په بامیان کې سېلابونو ۷ کسه مړه کړي او لس تنه نور تري تم دي

که څه هم سرچینې په دغو سېلابونو کې د تلفاتو شمېره زیاته ښیي؛ خو په بامیان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند عبدالصبور سیغاني وایي، چې په دغو سېلابونو کې اووه کسه مړه او ۱۰ نور تري تم دي.

که څه هم سرچینې په دغو سېلابونو کې د تلفاتو شمېره زیاته ښیي؛ خو په بامیان ولایت کې د طالبانو د والي ویاند عبدالصبور سیغاني وایي، چې په دغو سېلابونو کې اووه کسه مړه او ۱۰ نور تري تم دي.
د هغه په وینا، د پېښې قربانیان د دوو کورنیو غړي دي.
ویل کېږي، چې د غو سېلابونو د سر د زیان ترڅنګ ګڼ مالي زیانونه هم خلکو ته اړولي دي.
د ښاغلي سیغاني په وینا، د لادرکه شویو کسانو د پلټنې عملیات روان دي.دغه سېلابونه تېره ورځ د یکاولنګ ولسوالۍ په دزدان چشمه، هزار چشمه او پودینهتو کلیو کې راوتي دي.له بل پلوه د طالبانو د والي دفتر وایي، چې دغو سېلابونو د یکاولنګ ولسوالۍ تر څنګ د پنجاب، ورس او کهمرد ولسوالۍ هم زیانمنې کړې دي.دغه سېلابونو د کورونو ترڅنګ ځینې کرنیزې ځمکې هم ویجاړې کړې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام (د غبرګولي په ۳۰مه نېټه) ویلي و، چې له پاکستانه ستانه شوي ځیني کډوال د تېرو میاشتو له سېلاب او ورښت له امله بیا له خپلو مېنو بې ځایه شوي دي.
په افغانستان کې سېلابونو تېرو دوو میاشتو کې تر نورو ولایتونو بغلان، غور او هرات ډېر وځپل.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري بیا وايي، چې دغو سېلابونو وړمه میاشت لږ تر لږه ۳۴۷ تنه مړه کړي او له ۱۰ زرو څخه زیات کورونه یې ویجاړ کړي دي.


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د چهارشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل او څلورو نورو رسنیو ته وویل، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو خبره د اوس لپاره ځنډېدلې ده.
رزماري ډيکارلو وویل، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي هڅه کوي د دغې څوکۍ لپاره مناسب کس وټاکي.
مېرمن ډي کارلو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکل کېدو پر سر د ځینو هېوادونو د استازو تر منځ اختلافاتو ته په اشارې وویل، چې د دې کار لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو استازي باید هوکړه وکړي.
هغې زیاته کړه، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو موضوع پای ته نه ده رسېدلې او ملګري ملتونه تمه لري چې په دې برخه کې ګامونه واخیستل شي.
د ګوترېش مرستیالې د ملګرو ملتونو د استازي د ټاکل کېدو پر سر اختلافاتو او شته پېچلتیاو ته په اشارې وویل: «موږ کله هم یو هېواد ته داسې کس چې هغوی یې نه غواړي نه دی ګومارلی.»
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سېنرلي اوغلو د «خپلواکې ارزونې او سپارښتنې» له مخې د تېر کال د مرغومي په میاشت کې د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړی استازي د ګومارلو په اړه غوښتنه کړې وه.
د دغه ځانګړي استازي ټاکنه بیا وروسته د ملګرو ملتونو، د سیمې هېوادونو او طالبانو تر منځ په یوه لانجمنه مسله بدله شوه چې له څو میاشتو په تېرېدو سره لا هم دغه لانجه نه ده غوڅه شوې.
تمه داسې وه، چې د دوحې په درېیمه ناسته کې هم د دغه ځانګړي استازي د ګومارلو پر سر خبرې اترې وشي؛ خو اوس د دغې ناستې اصلي خبرې به پر مالي، بانکي او د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې پر سر راټولې وي.
طالبان وايي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر (یوناما) په شتون کې د بل استازي د ګومارلو اړتیا نه شته.
چین، روسیې او ایران هم د دغه استازي ګومارل د طالبانو له هوکړې سره مشروط بللي دي.

د افغانستان مخکینی ولسمشر اشرف غني په نړۍوال شل اوریز جام کې د کرېکټ ملي لوبغاړو له لاسته راوړنو مننه کړې. نوموړي په اېکس پاڼه لیکلي:« زه په ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړۍوال جام کې ستاسو د بې سارو هلو ځلو له امله د زړه له کومې مننه کوم.»
هغه وایي، نیمه پایلوبې ته رسېدل یوه ستره لاسته راوړنه ده.
هغه په خپله لیکنه کې ویلي، په دې سختو وختونو کې تاسو افغان ملت ته د یووالي او خوښۍ شیبې وروبخښلې.
هغه وایي:« مننه چې د افغانستان استازیتوب مو په دومره ویاړ سره وکړ.»
هغه د خپلې لیکنې په وروستۍ برخه کې لیکلي:« موږ تاسو ته ستاسو په راتلونکو سیالیو کې د لا بریالیتوبونو هیله کوو. لا وځلېږئ، او موږ پر تاسو ویاړو. تاسو زموږ اتلان یاست.»
له بل پلوه په خواله رسنیو کې له سوېلي افریقا څخه له ماتې وروسته ګڼو افغانانو په خپلو لیکنو کې د افغان لوبډلې ملاتړ کړی دی.
دا لومړی ځل و، چې افغانستان په نړۍوال جام سیالیو کې تر نیمه پایلوبې رسېږي.
وړمه ورځ افغان لوبډلې بنګله دېش ته په ماتې ورکولو سره وتوانېده، چې د نړۍوال جام پایلوبې ته لار ومومي.
نن د نړۍوال جام په پایلوبه کې سوېلي افریقا په نهو وېکټو افغانستان ته ماتې ورکړه او پاییلوبې ته ووته.

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې با امنه، باثباته، متحد او سوکاله افغانستان د پاکستان په ګټه دی. اسحاق ډار زیاتوي، چې د اوسني او راتلونکي خطرونو کمولو او د ټولو هېوادونو اړتیاو پوره کولو او همکارۍ لپاره اړیکې او خبرې اترې اړینې دي.
محمد اسحاق ډار د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې پاکستان د یوې داسې تګلارې ملاتړ کوي چې د مقابلې پر ځای همکارۍ ته لومړیټوب ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ پاکستان د سولې او پرمختګ تر منځ د نه جلاکېدونکې اړیکې په کلکه ملاتړی دی.
هغه د ټولو افغانانو حقونو ته په درناوي د ټینګار تر څنګ وویل، چې پاکستان دا ډاډ ورکوي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره به د کوم دولت پر ضد د ترهګرۍ لپاره نه کارول کیږي.
ښاغلي ډار وویل، چې پاکستان غواړي د افغانستان له اوسني چارواکو سره وګوري او د ستونزو د هوارۍ لپاره سره خبرې اترې او عملي ګامونه پورته کړي.
ښاغلي ډار وویل، چې پاكستان په پرله پسې توګه هڅه كړې چې زمونږ په نږدې او لرې ګاونډ کې د ټولو هېوادونو سره د سولې، همكارۍ او ښه ګاونډیتوب اړیکې ولري.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته د دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړه.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، چې حقاني ته د «امنیت او پخلاینې په سرمشریزه» کې د ګډون لپاره د سرطان له لومړۍ څخه تر ۵مې پورې معافیت ورکړل شوی دی. طالبانو او متحده عربي اماراتو د حقاني د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، ابوظبۍ ته د حقاني د سفر موخه "د سیمه ییز امنیت، ثبات او پخلاینې په اړه په غونډو کې ګډون" دی.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سراج الدین حقاني او درېیو نورو طالب چارواکو ته اجازه ورکړې وه، چې د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.
دا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني دویم سفر دی.
دغه سفر د امریکا له خوا انتقادونه راپارولي، چې په تروریستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور یې د حقاني د نیولو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي وو، چې د طالبانو پر وړاندې نړۍوال بندیزونه عملي کړي او د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې څخه معافیت تر لاسه کړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې انار کلي هنریار د ویانا په غونډه کې وايي، چې د افغانستان کړکیچ یوازې د خبرو او سیاست له لارې د حل وړ دی. نوموړې زیاتوي، چې د افغانستان کړکېچ ته باید د خبرو لا لارې د حل لاره پېدا شي.
انار کلي هنریار د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د ویانا په غونډه کې وویل، چې د ملګرو ملتونو په هره ناسته کې باید د طالبانو په شمول، ښځې، مدنې ټولنې، سیاسي ځواکونه او د افغانستان خلک په پام کې ونیول شي.
اغلې هنریار وویل: «په خواشینې سره چې نړۍوال همکاران پخوانۍ تجربې لکه؛ د بن ناسته او د دوحې تړون چې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شو او اوس د هغه تړون پایله موږ وینو، تکراروي.»
هغې دې ته په اشارې سره چې دا د افغانستان پر وضعیت ډېره ناوړه اغیزه لرلی شي زیاته کړه: «زموږ اندېښنه دا ده؛ که نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه په دې شان پر مخ ولاړ شي په افغانستان کې به وضعیت لا کړکیچن شي. نو نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه باید ټول حقیقتونه په پام کې ونیسي.»
اغلې هنریار په خپلې وینا کې د یو بل په منلو هم ټینګار وکړ ویې ویل: " موږ باید ژبني، سمتي او قومي مسایلو څخه لرې او یو بل ومنو او د یوه چتر لاندې ژوند وکړو."
د یوه ډېموکراټیک افغانستان لپاره د ویانا څلورم کنفرانس د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) پیل او نن چهارشنبه پای ته ورسید.
په دې غونډه کې د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر شاه محمود میاخېل، د ملي مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود او د افغانستان د پخواني حکومت د امنیت شورا د سلاکار رنګین دادفر سپنتا په ګډون د طالبانو ۷۰سیاسي مخالفانو برخه اخیستې.
د ویانا د غونډې په وروستۍ ورځ د طالبانو مخالفانو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د طالبانو په غوښتنه د دوحې د غونډې د اجنډا جوړول او په دې غونډه کې د دغې ډلې یو اړخیز ګډون دا څرګندوي چې ملګري ملتونه له خپل اصلي ماموریت منحرف شوي دي.