د خوړو نړۍوال پروګرام: د افغانستان یوه پر څلورمه برخه خلک په نهاره ویده کېږي

د خوړو نړۍوال پروګرام د لوی اختر په درشل کې ویلي، چې مېلیونونه افغانان لوی اختر داسې مهال لمانځي چې د دغه هېواد یوه په څلورمه برخه خلک د خوراک لپاره څه نه لري.

دغه بنسټ د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۲۵مه) په اېکس پاڼه د افغانستان له خلکو سره د اختر په شپو ورځو کې د خوړو په برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.
د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، په افغانستان کې ۱۲ مېلیونه خلک پر دې نه پوهېږي چې د بل وخت ډوډۍ به له کومه کوي.
دغه بنسټ ویلي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بې‌وزلو سره د مرستې په پار ۶۵۰ مېلیونه ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري.
بله غاړه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، چې د اړتیا وړ ۲۰.۱ سلنه بودجه یې تر لاسه کړې ده.
دغې ادارې د ۲۰۲۴ کال لپاره په افغانستان کې د ۳.۱ مېلیارډ ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو د شپږو میاشتو په تېرېدو سره یې یوازې ۶۱۳.۶ مېلیونه ډالر تر لاسه کړي دي.