.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د ارګ یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې د بهرنیو چارو وزات د طالبانو په کابینه کې د یوه شکایت پر بنسټ د طالبانو رییس الوزرا ته د یو شمېر طالب پلوو اشخاصو، د طالبانو د کورنیو غړو او دوستانو له سیاسي او مخصوص پاسپورټ څخه په استفادې د ګاونډیو هېوادونو سربېره ترکیې، ازبکستان او یو شمېر هېوادونو ته د سفرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
هڅه مو وکړه، چې په دې اړه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او یا هم د طالب چارواکو نظر را واخلو؛ خو له پرله پسې اړیکو نیولو سره هم ونه توانېدو.
تازه د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هېواد او افغانستان ترمنځ د ډېپلوماټیکو ویزو د معافیت تړون لغوه شوی دی.
د دې تړون په لغوه کولو سره ترکي او طالب چارواکي افغانستان او ترکيې ته د ننوتلو لپاره اړ دي، چې د وېزې تر لاسه کولو پروسه بشپړه کړي او وېزه تر لاسه کړي.
د ترکیې د ولسمشر دفتر ویلي وو، چې دا پریکړه به د غبرګولي له ۱۲ نېټې وروسته د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لاسلیک سره عملي شي.
هغه فرمان چې د ترکیې د ولسمشر په لاسلیک سره خپور شوی پکې راغلي: « د ترکیې جمهوریت او د افغانستان اسلامي جمهوریت ترمنځ د ډېپلوماتیکو پاسپورټونو لرونکو لپاره د ویزې د مکلفیتونو د دوه اړخیز لغوه کولو هوکړه لیک چې د ولسمشر لخوا د ۲۰۰۷کال د سپټمبر په ۲۹لاسلیک شو او د ۲۰۰۸کال د جنورۍ په ۸مه د وزيرانو شورا د پرېکړې له مخې نافذ شو، د جون له لومړۍ نیټې څخه به ودرول شي.»
ترکيې دغه پرېکړه د دغه هېواد د ولسمشر د ۹مې ګڼې فرمان د درېيمې مادې پر بنسټ کړې ده.

امریکا وايي په غزه کې د اوربند لپاره یې د یوه پرېکړه لیک مسوده د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته سپارلې ده. دا مسوده د هغه وړاندیز ملاتړ کوي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د حماس او اسراییل ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره وړاندې کړ.
متحده ایالاتو پرون د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د ولسمشر جوبایډن د وړاندیز ملاتړ وکړي.
رویټرز خبري اژانس چې د دې مسودې یو مخ متن یې لیدلی، ویلي چې دا متن د امنیت شورا ۱۵ غړو ته استول شوی او د تصویب لپاره لږ تر لږه نهو مثبتو رایو ته اړتیا لري.
امنیت شورا په ځانګړې توګه چین او روسیه یې ویټو کولی شي.
مسوده پر حماس غږ کوي، چې دا تړون ومني او "بې له ځنډ او پرته له کوم شرطه دې په بشپړ ډول پلی کړي."
امریکا د خپل وړاندیز شوي پرېکړه لیک په مسوده کې د هغو اړخونو پر اهمیت هم ټینګار کړی، چې د دایمي دښمنۍ د ختمولو په هدف د موافقې د شرایطو رعایت کوي.
د امریکا دا وړاندیز یوه اونۍ وروسته له هغې وشو، چې الجزایر د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړه لیک مسوده وړاندې کړه چې په غزه کې د اوربند، د حماس له خوا د ټولو یرغمل شویو د خوشې کولو او په رفح کې د اسراییل د پوځي عملیاتو د سملاسي بندیدو غوښتنه یې کوله.
د تېرې جمعې په ورځ بایډن په غزه کې د اسراییل د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې د اوربند لپاره درې مرحلې وړاندیز کړې او ویې ویل: "د دې وخت دی چې دا جګړه پای ته ورسیږي."
د امریکا د ولسمشر دا وړاندیز د حماس له لومړني مثبت غبرګون سره مخ شو.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې لېنډا توماس ګرینفیلډ په یوه بیان کې ویلي، چې د سیمې په ګډون ګڼو مشرانو او حکومتونو دغه پلان تایید کړی او دوی له امنیت شورا غواړي، چې د دې موافقې په عملي کولو کې ورسره یوځای شي.
نوموړې د شورا له غړو وغوښتل چې دغه پرېکړه ليک تصويب کړي.
د اوو حکومتونو ډلې (G7) مشرانو هم په یوه بیان کې اعلان وکړ، چې دوی د هر اړخیز اوربند او د یرغمل شویو خوشې کولو د تړون "بشپړ ملاتړ کوي او تر شا به یې ولاړ وي".
د سعودي عربستان، اردن، متحده عربي اماراتو، قطر او مصر د بهرنیو چارو وزیرانو هم د دغه پلان ملاتړ کړی دی.