• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انار کلي هنریار: د افغانستان کړکېچ یوازې د خبرو او سیاست له لارې د حل وړ دی

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې انار کلي هنریار د ویانا په غونډه کې وايي، چې د افغانستان کړکیچ یوازې د خبرو او سیاست له لارې د حل وړ دی. نوموړې زیاتوي، چې د افغانستان کړکېچ ته باید د خبرو لا لارې د حل لاره پېدا شي.

انار کلي هنریار د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د ویانا په غونډه کې وویل، چې د ملګرو ملتونو په هره ناسته کې باید د طالبانو په شمول، ښځې، مدنې ټولنې، سیاسي ځواکونه او د افغانستان خلک په پام کې ونیول شي.

اغلې هنریار وویل: «په خواشینې سره چې نړۍوال همکاران پخوانۍ تجربې لکه؛ د بن ناسته او د دوحې تړون چې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شو او اوس د هغه تړون پایله موږ وینو، تکراروي.»

هغې دې ته په اشارې سره چې دا د افغانستان پر وضعیت ډېره ناوړه اغیزه لرلی شي زیاته کړه: «زموږ اندېښنه دا ده؛ که نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه په دې شان پر مخ ولاړ شي په افغانستان کې به وضعیت لا کړکیچن شي. نو نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه باید ټول حقیقتونه په پام کې ونیسي.»

اغلې هنریار په خپلې وینا کې د یو بل په منلو هم ټینګار وکړ ویې ویل: " موږ باید ژبني، سمتي او قومي مسایلو څخه لرې او یو بل ومنو او د یوه چتر لاندې ژوند وکړو."

د یوه ډېموکراټیک افغانستان لپاره د ویانا څلورم کنفرانس د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) پیل او نن چهارشنبه پای ته ورسید.

په دې غونډه کې د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر شاه محمود میاخېل، د ملي مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود او د افغانستان د پخواني حکومت د امنیت شورا د سلاکار رنګین دادفر سپنتا په ګډون د طالبانو ۷۰سیاسي مخالفانو برخه اخیستې.

د ویانا د غونډې په وروستۍ ورځ د طالبانو مخالفانو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د طالبانو په غوښتنه د دوحې د غونډې د اجنډا جوړول او په دې غونډه کې د دغې ډلې یو اړخیز ګډون دا څرګندوي چې ملګري ملتونه له خپل اصلي ماموریت منحرف شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

ملا خیرخواه له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو په پراختیا کې د ناروې رول اغېزناک بولي

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزير افغانستان کې د ناروې سفارت له شارژدافير سره په ليدنه کې له نړۍ سره د طالبانو د اړيکو په پراختيا کې د ناروې رول اغېزناک بللی. ملا خيرالله خيرخوا زياته کړې، چې طالبان غواړي له نړۍ سره د دوه اړخيزو اړيکو پر بنسټ مثبتې اړيکې ټينګې او پراخې کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چهارشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې د ملا خیرخواه او په افغانستان کې د ناروې د شارژدافير پاول کلومن بکن د لیدنې خبر ورکړی.

خبرپاڼه زياتوي، چې خيرالله خيرخوا په دې ليدنه کې ويلي، چې: «اسلامي امارت غواړي له نړۍ سره د دوه اړخيزو اړيکو پر بنسټ مثبتې اړيکې ټينګې او پراخې کړي.»

نوموړي په دې برخه کې د ناروې رول اغېزناک بللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پاول کلومن بيکن د دوحيې د راتلونکي درېيمي ناستې په اړه معلومات شريکي او دا ناسته یې د افغانستان لپاره مهمه بللې ده.

په افغانستان کې د ناروې سفارت د بيکن د دې څرګندونو په اړه څه ندي ویلي

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته ناروې هيواد په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې مرستې تر سره کړي.

څه موده مخکي د طالبانو ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ناروې د سفیر له قوله لیکلي وه، چې دغه هېواد د دې ډلې د مخالفانو ملاتړ نه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د مالي بحران له امله افغانستان کې یوازې د یو میلیون خلکو مرسته کوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۱

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بودیجې د کمښت او د مالي بحران له امله به یوازې د ۲۰۲۴ کال تر اکتوبر میاشتې پورې یو میلیون خلکو ته خوراکي توکي وویشي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان نن وویل، چې خلکو ته د مرستو رسولو لپاره بيړني کومک ته اړتيا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان تر ۹۰ سلنه ډېر خلک د خوراک لپاره کافي خواړه نه لري.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې لوږه د ځينو کورنيوو د له منځه تللو لامل کېږي او يو شمېر کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو کورونو د توکو پلورلو ته اړې شوي دي.

د پاکستان سرحدي ځواکونو پر ډيورنډ کرښه د نشه يي توکو د سلګونو کڅوړو د نیولو خبر ور کړ

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د پاکستان دولتي راډیو وايي، بلوچستان کې سرحدي ځواکونو له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه د شیشې او اپینو په ګډون د نشه یي توکو سلګونه کڅوړې نیولېې دي. د دغو نیول شويو نشه يي توکو بیه له ۳۴۰ میلیونه کلدارو زیاته اټکل شوې ده.

ويل کيږي، چې دغه توکي دبلوچستان په نوکنډي سيمه کې د عملياتو پر مهال ترلاسه شوي دي.

د پاکستان د سرحدي ځواک د راپور له مخې، په دغو نیول شويو توکو کې د ۳۳۹ میلیونو کالدارو په ارزښت ۲۹۵ د شیشې او د ۱.۶۸ ميلیونو کلدارو په ارزښت۱۶ کڅوړي تریاک شامل دي

په دې عملیاتو کې مرمۍ، دوه میله کلاشینکوف او عصري مخابراتي وسایل هم نیول شوي دي.

د پاکستان د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې ادارې په دې وروستیو کې په کراچۍ کې په يوې کښتۍ کې د ۲۲۴ کیلو ګرامه میتامفیتامین د نیولو خبر ورکړ، چې غوښتل یې بلجیم ته قاچاق شي.

د افغانستان ګاونډي او د منځنۍ اسیا ډېری هېوادونه له افغانستان څخه خپلو هېوادونو ته د نشه‌يي توکو د قاچاق له دوام اندېښمن دي.

ملګري ملتونه افغانستان کې د تریاکو پر تولید له بندیز سره د مړینې زیاتېدو خبرداری ور کوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۰:۲۴ GMT+۱

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د تریاکو پر تولید د طالبانو له بندیز سره نشه یانو مصنوعي نشه يي توکو ته مخه کړې چې لا د مخه اروپا کې مرګوني وو. پر ۲۰۲۲ کال د طالبانو د مشر په فرمان پسې تېر کال په افغانستان کې د تریاکو کښت ۹۵ سلنه کم شوی، چې هیرویین یا پوډر ترې جوړېږي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمو اداره نن د نشه يي توکو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل کلني راپور کې وايي، په افغانستان کې د تریاکو یا اپینو دغه بې ساري کمېدل به د افغانستان، ټرانیزیټي او مقصدي هېوادونو لپاره ګڼې پایلې ولري.

دا اداره وايي، د طالبانو بندیز سره به د نشه يي توکو مارکېټ کې د نګه یا سوچه هیروین یا پوډر هم کم شي.

ملګري ملتونه وايي، که څه هم سږ کال په ځینې سیمو کې د تریاکو د تولید زیاتېدو نښې شته، خو پخوانۍ کچې ته رسېدلی نه شي.

دغه اداره وايي، د روان ۲۰۲۴ کال لومړیو کې د اروپا، منځني ختیځ او سوېلي افریقا په مارکېټونو کې د افغان نشه يي توکو ریښتونی کمښت نه دی لیدل شوی، خو که افغانستان کې پرې بندیز روان وي، نو دا حالت به بدل شي.

ملګري ملتونه وايي، د دې توکو د تولید کمښت سره به د هغوی اړوند درملنه هم اغېزمنه او پوډر یا هیروین کاروونکي به نورو صنعتي نشه يي توکو ته مخه کړي.

په راپور کې راغلي چې په دغسې حالت کې به د روغتیا لپاره پام وړ خطرې زیاتې او د نیتازین په څېرځینې ځواکمنو نشه يي توکو په ګډون د مختلفو مخدره موادو کارېدل زیات شي.

د نیتازین په څېر ځینې پرمختللي نشه يي مصنوعي توکي دې وروستیو کلونو کې په اروپا کې دود شوي دي.

د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو ادارې سرڅېړونکې انجلا مي وايي، په ایرلنډ، بریتانیا، استونیا او لیتویا کې له دې نشه يي توکو د ډېرو کسانو د مړه کېدو خبر هم و رکړل شوی دی.

ملګري ملتونه وېره ښيي چې د بدیلو نشه يي توکو کارولو سره امکان ډېر دی چې ورته مړینې لا زیاتې شي.

د امریکا په یرغل پسې افغانستان د نړۍ د نشه يي توکو په تر ټولو ستر صادروونکي بدل شو، خو د طالبانو واکمنېدو پسې د دې ډلې مشر په ۲۰۲۲ کال د دې توکو پر کر، تولید او تجارت بندیز ولګاوه.

د دغه بندیز د یو کال تېرېدو سره افغانستان د نشه يي توکو د تولید نوملړ کې خپل ځای میانمار ته پرېښود.

خو د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو اداره وايي، په میانمار کې د افینو یا تریاکو د تولید ۳۶ سلنې زیاتېدو سره بیا هم هیرویین یا پوډر په نړیواله کچه ۷۵ سلنه کم شوي دي.

طالبان: د لومړۍ میاشتې پرتله د کال په دویمه میاشت کې د صاراتو او وارداتو کچه ډېره شوې

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۰۸:۲۷ GMT+۱

طالبان وايي، د لومړۍ میاشتې پرتله د کال په دویمه میاشت کې ۹۰ مېلیون ډالره د صاراتو او ۳۰۰ مېلیون ډالره د وارداتو کچه ډېره شوې ده.

دغه ډله وايي، په غويي میاشت کې یې تر ټولو ډېر صادرات پاکستان، هند او عربي اماراتو ته کړي؛ خو تر ټولو ډېر واردات یې بیا له ایران، چین او پاکستان ته کړي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د چهار شنبې په ورځ د (چنګاښ ۶مه) د ۱۴۰۳ کال د وري او غويي په میاشتو کې له افغانستانه د صادراتو او وارداتو په اړه تحلیلي راپور خپور کړی.
په دغه راپور کې ویل شوي، چې په غويي میاشت کې د څه باندې ۱۱۴.۶ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات او ۹۵۰.۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.
د احصايې او معلوماتو ادارې د راپور له مخې، د روان کال د وري په میاشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۹۵.۶ مېلیونه ډالره و؛ خو په غويي میاشت کې د وري پرتله په صادارتو کې ۱۹ مېلیونه ډالر زیاتوالی راغلی.
همدارنګه په راپور کې ویل شوي، چې په وري میاشت کې افغانستان ته د ۶۵۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي وو؛ خو په غويي میاشت کې د وري میاشتې پرتله په وارداتو کې ۳۰۰.۵ مېلیونه ډېروالی راغلی دی.
د احصايي او معلوماتو اداره وايي، د روان کال په غويي میاشت کې تر ټولو ډېر صادرات یې پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته کړي دي.
خو په راپور کې ویل شوي، چې تر ټولو ډېر واردات بیا له ایران، چین او پاکستان څخه شوي دي.

د دغه راپور له مخې ۵۴.۵ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات پاکستان، د ۳۰.۱ مېلیون ډالرو په ارزښت هند او ۴.۶ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات یې متحده عربي اماراتو ته کړي دي.
طالبان په داسې حال کې پاکستان ته د ډېرو صادراتو په اړه ادعا کوي، چې په دې ورستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي اړیکي خورا ترینګلې شوې او ېیر وختونه د سپین بولدک او تورخم دروازې د سوداګرۍ پر مخ تړلې پاته کېږي.

له بل پلوه تر اوسه د طالبانو د دغو راپورونو په اړه خپلواکو سرچېنو څه نه دي ویلي او نه طالبان په دې اړه داسې ادارو ته اجازه ورکوي، چې په خپلواکه بڼه د دوی د ورکړل شویو راپورونو کره‌والی روښانه کړي.