سوېلي افریقا د نړۍوال جام پایلوبې ته ووته او د افغان لوبډلې سفر پای ته ورسېد

د سوېلي افریقا په تاریخ کې دا لومړی ځل دی، چې لوبډله یې د شل اوریزو سیالیو نړۍوال جام پایلوبې ته لاره مومي. سوېلي افریقا په نیمه پایلوبه کې د افغانستان له لوري ورکړل شوی ۵۷ منډو هدف د لوبې په ۸،۵ اور کې د یوې وېکټې په زیان سره پوره کړ او پایلوبې ته ووته.