په ۱۹۶۳ز کال کې د افغانستان پاچا اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د امریکا متحده ایالاتو څخه ځانګړې لیدنه وکړه او د امریکا له ولسمشر جان اف. کېنېډي او نورو سیاسي مشرانو سره یې ولیدل.
دا دوره د افغانستان او امریکا د اړیکو ډېره رغنده او عزتمنه دوره ګڼل کېږي. د کندهار د دهلې بند، د هلمند پراختیايي پروژه چې کجکي بند هم پکې شامل و، د دغې دورې زیربنایي بنسټونه دي.
د شوروي اتحاد پر وړاندې له امریکا متحده ایالاتو سره د افغانانو ملګرتیا:
کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ز کال کې پر افغانستان یرغل وکړ، امریکا له افغانانو سره بیا هم د شوروي اتحاد په وړاندې ډېره مرسته وکړه، مهاجرینو ته یې ډېره پاملرنه درلوده، ځیني مهاجرین یې امریکا ته ولیږدول او د مجاهدینو هر ډول ملاتړ یې وکړ.
دا دوره (۱۹۷۹–۱۹۸۹ز) د امریکا او افغانانو د اړیکو یوه مهمه نقطه وه. که څه هم دا اړیکې د جګړې او د امریکا د ستراتیژیکو ګټو پر بنسټ ولاړې وې او له جګړې وروسته یې افغانانو ته ګټه ونه رسېده او معکوس د افغانستان ډېر دولتي بنسټونه له منځه ولاړل او میلیونونه افغانان پکې ووژل شول. خو په تاریخي ډول دا د امریکا او افغانستان د خلکو د اړیکو ډېره مهمه دوره وه، ځکه افغانانو په خپلو وینو د امریکا لوی سیال (شوروي اتحاد) ورمات کړ او په پایله کې امریکا د نړۍ یوازیني قطب په توګه راپورته شوه.
فېبروري ۱۹۸۰ز: د افغانستان د کابل او جلالاباد تر منځ په سيمه کې افغان مجاهدين ليدل کېږي، چې د شوروي اتحاد پر شوبله ورختلي او عکس ته ولاړ دي. (انځور: الاينمينګام، ګاما ـ رافو،ګيتي عکسونه)
افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو عملي ښکېلتیا:
له ۲۰۰۲ وروسته امریکا په افغانستان کې د نړۍوالې ټولنې د یو شمېر هېوادونو سره په ګډه حضور وموند. که څه هم په دې دوره (۲۰۰۱–۲۰۲۱ز) کې ډېرې بمبارۍ وشوې، پوځي او سیاسي تېروتنې وشوې – پر ملکیانو بمبارونه، د ناسمو معلوماتو په اساس نیونې – او ځینې داسې پېښې وشوې چې افغانان یې خواشیني کړل او د دواړو هېوادونو اهداف یې له ګواښ سره مخ کړل.
همدارنګه د افغانستان سیاستوال د خپلمنځي ستونزو په هواري کې د مذاکرې او ډېپلوماسۍ له لارې پاتې راغلل او امریکا هم ونه شو کولای چې دوی د یووالي په طرف بوځي.
خو په ډېرو نورو برخو کې پاموړ کارونه وشول؛ سړکونه جوړ شول، ښوونځي پرانیستل شول، میلیونونه ماشومان ښوونځیو ته ولاړل، په ډېرو لېرې پرتو سیمو کې ادارې او بنسټونه جوړ شول، د ولسواکۍ لومړنۍ تجربې وشوې، د بشري حقونو او بیان ازادۍ لپاره هلې ځلې وشوې، پراختیايي پروګرامونه طرحه شول، روغتیايي بنسټونه پراخ شول او د اقتصاد لپاره هڅې وشوې. که څه هم تر دې ډېر او اساسي کار کېدای شو، خو د خنډونو له امله ترسره نه شول.
په هر صورت، د امریکا په مشرۍ د نړۍوالې ټولنې د حضور او د ولسمشر حامد کرزي او ولسمشر محمد اشرف غني په سیاسي رهبرۍ دا دوره د افغانستان د تاریخ په تېره د امریکا او افغانستان د اړیکو یوه ځانګړې دوره ده.
دا یوه عادي دوره نه وه؛ دلته په لکونو امریکایانو او د نورو هېوادونو پوځي او ملکي وګړیو حضور درلود. امریکا په تاریخي لحاظ دلته کار وکړ، دلته یې ریښې پیدا کړي، دلته یې دوستان او همکاران موندلي، ځانګړي معلومات یې ترلاسه کړي او الهام یې اخیستی دی. له دې ځایه یې خاطرې وړي او خپلو کورنیو او اولادونو ته یې د افغانستان کیسې کړې دي.
کله چې امریکایان ووتل، یو شمېر افغانان چې له دوی سره یې کار کړی و، له ځان سره بوتلل، خو ګڼ نور یې اوس هم په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې پاتې دي. په دې لحاظ دا د افغانانو او امریکایانو د نژدې همکارۍ او ګډ کار دوره وه چې اغېز به یې اوږدمهاله وي او که په رغنده ډول وکارول شي، نو د دواړو هېوادونو لپاره د تلپاتې بنسټیزو اړیکو سبب کېدای شي.
د مارچ لومړۍ، ۲۰۰۶ز، ارګ ماڼۍ، کابل: د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او د امريکا ولسمشر جورج ډبليو بوش په يوه ګډه خبري غونډه کې يو ځای او د دوستۍ په حالت کې ليدل کيږي.د مارچ ۲۵ مه، ۲۰۱۵ز، کانګرس، واشنګټن: د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د امريکا کانګريس ته وينا کوي، نوموړي د افغانستان او امريکا متحده ايالاتو اړيکو پر اړتيا او اهميت خبرې وکړې او د متحده ايالاتو له مرستو يې مننه وکړه.
د افغانستان اوسنی وضعیت:
له (۱۵ اګست ۲۰۲۱ز) وروسته د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر د اندېښنې وړ دی. افغانستان سیاسي او اقتصادي انزوا ته تللی، د فقر کچه لوړه شوې، په دې یوویشتمه پېړۍ کې د ښځو په وړاندې د زده کړو، کار او فعالیت دروازې تړل شوې دي، د هېواد بهر او دننه افغانان په بېسرنوشتۍ کې واقع دي، هېڅ نه پوهېږي چې نړۍ دوی کومې خوا رهي کړي دي، افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې په بدترینو شرایطو کې راګیر دي، ډېر شمېر کادرونه فرار شوي او کوم کادرونه چې په هېواد کې پاتې دي اوس هم د وتلو لارې لټوي.
الف. افغانستان په سیاسي ډول منزوي شوی دی. خپل غږ او سیاسي استازولي نه لري او له نړۍ سره یې د راکړې ورکړې وړتیا له لاسه ورکړې ده. د نړۍ له نظم او ارزښتونو سره په مقابل کې واقع کړل شوی دی. نړۍ کې پرمختګ دی، د پوهې او زده کړې تلوسه ده، نوی ژوند دی، ولسي حکومتونه دي، د ولسي قوانینو حاکمیت دی، د بشري حقونو تامین دی خو په افغانستان کې سرچپه حالت حاکم دی. د افغانستان په رسمیت نه پېژندل افغانان نور هم له نړۍوال سیاسي سیستم څخه د حذف کېدو سره مخ کړي، چې ډېر لنډمهالي او اوږدمهالي زیانونه به ولري.
ب. په اقتصادي توګه هم افغانستان رکود سره مخ دی، بېکاري ډېره شوې، فقر زیات شوی او د لوږې کچه لوړه شوې ده. که وضعیت دوام ومومي ښايي افغانان په څو راتلونکو کلونو کې تر دې هم په ډېر بدتر حالت کې واقع شي.
پ. د ښځو پر مخ د منځنیو زده کړو، پوهنتونونو او کار دروازې تړل شوې دي. حتا د روغتیايي زده کړو مرکزونه د دوی پر مخ بند دي او ښايي په راتلونکي کې په روغتونونو کې ښځینه ډاکترانې بیخي وجود و نه لري او د مور او ماشوم د مړینې کچه ډېره لوړه شي. که پر ښځو داسې سخت بندیزونه دوام وکړي نو د ټولنې نیم وګړي به په ذهني، فکري او ظرفیتي توګه سخت زیانمن شي.
ت. افغان وګړي له یوه نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي. په افغانستان کې په سیستماتیک ډول د روڼاندو او پوهنتوني نسل د له منځه تللو سلسله روانه ده. د نوي نسل د عصري روزنې مخه نیول شوې، نو په افغانستان کې د عصري زده کړو تاریخي نسلي تسلسل له خطر سره مخامخ شوی دی او هغه ټول ملي سمبولونه (بیرغ، ملي سرود، اساسي قانون...) له منځه وړل شوي او د هر ډول نوي عصر له زده کړو سره دښمني روانه ده. په شل کلنه دوره کې جوړ شوی نصاب چې د سیمې له پرمختللو نصابونو څخه ګڼل کیده، د بدلولو په حال کې دی.
ټ. په میلیونونه افغان کډوال په ګاونډیو هېوادونو کې بېسرنوښته او دردمن ژوند تېروي، حتا د یو ډول ناولو دسیسو ښکار ګرځېدلي، بېعزتۍ او خطرناکو ستونزو سره مخامخ دي. څلوېښت کلونو کې تر لاسه کړی مال او دولت یې په سیند لاهو کېږي، د اولادونو زده کړې یې نیمایي کې پاتې کېږي او کله چې وطن ته ستانه شي نو هلته هم د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې ورته برابرې نه دي.
یو شمېر افغانانو چې له نړۍوالې ټولنې سره یې کار کړی و، هم په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي، دوی نه درېیم هېواد ته تللی شي او نه هم بېرته هېواد ته ستنېدلی شي.
همدارنګه د جګړو او وچکالۍ له امله یو شمېر داخلي بېځایه شوي افغانان د ژوند له بدترینو شرایطو سره لاس او ګریوان شوي دي.
له امریکا متحده ایالاتو څخه د افغانانو هیلې:
الف. نن هم میلیونونه افغانان مني چې لويدیځ او امریکا له افغانانو سره په ډېرو سختو شرایطو کې مرستې کړې دي، که څه هم د دوی خپلې ګټې هم پکې وې خو موږ ته یې هم ډېره ګټه رسېدلې ده. همدارنګه امریکا په شلو کلونو کې له افغانانو سره د ولسواکۍ، بشري حقونو، قانون حاکمیت په برخو کې ډېرې ژمنې وکړې، امریکا له افغانانو سره له نژدې کار وکړ. نن هم میلیونونه افغانان له لويدیځ او امریکا سره د ښو او رغنده اړیکو غوښتونکي دي؛ نو یاد شوي مواردو او له افغانستان سره د امریکا د تاریخي دوستۍ او اړیکو په نظر کې نیولو سره، هغه متحدین چې په افغانستان کې یې کار کړی، باید پر اوسني وضعیت چوپ پاتې نه شي. له اوسني پاسیف حالت څخه فعال حالت ته راشي، افغانستان له بشري ناورین څخه خلاص کړي، د اقتصادي پیاوړتیا، ښوونې روزنې او د افغانانو د سوکاله ژوند لپاره چټکې او اغېزمنې هلې ځلې وکړي.
ب. له دې وروسته له افغانستان سره هره همکاري او مرسته باید د اشخاصو او افرادو پر ځای سیستممحوره شي، تر څو هره رغنده برنامه د سیستم پیاوړتیا او اوږدمهاله پرمختیا سبب شي. د (۲۰۰۲ – ۲۰۲۱ز) دوره د امریکا او افغانستان لپاره یو ډېر لوی فرصت و، چې دولتي بنسټونه باید دومره پیاوړي ایښودل شوي وای چې اشخاص تلل، خو بنسټونه او سیستم پر خپل حال پاتې شوی وای. اصل کې له بن څخه بنسټ کوږ ایښودل شوی و، چې باید بیا تکرار نه شي.
پ. د افغانانو هیله دا نه ده چې امریکایان دې بیا افغانستان ته د پوځونو او جګړې لپاره راشي، خو دا تمه لري چې د اوږدمهاله سولې او ثبات لپاره امریکايي دوستان مرسته وکړي، افغاني ډیالوګ ته زمینه مساعده کړي، په پخوانیو پیل شوو پروژو کې مرسته وکړي، تر څو نور افغانان په ارامه ژوند وکړي او افغانان د سولهییز ژوند ډاډ تر لاسه کړي.
ت. بې له شکه افغانان په نړۍ کې د شته ستونزو او بدنامیو (ترهګرۍ، توندروۍ او بدبختۍ) عاملین نه دي، بلکې دوی د نړۍوالو مسایلو او لوبو قرباني شوي او اوس د نړۍوالې ټولنې اخلاقي مسوولیت جوړېږي چې افغانان له روانې بدبختۍ څخه وژغوري او ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
ټ. لکه څنګه چې د امریکا اوسنی ولسمشر ښاغلی ډونالډ ټرمپ همېشه یادونه کوي چې دوی په نړۍ کې د سولې پلویان دي، نو کېدای شي په امریکا کې موجود د افغانستان پخواني دوستان او متحدین ورته مشوره ورکړي چې داسې یو افغانستان چې هلته سوله وي، ثبات وي او د ګاونډیو له اغېز، لوبو او سیالیو څخه خلاص وي؛ هم د امریکا، هم د سیمې او هم د نړۍ په ګټه دی او هم خپله افغانانو ته چې له څو لسیزو راهیسې کړول کېږي، ګټور دی.
که ښاغلی ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د تلپاتې سولې او قوي افغانستان لپاره په نتیجه ولاړ کار وکړي نو دا به یوازې ښاغلي ټرمپ ته نه، بلکې ټوله امریکا ته د نړۍوال اعتبار او ویاړ لامل وګرځي، همدارنګه افغانستان او امریکا ترمنځ به د تلپاتې باور او متقابل درناوي پر بنسټ نوې رغنده اړیکې او پړاو رامنځته شي.
په پایله کې باید ووایم چې د امریکا متحده ایالات او افغانستان تر منځ د متقابلو ګټو او درناوي اړیکې د دواړو هېوادونو د ملتونو لپاره ډېرې ګټورې دي. اوس لوی فرصت دی چې امریکا له افغانانو سره د خپلو اړیکو یو نوی باب پرانېزي، چې پکې افغانستان د یو خپلواک، قوي، بې طرفه او امن هېواد په توګه وده ومومي او افغانانو ته دا فرصت په لاس ورشي چې د پنځوس کلونو له غمیزې وروسته د خوشحال، ارام او سوکاله ژوند خاوندان شي.
له سولې، امنیت او پرمختګ څخه برخمن افغانستان به نه یوازې د امریکا او لوېدیځ لپاره ګټور وي، بلکې د سیمې د ملتونو د خوشحالۍ، پرمختګ او سوکالۍ تضمین هم کوي نو دا به ډیره ښه وي چې امریکا په دې برخه کې نور هیوادونه هم له ځان سره ملګري کړي او افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات نوښت په لاس کې واخلي.