دغه سازمان وايي، چې په دې موده کې په افغانستان کې د دغې ناروغۍ له امله ۲۵ تنه مړه شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د چهار شنبې په ورځ په څو هېوادونو کې د کولرا ناروغۍ په اړه یو نوی راپور خپور کړ.
دغه سازمان وايي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې د نړۍ د ۲۴ هېوادونو په پنځو سېمو کې د وبا يا کولرا ۱۹۴ زره ۸۹۷ پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې یو زره ۹۳۲ کسان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
په دې راپور کې راغلي، چې د کولرا تر ټولو زیاتې پېښې په ختیځې مدیترانې کې ثبت شوي دي.
د کولرا پېښې په افریقا، امریکا، سویل ختیځ اسیا او اروپا کې هم لیدل شوي.
د نړۍوال روغتیايي سازمان په وینا؛ د خولې له لارې د کولرا واکسینونو ذخیرې خالي شوې. ۱۶ هېوادونو د تېر کال د مرغومې مياشتې څخه بیا د غبرګولي مياشتې پورې د کولرا واکسين د ۹۲ ميليونه ډوزونو غوښتنه کړې، چې دا د تېر کال د واکسين ډزونو د توليد شويو دوه برابره دي.
د دغه سازمان له خوا په خپاره شوي نوملړ کې راغلي، چې د کولرا ډېرې پېښې په ترتیب سره په افغانستان، زامبيا، زمبابوې، پاکستان او کانګو کې ثبت شوې دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، چې د نفوسو زیاتوالي، طبیعي پېښو او د اقلیم بدلون هغه لاملونه دي، چې د کولرا په خپرېدو يې اغېز کړی دی.
دغه سازمان د ګډو غبرګونونو لپاره د هېوادونو پر همغږۍ ټینګار کړی دی.