• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو امنیت شورا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني دویم سفر ته اجازه ورکړه

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته د دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، چې حقاني ته د «امنیت او پخلاینې په سرمشریزه» کې د ګډون لپاره د سرطان له لومړۍ څخه تر ۵مې پورې معافیت ورکړل شوی دی. طالبانو او متحده عربي اماراتو د حقاني د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، ابوظبۍ ته د حقاني د سفر موخه "د سیمه ییز امنیت، ثبات او پخلاینې په اړه په غونډو کې ګډون" دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سراج الدین حقاني او درېیو نورو طالب چارواکو ته اجازه ورکړې وه، چې د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

دا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني دویم سفر دی.

دغه سفر د امریکا له خوا انتقادونه راپارولي، چې په تروریستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور یې د حقاني د نیولو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي وو، چې د طالبانو پر وړاندې نړۍوال بندیزونه عملي کړي او د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې څخه معافیت تر لاسه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین او روسیې کړکېچ؛ روسیې او اوکراین ۹۰ تنه جنګي اسیران تبادله کړل

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۴۸ GMT+۱

روسیې او اوکراین په خپله ۲۸ میاشتنۍ جګړه کې د دواړو خواو ۹۰ جنګي بندیان په وروستۍ دوره کې تبادله کړل. متحده عربي امارات د منځګړي په توګه د بندیانو د تبادلې څارنه کوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د بندیانو تبادله هغه مهال وشوه، چې د جرمونو نړۍوالې محکمې (ای سي سي) د سې شنبې په ورځ (د چنګاښ ۵مه) په اوکراین کې پر ملکي اهدافو د برید په تور د روسیې د پخواني دفاع وزیر او د پوځ د لوی درستیز د نیولو امر صادر کړ.

محکمې سرګي شویګو او مخکښ روسي جنرال ویلري ګیراسیموف په «جنګي او د بشریت ضد جرمونو» تورن کړي دي.

روسي بندیان چې بېرته راستانه شوي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي ویلي، چې ډېری خوشي شوي روسي سرتېري شخصي سرتېري او سربازان دي.

هغه ټینګار وکړ: «دا تبادله د ټولو بندیانو کور ته د ستنېدو په بهیر کې یو بل ګام دی.»

د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) زېلینسکي د اوکراین په ختیځ کې د دونیڅک د لومړۍ کرښې سیمې څخه لیدنه وکړه.

د روسیې د حکومت په خبره؛ هغه بندیان چې د سې شنبې په ورځ بېرته راستانه شوي «په بند کې د مرګ له خطر سره مخ وو.»

له تبادلې وروسته خوشې شوي روسي بندیان د طبي معایناتو لپاره مسکو ته واستول شول.

اوکرايني بنديان چي بېرته ستانه شوي

اوکراین ویلي؛ هغه سرتېري یې بېرته ستانه شوي، چې په ۱۴۰۱ کال کې یې د ازوستال د فولادو د کارخانې د درې میاشتنۍ محاصرې په ترڅ کې دفاع کړې وه.

زېلینسکي په یوه ویډیو وینا کې ټینګار وکړ، چې «موږ به پاتې نور هم په ورته ډول بېرته راستانه کړو.»

هغه وویل: «موږ د ټولو اوکرایني بندیانو په اړه د حقیقت په لټه کې یو. هر څوک چېرته دی، د دوی حالت څه دی او د دوی بیرته ستنېدو لپاره څه ته اړتیا ده.»

په مسکو او کییف کې چارواکو د متحده عربي اماراتو څخه د بندیانو د تبادلې د اسانتیا برابرولو په برخه کې مننه کړې ده.

انار کلي هنریار: د افغانستان کړکېچ یوازې د خبرو او سیاست له لارې د حل وړ دی

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې انار کلي هنریار د ویانا په غونډه کې وايي، چې د افغانستان کړکیچ یوازې د خبرو او سیاست له لارې د حل وړ دی. نوموړې زیاتوي، چې د افغانستان کړکېچ ته باید د خبرو لا لارې د حل لاره پېدا شي.

انار کلي هنریار د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د ویانا په غونډه کې وویل، چې د ملګرو ملتونو په هره ناسته کې باید د طالبانو په شمول، ښځې، مدنې ټولنې، سیاسي ځواکونه او د افغانستان خلک په پام کې ونیول شي.

اغلې هنریار وویل: «په خواشینې سره چې نړۍوال همکاران پخوانۍ تجربې لکه؛ د بن ناسته او د دوحې تړون چې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شو او اوس د هغه تړون پایله موږ وینو، تکراروي.»

هغې دې ته په اشارې سره چې دا د افغانستان پر وضعیت ډېره ناوړه اغیزه لرلی شي زیاته کړه: «زموږ اندېښنه دا ده؛ که نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه په دې شان پر مخ ولاړ شي په افغانستان کې به وضعیت لا کړکیچن شي. نو نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه باید ټول حقیقتونه په پام کې ونیسي.»

اغلې هنریار په خپلې وینا کې د یو بل په منلو هم ټینګار وکړ ویې ویل: " موږ باید ژبني، سمتي او قومي مسایلو څخه لرې او یو بل ومنو او د یوه چتر لاندې ژوند وکړو."

د یوه ډېموکراټیک افغانستان لپاره د ویانا څلورم کنفرانس د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) پیل او نن چهارشنبه پای ته ورسید.

په دې غونډه کې د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر شاه محمود میاخېل، د ملي مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود او د افغانستان د پخواني حکومت د امنیت شورا د سلاکار رنګین دادفر سپنتا په ګډون د طالبانو ۷۰سیاسي مخالفانو برخه اخیستې.

د ویانا د غونډې په وروستۍ ورځ د طالبانو مخالفانو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د طالبانو په غوښتنه د دوحې د غونډې د اجنډا جوړول او په دې غونډه کې د دغې ډلې یو اړخیز ګډون دا څرګندوي چې ملګري ملتونه له خپل اصلي ماموریت منحرف شوي دي.

ملا خیرخواه له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو په پراختیا کې د ناروې رول اغېزناک بولي

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزير افغانستان کې د ناروې سفارت له شارژدافير سره په ليدنه کې له نړۍ سره د طالبانو د اړيکو په پراختيا کې د ناروې رول اغېزناک بللی. ملا خيرالله خيرخوا زياته کړې، چې طالبان غواړي له نړۍ سره د دوه اړخيزو اړيکو پر بنسټ مثبتې اړيکې ټينګې او پراخې کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چهارشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې د ملا خیرخواه او په افغانستان کې د ناروې د شارژدافير پاول کلومن بکن د لیدنې خبر ورکړی.

خبرپاڼه زياتوي، چې خيرالله خيرخوا په دې ليدنه کې ويلي، چې: «اسلامي امارت غواړي له نړۍ سره د دوه اړخيزو اړيکو پر بنسټ مثبتې اړيکې ټينګې او پراخې کړي.»

نوموړي په دې برخه کې د ناروې رول اغېزناک بللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پاول کلومن بيکن د دوحيې د راتلونکي درېيمي ناستې په اړه معلومات شريکي او دا ناسته یې د افغانستان لپاره مهمه بللې ده.

په افغانستان کې د ناروې سفارت د بيکن د دې څرګندونو په اړه څه ندي ویلي

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته ناروې هيواد په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې مرستې تر سره کړي.

څه موده مخکي د طالبانو ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ناروې د سفیر له قوله لیکلي وه، چې دغه هېواد د دې ډلې د مخالفانو ملاتړ نه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د مالي بحران له امله افغانستان کې یوازې د یو میلیون خلکو مرسته کوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۱

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بودیجې د کمښت او د مالي بحران له امله به یوازې د ۲۰۲۴ کال تر اکتوبر میاشتې پورې یو میلیون خلکو ته خوراکي توکي وویشي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان نن وویل، چې خلکو ته د مرستو رسولو لپاره بيړني کومک ته اړتيا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان تر ۹۰ سلنه ډېر خلک د خوراک لپاره کافي خواړه نه لري.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې لوږه د ځينو کورنيوو د له منځه تللو لامل کېږي او يو شمېر کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو کورونو د توکو پلورلو ته اړې شوي دي.

د پاکستان سرحدي ځواکونو پر ډيورنډ کرښه د نشه يي توکو د سلګونو کڅوړو د نیولو خبر ور کړ

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۲:۳۹ GMT+۱

د پاکستان دولتي راډیو وايي، بلوچستان کې سرحدي ځواکونو له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه د شیشې او اپینو په ګډون د نشه یي توکو سلګونه کڅوړې نیولېې دي. د دغو نیول شويو نشه يي توکو بیه له ۳۴۰ میلیونه کلدارو زیاته اټکل شوې ده.

ويل کيږي، چې دغه توکي دبلوچستان په نوکنډي سيمه کې د عملياتو پر مهال ترلاسه شوي دي.

د پاکستان د سرحدي ځواک د راپور له مخې، په دغو نیول شويو توکو کې د ۳۳۹ میلیونو کالدارو په ارزښت ۲۹۵ د شیشې او د ۱.۶۸ ميلیونو کلدارو په ارزښت۱۶ کڅوړي تریاک شامل دي

په دې عملیاتو کې مرمۍ، دوه میله کلاشینکوف او عصري مخابراتي وسایل هم نیول شوي دي.

د پاکستان د نشه يي توکو په وړاندي د مبارزې ادارې په دې وروستیو کې په کراچۍ کې په يوې کښتۍ کې د ۲۲۴ کیلو ګرامه میتامفیتامین د نیولو خبر ورکړ، چې غوښتل یې بلجیم ته قاچاق شي.

د افغانستان ګاونډي او د منځنۍ اسیا ډېری هېوادونه له افغانستان څخه خپلو هېوادونو ته د نشه‌يي توکو د قاچاق له دوام اندېښمن دي.