• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له درې نیم زره ډېر کډوال له ایران او پاکستانه په زور او خپله خوښه راستانه شول

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۳ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۲۰ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، یاد کډوال د دوو ګاونډیو هېوادونو څخه د کندهار، ننګرهار او نیمروز ولایتونو له لارې په زور او خپله خوښه راستانه شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د (غبرګولي ۲۴مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې تېره ورځ د نمیروز ولایت د ابرېښم پل له لارې ۲۸۷۵ تنه افغان کډوال په زور او خپله خوښه راستانه شول.
طالبان وايي، په راستنو شویو کډوالو کې بې سرپرسته ماشومان هم شامل وو.
همدارنګه د طالبانو دغه وزارت وايي، په همدې ورځ ۷۶۳ تنه کډوال د کندهار د سپین بولدک او د ننګرهار د تورخم له لارو د پاکستان له لوري په زور راستانه شول.
د کډوالو د وزارت د معلوماتو له مخې، ۱۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېریې ۶۷ تنو ته رسېږي د تورخم او ۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۵۵ تنو ته رسېږي د سپین بولدک له لارې راستنې شوې.
طالبان وايي، تازه راستنو شویو کډوالو ته د لومړنیو خوراکي توکو ترڅنګ د نورو مرستو تر لاسه کولو په موخه یې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان، د ملګرو ملتونو د خوړو او د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ ته ورپېژندلي دي.
دغه کډوال په داسې حال کې له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي، چې تېره ورځ پاکستاني رسنیو خبر ورکړ چې د روان میلادي کال د جون تر ۱۱مې له دغه هېواده د ټولو ستنو شویو افغان کډوالو شمېر ۶۰۷ زره او ۱۶۶ تنو ته رسېدلی او د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ لا هم دوام لري.

ترویج لرونکی

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي
۱

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۲

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۳

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۴

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

۵

د ملایعقوب په مشرۍ غونډه کې د ملا هبت الله د فرمانونو پر بشپړې پلي کېدا ټینګار شوی

•
•
•

نور کیسې

فاریاب کې د واده موټر د ټکر له امله ۱۰ کسان مړه شوي او ۵ نور ټپيان دي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۰۳ GMT+۱

له فاریابه یو شمېر سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د فارياب په مېمنه ښار کې د واده مراسمو يو موټر له دېوال سره ټکر کړی، چې له امله یې ۱۰ کسان مړه او ۵ نور ټپيان شوي دي. سرچينه زياتوي، چې په مړو او ټپيانو کې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.

په فارياب کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر شمس الدين رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه د چهار شنبې په مازدیګر شپږ بجې د مېمنې ښار د شپږمې ناحيې پر نوي سړک شوې ده.

هغه زياتوي، چې د واده په مراسمو کې يو فیلډر موټر د تېز تګ له امله د موټر چلونکي له واک څخه وتلی او له ديوال سره يې ټکړ کړی دی.

سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وويل، چې په مړو کې ۵ ښځې، ۴ ماشومان او یو نارينه شامل دي او په ټپیانو کې هم ښځي او ماشومان دي.

د فاریاب ولایت ځایي ترافيک چارواکي وايي، چې ټپیان يې روغتيايي مرکز ته انتقال کړي دي.

طالبان د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتياطي او تېز سرعت یاد کړی.

په دې وروستيو کې د افغانستان په ډېرو سېمو کې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، د ترافيکي نښو د نشتوالي او خرابو سړکونو له امله ترافيکې پېښې زياتي شوي او د مرګ ژوبلې لامل ګرځيدلي دي.

طالبان: ایران ته تر ۴ زرو د زیاتو څارويو د قاچاق مخه نيول شوې ده

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۵۱ GMT+۱

نيمروز کې د طالبانو د والي ویاند وايي،ایران ته یې د ۴ زره او ۴۰۰ څارویو د لیږد مخه نیولې چې په ناقانونه توګه وړل کېدل. رحيم الله ساجد رسنيو ته ويلي، چې د دې څارويو د قاچاق په تړاو يې ۸ کسان نيولي دي.

نيمروز کې د طالبانو د والي ویاند رحیم الله ساجد د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې د دې ولایت د پنځم سرحدي کنډک طالبانو دغه څاروۍ د ترلاسه شويو معلوماتو وروسته نيولي دي.

ښاغلی ساجد زیاتوي، چې د څارويو د قاچاق په تور نیول شوي ۸ کسان يې قضايي ادارو ته سپارلي دي.

هغه زیاتوي، تر دې مخکې هم څو ځلي د څارویو د ناقانونه لېږد مخه نیولې، د څارویو د قاچاق په اړه جدي دی او خلکو ته یې خبرداری یې ورکړي چې له دې کاره لاس واخلي.

تر دې وړاندي په کندهار، زابل او ځینو نورو سرحدي سېمو کې هم طالبانو د هغه څارويو د نیولو خبر ورکړی و، چې پاکستان هېواد ته قاچاق کېدل.

د چمن پرلتوالو د علماو یوه پلاوي په اسلام اباد کې له طالب سفیر سره کتلي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۹:۳۰ GMT+۱

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د چمن پرلتوالو د علماو او مشرانو يو ګډ پلاوي په اسلام اباد کې د طالبانو له سفير سره کتلي او د ډېورنډ فرضي کرښې د ستونزو د حل په اړه یې خبرې کړي دي.

سردار احمد شکېب ورغلي پلاوي ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې به د ترانزيت او سوداګرۍ پر مخ خلاصي کړي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندي د افغانستان سفارت د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د چمن پرلتوالو په استازيتوب د مولوي محمد قاسم په مشري د علماوو او مشرانو يوه پلاوي په اسلام اباد کې د طالبانو له سفیر سره د چمن او ډيورنډ فرضي کرښې دواړو غاړو ته د خلګو د ستونزو، دوه اړخيزې سوداګرۍ، تګ راتګ او نورو مسايلو خبري کړي دي.

خبر پاڼه کې راغلي، چې یاد پلاوي چمن کې روان ناسم وضعت او نورو ننګونو د حل په موخه د دواړو هېوادونو د غوره اقداماتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

ښاغلي شکېب ورغلي پلاوي سره ژمنه وکړه چې یادې ستونزې به حل کړي. خو دا چې څنګه او کله به دا ستونزې حل کیږي معلومه نه ده.

څه باندې اته میاشتې کیږي چې په چمن کې پرلت وهونکو د سپین بولدک- چمن پر دروازه د پاکستان د حکومت له خوا د پاسپورټ په جبري کولو غبرګون کې پرلت وهلی دی.

په دې موده کې د پرلت کوونکو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځلې نښتې ترسره شوي چې په ترڅ کې یې پرلتوالو ته مرګ ژوبله اوښتې او خبرونه یې هم خپاره شوي دي.

پرلتوالو ویلي تر هغه به خپلو لاریونونو ته دوام ورکوي؛ تر څو، چې د پاکستان حکومت یې غوښتنې نه وي منلي.

د اختر په اړه د حکمتیار د ورځپاڼې نیوکه؛ خلک حیران دي چې د چا ومنئ؟ د طالبانو یا د سعودي؟

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۳۹ GMT+۱

ګلبدین حکمتیار پورې تړلې ورځپاڼې پر طالبانو نیوکه کړې، چې د سعودي خلاف یې د دوشنبې ورځ (د غبرګولي ۲۸مه) د اختر لومړې ورځ اعلان کړې ده. ورځپاڼه لیکي، چې طالبان دې یا د یکشنبې ورځ اختر اعلان کړي یا دې د دوشنبې ورځ له پاکستان سره اختر وکړي.

شهادت ورځپاڼې د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۳مه) پر اېکس پاڼه لیکلي؛ خلک حیران دي، چې د طالبانو ومني یا د حاجیانو د عرفې ورځ.

دغه ورځپاڼه زیاتوي، چې ښایي د کوچني اختر د فتوا په څېر طالبان دا هم رد کړي.

شهادت ویلي، چې شنبه عرفه او یکشنبه د اختر لومړۍ ورځ ده.

100%

شهادت ورځپاڼې طالبانو ته دوه لارښونې کړي؛ لومړۍ دا چې د یکشنبې ورځ دې اختر اعلان کړي او دویمه دا چې په خپله فتوا دې ټینګ پاتې شي او له پاکستان سره دې د دوشنبې په ورځ اختر وکړي.

سعودي عربستان چې د افغانستان په ګډون د مختلفو هېوادونو په میلیونونو خلک د حج لپاره ورځې تر دې د مخه راتلونکې یکشنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

شهاب الدين دلاور: وزيران او نور کسان حق نه لري، چې د کانونو په اړه له خلکو سره معاملې وکړي

۲۳ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۲ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټروليم وزير د فاریاب د مالګي کانونو د اسنادو د ارزونې په غونډه کې وویل، چې وزيران او هېڅ بل کس حق نه لري، چې د کانونو پر سر د اصولو خلاف له چا سره معاملې وکړي.

شهاب الدين لارو زياتوي، چې کانونه د افغانستان ملي منافع دي او په دې کې د هېواد ټول اتباع ګډ حق لري.

د کانونو او پټروليم وزارت نن چهارشنبه په یوې خبرپاڼه ويلي، چې دوی د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ د اندخوی، مېمنې او درزاب د مالګې کانونو لپاره د شرکتونو د اسنادو د ارزيابۍ لپاره غونډه کړې.

په غونډه کې طالب وزير شهاب الدين دلاور وویل، چې افغانستان دا مهال د مالګې په برخه کې په ځان بسيا دی او يوازې د هرات په غوريان ولسوالۍ کې ۱۲ سوه هېکټاره د مالګي لوی کان لري.

هغه زياته کړه: « موږ د مالګي دومره کانونه لرو، چي په زرګونه کلونه به هم ختم نه شي، د اندخوی او تخار د مالګي د کانونو ترڅنګ د هرات په غوريان ولسوالۍ کې ۱۲ سوه هېکټاره د مالګې یو لوی معدن شته.»

نوموړي وويل، چې د هېواد د ملي ګټو په پام کې نيولو سره د هیچا مراعت نه کوي او کانونه د افغانستان ملي منافع دي.

دلاور په خپلو خبرو کې وویل، چې په دې کانونو کې «نر او ښځه، لوی او ماشوم، شعیه او سني او ان افغان هندو» هم حق لري او چاته اجازه نه ورکوي، چې په دې برخه کې د خلکو سره د دوی د اوصولو خلاف معامله وکړي.

دغه وزارت په خپله اعلاميه کې ويلي، چې «د اندخوی د مالګي کان ۴.۵، د مېمنې کان ۵.۲ او درزاب کان ۴.۵ کيلومتره مربع مساحت لري» چې د شرکتونو د افرونو تر ارزيابۍ وروسته به داوطلبۍ ته وړاندې شي.

دغه وزارت ويلي، چې د کانونو د قرار دادونو لپاره طرزالعملونه او اوصول لري او د همدې اصولو له مخې د کورنيو او بهرنيو شرکتونو سره مخ ته ځي.

د طالبانو له خوا د کانونو د قراردادونو پر ورکړې، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني سربېره ګڼو سیاستوالو نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې معلومه نه ده، چې دا پېسې چېرې او د چا جیب ته ځي.