د طالبانو د کډوالو وزارت: یوه اونۍ کې له پاکستان او ایران تر ۱۳ زرو زیات کډوال راستانه شوي

د طالبانو د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې یوازې په تېره اوونۍ کې ۱۳ زره او ۴۴۸ افغان کډوال له ایران او پاکستان اېستل شوي دي. په دوی کې ۱۰ زره او ۲۲۵ کسه له ایران او ۳ زره او ۲۲۲ نور له پاکستانه راستانه شوي دي.