د حج په مراسمو کې د سختې ګرمۍ له امله تر ۵۰۰ زيات حاجيان مړه شوي دي

په مکه مکرمه کې د حج مراسمو پرمهال د سختې ګرمۍ له امله ۵۷۷ حاجیان مړه شوي دي. د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د ګرمۍ له امله مړه شوي ۳۲۳ حاجیان د مصر او ۱۴۴ د اندونیزیا هېوادونو دي.

په مکه مکرمه کې د حج مراسمو پرمهال د سختې ګرمۍ له امله ۵۷۷ حاجیان مړه شوي دي. د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د ګرمۍ له امله مړه شوي ۳۲۳ حاجیان د مصر او ۱۴۴ د اندونیزیا هېوادونو دي.
د راپورونو له مخې، د ګرمۍ له کبله د اردن او د تونس ۳۵ حاجیان مړه شوي، په داسې حال کې چې د ایران ۱۱ او د سینیګال ۳ حاجیان مړه شوي دي.
په مکه مکرمه کې د دوشنبې په ورځ د تودوخې درجه ۵۱.۸ درجې سانتي ګراد ثبت شوې ده.سعودي چارواکو د حج مراسمو لپاره د ګرمۍ تر ټولو سترې ننګونې په پام کې نیولو سره احتیاطي تدابیر هم نیولي دي.تر دې وړاندې د سعودي د هوا پېژندنې ادارې سږ کال د حج د مراسمو پر مهال د سختې ګرمۍ وړاندوینه کړې وه او د سعودي د حج او عمرې وزارت د حاجیانو لپاره هر ډول تابیاوې نیولې وې.


راپورونه وايي، چې یو څه زورورې زلزلې نن چهارشنبه سهار د غبرکولي ۳۰مه د ایران، افغانستان او پاکستان ځینې سیمې لړزولې چې د سر او مال د زیانونو په اړه یې لا معلومات نه دي ترلاسه شوي. د دغو زلزلو شدت په ایران کې ۴.۵ او افغانستان کې ۴.۸ ښودل شوی.
ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ۴.۵ درجې په کچه زلزلې نن سهار د ایران په سیستان او بلوچستان ولایتونو کې ځینې سیمې لړزولي چې لا د زیانونو په اړه یې معلومات نه شته.
دا رنګه د افغانستان د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي چې ویل کیږي د دغې زلزلې مرکز د لغمان ولایت مرکز د مهترلام ښار و.
له کابل، پکتیا او ننګرهار څخه یو شمېر کسانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې د زلزلې ټکانونه یې محسوس کړي او معلومات نه لري چې په دغې زلزلې کې د سر او مال زیان اوښتی او کنه.
ځینو پاکستاني رسنیو هم خبر ورکړی چې د دغه هیواد پلازمېنې اسلام اباد او پېښور کې هم د زلزلې ټکانونه احساس شوي، خو وايي ډیره زوروره نه وه.
تر اوسه پورې په دغو درېیو هیوادونو کې د زلزلې د زیانونو په اړه کره معلومات نه دي ترلاسه شوي خو ځینو پاکستاني رسنیو ویلي چې په ایران کې زلزلې څلور کسان مړه کړي.
خپلواکو سرچینو لا دغه شمېرې نه کره کړې.

د خېبرپښتونخوا وزير اعلی علي امين ګنډاپور وايي، که د پاکستان وفاقي حکومت خپل چلند سم نه کړي؛ نو خلک به د دغه چلند په اعتراض کې سخت غبرګون وښيي.
هغه ويلي، چې وفاقي حکومت د برېښنا کموالي په برخه کې د خېبرپښتونخوا له ولسه غچ اخلي او په دې برخه کې له هغو سره د مور مېرې سلوک کوي.
هغه زیاته کړې، چې د واپډا ځايي چارواکي د خپلو معيارونو له مخې همکاري کوي او وفاقي حکومت پخوا هم دغې صوبې ته د برېښنا کچه کمه کړې وه.
علي امين ګنډاپور وويل، چې د برېښنا د ستونزو په اړه به ډېر ژر له اړوندو ادارو سره خبرې اترې وکړي.
د خېبرپښتونخوا وزير اعلی ويلي، چې د وفاقي حکومت لهخوا شوې ژمنې نه دي پوره شوې.
علي امين ګنډاپور وويل، وفاقي حکومت دې د خيبرپښتونخوا سره خپل چلند سم کړي.
له هغه مهاله چې د باکستان په بېلابېلو سیمو کې د ګرمۍ توده څپه راغلې؛ نو به ډېرو سیمو کې ورسره د برېښنا پرچاوي هم زیاته شوې ده.
د خیبر پښتونخوا په ډېرو سیمو کې دغه پرچاوي په یوه شپه او ورځ کې شاوخوا دوولس ساعته وي، چې له امله یې ګڼ خلک له سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د پېښور او بېلابېلو ولسوالیو خلک وايي، چې برېښنا د دوی د سیمې پیداوار دی؛ خو ګټه یې پنجاب او د پاکستان نورو سیمو ته رسېږي او دوی ته کافي برېښنا نه ورکول کېږي.

د ایراني رسنیو د راپور له مخې دغه ۴.۵ درجې زلزله نن سهار وخته د ایران په سیستان او بلوچستان ولایتونو کې شوې چې لا د زیانونو په اړه یې معلومات نه شته. پاکستاني رسنیو بیا په دغې زلزله کې د څلورو کسانو د مړینې او لسګونو تنو د ټپي کېدو خبره کړې.
د دغې زلزلې په اړه معلومات تازه دي او ښايي د زیانونو شمېرې یې وروسته روښانه شي .
د کابل پکتیا،او ننګرهار اوسیدونکي هم وايي، چې د دوی په سیمو کې هم د زلزلې ټکانونه شوي او نور معلومات یې لا نشته.

د خیبرپښتونخوا په لنډي کوتل کې تېره ورځ ناوخته د خیبرنیوز خبریال او د لنډي کوتل پریس کلب مخکینی مشر خلیل جبران د مخ پټو وسله والو په مخامخ ډزو وژل شوی. پولیس وايي، هغه خپل کورته نږدې له موټره ښکته کړل شوی او وژل شوی.
د خیبرپښتونخوا د لنډي کوتل ولسوالۍ د پولیسو مشر سلیم عباس منلې چې دغه پېښه د سه شنبه په ورځ د (غبرګولي ۲۹مه) ناوخته شوې چې له امله یې دغه خبریال وژل شوی او یو مدافع وکیل په دغه پېښه کې ټپي شوی دی.
پولیس وايي، خبریال جبران خلیل د اختر په رختصتیو کې خپل کورته څېرمه وسله والو له موټره ښکته کړی او ډزې یې پرې کړي چې دی وژل شوی او ورسره یو مدافع وکیل ټپي شوی چې نږدې روغتون ته لیږدول شوی.
د برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
په دغه پېښه د خیبرپښتونخوا او او اسلام اباد خبریالانو اندېښنه ښودلې او له پولیسو یې غوښتي چې د دغې پېښې عاملان ونیسي.
ويل کیږي، لنډي کوتل کې دغه ځايي خبریال دا مهال له یادې سیمې څخه د خیبرنیوز ټلویزیون خبریال و او تر دې مخکې د لنډي کوتل پریس کلب مشر هم پاتې شوی و.
پولیسو ویلي، وسله وال له برید وروسته له سیمې تښتېدلي او د دوی پلټنه پسې روانه ده.
ویل کیږي ځايي خبریال خلیل جبران ته تر دې وړاندې هم د وسله والو له خوا ګواښونه شوي وو
په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې هدفي او مرموزې وژنې ډیرې شوې او د دغو دواړو صوبو خلک اندېښمن دي چې ورځ تر بلې یې سیمې نا امنه کیږي او حکومت یې په مهارولو کې پاتې راغلی.

د امریکا د حکومت ځانکړي استازي ایموس هاکسټاین د اسراییل او حزب الله تر منځ د ترینګلتیا د سمدستي کمولو پر اړتیا ټینګا کړی او ويلي یې دي، چې واشنګټن غواړي د یوې پراخې جګړې مخه ونیسي.
هاکسټاین د سې شبنې په ورځ (د غبرګولي په ۲۹مه) بېروت ته د سفر پر مهال د لبنان د پارلمان له مشر نبیه بېري سره په کتنه کې وویل: « د اسراییل او حزب الله تر منځ جګړه په کافي اندازه اوږده شوه او په بېړني ډول له ډېپلوماټیکو لارو د دې شخړې حل د ټولو په ګټه دی.»
د امریکا د ولسمشر جوبایډن استازي له ښاغلي بیري سره په لیدنه کې د لبنان او اسراییل د پولې په اوږدو کې وضیعت جدي وباله او ویې ویل، چې امریکا غواړي د یوې پراخې جګړې مخه ونیسي.
په دې ورستیو ورځو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې د اسراییل او حزب الله تر منځ د کړکېچ د زیاتېدو په صورت کې د امریکا د ښکیلتیا احتمال هم شته.
هاکسټاین وايي، چې له همدې امله د بایډن نوموړی لبنان ته لیږلی دی.
دغه امریکایي چارواکی د اسراییل تر لنډ سفر وروسته په یو ورځني سفر لبنان ته تللی.
په تېره یوه اونۍ کې د اسراییل او د لبنان د حزب الله تر منځ چې د ایران ملاتړ وروسره دی، ټرینګلتیا زیاته شوې ده.
تېره یکشنبې د اسراییل د پوځ ویاند، ډانیل هاګري د خپل هېواد د مبارزې په دوام ټینګار وکړ او خبرداری یې ورکړ، چې حزب الله د خپلو سرحدي بریدونو په زیاتولو سره اسراییلو ته زیان رسوي.
نوموړی وايي؛ په سرحدي سیمو کې د تاوتریخوالي پراخېدل کیدای شي د لبنان او ټولې سیمې لپاره ستونزې او ویجاړونکي پایلې ولري.
د اسراییلو د پوځ ویاند ویلي، چې حزب الله د لبنان راتلونکی ګواښي او دغه هېواد د حماس لپاره د ډال په توګه کاروي.
د حزب الله ډلې د پنجشنبې په ورځ د غبرګولي په ۲۴مه په تېرو اتو میاشتو کې د اسراییل پر ضد خپل تر ټولو پراخ بریدونه وکړل او د اسراییلي پوځ پر نهو قرارګاوو یې بریدونه وکړل.
دا بریدونه د اسراییل له غبرګون سره مخ شول، او د اسراییل پوځ د لبنان په سویل کې د حزب الله پر اډو ځوابي بریدونه تر سره کړل.
سي بي اېس امریکايي رسنۍ د شنبې په ورځ راپور ورکړ او ویلي دي، چې د اسراییل او حزب الله تر منځ توغندیز بریدونه به ښايي امریکا په جګړه کې را ښکیل کړي.