• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ: بایډن د افغان ځواکونو له خبرولو پرته په نیمه شپه له بګرام اډې وتل پیل کړل

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۳ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، چې د بایډن ادارې د ۲۰۲۱ کال د جولای پر۲مه د افغان ځواکونو له خبرولو پرته د امریکايي ځواکونو د اېستلو بهیر پیل کړ او طالبان وتوانېدل چې په زرګونو وینې ته تږي بندیان او مجرمان خوشې کړي.

ډونالډ ټرمپ د کابل هوايي ډګر د ابي ګیټ د چاودنې د کالیزې په مناسبت خپل پیغام کې، چې سپینې ماڼۍ خپور کړی، ویلي، څلور کاله مخکې د امریکا په تاریخ کې یوه ترخه ورځ وه او د کابل په ابي ګیټ کې د یوه ځانمرګي جهادي ترهګر برید کې ۱۳ زړور امریکایي سرتېري ووژل شول.

ټرمپ وايي، چې د ۲۰۲۱ کال د جولای پر ۲مه، چې طالبان په افغانستان کې د یوې کورنۍ جګړې په منځ کې وو، ولسمشر جو بایډن د بګرام هوايي اډې نه په نیمه شپه کې د افغان امنیتي ځواکونو له خبرولو پرته ګډوډ وتل پیل کړل، چې په پایله کې یې امریکايي سرتېري بې دفاع پاتې شول او طالبان وتوانېدل زرګونه بندیان خوشې کړي.

ټرمپ په خپل پیغام کې ویلي، « د ۲۰۲۱ کال د اګست پر۲۶مه نېټه، د داعش خراسان یوه بې رحمه ځانمرګي بریدګر د کابل د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر په یوې دروازې کې ځانمرګي برید وکړ. په دغه برید کې ۱۳ امریکایي سرتېري ووژل شول، ۴۵ ټپيان شول او تر ۱۶۰ ډېر ملکي وګړي ټپیان شول، چې دا د یوې لسیزې تر ټولو وژونکې ورځ وه».

ټرمپ وايي، په دې ورځ د امریکا ناوړه سیاست او بې کفایتي ټولو ته جوته شوه او ددې پېښې له کبله بې شمیره امریکایان او افغان متحدین د طالبانو تر کنترول لاندې پاتې شول، ۱۰ بې ګناه ملکي وګړي ووژل شول او د امریکا ۸۵ میلیارد ډالره پوځي تجهیزات د دښمن لاس ته ورغلل.

ترمپ زیاتوي، « په ۲۰۲۵ کال کې زما ادارې د ابي ګیټ ۱۳ قربانیانو کورنیو ته د عدالت تامین لپاره اقدام وکړ او د ۲۰۲۵ کال د مارچ پر۴مه د امریکا کانګرس ته په وینا کې مې اعلان وکړ چې د برید عامل داعشی جهادي ونیول شو او امریکا ته راوړل کېږي څو عدالت پرې تطبیق شي».

د کابل د هوايي ډګر چاودنه د ۱۴۰۰ کال د وږي پر څلورمه د امریکا د وتلو پر مهال خونړۍ پېښه ګڼل کیږي.

په دغه ځانمرګي برید کې داعش خراسان ډلې ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ډېر افغانان ووژل.

سره له دې چې امریکایي چارواکو برید داعش خراسان ډلې ته منسوب کړی، ځینې رپوټونه او عیني شاهدان وايي چې له چاودنې وروسته هم ډزې شوې، چې نورې مرګونې پایلې یې لرلې.

خو رسمي پلټنو نه دا رپوټ تایید کړی او نه یې په بشپړه توګه رد کړی دی.

سي اېن‌اېن په خپل رپوټ کې لیکلي چې نوي شواهد یې ترلاسه کړي چې د پینټاګون د بیان شویو تلفاتو د پېښې کیسه تر پوښتنې لاندې راولي. د رپوټ له مخې، نوې ویډیوګانې او شهادتونه ښيي چې یوه برخه مرګ ژوبله د « مخامخ او پراخو ډزو» له امله شوې ده.

په ۲۰۲۲ کال کې د پینټاګون په رپوټ کې ویل شوي و چې له چاودنې وروسته د ډزو هیڅ پرېکنده شواهد نشته، خو د قربانیانو کورنۍ، په ځانګړي توګه په افغانستان کې او د بشري حقونو ځینې مدافعان وايي چې د پېښې ټول اړخونه په سمه توګه نه دي څېړل شوي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

مارک روبیو د کابل «ابي دروازې» چاودنې له امله د بایډن پر حکومت نیوکې وکړې

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۲۰ GMT+۱

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د بایډن پر حکومت نیوکه کړې، چې د کابل هوايي ډګر پېښې د قربانیانو لپاره د عدالت په تامین کې یې اقدام نه دی کړی. روبیو وايي، د ټرمپ ادارې چټک اقدام وکړ، چې د چاودنې مسوول ونیسي. د امریکا دفاع وزیر هم ویلي، چې د وژل شویو سرتېرو قرباني به هېره نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبې په ورځ، ددې پېښې د کالیزې په مناسبت پر خپل اېکس ولیکل، « څلور کاله وړاندې په نن ورځ، موږ د ابي ګیټ په پېښه کې ۱۳ امریکایي اتلان له لاسه ورکړل. دا، چې مخکیني حکومت د کابل په پېښه کې د ګولډ سټار کورنیو ته د خپلو عزیزانو د وژل کېدو په برخه کې عدالت نه و تامین کړی، د ټرمپ ادارې چټک اقدام وکړ څو د ابې ګیټ چاودنې مسوول او د داعش خراسان ډلې ترهګر ونیسي».

د کابل د هوايي ډګر چاودنه د ۱۴۰۰ کال د وږي پر څلورمه د امریکا د وتلو پر مهال خونړۍ پېښه ګڼل کیږي.

په دغه ځانمرګي برید کې داعش خراسان ډلې ۱۳ امریکایي سرتېري او له ۱۷۰ډېر افغانان ووژل.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېره کب میاشت کې د دغه برید د اصلي طراح د نیولو خبر ورکړ او ویې ویل چې دا چاره د پاکستان په همکارۍ شوې ده.

څلور کاله وروسته، لا هم د دې پېښې په اړه ډېرې مهمې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

د امریکا دفاع وزیر پیتر هیګسټ هم پر خپل اېکس لیکلي، چې «څلور کاله مخکې دیارلس امریکايي سرتېرو د افغانستان له ناورین نه د بېرته وتلو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړ».

هغه ویلي، چې د دوی قرباني به هېڅکله هېره نه شي او مکلف دي، چې داسې پېښه بیا هېڅکله تکرار نه شي.

سره له دې چې امریکایي چارواکو برید داعش خراسان ډلې ته منسوب کړی، ځینې رپوټونه او عیني شاهدان وايي چې له چاودنې وروسته هم ډزې شوې، چې نورې مرګونې پایلې یې لرلې.

خو رسمي پلټنو نه دا رپوټ تایید کړی او نه یې په بشپړه توګه رد کړی دی.

سي اېن‌اېن په خپل رپوټ کې لیکلي چې نوي شواهد یې ترلاسه کړي چې د پینټاګون د بیان شویو تلفاتو د پېښې کیسه تر پوښتنې لاندې راولي. د رپوټ له مخې، نوې ویډیوګانې او شهادتونه ښيي چې یوه برخه مرګ ژوله د «مخامخ او پراخو ډزو» له امله شوې ده.

په ۲۰۲۲ کال کې د پینټاګون په رپوټ کې ویل شوي و چې له چاودنې وروسته د ډزو هیڅ پرېکنده شواهد نشته، خو د قربانیانو کورنۍ، په ځانګړي توګه په افغانستان کې او د بشري حقونو ځینې مدافعان وايي چې د پېښې ټول اړخونه په سمه توګه نه دي څېړل شوي.

د امریکا او افغانستان تاریخي اړیکې؛ د یو نوي باب د پرانېستو اړتیا

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۴۳ GMT+۱
•
عبدالجبار نعیمي

په اوسنۍ، یو بل سره تړلې نړۍ کې د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو اړیکې د دواړو هېوادونو لپاره ډېرې مهمې دي. په ځانګړي ډول په داسې مهال کې چې افغانستان او افغانان د دوحې له تړون او د امریکا له بېړنۍ وتنې وروسته په یو ډېر حساس پړاو کې واقع شوي دي.

نو د افغانانو لپاره د امریکا مرسته او همکاري، همدارنګه د امریکا له خوا د شلو کلونو بشري حقونو او ولسواکۍ ملګرتیا او باور پوره کولو لپاره تر نورو وختونو لا ډېره ضروري شوې ده.

د افغانستان او امریکا تر منځ د ثبت شویو اړیکو تاریخ تر ۲۰۰ کلونو پورې رسي، هغه وخت ته چې امریکایي جوسیا هارلن په ۱۸۲۷ز کال کې افغانستان ته سفر وکړ او له افغان سیاسي رهبرانو په ځانګړي ډول امیر دوست محمد خان سره یې لیدنې کتنې وکړې. کله چې په ۱۹۱۹ز کې امیر امان‌الله خان خپلواکي اعلان کړه نو په ۱۹۲۱ز کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وارن هارډینګ افغانستان په رسمیت وپېژند او له افغانستان سره د امریکا رسمي اړیکې پیل شوې.

د سړې جګړې پر مهال د افغانستان او امریکا متحده ایالاتو اړیکې:

له نړۍوالې دویمې جګړې وروسته، د سړې جګړې په دوران کې په ۱۹۵۰ څخه تر ۱۹۶۰ز کلونو او تر ۱۹۷۸ز کاله پورې امریکا له افغانستان سره په اقتصادي، زیربنایي، کرنیزو او تخنیکي پروژو کې شاوخوا پنځه سوه میلیونه ډالره مرسته کړې وه. په دې پروژو کې د سړکونه، کانالونه او برېښنايي بندونه شامل وو. د دې پروژو له برکته په ځانګړي ډول د هلمند په وادي کې په فزیکي زیربناو کې پراختیا راغله. همدارنګه امریکا د افغانانو لپاره د تخنیکي ښوونې او روزنې زمینه برابره کړه تر څو افغانان د پرمختللي اقتصاد جوړولو لپاره مسلکي مهارتونه ترلاسه کړي.

د ۱۹۵۰ز کال په وروستیو کې د افغانستان او امریکا اړیکو نوره هم وده وکړه. په ۱۹۵۸ز کال کې د افغانستان لومړی وزیر سردار محمد داود خان، لومړنی افغان سیاسي رهبر و چې په واشنګټن کې یې د امریکا متحده ایالاتو په کانګرس کې وینا وکړه او هلته یې د امریکا له مرستیال ولسمشر ریچرډ نیکسن او ولسمشر دوایت ایزنهاور سره لیدنې او هوکړې وکړې.

په ۱۹۵۹ز کال کې د امریکا ولسمشر ایزنهاور افغانستان ته راغی او له افغان سیاسي مشرانو سره یې وکتل. دی له بګرام هوايي ډګر څخه د موټرونو په کتار بدرګه شو، په کابل کې وګرځېد او د خلکو له خوا ورته تود هرکلی وویل شو.

د ډسمبر ۹مه، ۱۹۵۹ز، کابل: د افغانستان پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه د امريکا ولسمشرايزنهاور سره په کابل کې په دوره وتلی دی. افغانان شاوخوا ولاړ دي خپل ميلمه ته هرکلی وايي او يو شمېر افغان ځوانان خپل ميلمه ته د ملي اتڼ ننداره وړاندې کوي.
100%
د ډسمبر ۹مه، ۱۹۵۹ز، کابل: د افغانستان پاچا اعليحضرت محمد ظاهرشاه د امريکا ولسمشرايزنهاور سره په کابل کې په دوره وتلی دی. افغانان شاوخوا ولاړ دي خپل ميلمه ته هرکلی وايي او يو شمېر افغان ځوانان خپل ميلمه ته د ملي اتڼ ننداره وړاندې کوي.

په ۱۹۶۳ز کال کې د افغانستان پاچا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د امریکا متحده ایالاتو څخه ځانګړې لیدنه وکړه او د امریکا له ولسمشر جان اف. کېنېډي او نورو سیاسي مشرانو سره یې ولیدل.

دا دوره د افغانستان او امریکا د اړیکو ډېره رغنده او عزتمنه دوره ګڼل کېږي. د کندهار د دهلې بند، د هلمند پراختیايي پروژه چې کجکي بند هم پکې شامل و، د دغې دورې زیربنایي بنسټونه دي.

د شوروي اتحاد پر وړاندې له امریکا متحده ایالاتو سره د افغانانو ملګرتیا:

کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ز کال کې پر افغانستان یرغل وکړ، امریکا له افغانانو سره بیا هم د شوروي اتحاد په وړاندې ډېره مرسته وکړه، مهاجرینو ته یې ډېره پاملرنه درلوده، ځیني مهاجرین یې امریکا ته ولیږدول او د مجاهدینو هر ډول ملاتړ یې وکړ.

دا دوره (۱۹۷۹–۱۹۸۹ز) د امریکا او افغانانو د اړیکو یوه مهمه نقطه وه. که څه هم دا اړیکې د جګړې او د امریکا د ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ ولاړې وې او له جګړې وروسته یې افغانانو ته ګټه ونه رسېده او معکوس د افغانستان ډېر دولتي بنسټونه له منځه ولاړل او میلیونونه افغانان پکې ووژل شول. خو په تاریخي ډول دا د امریکا او افغانستان د خلکو د اړیکو ډېره مهمه دوره وه، ځکه افغانانو په خپلو وینو د امریکا لوی سیال (شوروي اتحاد) ورمات کړ او په پایله کې امریکا د نړۍ یوازیني قطب په توګه راپورته شوه.

فېبروري ۱۹۸۰ز: د افغانستان د کابل او جلال‌اباد تر منځ په سيمه کې افغان مجاهدين ليدل کېږي، چې د شوروي اتحاد پر شوبله ورختلي او عکس ته ولاړ دي. (انځور: الاينمينګام، ګاما ـ رافو،ګيتي عکسونه)
100%
فېبروري ۱۹۸۰ز: د افغانستان د کابل او جلال‌اباد تر منځ په سيمه کې افغان مجاهدين ليدل کېږي، چې د شوروي اتحاد پر شوبله ورختلي او عکس ته ولاړ دي. (انځور: الاينمينګام، ګاما ـ رافو،ګيتي عکسونه)

افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو عملي ښکېلتیا:

له ۲۰۰۲ وروسته امریکا په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې د یو شمېر هېوادونو سره په ګډه حضور وموند. که څه هم په دې دوره (۲۰۰۱–۲۰۲۱ز) کې ډېرې بمبارۍ وشوې، پوځي او سیاسي تېروتنې وشوې – پر ملکیانو بمبارونه، د ناسمو معلوماتو په اساس نیونې – او ځینې داسې پېښې وشوې چې افغانان یې خواشیني کړل او د دواړو هېوادونو اهداف یې له ګواښ سره مخ کړل.

همدارنګه د افغانستان سیاستوال د خپلمنځي ستونزو په هواري کې د مذاکرې او ډېپلوماسۍ له لارې پاتې راغلل او امریکا هم ونه شو کولای چې دوی د یووالي په طرف بوځي.

خو په ډېرو نورو برخو کې پاموړ کارونه وشول؛ سړکونه جوړ شول، ښوونځي پرانیستل شول، میلیونونه ماشومان ښوونځیو ته ولاړل، په ډېرو لېرې پرتو سیمو کې ادارې او بنسټونه جوړ شول، د ولسواکۍ لومړنۍ تجربې وشوې، د بشري حقونو او بیان ازادۍ لپاره هلې ځلې وشوې، پراختیايي پروګرامونه طرحه شول، روغتیايي بنسټونه پراخ شول او د اقتصاد لپاره هڅې وشوې. که څه هم تر دې ډېر او اساسي کار کېدای شو، خو د خنډونو له امله ترسره نه شول.

په هر صورت، د امریکا په مشرۍ د نړۍوالې ټولنې د حضور او د ولسمشر حامد کرزي او ولسمشر محمد اشرف غني په سیاسي رهبرۍ دا دوره د افغانستان د تاریخ په تېره د امریکا او افغانستان د اړیکو یوه ځانګړې دوره ده.

دا یوه عادي دوره نه وه؛ دلته په لکونو امریکایانو او د نورو هېوادونو پوځي او ملکي وګړیو حضور درلود. امریکا په تاریخي لحاظ دلته کار وکړ، دلته یې ریښې پیدا کړي، دلته یې دوستان او همکاران موندلي، ځانګړي معلومات یې ترلاسه کړي او الهام یې اخیستی دی. له دې ځایه یې خاطرې وړي او خپلو کورنیو او اولادونو ته یې د افغانستان کیسې کړې دي.

کله چې امریکایان ووتل، یو شمېر افغانان چې له دوی سره یې کار کړی و، له ځان سره بوتلل، خو ګڼ نور یې اوس هم په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې پاتې دي. په دې لحاظ دا د افغانانو او امریکایانو د نژدې همکارۍ او ګډ کار دوره وه چې اغېز به یې اوږدمهاله وي او که په رغنده ډول وکارول شي، نو د دواړو هېوادونو لپاره د تلپاتې بنسټیزو اړیکو سبب کېدای شي.

د مارچ لومړۍ، ۲۰۰۶ز، ارګ ماڼۍ، کابل: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا ولسمشر جورج ډبليو بوش په يوه ګډه خبري غونډه کې يو ځای او د دوستۍ په حالت کې ليدل کيږي.
100%
د مارچ لومړۍ، ۲۰۰۶ز، ارګ ماڼۍ، کابل: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا ولسمشر جورج ډبليو بوش په يوه ګډه خبري غونډه کې يو ځای او د دوستۍ په حالت کې ليدل کيږي.

د مارچ ۲۵ مه، ۲۰۱۵ز، کانګرس، واشنګټن: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا کانګريس ته وينا کوي، نوموړي د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو اړيکو پر اړتيا او اهميت خبرې وکړې او د متحده ايالاتو له مرستو يې مننه وکړه.
100%
د مارچ ۲۵ مه، ۲۰۱۵ز، کانګرس، واشنګټن: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا کانګريس ته وينا کوي، نوموړي د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو اړيکو پر اړتيا او اهميت خبرې وکړې او د متحده ايالاتو له مرستو يې مننه وکړه.

د افغانستان اوسنی وضعیت:

له (۱۵ اګست ۲۰۲۱ز) وروسته د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. افغانستان سیاسي او اقتصادي انزوا ته تللی، د فقر کچه لوړه شوې، په دې یوویشتمه پېړۍ کې د ښځو په وړاندې د زده کړو، کار او فعالیت دروازې تړل شوې دي، د هېواد بهر او دننه افغانان په بې‌سرنوشتۍ کې واقع دي، هېڅ نه پوهېږي چې نړۍ دوی کومې خوا رهي کړي دي، افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې په بدترینو شرایطو کې راګیر دي، ډېر شمېر کادرونه فرار شوي او کوم کادرونه چې په هېواد کې پاتې دي اوس هم د وتلو لارې لټوي.

الف. افغانستان په سیاسي ډول منزوي شوی دی. خپل غږ او سیاسي استازولي نه لري او له نړۍ سره یې د راکړې ورکړې وړتیا له لاسه ورکړې ده. د نړۍ له نظم او ارزښتونو سره په مقابل کې واقع کړل شوی دی. نړۍ کې پرمختګ دی، د پوهې او زده کړې تلوسه ده، نوی ژوند دی، ولسي حکومتونه دي، د ولسي قوانینو حاکمیت دی، د بشري حقونو تامین دی خو په افغانستان کې سرچپه حالت حاکم دی. د افغانستان په رسمیت نه پېژندل افغانان نور هم له نړۍوال سیاسي سیستم څخه د حذف کېدو سره مخ کړي، چې ډېر لنډمهالي او اوږدمهالي زیانونه به ولري.

ب. په اقتصادي توګه هم افغانستان رکود سره مخ دی، بې‌کاري ډېره شوې، فقر زیات شوی او د لوږې کچه لوړه شوې ده. که وضعیت دوام ومومي ښايي افغانان په څو راتلونکو کلونو کې تر دې هم په ډېر بدتر حالت کې واقع شي.

پ. د ښځو پر مخ د منځنیو زده کړو، پوهنتونونو او کار دروازې تړل شوې دي. حتا د روغتیايي زده کړو مرکزونه د دوی پر مخ بند دي او ښايي په راتلونکي کې په روغتونونو کې ښځینه ډاکترانې بیخي وجود و نه لري او د مور او ماشوم د مړینې کچه ډېره لوړه شي. که پر ښځو داسې سخت بندیزونه دوام وکړي نو د ټولنې نیم وګړي به په ذهني، فکري او ظرفیتي توګه سخت زیانمن شي.

ت. افغان وګړي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د روڼ‌اندو او پوهنتوني نسل د له منځه تللو سلسله روانه ده. د نوي نسل د عصري روزنې مخه نیول شوې، نو په افغانستان کې د عصري زده کړو تاریخي نسلي تسلسل له خطر سره مخامخ شوی دی او هغه ټول ملي سمبولونه (بیرغ، ملي سرود، اساسي قانون...) له منځه وړل شوي او د هر ډول نوي عصر له زده کړو سره دښمني روانه ده. په شل کلنه دوره کې جوړ شوی نصاب چې د سیمې له پرمختللو نصابونو څخه ګڼل کیده، د بدلولو په حال کې دی.

ټ. په میلیونونه افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې بې‌سرنوښته او دردمن ژوند تېروي، حتا د یو ډول ناولو دسیسو ښکار ګرځېدلي، بې‌عزتۍ او خطرناکو ستونزو سره مخامخ دي. څلوېښت کلونو کې تر لاسه کړی مال او دولت یې په سیند لاهو کېږي، د اولادونو زده کړې یې نیمایي کې پاتې کېږي او کله چې وطن ته ستانه شي نو هلته هم د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې ورته برابرې نه دي.

یو شمېر افغانانو چې له نړۍوالې ټولنې سره یې کار کړی و، هم په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي، دوی نه درېیم هېواد ته تللی شي او نه هم بېرته هېواد ته ستنېدلی شي.

همدارنګه د جګړو او وچکالۍ له امله یو شمېر داخلي بې‌ځایه شوي افغانان د ژوند له بدترینو شرایطو سره لاس او ګریوان شوي دي.

له امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانانو هیلې:

الف. نن هم میلیونونه افغانان مني چې لويدیځ او امریکا له افغانانو سره په ډېرو سختو شرایطو کې مرستې کړې دي، که څه هم د دوی خپلې ګټې هم پکې وې خو موږ ته یې هم ډېره ګټه رسېدلې ده. همدارنګه امریکا په شلو کلونو کې له افغانانو سره د ولسواکۍ، بشري حقونو، قانون حاکمیت په برخو کې ډېرې ژمنې وکړې، امریکا له افغانانو سره له نژدې کار وکړ. نن هم میلیونونه افغانان له لويدیځ او امریکا سره د ښو او رغنده اړیکو غوښتونکي دي؛ نو یاد شوي مواردو او له افغانستان سره د امریکا د تاریخي دوستۍ او اړیکو په نظر کې نیولو سره، هغه متحدین چې په افغانستان کې یې کار کړی، باید پر اوسني وضعیت چوپ پاتې نه شي. له اوسني پاسیف حالت څخه فعال حالت ته راشي، افغانستان له بشري ناورین څخه خلاص کړي، د اقتصادي پیاوړتیا، ښوونې روزنې او د افغانانو د سوکاله ژوند لپاره چټکې او اغېزمنې هلې ځلې وکړي.

ب. له دې وروسته له افغانستان سره هره همکاري او مرسته باید د اشخاصو او افرادو پر ځای سیستم‌محوره شي، تر څو هره رغنده برنامه د سیستم پیاوړتیا او اوږدمهاله پرمختیا سبب شي. د (۲۰۰۲ – ۲۰۲۱ز) دوره د امریکا او افغانستان لپاره یو ډېر لوی فرصت و، چې دولتي بنسټونه باید دومره پیاوړي ایښودل شوي وای چې اشخاص تلل، خو بنسټونه او سیستم پر خپل حال پاتې شوی وای. اصل کې له بن څخه بنسټ کوږ ایښودل شوی و، چې باید بیا تکرار نه شي.

پ. د افغانانو هیله دا نه ده چې امریکایان دې بیا افغانستان ته د پوځونو او جګړې لپاره راشي، خو دا تمه لري چې د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره امریکايي دوستان مرسته وکړي، افغاني ډیالوګ ته زمینه مساعده کړي، په پخوانیو پیل شوو پروژو کې مرسته وکړي، تر څو نور افغانان په ارامه ژوند وکړي او افغانان د سوله‌ییز ژوند ډاډ تر لاسه کړي.

ت. بې له شکه افغانان په نړۍ کې د شته ستونزو او بدنامیو (ترهګرۍ، توندروۍ او بدبختۍ) عاملین نه دي، بلکې دوی د نړۍوالو مسایلو او لوبو قرباني شوي او اوس د نړۍوالې ټولنې اخلاقي مسوولیت جوړېږي چې افغانان له روانې بدبختۍ څخه وژغوري او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.

ټ. لکه څنګه چې د امریکا اوسنی ولسمشر ښاغلی ډونالډ ټرمپ همېشه یادونه کوي چې دوی په نړۍ کې د سولې پلویان دي، نو کېدای شي په امریکا کې موجود د افغانستان پخواني دوستان او متحدین ورته مشوره ورکړي چې داسې یو افغانستان چې هلته سوله وي، ثبات وي او د ګاونډیو له اغېز، لوبو او سیالیو څخه خلاص وي؛ هم د امریکا، هم د سیمې او هم د نړۍ په ګټه دی او هم خپله افغانانو ته چې له څو لسیزو راهیسې کړول کېږي، ګټور دی.

که ښاغلی ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او قوي افغانستان لپاره په نتیجه ولاړ کار وکړي نو دا به یوازې ښاغلي ټرمپ ته نه، بلکې ټوله امریکا ته د نړۍوال اعتبار او ویاړ لامل وګرځي، همدارنګه افغانستان او امریکا ترمنځ به د تلپاتې باور او متقابل درناوي پر بنسټ نوې رغنده اړیکې او پړاو رامنځته شي.

په پایله کې باید ووایم چې د امریکا متحده ایالات او افغانستان تر منځ د متقابلو ګټو او درناوي اړیکې د دواړو هېوادونو د ملتونو لپاره ډېرې ګټورې دي. اوس لوی فرصت دی چې امریکا له افغانانو سره د خپلو اړیکو یو نوی باب پرانېزي، چې پکې افغانستان د یو خپلواک، قوي، بې طرفه او امن هېواد په توګه وده ومومي او افغانانو ته دا فرصت په لاس ورشي چې د پنځوس کلونو له غمیزې وروسته د خوشحال، ارام او سوکاله ژوند خاوندان شي.

له سولې، امنیت او پرمختګ څخه برخمن افغانستان به نه یوازې د امریکا او لوېدیځ لپاره ګټور وي، بلکې د سیمې د ملتونو د خوشحالۍ، پرمختګ او سوکالۍ تضمین هم کوي نو دا به ډیره ښه وي چې امریکا په دې برخه کې نور هیوادونه هم له ځان سره ملګري کړي او افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات نوښت په لاس کې واخلي.

عزیزی د خصوصي سکتور ناسته کې؛ کوچني او منځني تشبثات د افغانستان د اقتصاد ستنې دي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۳۹ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی د خصوصي سکتور ملي ناستې ته ویلي چې کوچني او منځني تشبثات د افغانستان د اقتصاد بنسټ جوړوي. عزیزي په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې تر ۸۰ سلنې زیات اقتصادي او تجارتي فعالیتونه د همدغو تشبثاتو له لارې ترسره کېږي.

دغه ناسته نن د سې شنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې په مالي ملاتړ جوړه شوې وه، چې پکې د نورالدین عزیزي ترڅنګ د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري، د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې روزا اوتونبایېوا، یو شمېر ډېپلوماټانو، سوداګرو او د خصوصي سکتور فعالانو ګډون کړی و.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عزیزي په دې ناسته کې، ټینګار وکړ چې تر ۸۰ سلنې زیات اقتصادي او تجارتي فعالیتونه د همدې تشبثاتو له لارې ترسره کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، عزیزی دغې ناستې ته په وینا کې وویل:«د طالبانو د مشر د حکم پر اساس به د تشبثاتو د مرکزونو د جوړولو لپاره په ښارونو کې له ۱۰ تر ۵۰ جریبه ځمکه د ملي او نړیوالو معیارونو په پام کې نیولو سره ځانګړې شي.»

نوموړي زیاته کړې چې وزارت یې د تشبثاتو د ودې لپاره لارنقشه برابره کړې او د ظرفیت لوړولو پروګرامونه به پېل کړي څو کوچني کاروبارونه لویو سوداګریزو برخو ته وده ورکړي.

نورالدین عزیزي دغې ناستې ته په وینا کې ویلي چې د اسنادو مالي او ګمرکي سیسټمونو د انلاین کېدو ترڅنګ، د کرنیزو صنعتونو، بېرته نوې کېدونکې انرژۍ، معدنونو او ټکنالوژۍ په برخو کې هم د تشبثاتو ملاتړ ته پلانونه جوړ شوي دي.

د طالبانو له بیا ځلې واکمنېدو وروسته، د افغانستان اقتصادي وضعیت تر سخت فشار لاندې دی.

د نړیوالو بانکونو او موسسو راپورونه ښيي چې کوچني او منځني تشبثات د خلکو د ژوند اصلي سرچینه ده، خو د نړیوالو بندیزونو، د پانګې کمښت او د بانکي سیستم محدودیتونو له امله، د ودې او پراختیا چانسونه یې محدود شوي دي.

مولوي کبیر د کډوالو د یوې نوې احتمالي څپې خبرداری ور کړی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ددغه وزارت چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د نویو کډوالو د احتمالي راګرځېدو لپاره چمتووالی ولري او خپلې اړتیاوې له وزارت سره شریکې کړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن سې شنبه وویل، چې د وزارت په اداري ناسته کې د راستنېدونکو ستونزو د حل، د سرپناه برابرولو او له نړیوالو ادارو سره د همغږۍ په اړه بحث شوی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د وزارت مرستیالانو او مرکزي رییسانو برخه اخیستې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر د ناستې ګډوالو ته وویل:«افغانستان بیارغونې ته اړتیا لري او باید له هر فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته شي».

نوموړي زیاته کړې چې د وزارت هڅې پر دې متمرکزې دي چې راستنېدونکو ته دایمي سرپناه برابره شي او د هغوی ستونزې د نړیوالو ادارو په همکارۍ حل شي.

مولوي کبیر په دې ناسته کې د کډوالو د نوې احتمالي څپې خبرداری ور کړی او ویلي یې دي، چې «مسوولین باید د احتمالي نویو کډوالو د راتګ په صورت کې چمتووالی ولري».

یاده دې وي چې د ایران او پاکستان له خوا د زرګونو افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر په تېرو میاشتو کې چټک شوی، چې په پایله کې یې افغانستان ته د ستنېدونکو شمېر لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې په روان ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه له ایران او پاکستان نه شاوخوا ۱،۵ میلیونه افغانان بېرته ستانه شوي دي، چې یوازې له ایران څخه نږدې ۱،۲ میلیونه او له پاکستان نه ۳۴۰زره کسان پکې افغانستان ته جبراً لېږل شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د روان کال تر پایه ممکن د بېرته ستنولو شمېر تر ۳میلیونو پورې لوړ شي.

دغه جبري ستنونې په داسې حال کې دي، چې افغانستان له ژور اقتصادي او بشري کړکېچ سره مخ دی؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (OCHA) د معلوماتو له مخې، تر ۲۳میلیونو زیات افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري او د غذايي امنیت کچه هم بې‌ساري ټیټه شوې ده.

د حقاني په مشرۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډه شوې

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د امنیتي مسولینو د غونډې مشري کړې او له پولیسو یې د خلکو د خدمت او د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې نن سې شنبه له غرمې وړاندې په دغه وزارت کې دسراج‌الدین حقاني په مشرۍ امنیتي غونډه ترسره شوه.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د وزارت معینانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسوولینو ګډون درلود او د امنیتي موضوعاتو تر څنګ د خلکو د ستونزو د هوارولو په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د مسوولینو د فعالیتونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي.

نوموړي زیاته کړې چې پولیس ځواکونه باید د خلکو د ریښتینو خدمتګارانو په توګه شپه او ورځ کار وکړي څو د ولس باور زیات شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډه داسې مهال کیږي، چې په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې د ناامنیو، غلا او جرایمو پېښې ډېرې شوې دي.