• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر: باثباته، متحد او سوکاله افغانستان د پاکستان په ګټه دی

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۲۲:۲۷ GMT+۱

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر وایي، چې با امنه، باثباته، متحد او سوکاله افغانستان د پاکستان په ګټه دی. اسحاق ډار زیاتوي، چې د اوسني او راتلونکي خطرونو کمولو او د ټولو هېوادونو اړتیاو پوره کولو او همکارۍ لپاره اړیکې او خبرې اترې اړینې دي.

محمد اسحاق ډار د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې وویل، چې پاکستان د یوې داسې تګلارې ملاتړ کوي چې د مقابلې پر ځای همکارۍ ته لومړیټوب ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ پاکستان د سولې او پرمختګ تر منځ د نه جلاکېدونکې اړیکې په کلکه ملاتړی دی.

هغه د ټولو افغانانو حقونو ته په درناوي د ټینګار تر څنګ وویل، چې پاکستان دا ډاډ ورکوي او ټینګار کوي، چې د افغانستان خاوره به د کوم دولت پر ضد د ترهګرۍ لپاره نه کارول کیږي.

ښاغلي ډار وویل، چې پاکستان غواړي د افغانستان له اوسني چارواکو سره وګوري او د ستونزو د هوارۍ لپاره سره خبرې اترې او عملي ګامونه پورته کړي.

ښاغلي ډار وویل، چې پاكستان په پرله پسې توګه هڅه كړې چې زمونږ په نږدې او لرې ګاونډ کې د ټولو هېوادونو سره د سولې، همكارۍ او ښه ګاونډیتوب اړیکې ولري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د ملګرو ملتونو امنیت شورا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني دویم سفر ته اجازه ورکړه

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۲۰:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته د دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته د سفر اجازه ورکړه.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، چې حقاني ته د «امنیت او پخلاینې په سرمشریزه» کې د ګډون لپاره د سرطان له لومړۍ څخه تر ۵مې پورې معافیت ورکړل شوی دی. طالبانو او متحده عربي اماراتو د حقاني د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

امنیت شورا په یوه بیان کې ویلي، ابوظبۍ ته د حقاني د سفر موخه "د سیمه ییز امنیت، ثبات او پخلاینې په اړه په غونډو کې ګډون" دی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنیت شورا سراج الدین حقاني او درېیو نورو طالب چارواکو ته اجازه ورکړې وه، چې د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

دا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین حقاني دویم سفر دی.

دغه سفر د امریکا له خوا انتقادونه راپارولي، چې په تروریستي فعالیتونو کې د لاس لرلو په تور یې د حقاني د نیولو لپاره لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له هېوادونو غوښتي وو، چې د طالبانو پر وړاندې نړۍوال بندیزونه عملي کړي او د امنیت شورا د بندیزونو له کمېټې څخه معافیت تر لاسه کړي.

انار کلي هنریار: د افغانستان کړکېچ یوازې د خبرو او سیاست له لارې د حل وړ دی

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۸:۱۴ GMT+۱

د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې انار کلي هنریار د ویانا په غونډه کې وايي، چې د افغانستان کړکیچ یوازې د خبرو او سیاست له لارې د حل وړ دی. نوموړې زیاتوي، چې د افغانستان کړکېچ ته باید د خبرو لا لارې د حل لاره پېدا شي.

انار کلي هنریار د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ ۶مه) د ویانا په غونډه کې وویل، چې د ملګرو ملتونو په هره ناسته کې باید د طالبانو په شمول، ښځې، مدنې ټولنې، سیاسي ځواکونه او د افغانستان خلک په پام کې ونیول شي.

اغلې هنریار وویل: «په خواشینې سره چې نړۍوال همکاران پخوانۍ تجربې لکه؛ د بن ناسته او د دوحې تړون چې د طالبانو او امریکا تر منځ لاسلیک شو او اوس د هغه تړون پایله موږ وینو، تکراروي.»

هغې دې ته په اشارې سره چې دا د افغانستان پر وضعیت ډېره ناوړه اغیزه لرلی شي زیاته کړه: «زموږ اندېښنه دا ده؛ که نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه په دې شان پر مخ ولاړ شي په افغانستان کې به وضعیت لا کړکیچن شي. نو نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه باید ټول حقیقتونه په پام کې ونیسي.»

اغلې هنریار په خپلې وینا کې د یو بل په منلو هم ټینګار وکړ ویې ویل: " موږ باید ژبني، سمتي او قومي مسایلو څخه لرې او یو بل ومنو او د یوه چتر لاندې ژوند وکړو."

د یوه ډېموکراټیک افغانستان لپاره د ویانا څلورم کنفرانس د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۴مه) پیل او نن چهارشنبه پای ته ورسید.

په دې غونډه کې د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي اړیکو مشر شاه محمود میاخېل، د ملي مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود او د افغانستان د پخواني حکومت د امنیت شورا د سلاکار رنګین دادفر سپنتا په ګډون د طالبانو ۷۰سیاسي مخالفانو برخه اخیستې.

د ویانا د غونډې په وروستۍ ورځ د طالبانو مخالفانو په یوه اعلامیه کې وویل، چې د طالبانو په غوښتنه د دوحې د غونډې د اجنډا جوړول او په دې غونډه کې د دغې ډلې یو اړخیز ګډون دا څرګندوي چې ملګري ملتونه له خپل اصلي ماموریت منحرف شوي دي.

مولانا فضل الرحمان: د پاکستان حکومت د چین په غوښتنه پوځي عملیات کوي چې بدې پایلې به ولري

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۵:۲۳ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام «ف» ګوند مشر مولانا فضل الرحمان وايي، چې د پاکستان پوځ په پښتونخوا او بلوچستان کې د چین په خوښه او غوښتنه عملیات کوي، چې بدې پایلې به ولري. نوموړي نن په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته ویلي، چې د پښتونخوا خلک د مبارزې ۳۰۰ کلن تاریخ لري.

هغه زیاته کړه: "موږ درې سوه کاله مبارزه او ۵۰ زره شهیدان د دې لپاره نه دي ورکړي، چې جنرالان دې پر موږ حاکم شي او لکه د ځناورو دې په موږ پسې وي".

د فضل الرحمان په خبره، له ګاونډیانو سره ستونزه په خشن برخورد نه شي حلېدی او اړتیا ده، چې پوځ له سیاسته لاس واخلي او سیاسي ګوندونه پرېږدي، چې د پاکستان سیاست وکړي.

هغه د کوم مشخص ګاونډي نوم وا نه خیست؛ خو د پاکستان د پوځ او حکومت د مشرانو له خوا افغانستان کې پر واکمنو طالبانو بار - بار نیوکه شوې، چې د دوی مخالف وسله والو ته پټنځي برابروي.

نوموړي پر حکومت او پوځ غږ وکړ، چې له دوی سره دې ښکر نه اړموي.

ملا فضل الرحمان وویل: "تاسو ټولو ته معلومه ده، چې ښکر اړموونکو څه نتیجه اخیستې دا زما یوه مشوره ده".

تېره ورځ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ کابینې په پښتونخوا او پلوچستان کې د وسلوالو پرضد د عزم استحکام په نامه د عملیاتو پیلول تایید کړل.

خو وړمه ورځ د پاکستان په پارلمان کې د اپوزسیون مشرانو د دې عملیاتو مخالفت وکړ او ویې ویل، چې د تېر په څېر به یوازې ولس ور سره زیانمن شي.

د تحریک انصاف ګوند او د پاکستان د پارلمان غړی اسد قیصر د اپوزسیون په نماینده ګۍ وايي، چې دوی د پوځ له خوا د تازه عملیاتو مخالف دي او دوی به هېچا ته اجازه ور نه کړي، چې په پښتونخوا کې بیا جنګ پیل کړي.

هغه وايي، چې د عملیات له افغانستان سره د جنګ په معنا دي.

نوموړي د پاکستان په پارلمان کې حکومت او د پاکستان پوځ ته په اشارې سره وویل: "تاسو چې کومه طریقه خپله کړې او له افغانستان سره د دښمنۍ یو بل دور شروع کوئ، موږ ته قبوله نه ده".

د اسد قیصر په خبره؛ که چېرې هر څوک د دوی په سیمه کې بیا جګړه پیلوي دوی به د خپل ملت تر شا دریږي او په شریکه به یې مخالفت کوي.

هغه وویل: "که د هر چا دا فکر وي په خدای قسم چې اول به زموږ په جسدونو تېریږي او بیا به جګړه پیلوي، موږ څه بنګړي نه دي په لاس کړي".

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف بیا د کابینې غونډې ته ویلي، چې د عزم استحکام د عملیاتو په تړاو نیوکې کیږي؛ خو دا عملیات د تېرو عملیاتو په څېر نه دي، بلکې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ به کیږي او د دغو عملیاتو پرمهال به هېڅ څوک نه بې کوره کیږي.

په همدې حال کې د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په لاهور کې د خبریالانو یو غونډې ته ویلي، چې د عملیاتو مالي لکښت په برخه کې به څلور صوبې مرسته کوي.

بل خوا تېره ورځ په وزیرستان کې د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کارکوونکو بیا د پاکستان د پوځي موټرو ویډیوګانې خپرې کړي، چې یو لوی کاروان میرعلي ته داخليږي.

ملا خیرخواه له نړۍ سره د طالبانو د اړیکو په پراختیا کې د ناروې رول اغېزناک بولي

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۴:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزير افغانستان کې د ناروې سفارت له شارژدافير سره په ليدنه کې له نړۍ سره د طالبانو د اړيکو په پراختيا کې د ناروې رول اغېزناک بللی. ملا خيرالله خيرخوا زياته کړې، چې طالبان غواړي له نړۍ سره د دوه اړخيزو اړيکو پر بنسټ مثبتې اړيکې ټينګې او پراخې کړي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د چهارشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې د ملا خیرخواه او په افغانستان کې د ناروې د شارژدافير پاول کلومن بکن د لیدنې خبر ورکړی.

خبرپاڼه زياتوي، چې خيرالله خيرخوا په دې ليدنه کې ويلي، چې: «اسلامي امارت غواړي له نړۍ سره د دوه اړخيزو اړيکو پر بنسټ مثبتې اړيکې ټينګې او پراخې کړي.»

نوموړي په دې برخه کې د ناروې رول اغېزناک بللی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې پاول کلومن بيکن د دوحيې د راتلونکي درېيمي ناستې په اړه معلومات شريکي او دا ناسته یې د افغانستان لپاره مهمه بللې ده.

په افغانستان کې د ناروې سفارت د بيکن د دې څرګندونو په اړه څه ندي ویلي

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته ناروې هيواد په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې مرستې تر سره کړي.

څه موده مخکي د طالبانو ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ناروې د سفیر له قوله لیکلي وه، چې دغه هېواد د دې ډلې د مخالفانو ملاتړ نه کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام د مالي بحران له امله افغانستان کې یوازې د یو میلیون خلکو مرسته کوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۶ جون ۲۰۲۴، ۱۳:۵۵ GMT+۱

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د بودیجې د کمښت او د مالي بحران له امله به یوازې د ۲۰۲۴ کال تر اکتوبر میاشتې پورې یو میلیون خلکو ته خوراکي توکي وویشي. دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا مهال په افغانستان کې ۱۲ میلیونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه سازمان نن وویل، چې خلکو ته د مرستو رسولو لپاره بيړني کومک ته اړتيا لري.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي، د افغانستان تر ۹۰ سلنه ډېر خلک د خوراک لپاره کافي خواړه نه لري.

دغه بنسټ خبرداری ورکړی، چې لوږه د ځينو کورنيوو د له منځه تللو لامل کېږي او يو شمېر کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو کورونو د توکو پلورلو ته اړې شوي دي.