نړۍوال شل اوریز جام؛ د هند کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته ماتې ورکړه

د نړۍوال شل اوریز جام د سیالیو په لړ کې نن یکشنبه هند له پاکستان سره مخامخ شو، چې په پایله کې هند وتوانید چې خپل سیال پاکستان ته ماتې ورکړي.

د نړۍوال شل اوریز جام د سیالیو په لړ کې نن یکشنبه هند له پاکستان سره مخامخ شو، چې په پایله کې هند وتوانید چې خپل سیال پاکستان ته ماتې ورکړي.
دغه لوبه چې د امریکا په نیویارک ایالت کې سهار پیل شوې وه، لومړی هند توپ وهنه پیل کړه، چې په ټاکلو اورونو کې یې ۱۲۰ منډې هدف وټاکه.
پاکستان د خپلې توپوهنې په نوبت کې د ټولو اورونو په کولو سره په دې ونه توانید چې له هند څخه یاده لوبه وګټي.
له دې وړاندې پاکستان له امریکا څخه ماتې خوړلې وه، چې د کرېکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره له یوه نیمه دایمي غړې لوبډلې څخه ماته ګڼل کیږي.


د افغان د تجربه لرونکو کراټې ۱۳ کسيزې لوبډلې، چې د اسيا د تجربه لرونکو کراټې په سيالیو کې يې برخه اخيستي وه؛ څلور د سرو زرو، څلور د سپينو زرو او د پنځه برونزو مډالونو په ګټلو سره یې د سياليو دويم مقام تر لاسه کړ.
دغه سيالۍ د ایران په پلازمینه تهران کې د «محمد علي سنتکاران» جام تر لانامه لاندي تر سره شوې.
د افغانستان د تجربه لرونکو کراټې لوبغاړو پایلې:
د سرو زرو مډالونه:
عزيزالله راضي، علي احمد رضايي، سيد محمد يعقوب موسوي او فولاد اسماعيلي
د سپين زرو مډالونه:
حيدر محمدي، کاظم علي خاني، غلام نبي جعفري او سيد علي رضایي
د برونزو مډالونه:
غلام سخي خاوري، خداداد مبارز، عبدالمحبور سروري، علی ابراهیمي او انظر گل یوسفي
د یادوني وړ ده، چې د افغانستان ۱۱ لوبغاړو نن د سویلي اسيا د ۱۴م پړاو سيالیو کې د فزيک او بدن جوړونې په برخو کې درې د سرو زرو، پنځه د سپينو زرو او درې د برنزو مډالونو په ترلاسه کولو درېيم مقام ګټلی و.

د افغانستان د بدن جوړونې فدراسيون وایي، چې لوبغاړو یې د سويلي اسيا په ۱۴م پړاو سيالیو کې درېيم مقام تر لاسه کړ. په دې سیالیو کې هندوستان تر ټولو د زياتو نمرو په تر لاسه کولو لومړۍ او مالديف دویم مقامونه تر لاسه کړي دي.
د افغانستان د بدن جوړونې ملي فدراسيون د یکشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ويلي، چې لوبغاړو يې د سويلي اسيا په څلوارلسم پړاو سيالیو کې د ۳۷۰ نمرو په تر لاسه کولو درېيم مقام ګټلی.
د فدراسيون د معلوماتو له مخې؛ په دې سياليو کې د سويلي اسيا د اوو هېوادونو ۱۷۱ لوبغاړو برخه اخيستې وه.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان څخه ۱۱ لوبغاړو د فزيک او بدن جوړونې په برخو کې ګډون کړی و، چي درې د سرو زرو، پنځه د سپينو زرو او درې يې د برنزو مډالونه ترلاسه کړل.

د کرېکټ په شل اوریز نړېوال جام کې په لومړینو دوه لوبو کې اسټرالیا انګستان ته او ویسټ اینډیز یوګنډا ته ماتې ورکړه. نن د ورځې په ورستیو کې راتلونکې دوو لوبو کې هند د پاکستان او عمان د سکاټلنډ په وړاندې لوبیږي.
د ۲۰۲۴ کال د نارینه شل اوریز کرېکټ نړېوال جام کې د یکشنبې د (غبرګولي ۲۰مه) څلور لوبې پلان شوې چې دوه ترسره شوې او دوه نورې د ورځې په اوږدو کې کیږي.
نن یکشنبه د نړېوال جام ۱۷مه لوبه د اسټرالیا او انګلستان د لوبډلو تر منځ د کینسنګټون اوال بارباډوس په لوبغالي کې تر سره شوه.
د یادې لوبې پچه د انګلستان لوبډلې وګټله او د اسټرالیا په وړاندې یې لومړی د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
د انګلستان لوبډلې د شل اورونو به لوبولو او شپږ لوبغالو په سوځېدو سره سیالې لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف ورکړ.
یاد هدف د اسټرالیا لوبډلې د لوبې د وروستي اور په وروستي بال په څلوریزې وهلو د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ.
همدارنګه ۱۸مه لوبه له سي ګروپ څخه د ګوربه ویسټ اینډیز او یوګنډا هېوادونو د لوبډلو تر منځ په پرویدنس لوبغالي کې ترسره شوه.
د یادې لوبې پچه ویسټ اینډيز لوبډلې وګټله او د یوګنډا په وړاندې یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
د ویسټ اینډیز لوبډلې په شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د ګنډا لوبډلې ته ۱۷۳ منډو هدف ورکړ.
خو ویسټ اینډیز په ۱۲م اور کې د یوګنډا ټوله لوبډله وسوځوله.
یوګنډا د ویسټ اینډیز په وړاندې د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او یواځې یې ۳۹ منډې جوړې کړې.
د نړېوال جام په دوام نن ورځ ۱۹مه لوبه، هند د پاکستان په وړاندې او ۲۰ لوبه کې عمان د سکاټلنډ په وړاندې لوبیږي.

د افغانستان د بدن جوړونې ملي لوبډلې د سویلي اسیا د بدن ښکلا د سیالیو د ۱۴ پړاو په لومړۍ ورځ د طلا د دوو مډالونو په ګډون پنځه مډاله ترلاسه کړل.
دغه سیالۍ په مالدیف کې ترسره شوي او د افغانستان ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې د فزیک او بدن جوړونې په برخو کې دوه د سرو زرو، دوه د سپینو زرو او یو د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.
افغان لوبغاړو نن شنبه په دغو سیالیو کې برخه واخیسته.
د سویلي اسیا د بدن جوړونې په سیالیو کې د افغان لوبغاړو له ډلې مسلم شاه فقیري د ۲۱ کلنو ځوانانو په ډله کې د مثبت ۷۵ کیلو ګرامو په وزن کې د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
نصیب الله عظیمي د فزیک په ډله کې د ۱۷۵سانتي متره قد په ګروپ کې، د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.
فراموز اکرمزاده د بدن جوړونې په برخه کې په ۷۰ کیلو ګرامه وزن کې د سپینو زرو مډال او
وحیدالله صدیقي د فزیک په کټګورۍ کې د ۱۷۰ سانتي متره قد په ګروپ کې، د سپینو زرو مډال وګټه.
بل خوا شاهد شهیم د فزیک په کټګورۍ کې، د ۱۶۰ سانتي متره قد په ګروپ کې، د برونزو مډال ترلاسه کړ.
د افغانستان د بدن د ښکلا فدراسیون د خبرپانې له مخې، د افغانستان ملي لوبغاړي به سبا یکشنبه د بدن د ښکلا او فټنس سیالیو په اوو بېلابېلو څانګو کې د سویلي اسیا د نورو هیوادونو له لوبډلو سره سیالي وکړي.

افغانستان د ۲۰۲۴ کال په نړۍوال شل اوریز جام کرېکټ سیالیو کې په خپله دویمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۸۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دا لومړی ځل دی چې افغانستان د نوي زیلنډ ته کرېکټ لوبډلې ته ماته ور کوي. دا په روان نړیوال جام کې د افغان لوبډلې دویمه پرلپسې بریا ده.
د لوبې پچه نیوزیلنډ ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه کړې وه.
دغه لوبه نن سهار د افغانستان پر وخت په څلورو بجو د ویسټ انډیز په پراوېډینس لوبغالي کې پیل شوه.
د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان ۱۵۹ منډې جوړې کړې وې او شپږ لوبغاړي یې سوځېدلي وو.
د لوبې په دویمه پاڼۍ کې نیوزیلنډ یوازې وتوانېدو، چې ۷۵ منډې جوړې کړي او په ۱۵م اوور کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
په افغان لوبډله کې رحمان الله ګوربز ۸۸ تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې او په توپ اچونه کې بیا راشد خان او فضل الحق فاروقي څلور څلور وېکټې واخیستې.
د دغې بریا سره افغانستان په خپل ګروپ کې د څلورو امتیازونو په ګټلو سره تر ټولو مخکښ دی.
په دغو سیالیو کې افغانستان څلور ورځې وړاندې خپله لومړنۍ لوبه له یوګانډا څخه د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله.
افغانستان به خپله درېیمه لوبه د جون پر ۱۴مه نېټه له پاپ اونیوګېني یا پياېنجي سره او څلورمه هغه به د جون میاشتې پر ۱۸مه له ویسټ انډيز سره کوي.