تاشکند له جرمني غوښتي چې د افغانانو په شړلو کې د مرستې په بدل کې د دوی کارګر ومني

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۷

جرمني رسنیو راپور ورکړی، چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی د می په میاشت کې تاشکند ته سفر کړی، چې د یو شمېر افغان کډوالو د اېستلو په اړه خبرې وکړي.

د رېپوټ له مخې؛ ازبک چارواکو له جرمني غوښتي، چې د همکارۍ په بدل کې دې د دغه هېواد مسلکي کارګرانو ته ځای ورکړي.

د دغو راپورونو له مخې؛ د ازبکستان مشرتابه د مرستې ژمنه کړې، خو په بدل کې یې د کډوالۍ د یوې هوکړې کولو غوښتنه کړې، تر څو ازبک وګړي په اسانۍ سره جرمني ته د کار لپاره ولاړ شي.

شپیګل ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په دې اړه یې د جرمني د کورنیو چارو وزارت نظر غوښتی؛ خو دغه وزارت ونه غوښتل چې په دې اړه تبصره وکړي.

جرمني رسنيو د غبرګولي په ٢٧مه خبر ورکړى، چې جرمني غواړي له طالبانو سره د همکارۍ د مخنيوي په موخه ازبکستان ته د اخراج وړ افغان کډوال ولېږدوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي؛ هېواد یې په دې اړه له ازبک چارواکو سره خبرې کوي.

د راپورونو له مخې؛ جرمني د افغان کډوالو د اخراج پلان داسې دی، چې افغان کډوال د خصوصي هوايي شرکتونو له لارې تاشکند ته استول کېږي او له هغه ځایه کابل ته لېږدول کېږي.

په دې وروستیو اونیو کې په جرمني کې د مېشتو افغانانو له خوا د بریدونو په اړه څو رپوټونه خپاره شوي دي.

د جرمني پولیسو د شنبې په ورځ (د غبرګولي ۲۶مه) اعلان وکړ، چې په لویدیځ برلین کې یې د یورو ۲۰۲۴ کال د فوټبال د سیالیو د پرانیستلو په لوبه کې یو افغان وګړي وروسته له هغه په ​​پښه ډزې وکړې چې یو هېوادوال یې وواژه او پر نندارچیانو یې برید وکړه.

د جرمني پوليسو د غبرګولي په ٢٢مه اعلان وکړ، چې يو ١٩ کلن افغان ځوان يې د فرانکفورت په ښار کې پر يوې ٤١ کلنې جرمنۍ ښځې د چاقو د بريد په تور نيولى دى.

همدغه راز دجمعې په ورځ هم يو ٢٥ کلن سليمان عطایي په منهايم ښار کې داسلام د مخالفينو په يوه غونډه بريد کې يو پوليس وژلى او پينځه ملکي کسان يې ژوبل کړي وو.

په دې وروستیو کې د جرمي صدراعظمې اولاف شولز هم خبرداری ورکړی، چې دغه هېواد به نور د «ترهګریزو اعمالو» ستاینه ونه زغمي.

نور خبرونه

رادیو