• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د دفاع وزیر: له افغانستان سره پر ډېورنډ کرښه نړۍوال سرحدي قوانین پلي کوو

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۱۷:۴۱ GMT+۱تازه شوی: ۸ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۸ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۰۲ GMT+۱

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف وايي، چې د ترهګرۍ او قاچاقو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره د ډېورنډ پر کرښه نړۍوال سرحدي قوانین پلي کوي. هغه زیاته کړې، چې ټول ترهګر په افغانستان کې دي.

خواجه اصف د پنجشنبې په ورځ له جیو نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې په پاکستان کې د مخ په زیاتېدونکو امنیتي ګواښونو او قاچاق د مخنیوي لپاره به د ترافیکو او اتباعو کنټرول لا سخت کړي او پر ډېورنډ به ټول نړۍوال قوانین پلي کړي.

هغه زیاته کړې، چې عام وګړي او د لویو لاریو چلوونکي به پرته له پاسپورټ او وېزو پاکستان ته د ننوتلو اجازه ونه لري.

هغه یو ځل بیا د افغانستان پر طالبانو غږ کړی، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورو وسله والو ډلو له خوا د پاکستان پر ضد د بریدونو لپاره د خپلې خاورې د کارولو مخه ونیسي.

وروسته له هغه چې افغان طالبان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته ورسېدل، په پاکستان کې ترهګريز بریدونه پراخه شوي دي.

د پاکستان د دفاع وزیر ویلي: "موږ باید خپل هېواد خوندي کړو او دا پولې زموږ امنیت ته زیان رسوي."

نوموړي زیاته کړې، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې ترهګري ډېره شوې او اوس مهال ټول ترهګر د افغانستان په خاوره کې دي.

که څه هم افغان طالبانو په وار - وار د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې رد کړي او په پاکستان کې ناامني یې د دغه هېواد د امنیتي ادارو ناکامي بللې؛ خو پاکستاني چارواکو بیا افغان طالبان تورن کړي، چې دوی د ټي ټي پي ملاتړ کوي.

تازه د پاکستان پوځ په پښتونخوا او بلوچستان کې د عزم استحکام په نوم عملیات پیل کړي، چې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند سربېره جمعیت علمای اسلام او یو شمېر نورو سیاسي ګوندونو یې مخالفت کړی دی.

ملا فضل الرحمان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې په نېږدې درې یا څلورو میاشتو کې به په پښتونخوا کې اسلامي امارت حاکم وي.

هغه زیاته کړې، چې د شمالي او جنوبي وزیرستان سربېره به طالبان د لکي مروت، بنو، دره اسماعیل خېل او یو شمېر سیمې ونیسي.

افغان طالبانو د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف تازه څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ملاتړی استرالیايي "جبراییل" له طالبانو ګیله کړې، چې یوازې یې پرېښی او ناروغ دی

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۲۷ GMT+۱

د افغان - امریکايي پوهنتون استاد ټیموټي وېکس چې وروسته مسلمان شو او پر ځان یې جبراییل عمر نوم ایښی د سراج الدین حقاني په ګډون له طالبانو ګیله کړې، چې دی یې یوازې پرېښی او اوس یې پیغامونو ته ځواب نه وايي.

نوموړي نن پنجشنبه پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د سراج الدین حقاني د ورور انس حقاني په ګډون یې ګڼو طالبانو ته پیغامونه پرېښي او د هغوی له استازو یې د مرستې غوښتنه کړې؛ خو چا یې مرسته نه ده کړې.

هغه زیاتوي: " ما ته هېڅ ځواب نه دی راکړل شوی یوازې نورې ژمنې!؟ ما د یو کال څخه زیات انتظار وکړ. تېره اونۍ ما یو طبي قیضه درلوده او زه لاړم."

نوموړي د سراج الدین حقاني تصویر له خپل کړي پوسټ سره یو ځای خپور کړی او له هغه یې د دعا غوښتنه کړې ده.

د جبراییل عمر پر پوسټ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ګڼو چارواکو تبصرې کړي او له هغه یې غوښتي، چې خپل کړی پوسټ بېرته ړنګ کړي؛ خو هغه یې په ځواب کې ویلي، چې د یو کال انتظار وروسته مجبور شوی، چې خپل غږ پورته کړي.

د جبراییل پر لیکنې د طالبانو د استخباراتو د ریاست یو شمېر کارکوونکو هم تبصرې کړي او هغه ته یې ویلي، چې فرمایشونه یې نه خلاصیږي؛ مګر جبراییل ورته لیکلي: " انسانیت د نورو په ناامیدۍ خندا کوي".

نوموړي زیاته کړې؛ کله چې له طالبانو سره بندي و، نو دی یې شکنجه کړی او صحي ستونزې ورته پېدا شوي دي.

د افغان - امریکايي پوهنتون یاد استرالیايي استاد چې د افغانستان د جمهوري نظام پر مهال طالبانو نیولی و، نېږدې درې نیم کاله د طالبانو په بند کې و.

وروسته له خوشې کېدو هغه اسلام قبول کړ او د طالبانو ملاتړ یې پیل کړ.

هغه د طالبانو له واکمنۍ راپه دېخوا په کابل کې اوسېده او اوس له افغانستانه وتلی دی.

د عدت دوسیه کې د عمران خان او بشرا بي بي د سزا ځنډولو غوښتنې رد شوې

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د اسلام اباد محکمې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان او د هغه د مېرمنې بشرا بي بي د عدت په وخت د نکاح دوسیه کې د سزا ځنډولو غوښتنې رد کړې. د محکمې له دې پرېکړې سره دواړو ته د ۷ـ۷ کاله بند سزا بیا پر ځای شوه، خو دوی په نورو محکمو کې د بیا کتنې یا استیناف غوښتنه کولی شي.

د بشرا خان پخواني مېړه خاور مانیکا د تېر کال د نومبر پر ۲۵ محکمه کې عریضه وکړه چې له ده د بېلېدو وروسته د عدت موده پوره نه وه چې مېرمن خان له عمران خان سره واده وکړ.

د اسلام اباد محکمې یوه قاضي قدرت الله د دې دوسیې په تړاو د تېرې پرورۍ پر دریمه پرېکړه کې عمران خان او بشرا بي بي په اوه اوه کاله بند او پنځه پنځه لکه روپیو جرمانې محکوم کړل.

په مقابل کې د عمران خان وکیلانو د دې سزا ځنډولو لپاره غوښتنې وکړې.

خو د محکمې د نننۍ لس مخیزې پرېکړې اورولو کې قاضي محمد افضل مجوکا وویل، دې دوسیه کې د سزا ځنډولو لپاره کوم کره دلیلونه نه دي وړاندې شوي.

د محکمې پرېکړه کې ویل شوي چې د دوی د حکم خلاف عمران خان او بشرا بي بي د بیا کتنې غوښتنې به هم په دغه عدالت کې چلېږي او د اسلام اباد ستره محکمه به د جولای تر ۱۲ پرېکړه کوي.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند یو مهم مشر او قامي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون مشر عمر ایوب د محکمې د نننۍ پرېکړې په غندلو سره وايي چې په ستره محکمه کې به یې ډېره ژر چلنج کړي.

د هغه په خبره، د قانون او انصاف غوښتنه دا وه چې دې دوسیه کې سزا ختمه شي، خو دا دوسیه سیاسي شوې او د سیاسي مشرانو پرضد ترې د وسلې په توګه کار اخیستل کېږي.

د پاکستان لومړي وزیر د ستونزو د حل لپاره اپوزیسیون ته د خبرو بلنه ور کړه

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۱۸ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر بیا له اپوزیسیون وغوښتل چې د ستونزو د حل لپاره له حکومت سره خبرو ته کېني او خپل هېواد د پرمختګ پر لار برابر کړي. د شهباز شریف په مشرۍ حکومت سره د اپوزیسون د اختلاف نوې مسله عزم استحام عملیات دي، چې پوځ یې پښتونخوا او بلوچستان کې د وسلوالو پرضد پلانول غواړي.

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې وړمه ورځ په خپله غونډه کې د دې عملیاتو پیلول تایید کړل.

شهباز شریف هغه ورځ د کابینې غونډې ته ویلي، چې د عزم استحکام د عملیاتو په تړاو نیوکې کیږي، خو دا عملیات د تېرو عملیاتو په څېر نه دي، بلکې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ به کیږي او د دغو عملیاتو پرمهال به هېڅ څوک نه بې کوره کیږي.

خو د کابینې تر تایید یوه ورځ مخکې د پاکستان په پارلمان کې د اپوزسیون مشرانو د دې عملیاتو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې د تېر په څېر به یوازې ولس ور سره زیانمن شي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام «ف» ګوند مشر مولانا فضل الرحمان پرون هم پارلمان کې ویلي، چې د پاکستان پوځ د چین په خوښه او غوښتنه دا عملیات کوي، چې بدې پایلې به ولري.

د فضل الرحمان په خبره، له ګاونډیانو سره ستونزه په خشن برخورد نه شي حلېدی او اړتیا ده، چې پوځ له سیاسته لاس واخلي او سیاسي ګوندونه پرېږدي، چې د پاکستان سیاست وکړي.

په بامیان کې سېلابونو ۷ کسه مړه کړي او لس تنه نور تري تم دي

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۴۵ GMT+۱

که څه هم سرچینې په دغو سېلابونو کې د تلفاتو شمېره زیاته ښیي؛ خو په بامیان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند عبدالصبور سیغاني وایي، چې په دغو سېلابونو کې اووه کسه مړه او ۱۰ نور تري تم دي.

د هغه په وینا، د پېښې قربانیان د دوو کورنیو غړي دي.
ویل کېږي، چې د غو سېلابونو د سر د زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم خلکو ته اړولي دي.
د ښاغلي سیغاني په وینا، د لادرکه شویو کسانو د پلټنې عملیات روان دي.
دغه سېلابونه تېره ورځ د یکاولنګ ولسوالۍ په دزدان چشمه، هزار چشمه او پودینه‌تو کلیو کې راوتي دي.
له بل پلوه د طالبانو د والي دفتر وایي، چې دغو سېلابونو د یکاولنګ ولسوالۍ تر څنګ د پنجاب، ورس او کهمرد ولسوالۍ هم زیانمنې کړې دي.
دغه سېلابونو د کورونو ترڅنګ ځینې کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.

د خوړو نړۍوال پروګرام (د غبرګولي په ۳۰مه نېټه) ویلي و، چې له پاکستانه ستانه شوي ځیني کډوال د تېرو میاشتو له سېلاب او ورښت له امله بیا له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.

په افغانستان کې سېلابونو تېرو دوو میاشتو کې تر نورو ولایتونو بغلان، غور او هرات ډېر وځپل.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري بیا وايي، چې دغو سېلابونو وړمه میاشت لږ تر لږه ۳۴۷ تنه مړه کړي او له ۱۰ زرو څخه زیات کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله: د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي ټاکنه دمګړۍ ځنډېدلې ده

۷ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۷ جون ۲۰۲۴، ۰۶:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل او څلورو نورو رسنیو ته وویل، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو خبره د اوس لپاره ځنډېدلې ده.

رزماري ډي‌کارلو وویل، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي هڅه کوي د دغې څوکۍ لپاره مناسب کس وټاکي.
مېرمن ډي ‌کارلو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو پر سر د ځینو هېوادونو د استازو تر منځ اختلافاتو ته په اشارې وویل، چې د دې کار لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو استازي باید هوکړه وکړي.
هغې زیاته کړه، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع پای ته نه ده رسېدلې او ملګري ملتونه تمه لري چې په دې برخه کې ګامونه واخیستل شي.

د ګوترېش مرستیالې د ملګرو ملتونو د استازي د ټاکل کېدو پر سر اختلافاتو او شته پېچلتیاو ته په اشارې وویل: «موږ کله هم یو هېواد ته داسې کس چې هغوی یې نه غواړي نه دی ګومارلی.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سېنرلي اوغلو د «خپلواکې ارزونې او سپارښتنې» له مخې د تېر کال د مرغومي په میاشت کې د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازي د ګومارلو په اړه غوښتنه کړې وه.
د دغه ځانګړي استازي ټاکنه بیا وروسته د ملګرو ملتونو، د سیمې هېوادونو او طالبانو تر منځ په یوه لانجمنه مسله بدله شوه چې له څو میاشتو په تېرېدو سره لا هم دغه لانجه نه ده غوڅه شوې.
تمه داسې وه، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې هم د دغه ځانګړي استازي د ګومارلو پر سر خبرې اترې وشي؛ خو اوس د دغې ناستې اصلي خبرې به پر مالي، بانکي او د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې پر سر راټولې وي.
طالبان وايي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر (یوناما) په شتون کې د بل استازي د ګومارلو اړتیا نه شته.

چین، روسیې او ایران هم د دغه استازي ګومارل د طالبانو له هوکړې سره مشروط بللي دي.