ایراني چارواکي: افغانستان ته په تېرو دوو میاشتو کې د غیرنفتي صادراتو کچه ۴۱سلنه زیاته شوې

ایراني چارواکي وایي، د ۱۴۰۲ کال د کب میاشتې څخه د روان کال تر غویي میاشتې پورې له هغه هېواده د ۳۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت افغانستان ته غیرنفتي توکي صادر شوي چې د نورو کلونو پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی ښيي.