• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ننګرهار اوسېدونکي: طالبانو راته ویلي، چې د جوماتونو ملا امامان په خپله خوښه نه شئ بدلولی

۲۹ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۱۸ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۲۴ GMT+۱

د ننګرهار یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي، چې د اختر د لمانځه پر مهال طالبانو اعلان کړی، چې هېڅوک حق نه لري په خپل خوښه د جومات ملا امام بدل او نوی ملا امام وټاکي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ یوه اوسېدونکي د نوم د نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې طالبانو د اختر په لمانځه کې اعلان کړی، چې که څوک د جومات ملا امام له امامته لرې کوي او پر ځای یې بل ګوماري باید دوی ته خبر ورکړي.

نوموړي وویل: "طالبانو ویل، چې خلک باید د ملا امام ستونزې دوی ته بیان کړي او د ملا امام د امامت د دوام او یا لرې کېدو تصمیم به دوی نیسي".

دی زیاتوي، چې طالبانو له قومي مشرانو هم غوښتي، چې د جوماتونو په چارو کې مداخله ونه کړي.

همدا راز د لعلپورې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي هم افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې طالبانو ټولو ملا امامانو ته ویلي؛ که چېرې د کلي د خلکو له خوا له خپلې دندې لرې کیږي دوی ته دې مراجعه وکړي او د کلي خلک حق نه لري، چې ملا امام پرته د دوی له اجازې له دندې لرې کړي.

نوموړی وايي: "که داسې وي، چې ملا امام زموږ په خوښه نه ټاکل کیږي؛ نو بیا دې میاشتینۍ پېسې هم طالبان ورکړي، په فصلونو کې دې برخه هم ورکړي، جالبه دا ده، چې معاش به یې موږ ورکوو او ټاکي به یې طالبان".

د ننګرهار په شېزادو، خوږیاڼو، پچیر اګام، ښېوې، بهسودو، اچین، هسکه مېنه، سپین غر، مومندرې او یو شمېر نورو ولسوالیو کې د طالبانو له خوا ورته اعلانونه شوي او له خلکو غوښتل شوي، چې د جوماتونو او ملا امامانو په چارو کې به مداخله نه کوي.

طالبانو په رسمي ډول رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

که څه هم په افغانستان کې یو شمېر جوماتونه د حج او اوقافو وزارت اړوند دي، چې چارې یې په رسمي ډول تنظیميږي؛ خو لوی اکثریت جوماتونه په کلیو او بانډو کې دي، چې ټولې چارې یې د کلیو او بانډو د اوسېدونکو له خوا تنظیميږي.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان په کلیو او بانډو کې د جوماتونو واک هم په خپل لاس کې اخلي او کلیوالو ته د ملا امام د مقررۍ او لرې کېدو صلاحیت نه ورکوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

کېت کېلوګ: امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل لپاره افغان سیاسي جریانونه وارزوي

۴

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه

۵

د پاکستان د پوځ او استخباراتو چارواکو د طالبانو د مخالفو وسله‌والو ډلو له مشرانو سره لیدلي