یوې څه نا څه زورورې زلزلې د ایران، افغانستان او پاکستان ځینې سیمې ولړزولې

راپورونه وايي، چې یو څه زورورې زلزلې نن چهارشنبه سهار د غبرکولي ۳۰مه د ایران، افغانستان او پاکستان ځینې سیمې لړزولې چې د سر او مال د زیانونو په اړه یې لا معلومات نه دي ترلاسه شوي. د دغو زلزلو شدت په ایران کې ۴.۵ او افغانستان کې ۴.۸ ښودل شوی.